• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا سمندري ځواک د خپلو قوماندانانو معلومات له انټرنېټ څخه لرې کوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۱ GMT+۱

د امریکا سمندري ځواک د امنیتي اندېښنو له امله امر کړی چې د بېړیو او د دې ځواک د قوماندانانو رسمي انځورونه او ژوندلیکونه دې له عامه وېبپاڼو څخه لرې کړل شي. د سمندري ځواک چارواکي وايي، د دغو معلوماتو خپرېدل کولای شي پوځیان او د هغوی کورنۍ له امنیتي ګواښ سره مخ کړي.

د «ټسک انډ پرپس» مجلې، چې د خپلې وېبپاڼې له مخې د پوځیانو نظرونه او راپورونه خپروي، د چنګاښ په ۲۶مه په یوه راپور کې لیکلي چې دا پرېکړه د «ناواډمین» په نوم د سمندري ځواک د یوې اداري خبرتیا له لارې اعلان شوې ده. د «نیویارک ټایمز» خبریال رایلي سیډر لومړی کس و چې د جمعې په ورځ یې د دې امر د صادرېدو خبر ورکړ.

د دې خبرتیا له مخې، هغه رسمي انځورونه او ژوندلیکونه چې د سمندري ځواک په وېبپاڼو او ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، افسران او د هغوی کورنۍ له «مخ پر زیاتېدونکي امنیتي خطر» سره مخامخ کوي. دا لارښود هغه افسران او سمندري سرتېري هم رانغاړي چې د قوماندان، د قوماندان مرستیال، د امنیتي مرکزونو مشران او لوړپوړی مسول، مرستیال یا د سمندري سرتېرو د لوړپوړي مشر په توګه دنده ترسره کوي.

د امریکا سمندري ځواک په دې خبرتیا کې ټینګار کړی چې د سمندري سرتېرو او د هغوی د کورنیو امنیت د دې ځواک «تر ټولو لوړ لومړیتوب» دی. د دې ادارې په وینا، د نن ورځې په امنیتي چاپېریال کې دښمنان په زیاتېدونکې توګه عامه معلومات راټولوي او سره یوځای کوي، څو پوځي کارکوونکي وپېژني، تعقیب یې کړي او موخه یې وګرځوي.

په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې د لوړپوړو قوماندانانو د ژوندلیکونو خپرول، د غیرضروري پام رااړولو او د انټرنېټي لټونونو د زیاتېدو له امله، په ناڅاپي ډول د هغوی لپاره امنیتي خطرونه زیاتوي. له همدې امله، هغه واحدونه چې مشري یې سمندري ځواک لوړپوړي قومندانان یا تر هغه د ټیټې رتبې افسران کوي، نور اجازه نه لري چې د دغو کسانو رسمي انځورونه او ژوندلیکونه په عامه وېبپاڼو کې خپاره کړي.

دا لارښود یوازې په راتلونکي کې د خپرېدونکو معلوماتو پورې محدود نه دی. ټول هغه انځورونه او ژوندلیکونه چې اوس د سمندري ځواک په وېبپاڼو کې موجود دي، باید هم له عامه لاسرسي څخه وایستل شي، که څه هم د هغوی کاپۍ به د سمندري ځواک په ارشیف کې وساتل شي.

د سمندري ځواک په وېبپاڼو کې د قوماندانانو ژوندلیکونه معمولا په یوه ټاکلي قالب خپرېږي او په کې د هغوی د زده کړو او خدمت سابقه، د بېړیو او پوځي واحدونو د قوماندانۍ دندې، د امنیتي مرکزونو مسولیتونه، د عملیاتو لنډیز، او ترلاسه شوي مډالونه او جایزې شاملې وي. دا معلومات په ټولیز ډول د هغو مسلکي معلوماتو سره ورته دي چې په«لینکډین» کې خپرېږي. رسمي انځورونه هم معمولا قوماندانان د امریکا او د سمندري ځواک د بیرغونو مخې ته ولاړ ښيي.

