• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فټبال؛ هسپانیه او ارجنټاین د ۲۰۲۶ نړیوال جام د اتلولۍ لپاره نن مخامخ کېږي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام پایلوبه نن د امریکا د نیوجرسي ایالت په «میټ لایف» لوبغالي کې د هسپانیې او ارجنټاین ترمنځ ترسره کېږي.

ارجنټاین د لیونل میسي په مشرۍ هڅه کوي چې د ۱۹۶۲ کال له برازیل وروسته لومړنی هېواد شي چې پرله‌پسې دوهم نړیوال جام هم وګټي، خو هسپانیه بیا غواړي د ۲۰۱۰ کال له بریا وروسته دوهم ځل د نړۍ اتله شي.

د ارجنټاین روزونکي لیونل سکلوني ویلي، هسپانیه یوه بشپړه او پیاوړې لوبډله ده او د دوی پر وړاندې به سخته لوبه وي، خو زیاته کړې یې ده چې د نړیوال جام تر پایلوبې رسېدل خپله یو ستر بریالیتوب دی.

بلخوا د هسپانیې روزونکي لوئیس دي لا فوینته ویلي، د لیونل میسي د مهارولو لپاره به ځانګړې پاملرنه وکړي، خو ټینګار یې کړی چې د ارجنټاین کپتان به په انفرادي ډول ونه څاري.

د هسپانیې لوبغاړي رودري ویلي، د ارجنټاین پر وړاندې به لوبه فزیکي او سخته وي، خو دوی به د هر ډول فشار او پارونې پر ځای پر خپلې لوبې تمرکز وکړي.

د ارجنټاین دروازه‌ساتونکي ایمیلیانو مارتینیز ویلي، کله ناکله د خپلې لوبډلې د لاسته راوړنو په یاد احساساتي کېږي او هیله لري چې یو ځل بیا نړیوال جام خپل هېواد ته یوسي.

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د شاوخوا ۸۰ زره نندارچیانو ترڅنګ د دې پایلوبې ننداره وکړي.

بلخوا د نړیوال جام تنظیموونکو ویلي، د کاناډا د ځنګلي اورونو لوګي تر څار لاندې دي، خو تر اوسه د پایلوبې پر ترسره کېدو کوم اغېز نه لري.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۳
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبغاړي مصطفی وکیلي د جوجیتسو نړۍوالو سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۲۱ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک د المپیک بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست ویلي چې افغان لوبغاړي مصطفی وکیلي د جوجیتسو نړۍوالو سیالیو کې د ۶۹ کیلوګرام وزن او فول کانټکټ سبک په برخه کې د برونزو مډال ترلاسه کړی.

وکیلي خپله لومړۍ سیالي د خپل سیال د نه حاضرېدو له امله وګټله، خو په دویمه سیالۍ کې د قزاقستان له لوبغاړي سره له ماتې وروسته د برونزو مډال خپل کړ.

په دغو سیالیو کې افغانستان د دوو لوبغاړو او یوه روزونکي په ګډون استازیتوب لري.

د جوجیتسو یادې نړۍوالې سیالۍ د قزاقستان په کوربتوب د ۴۹ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۱۱مه پیل شوې وې او د جولای په ۱۹مه پای ته رسېږي.

د کرېکټ نړیواله شورا د افغان ښځینه لوبډلې مالي ملاتړ تر ۲۰۳۰ کال پورې غځوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
100%

د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې مالي ملاتړ به دوام ومومي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغې لوبډلې ته د نړیوالو سیالیو د غوراوي پړاوونو کې د ګډون لپاره رسمي لاره برابره وي.

دغه اعلان د هغې افغان ښځینه لوبډلې لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د طالبانو له واکمنېدو سره له افغانستانه ووتله او اوس یې ډېری لوبغاړې په اسټرالیا، کاناډا او بریتانیا کې ژوند کوي.

د لوبډلې غړې شفیقه خان ویلي، د دې پرېکړې په اورېدو ډېرې احساساتي شوې دي.

