اروپايي ټولنې په بامیانو کې د ځوانانو لپاره د والیبال لوبغالی جوړ کړ

اروپايي ټولنې په بامیانو کې د قوم نوک کلي د ځوانانو د غوښتنې له مخې د والیبال یو لوبغالی جوړ کړی او وايي، ورزش د ځوانانو د روغتیا، رواني هوساینې او راتلونکي لپاره پانګونه ده.

اروپايي ټولنې په بامیانو کې د قوم نوک کلي د ځوانانو د غوښتنې له مخې د والیبال یو لوبغالی جوړ کړی او وايي، ورزش د ځوانانو د روغتیا، رواني هوساینې او راتلونکي لپاره پانګونه ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په ایکس کې ویلي، د بامیانو د قوم نوک کلي ځوانانو د والیبال د لوبغالي د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې د اروپايي ټولنې او د اغاخان پراختیايي شبکې په ګډه دا غوښتنه عملي کړې ده.

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام پایلوبه نن د امریکا د نیوجرسي ایالت په «میټ لایف» لوبغالي کې د هسپانیې او ارجنټاین ترمنځ ترسره کېږي.
ارجنټاین د لیونل میسي په مشرۍ هڅه کوي چې د ۱۹۶۲ کال له برازیل وروسته لومړنی هېواد شي چې پرلهپسې دوهم نړیوال جام هم وګټي، خو هسپانیه بیا غواړي د ۲۰۱۰ کال له بریا وروسته دوهم ځل د نړۍ اتله شي.
د ارجنټاین روزونکي لیونل سکلوني ویلي، هسپانیه یوه بشپړه او پیاوړې لوبډله ده او د دوی پر وړاندې به سخته لوبه وي، خو زیاته کړې یې ده چې د نړیوال جام تر پایلوبې رسېدل خپله یو ستر بریالیتوب دی.
بلخوا د هسپانیې روزونکي لوئیس دي لا فوینته ویلي، د لیونل میسي د مهارولو لپاره به ځانګړې پاملرنه وکړي، خو ټینګار یې کړی چې د ارجنټاین کپتان به په انفرادي ډول ونه څاري.
د هسپانیې لوبغاړي رودري ویلي، د ارجنټاین پر وړاندې به لوبه فزیکي او سخته وي، خو دوی به د هر ډول فشار او پارونې پر ځای پر خپلې لوبې تمرکز وکړي.
د ارجنټاین دروازهساتونکي ایمیلیانو مارتینیز ویلي، کله ناکله د خپلې لوبډلې د لاسته راوړنو په یاد احساساتي کېږي او هیله لري چې یو ځل بیا نړیوال جام خپل هېواد ته یوسي.
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د شاوخوا ۸۰ زره نندارچیانو ترڅنګ د دې پایلوبې ننداره وکړي.
بلخوا د نړیوال جام تنظیموونکو ویلي، د کاناډا د ځنګلي اورونو لوګي تر څار لاندې دي، خو تر اوسه د پایلوبې پر ترسره کېدو کوم اغېز نه لري.
د طالبانو تر واک د المپیک بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست ویلي چې افغان لوبغاړي مصطفی وکیلي د جوجیتسو نړۍوالو سیالیو کې د ۶۹ کیلوګرام وزن او فول کانټکټ سبک په برخه کې د برونزو مډال ترلاسه کړی.
وکیلي خپله لومړۍ سیالي د خپل سیال د نه حاضرېدو له امله وګټله، خو په دویمه سیالۍ کې د قزاقستان له لوبغاړي سره له ماتې وروسته د برونزو مډال خپل کړ.
په دغو سیالیو کې افغانستان د دوو لوبغاړو او یوه روزونکي په ګډون استازیتوب لري.
د جوجیتسو یادې نړۍوالې سیالۍ د قزاقستان په کوربتوب د ۴۹ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۱۱مه پیل شوې وې او د جولای په ۱۹مه پای ته رسېږي.
د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې مالي ملاتړ به دوام ومومي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغې لوبډلې ته د نړیوالو سیالیو د غوراوي پړاوونو کې د ګډون لپاره رسمي لاره برابره وي.
دغه اعلان د هغې افغان ښځینه لوبډلې لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د طالبانو له واکمنېدو سره له افغانستانه ووتله او اوس یې ډېری لوبغاړې په اسټرالیا، کاناډا او بریتانیا کې ژوند کوي.
د لوبډلې غړې شفیقه خان ویلي، د دې پرېکړې په اورېدو ډېرې احساساتي شوې دي.
هغې وویل: «موږ د دې ورځې لپاره ډېرې سختۍ ګاللې دي. اوس کولی شو د خپل هېواد استازیتوب وکړو، یو ځای لوبه وکړو او نړۍ ته وښیو چې افغان ښځې وړتیا او پیاوړتیا لري.»
د لوبډلې بله غړې بنفشه هاشمي، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان پرېښود، ویلي د انګلستان د سفر پر مهال د بریتانیا له پاچا سره لیدنه د ژوند له ځانګړو شېبو څخه وه.
هغې وویل: «چا به باور کاوه چې هغه نجلۍ چې څو ورځې به وږې وه او کورنۍ یې هېڅ امکانات نه لرل، نن به د پاچا لیدو ته ورځي.»