تر دې دمه، دغو پاڼو خلکو او رسنیو ته دا امکان ورکاوه چې پوه شي د هرې بېړۍ یا پوځي واحد قومانده د چا په لاس کې ده، او د افسرانو د ټاکنې، ترفیع یا دندې څخه د لېرې کېدو پر مهال د هغوی د خدمت سابقه وڅېړي. د دغو معلوماتو لرې کول به د قوماندانانو په اړه د خلکو او رسنیو لاسرسی محدود کړي.

لا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا لارښود به د قوماندې د بدلون اړوند خبرتیاوې یا هغه مطالب هم رانغاړي که نه، چې د سمندري ځواک واحدونه یې د مورال د لوړولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې خپروي او کېدای شي د قوماندانانو او سمندري سرتېرو نومونه او انځورونه هم پکې شامل وي. همدارنګه، دا هم نه ده معلومه چې سمندري ځواک غواړي د خپلو پرسونل او بېړیو د تعقیب په نورو لارو، لکه د سوداګریزو معلوماتو راټولولو، کې هم بدلون راولي او که نه.

ډېر لیدل شوي

ظاهر قدیر څنګه د امریکا په دام کې ولوېد؟
۱

ظاهر قدیر څنګه د امریکا په دام کې ولوېد؟

۲
ځانګړی

له جلال الدین تر سراج الدین؛ جګړه‌ییز نفوذ، سیاسي منځګړیتوب او د طالبانو تابع قوماندانان

۳

محمد حنیف اتمر: په افغانستان کې له مشروع سیاسي نظام پرته تلپاتې سوله نه‌شي راتلای

۴

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی

۵

د ملا عمر خوبونو د افغانستان برخلیک بدل کړ

•
•
•

نور خبرونه

د ناامنۍ نوې څپه؛ په ۲۰۲۶کال کې په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه او فعالیتونه پراخ شوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

یوازې د روانې جولای میاشتې په ترڅ کې په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري د درېیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخېستل شوی. خپرې شوې شمېرې ښیي، چې په ۲۰۲۶کال کې په بلوچستان او په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سیمو کې د یادې ډلې فعالیتونه او بریدونه زیات شوي دي.

په روانه میاشت کې په بلوچستان کې یادې ډلې په لومړي برید کې (د جولای په ۵مه) د کوټې د هنه اوړک د ببري کلي په سیمه کې پنځه ملکي کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
تر یاد برید یوه ورځ وروسته (د جولای په ۶مه) د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډېم په سیمه کې پر پولیسو برید وشو، چې نهه پولیس په‌کې ووژل شول او ۲۲ نور وتښتول شول. د دغه پولیسو مړي وروسته د کوټې د منګله په غرنۍ سیمه کې وموندل شول.
یوه اونۍ وروسته (د جولای ۱۵مه) په درېیمه پېښه کې د هرنایي ولسوالۍ د شعبان په سیمه کې د څلورو حکومتي کارکوونکو مړي وموندل شول، چې په ډزو وژل شوي وو. د دغه درېیو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی.
په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي فعالیت
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، تحریک طالبان پاکستان د جوړښت راهیسې په بلوچستان کې فعالیت لري او د دغه ایالت په پښتون مېشتو سیمو کې یې تنظیمي جوړښت له هماغه وخت راهیسې فعال پاتې دی.
هغه وویل، په ۲۰۲۶کال کې یادې ډلې خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي او د جولای په میاشت کې یې په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سیمو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. د نوموړي په وینا؛ د مانګي پمپنګ سټېشن پر پولیسو برید چې شاوخوا ۳۰ پولیس په‌کې ووژل شول او همدارنګه د هنه اوړک برید د یادې ډلې د وروستیو پراخو بریدونو بېلګې دي.
عبدالله خان زیاته کړه، پخوا به تحریک طالبان پاکستان په دوو، درېیو یا پنځو کسیزو ډلو بریدونه کول؛ خو اوس د کوټې شاوخوا په وروستیو بریدونو کې لسګونه او د ځینو اټکلونو له مخې تر ۲۰۰ پورې وسله‌والو برخه اخیستې، چې دا د یادې ډلې په تګلاره کې لوی بدلون ښيي.
هغه وویل، دغه پوښتنه هم راپورته کېږي چې دومره لوی شمېر وسله‌وال څنګه دغه سیمو ته رسېدلي دي. هغه وایي، تحریک طالبان پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په بلوچستان کې بریدونه کوي.
هغه د ۲۰۱۶کال د کوټې پر وکیلانو ځانمرګی برید، په لورالايي کې د اېف سي پر مرکز برید او د ۲۰۲۲کال د اوربند له پای ته رسېدو وروسته په کوټه کې لومړنی ځانمرګی برید د بېلګو په توګه یاد کړي دي.
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ او ټي‌ټي‌پي ترمنځ اړیکې
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د اړیکو او همکارۍ په اړه د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ همکاري له ۲۰۱۳کال راهیسې روانه ده او دواړه ډلې یو بل ته لوژستیکي ملاتړ برابروي.
د هغه په خبره؛ ځینې وخت یوه ډله برید ترسره کوي خو مسوولیت یې بله ډله مني، څو امنیتي ځواکونه مغشوش کړي او دغه همکاري د وخت په تېرېدو لا پیاوړې شوې ده. هغه زیاته کړه، د دغه ډلو ترمنځ نظریاتي اختلاف ډېر اهمیت نه‌لري؛ ځکه دواړه خواوې د پاکستان دولت خپل هدف ګڼي او د همدې موخې لپاره همکاري کوي.
په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي تر بریدونو وروسته د پرلت دوام
د کوټې په کویله پاټک سیمه کې د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډېم د پېښې پرضد د وژل شویو پولیسو د کورنیو او سیاسي ګوندونو پرلت نهمې ورځې ته وغځېده. د کوټې پرلت په ملاتړ د بلوچستان سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنو د پنجشنبې په ورځ په دغه ایالت کې بشپړ کاربندیز اعلان کړی.

