• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د دوبي په ګرمه څپه کې؛ د ننګرهار اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۲ GMT+۱

د ننګرهار یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې د برېښنا پرچاوۍ په اړه شکایت کړی. دوی وایي، د هوا له ګرمېدو سره د برېښنا پرچاوي هم ډېره شوې او ورځنی ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی. په ننګرهار کې دامهال د تودوخې لوړه درجه شاوخوا ۴۵ درجې ته رسېدلې.

د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي، ننګرهار یو ګرمسیر ولایت دی او په اوړي کې خلک تر بل هر وخت ډېرې برېښنا ته اړتیا لري. د هغه په وینا؛ د برېښنا پرچاوۍ نه یوازې عام وګړي، بلکې سوداګر، پانګه‌وال او کاروباریان هم له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ننګرهار یو بل اوسېدونکی عنایت الله جلال وايي، له دې کمې برېښنا سره دې ښاریان له اړتیا پرته برېښنا نه کاروي او د بې‌وزله هېوادوالو اړتیاوې دې هم په پام کې ونیسي. هغه زیاته کړې: «ولس باید د برېښنا په مصرف کې احتیاط وکړي، مثلا که په کولر چاره کېږي نو اې‌سي ته څه اړتیا ده. دوی به د مصارفو ورکولو توان لري‌؛ خو غریب ګاونډیان هم باید په نظر کې ونیسي، چې اکثره وخت د بیلونو ورکولو توان نه‌لري».

په ننګرهار کې د ګرمۍ په زیاتېدو د برېښنا پرچاوي زیاته شوې او په دغه ولایت کې د برېښنا تقاضا ۸۰ مېګاواټه ده؛ خو دامهال دغه ښار ۵۴ مېګاواټه برېښنا لري.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

د جنت ته تګ په نوم د ماشومانو د مړینې قضیه؛ د مذهبي ډلې مشر په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو

۳

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۴

بلومنستاین: د بایډن حکومت د نیویارک ټایمز د ۱۲۴ افغان همکارانو د ایستلو مسوولیت وانخیست

۵

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل بشري ناورین پراخوي