د افغان ښځینه لوبډلې غړو په ۲۰۲۲ کال کې نړیوالې کرېکټ شورا ته لیک استولی و او غوښتنه یې کړې وه چې د دوی د لوبېدو حق خوندي کړي.
په لیک کې راغلي وو: «موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې د جګړې، ناامنۍ، نابرابرۍ او بېعدالتۍ تر څنګ هم زموږ هیله ژوندۍ ده چې د افغانستان استازیتوب وکړو.»
د نړیوالې کرېکټ شورا په وینا، د اسټرالیا، انګلستان او هند د کرېکټ بورډونه به د یوې ځانګړې کاري ډلې له لارې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنې، مالي ملاتړ او سیالیزو فرصتونو د برابرولو چارې پر مخ وړي.
د اسټرالیا د کرېکټ ادارې اجراییه رییس ټاډ ګرینبرګ ویلي، موخه دا ده چې د لوبډلې ملاتړ تر ۲۰۳۰ او حتی د ۲۰۳۲ بریزبېن المپیک پورې دوام ومومي.
هغه زیاته کړه چې د دې پروګرام لپاره باید بنسټیزه او دوامداره مالي پانګونه وشي، څو لوبډله اوږدمهاله پرمختګ وکړي.
د نړیوالې کرېکټ شورا ویلي، نوی پروګرام به افغان لوبغاړو ته منظمې روزنیزې برنامې، سیالیز فرصتونه او د لوړ پوړ لوبغاړو د پرمختګ زمینه برابره کړي.
د انګلستان د کرېکټ بورډ مرستیالې اجراییه رییسې کلېر کانر ویلي، افغان ښځینه لوبډلې درې نیم کاله وړاندې له نړیوالې کرېکټ شورا د حل غوښتنه کړې وه او اوس یې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شوی دی.
هغې زیاته کړه چې دا پرېکړه د هغو لوبغاړو لپاره ستر بری دی چې د خپل هېواد له پرېښودو وروسته یې هم د کرېکټ له لوبې لاس وانخیست.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کرېکټ بورډ لا هم دغه ښځینه لوبډله په رسمیت نه پېژني، خو نړیوالې کرېکټ شورا د دوی د ملاتړ او سیالیزو فرصتونو د برابرولو پرېکړه کړې ده.
د لوبډلې غړې شفیقه خان وايي، د دوی مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې.
هغې وویل: «دا اوږد او له ستونزو ډک سفر و، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ هېڅکله تسلیم نه شو.»
سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د یکشنبې په ورځ د نیویارک–نیو جرسي په لوبغالي کې د فوټبال د نړیوال جام د پایلوبې ننداره وکړي. د روان کال د نړۍوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین او اسپانیا سره مخ کېدونکي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل، چې د ټرمپ ګډون به د هغو سیالیو پای وي، چې د هغې په وینا، «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېرې لیدل شوې، تر ټولو خوندي او تر ټولو بریالۍ نړیوالې سیالۍ» وې.
لیویټ همدارنګه وویل، چې ټرمپ به د جمعې په ورځ د فیفا په رسمي مراسمو کې هم ګډون وکړي. ټاکل شوې، دغه مراسم د نیویارک ښار په ټرمپ ټاور کې ترسره شي.
هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر ټرمپ به په پایلوبه کې د کومې لوبډلې ملاتړ وکړي، څه ونه ویل او زیاته یې کړه، چې خبریالان کولای شي دا پوښتنه په مستقیم ډول له هغه څخه وکړي.
د خوست د مرکز متون په کچیرې کلي کې د فوټبال یو لوی ټورنمنټ چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې پیل شوی وو، د کچیرې کلي د فوټبال کلپ په اتلولۍ پای ته ورسېد. د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغو سیالیو کې د خوست له بېلابېلو سیمو ۶۵ لوبډلو برخه اخیستې وه.
د ځايي اوسېدونکو په وینا، د دغه ټورنمنټ پایلوبه د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) د «نبې ورغه کلي فوټبال کلپ» او «کچیرې کلي فوټبال کلپ» ترمنځ ترسره شوه.
د دغې لوبې په لومړي او دویم نیمایي وخت کې هېڅ لوبډله د ګول پر وهلو بریالۍ نهشوه او لوبه مساوي پای ته ورسېده. له مساوي کېدو وروسته، لوبه د پنالټیو پړاو ته لاړه چې په پایله کې یې د کچیرې کلي لوبډلې خپل سیال ته ماتې ورکړه.
د کچیرې کلي فوټبال کلپ د پنالټیو په وهلو سره د دې درې میاشتني ټورنمنټ د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ.
د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د دغه ډول لوبو ترسره کېدل د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفریح لپاره خورا ګټور دي.