100%

تر دې دمه د پرلت‌والو او د بلوچستان حکومت ترمنځ د خبرو څو پړاوونه ترسره شوي دي. حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دواړه لوري د یوې هوکړې پر مسوده سلا شوي؛ خو دغه هوکړه لا د اړوندو ادارو د وروستۍ تایید په تمه ده.
د افغانستان انټرنشنل پښتو له‌خوا د ترلاسه شوې هوکړې د مسودې له مخې؛ په وروستۍ هوکړه کې د کوټې، مستونګ، خضدار، هرنایي، زیارت، کچهي او نوشکي په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله‌والو ډلو پر ضد د جدي عملیاتو ماده هم شامله ده.
د روانې اوونۍ په پیل کې د پرلت کمېټې او سیاسي ګوندونو اعلان کړی و، که غوښتنې یې ونه منل شي، د اعتراضونو لړۍ به نوره هم پراخه کړي. د همدې اعلان له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ د کوټې ترڅنګ د بلوچستان په ګڼو لویو او وړو ښارونو کې پراخ لاريونونه ترسره شول.

اروپا کې د تودوخې څپې؛ د روغتیا نړیوال سازمان د روغتونونو د چمتووالي غوښتنه کوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواېچ‌او) وايي، په اروپا کې د اقلیمي بدلون او تودوخې له امله روغتیايي سیستمونه له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي. دغه سازمان له اروپايي هېوادونو غوښتي چې روغتونونه او روغتیايي خدمتونه د سختې ګرمۍ پر وړاندې لا چمتو او مقاوم کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په یوه نوي لارښود کې ویلي، اروپا د نړۍ تر ټولو چټک تودېدونکې وچه ده او د تودوخې درجه پکې د نړۍ د منځنۍ کچې په پرتله نږدې دوه برابره لوړېږي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د روان اوړي په ترڅ کې د پنځو هېوادونو معلومات ښيي چې د سختې ګرمۍ له امله نږدې ۱۰ زره اضافي مړینې ثبت شوې دي.

په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان سیمه‌ییز رییس هانس کلوګه ویلي: «زموږ سیمه په نړۍ کې تر ټولو چټکه تودېدونکې سیمه ده. یوازې په تېرو څلورو کلونو کې د تودوخې له امله له ۲۰۰ زرو څخه ډېر کسان مړه شوي او په تېرو ۲۰ کلونو کې د تودوخې اړوند مړینې ۳۰ سلنه زیاتې شوې دي.»