هغې وویل: «موږ د دې ورځې لپاره ډېرې سختۍ ګاللې دي. اوس کولی شو د خپل هېواد استازیتوب وکړو، یو ځای لوبه وکړو او نړۍ ته وښیو چې افغان ښځې وړتیا او پیاوړتیا لري.»

د لوبډلې بله غړې بنفشه هاشمي، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان پرېښود، ویلي د انګلستان د سفر پر مهال د بریتانیا له پاچا سره لیدنه د ژوند له ځانګړو شېبو څخه وه.

هغې وویل: «چا به باور کاوه چې هغه نجلۍ چې څو ورځې به وږې وه او کورنۍ یې هېڅ امکانات نه لرل، نن به د پاچا لیدو ته ورځي.»

د افغان ښځینه لوبډلې غړو په ۲۰۲۲ کال کې نړیوالې کرېکټ شورا ته لیک استولی و او غوښتنه یې کړې وه چې د دوی د لوبېدو حق خوندي کړي.

په لیک کې راغلي وو: «موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې د جګړې، ناامنۍ، نابرابرۍ او بې‌عدالتۍ تر څنګ هم زموږ هیله ژوندۍ ده چې د افغانستان استازیتوب وکړو.»

د نړیوالې کرېکټ شورا په وینا، د اسټرالیا، انګلستان او هند د کرېکټ بورډونه به د یوې ځانګړې کاري ډلې له لارې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنې، مالي ملاتړ او سیالیزو فرصتونو د برابرولو چارې پر مخ وړي.
د اسټرالیا د کرېکټ ادارې اجراییه رییس ټاډ ګرینبرګ ویلي، موخه دا ده چې د لوبډلې ملاتړ تر ۲۰۳۰ او حتی د ۲۰۳۲ بریزبېن المپیک پورې دوام ومومي.

هغه زیاته کړه چې د دې پروګرام لپاره باید بنسټیزه او دوامداره مالي پانګونه وشي، څو لوبډله اوږدمهاله پرمختګ وکړي.

د نړیوالې کرېکټ شورا ویلي، نوی پروګرام به افغان لوبغاړو ته منظمې روزنیزې برنامې، سیالیز فرصتونه او د لوړ پوړ لوبغاړو د پرمختګ زمینه برابره کړي.

د انګلستان د کرېکټ بورډ مرستیالې اجراییه رییسې کلېر کانر ویلي، افغان ښځینه لوبډلې درې نیم کاله وړاندې له نړیوالې کرېکټ شورا د حل غوښتنه کړې وه او اوس یې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شوی دی.

هغې زیاته کړه چې دا پرېکړه د هغو لوبغاړو لپاره ستر بری دی چې د خپل هېواد له پرېښودو وروسته یې هم د کرېکټ له لوبې لاس وانخیست.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کرېکټ بورډ لا هم دغه ښځینه لوبډله په رسمیت نه پېژني، خو نړیوالې کرېکټ شورا د دوی د ملاتړ او سیالیزو فرصتونو د برابرولو پرېکړه کړې ده.

د لوبډلې غړې شفیقه خان وايي، د دوی مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې.
هغې وویل: «دا اوږد او له ستونزو ډک سفر و، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ هېڅکله تسلیم نه شو.»

سپینه ماڼۍ: ټرمپ به د فوټبال نړۍوال جام په پایلوبه کې ګډون وکړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۱
100%

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د یکشنبې په ورځ د نیویارک–نیو جرسي په لوبغالي کې د فوټبال د نړیوال جام د پایلوبې ننداره وکړي. د روان کال د نړۍوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین او اسپانیا سره مخ کېدونکي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل، چې د ټرمپ ګډون به د هغو سیالیو پای وي، چې د هغې په وینا، «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېرې لیدل شوې، تر ټولو خوندي او تر ټولو بریالۍ نړیوالې سیالۍ» وې.

