د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په پایلوبه کې د ارجنټاین او اسپانیې د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ لوبه په ټاکلو ۹۰ دقیقو کې بې له کوم ګوله مساوي پای ته ورسېده. د سیالۍ د دویمې نیمايي په وروستیو دقیقو کې د ارجنټاین میډفیلډر (هافبک) «انزو فرناندز» د سور کارت په اخیستلو سره له لوبې وشړل شو.
انزو فرناندز- ارجنټایند اتلوالۍ دفاع کوونکې لوبډله (ارجنټاین) اضافي وخت له ۱۰ لوبغاړو سره پیل کړ. ارجنټاین د پایلوبې وروستۍ ۳۰ دقیقې د اسپانیې پر وړاندې د یوه لوبغاړي په کمښت سره تېرې کړې.
ارجنټاین په دې لوبه کې ونشوای کولای چې د اسپانیې د منظمې او همغږې لوبې پر وړاندې خپل تلپاتې ننداره وړاندې کړي.
د احصایې له مخې، د اسپانیې غوره والی په بشپړ ډول څرګند وو. دې لوبډلې د سیال د ګول پر لور درې شوټونه ووهل، په داسې حال کې چې ارجنټاین لومړۍ نیمه ان بې له یو شوټه پای ته ورسوله. د اسپانیې د پاسونو شمیر هم د ارجنټاین د ۱۸۵ پاسونو پر وړاندې ۳۷۷ وو او د دې لوبډلې لوبغاړو د پاسونو په رسولو کې د بریالیتوب لوړه سلنه ثبت کړه. اسپانیې همدارنګه دوه کارنر ضربې ترلاسه کړې، خو ارجنټاین هېڅ کارنر نه درلود.
بل لخوا، د ارجنټاین مدافع «لیساندرو مارتینز» د ژیړ کارت له اخیستلو څو دقیقې وروسته ټپي شو او خپل ځای یې «نیکولاس اوتامندي» ته پرېښود.
بالاخره لوبه اضافي دقیقو ته لاړه او د اسپانیې د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین ته یو د صفر پر وړاندې پایلې سره په ماتې ورکولو، په خپل تاریخ کې د دویم ځل لپاره د دې سیالیو اتلوالي خپله کړه. د دې لوبې یوازینی ګول د اسپانیې بریدګر «فېران تورس» د اضافي وخت د لومړۍ نیمې په شپاړسمه دقیقه کې وواهه.
فېران تورس د اسپانیا په ګټه دویم ګول هم ترسره کړ، خو لوبڅاردا ګول د میلیمټري افسایډ له امله رد کړ.
فېران تورسد یادونې وړ ده، چې دا پایلوبه د امریکا د نیوجرسي ایالت په «مېټلایف» لوبغالي کې ترسره شوه او د ارجنټاین لوبډله چې د ۲۰۲۲ کال اتله وه، ونه توانېده چې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي، او اسپانیا د ۲۰۱۰ کال وروسته دویم ځل د نړۍ د اتلولۍ جام خپل کړ.