نوموړي ټینګار کړی: «د تودوخې له امله مړینې حتمي نه دي، موږ پوهېږو چې څنګه د خلکو ساتنه وکړو: ټولنو ته پر وخت خبرداری ورکړو، ښارونه ساړه کړو، اوبو او سیوري ته لاسرسی برابر کړو، له تر ټولو زیان‌منو کسانو سره اړیکه ونیسو او د تودوخې له لوړېدو مخکې روغتیايي سیستمونه چمتو کړو.»

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د تودوخې څپې روغتونونه له جدي ستونزو سره مخ کولای شي، په ځانګړي ډول هغه روغتیايي مرکزونه چې د لوړې تودوخې لپاره نه وي جوړ شوي. د سختې ګرمۍ له امله د ناروغانو د بسترېدو کچه لوړېږي او د روغتونونو برېښنا، د سړولو سیستمونه، کمپیوټرونه او نور تخنیکي خدمات له ستونزو سره مخ کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ښارونو جوړښتي بڼه هم د تودوخې ستونزه لا زیاتوي، ځکه ښاري سیمې د شاوخوا کلیوالو او نیمه ښاري سیمو په پرتله ډېره تودوخه ساتي.

د سازمان په نوي لارښود کې د هېوادونو او سیمه‌ییزو ادارو لپاره اته اساسي برخې مشخصې شوې دي چې پکې د تودوخې د خبرداري سیستمونه، د زیان‌منو وګړو ساتنه، عامه پوهاوی، د روغتیايي سیستمونو پیاوړتیا، د تودوخې د اغېزو کمول، څارنه، ارزونه او د راتلونکو اقداماتو لپاره له تجربو زده‌کړه شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د روغتیايي مرکزونو د چمتووالي ارزونې او روزنې هم ترسره شوې دي، څو د سختې ګرمۍ او نورو اقلیمي ګواښونو پر وړاندې د روغتیايي سیستمونو مقاومت پیاوړی شي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې څپې به په راتلونکو کلونو کې لا سختې شي، خو د وختي خبرداریو، د خلکو د ساتنې او د روغتیايي سیستمونو د مخکېني چمتووالي له لارې د تودوخې له امله د ډېرو مړینو مخه نیول کېدای شي.

برېتانیا: افغانستان سره به په درېیو کلونو کې د هر کال لپاره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته وکړو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
100%

د برېتانیا حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د بشري ناورین سره د مبارزې لپاره به په راتلونکو درېیو کلونو کې هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته ځانګړې کړي او دغه مرستې به د باوري شریکانو له لارې د افغانستان تر ټولو زیان‌منو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ته ورسول شي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د پنجشنبې په ورځ، په ایکس کې د برېتانیا د حکومت د اعلان په شریکولو سره لیکلي: «نن برېتانیا د افغانستان له خلکو سره د خپلې دوامدارې ژمنې تایید کوي. برېتانیا به په راتلونکو درېیو کلونو کې هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه ځانګړې کړي او د باوري شریکانو له لارې به د ژوند ژغورنې مرستې وړاندې کړي.»

د برېتانیا د پارلمان په راپور کې راغلي چې دغه هېواد به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره ځانګړې کړي او افغانستان به په دې موده کې د برېتانیا د رسمي پراختیايي مرستو له تر ټولو لویو پروګرامونو څخه پاتې شي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو نږدې پنځه کاله وروسته، د افغانستان بشري وضعیت لا هم «خورا خراب» دی او د لا خرابېدو له خطر سره مخ دی. د راپور له مخې، سږ کال نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له ډلې یې ۱۷،۴ میلیونه کسان له شدیدې خوړو ناامنۍ سره مخ دي.

د برېتانیا د حکومت په وینا، افغانستان د ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ له پلوه په نړۍ کې له تر ټولو لوړو کچو سره مخ دی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې پنځه میلیونه ښځې، نجونې او هلکان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.