لیویټ همدارنګه وویل، چې ټرمپ به د جمعې په ورځ د فیفا په رسمي مراسمو کې هم ګډون وکړي. ټاکل شوې، دغه مراسم د نیویارک ښار په ټرمپ ټاور کې ترسره شي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر ټرمپ به په پایلوبه کې د کومې لوبډلې ملاتړ وکړي، څه ونه ویل او زیاته یې کړه، چې خبریالان کولای شي دا پوښتنه په مستقیم ډول له هغه څخه وکړي.

په خوست کې د فوټبال د ۶۵ لوبډلو ترمنځ سیالۍ د کچیرۍ فوټبال کلپ په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱
100%

د خوست د مرکز متون په کچیرې کلي کې د فوټبال یو لوی ټورنمنټ چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې پیل شوی وو، د کچیرې کلي د فوټبال کلپ په اتلولۍ پای ته ورسېد. د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغو سیالیو کې د خوست له بېلابېلو سیمو ۶۵ لوبډلو برخه اخیستې وه.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، د دغه ټورنمنټ پایلوبه د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) د «نبې ورغه کلي فوټبال کلپ» او «کچیرې کلي فوټبال کلپ» ترمنځ ترسره شوه.

د دغې لوبې په لومړي او دویم نیمایي وخت کې هېڅ لوبډله د ګول پر وهلو بریالۍ نه‌شوه او لوبه مساوي پای ته ورسېده. له مساوي کېدو وروسته، لوبه د پنالټیو پړاو ته لاړه چې په پایله کې یې د کچیرې کلي لوبډلې خپل سیال ته ماتې ورکړه.

د کچیرې کلي فوټبال کلپ د پنالټیو په وهلو سره د دې درې میاشتني ټورنمنټ د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ.

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د دغه ډول لوبو ترسره کېدل د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفریح لپاره خورا ګټور دي.

پاکستانی کرېکټر محمد نواز د ډوپينګ معاینې د مثبتې پايلې له امله جریمه شو

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
100%

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سپېنر بالر او الرونډر محمد نواز د ډوپپنګ ضد قوانینو د سرغړونې له امله د درېیو میاشتو لپاره له هر ډول لوبو څخه محروم کړی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې د ۲۰۲۶م کال د شل اوریز نړیوال جام پر مهال د نوموړي لوبغاړي د ډوپينګ معاینه مثبته شوه.

د کرېکټ نړیوالې شورا د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ۳۲ کلن لوبغاړی محمد نواز د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په ۷مه د سریلانکا په کولمبو کې د هالنډ پر وړاندې له لوبې وروسته په معایناتو کې د هغه په بدن کې د کاربوکسي ټي‌اېچ‌سي ممنوعه مواد موندل شوي وو.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، محمد نواز خپل جرم منلی او څرګنده کړې یې ده، چې دا مواد یې له لوبو بهر کارولي وو او له ورزشي فعالیتونو سره یې هیڅ تړاو نه‌درلود.

د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د محمد نواز د محرومیت موده د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، که چېرې دغه پاکستانی لوبغاړی د ممنوعه موادو د کارولو د درملنې ځانګړی پروګرام د کرېکټ د نړیوالې شورا په خوښه بشپړ کړي، نو د محرومیت موده به یې له درېیو میاشتو څخه یوې میاشتې ته راټیټه شي او د پاتې مودې تېرولو ته به اړ نه‌وي.

د ای‌سي‌سي د پرېکړې پر بنسټ، د محمد نواز موقتي تعلیق له دوه نیمو میاشتو تېرولو وروسته اوس لغوه شوی دی. خو د کرېکټ د نړیوالو قوانینو له مخې، د روان کال د فبرورۍ له اوومې نېټې څخه د مې تر لومړۍ نېټې پورې د هالنډ پر وړاندې او په ورپسې لوبو کې د نوموړي ټول ریکارډونه او لاسته راوړنې باطلې اعلان شوې دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا او د ډوپینګ ضد نړیوالې ادارې د معلوماتو له‌مخې، ډوپینګ هغه عمل دی چې یو لوبغاړی د خپلې ورزشي وړتیاوو د لوړولو لپاره منع شوي درمل، مواد یا طریقې وکاروي یا له ډوپینګ ضد مقرراتو څخه سرغړونه وکړي.