د راپور له مخې، د برېتانیا نوې مرستې به د روغتیا او تغذیې په برخو کې د ژوند ژغورنې خدمتونو، اساسي زده‌کړو، د زیان‌منو خلکو د ساتنې، د معیشت پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت د زیاتولو لپاره ولګول شي.

د برېتانیا حکومت ویلي چې د ښځو او نجونو حقونه او اړتیاوې به د دې مرستو په مرکز کې وي او ژمن دی چې لږ تر لږه د برېتانیا د مرستو له نیمايي څخه ګټه‌اخیستونکي به ښځې او نجونې وي.

په راپور کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه، په ځانګړي ډول زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون محدودول، د افغانستان د بشري حقونو او اوږدمهاله پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ بلل شوي دي.

د برېتانیا د پارلماني راپور له مخې، د ۲۰۲۴–۲۰۲۵ مالي کال په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲،۷ میلیونه کسانو ته ملاتړ رسولی چې له ډلې یې څه باندې ۱،۷ میلیونه ښځې او نجونې وې.

د برېتانیا حکومت ټینګار کړی چې له افغان خلکو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي، د ښځو او نجونو له حقونو به ملاتړ وکړي، اساسي خدمتونه به د خپلو شریکانو له لارې وساتي او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او مقاومت د پیاوړتیا لپاره به هڅې وکړي.

د زیارت پېښې پرضد د پرلت دوام؛ د مذاکراتو پنځه پړاوه خبرې له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د کوټې په کویله پاټک سیمه کې د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډېم د پېښې پرضد د وژل شویو پولیسو د کورنیو او سیاسي ګوندونو پرلت اتمې ورځې ته وغځېده؛ خو د حکومت او د پرلت د مذاکراتي کمېټې ترمنځ د خبرو له پنځو پړاوونو وروسته هم دواړه خواوې کومې وروستۍ هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.

د پرلت ګډونوال د زیارت پېښې د حقایقو روښانه کولو لپاره د قضايي کمېسیون جوړېدو، د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو د اېف سي ځواکونو د اېستلو او د پخواني لیویز ځواک د بېرته فعالولو غوښتنه کوي.
د جولای په شپږمه د زیارت د مانګي ډېم په سیمه کې وسله‌والو پر پولیسو برید وکړ، چې نهه پولیس په‌کې ووژل شول او ۲۲ نور یې له ځان سره یوړل. وروسته د دغه تښتول شویو پولیسو جسدونه د کوټې اړوند منګله سیمه کې وموندل شول.
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان څانګې مشر او د پرلت مذاکراتي کمېټې غړي نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، که له حکومت سره روانې خبرې کومې پایلې ته ونه رسېږي؛ نو د احتجاجونو لړۍ به نوره هم پراخه او سخته شي.
هغه وویل، اوس‌مهال په ګوادر، پنجګور، تربت، زیارت، دکۍ، موسی خېل، هرنایي، چمن، شېراني او سیف الله کلا کې هم اعتراضي فعالیتونه روان دي.
زیري زیاته کړه، که حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي؛ نو د پنجشنبې په ورځ به په ټول بلوچستان کې بشپړ کاربندیز او اعتصاب ترسره شي او له هغه وروسته به د احتجاجونو لپاره نور سخت اقدامات هم اعلان کړي.
بل لور ته د عوامي نشنل ګوند د مرکزي کمېټې غړي خان زمان کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په مذاکراتو کې تر یوه بریده پرمختګ شوی؛ خو دومره نه‌دی چې خلک ډاډه کړي او باور پیدا کړي، چې د دوی د امنیت او سولې تضمین به عملي شي.
هغه وویل، حکومت د پرلت اساسي غوښتنې نه مني؛ ځکه د پښتنو پر وړاندې یې تګلاره د دښمنۍ پر بنسټ ولاړه ده. کاکړ زیاته کړه، هغه حکومتي پلاوی چې مذاکراتو ته راځي، د پرېکړې واک نه‌لري او یوازې په خبرو د ستونزې د حل هڅه کوي.
د پرلت یو تنظیموونکي ډاکټر صمد پانیزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، له حکومت سره د خبرو پنځه پړاوونه بشپړ شوي او شپږم پړاو روان دی. هغه وویل، د دوی اساسي غوښتنه دا ده چې وسله‌وال له پښتون مېشتو سیمو ووځي.
د نوموړي په وینا؛ دولت دغه وسله‌وال سیمې ته راوستي او اوس یې په جګړو کې کاروي. هغه ادعا وکړه، چې لومړی پښتانه وژل کېږي، بیا یې ځمکې او وروسته یې د سیمو پر طبیعي زېرمو د ولکې هڅه کېږي.
پانیزي زیاته کړه، حکومت او ځینې نور لوري پر دوی فشار راوړي چې په پرلت کې اېښودل شوي د پولیسو مړي دې خاورو ته وسپاري؛ خو دغه جسدونه څو ورځې په غرونو کې پراته وو، هغه مهال چا ورته پام نه کاوه.
بل لور ته د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال بابر یوسفزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، حکومت د پرلت‌والو لومړنۍ غوښتنه چې د زیارت د پېښې د څېړنې لپاره د قضايي کمېسیون جوړول دي؛ منلې ده.
هغه زیاته کړه، چې د پرلت‌والو د نورو غوښتنو په اړه هم د حکومت او مذاکراتي کمېټې ترمنځ خبرې روانې دي او هڅه کېږي چې د خبرو له لارې حل ته ورسېږي.

د طالب پلاوي د بروکسل له سفر وروسته د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر پارلمان ته وربلل شوی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپايي کمېسیون د چارواکو ترمنځ د لیدنې د برابرولو له امله د اروپايي پارلمان له‌خوا د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی دی.

فرانسوي خپرونې مډیاپارټ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، راپور ورکړی چې برونر د اروپايي پارلمان د مدني ازادیو کمېټې په یوه تړلې غونډه کې د دغې لیدنې په اړه معلومات وړاندې کړي، خو د غونډې جزییات نه دي خپاره شوي.

دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیز پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له چارواکو سره ولیدل. د دې غونډې ګډه مشري د اروپايي کمېسیون او سویډن پر غاړه وه او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و.

راپورونه وایي، دا لیدنه د اروپايي ټولنې له رسمي ودانیو بهر ترسره شوې وه.

اروپايي کمېسیون ویلي، د دغو خبرو موخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي بحث و چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري. د کمېسیون په وینا، تمرکز پر هغو کسانو و چې په درنو جرمونو محکوم شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.

خو یو شمېر اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو ته په لېږل شوې بلنه کې یوازې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو موضوع یاده شوې وه چې د استوګنې قانوني حق نه لري او د جرمي سابقې یا امنیتي ګواښ په اړه هېڅ یادونه نه وه شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دغه پلاوي مشري کوله. نوموړي دا سفر «تاریخي» بللی او ویلي یې دي چې دواړو لوریو په اروپا کې د طالبانو د ډیپلوماټیک حضور، د قونسلي خدمتونو د بیا پیل، د باور جوړونې او د افغان وګړو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي. بلجیم هم د دې پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې صادرې کړې وې.

دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل و چې اروپايي ټولنې په بروکسل کې د طالبانو د یوه رسمي پلاوي کوربه‌توب وکړ. اروپايي کمېسیون ټینګار کړی چې دا لیدنه یوازې تخنیکي بڼه لرله او د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

په همدې حال کې، د اروپايي پارلمان جرمنې غړې هانا نیومن د برونر له څرګندونو وروسته ویلي، له طالبانو سره د «تخنیکي اړیکو» په نوم هېڅ شی شتون نه لري. هغې خبرداری ورکړی چې دا ډول خبرې اترې ښایي په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د قونسلیو استازولۍ د طالبانو استازو ته د سپارلو لامل شي.

نیومن له اروپايي کمېسیون غوښتي چې روښانه کړي کوم افغانان به افغانستان ته ستنېږي، په اروپا کې مېشت افغانان به د طالبانو له احتمالي فشارونو څنګه خوندي کېږي، او طالبان د کډوالو د بېرته ایستلو په بدل کې له اروپايي ټولنې څه امتیازات غواړي.