• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني حکومت: په جرمني کې افغان سفارت او کونسلګرۍ د پخواني حکومت ډیپلوماټان اداره کوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د جرمني فدرالي حکومت ویلي چې په جرمني کې د افغانستان ډیپلوماټیکې استازولۍ لا هم د هغو کسانو له خوا اداره کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون مخکې برلین ته لېږل شوي او په جرمني کې یې رسمي اعتبار ترلاسه کړی و.

د جرمني حکومت دا څرګندونې د بونډسټاګ یا پارلمان د یوې کوچنۍ پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

د بونډسټاګ غړو پوښتنه کړې وه چې په جرمني کې د طالبانو له خوا ټاکل شویو استازو ته د اعتبار ورکولو قانوني بنسټ څه دی؟

حکومت د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۱۰مې پخواني ځواب ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د خبرتیا مکلفیت په دې معنا نه دی، چې د کوربه هېواد (جرمني) له خوا باید موافقه ورکړل شي.

دغه پوښتنه د اې اېف ډې پارلماني ډلې له خوا د افغانستان د بن جنرال کونسلګرۍ د فعالیت په اړه مطرح شوې وه.

د جرمني حکومت یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو ډیفاکټو اداره لا هم د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه پېژني.

په ځواب کې راغلي چې په جرمني کې د افغانستان استازولۍ لا هم د هغو ډیپلوماټانو تر مشرۍ لاندې دي چې د پخواني افغان حکومت له خوا ټاکل شوي وو. همدارنګه ویل شوي، چې د بن جنرال کونسلګري په برلین کې د افغان سفارت تر څار لاندې فعالیت کوي.

د جرمني حکومت ویلي چې تر اوسه داسې معلومات نه لري چې وښيي په جرمني کې مېشت افغان وګړي د کونسلګرۍ د فعالیتونو یا د طالبانو د نږدې کسانو له خوا شخصي معلوماتو ته د احتمالي لاسرسي له امله له امنیتي ګواښ سره مخ دي.

حکومت زیاته کړې، چې که فدرالي امنیتي ادارې د نفوذ، فشار یا وېرولو کومې هڅې ومومي، نو د قانون په چوکاټ کې به د افغان اتباعو د خوندیتوب لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه جرمني حکومت ویلي چې هر افغان وګړی یا بل هر شخص کولای شي، چې که د جرم نښې وویني یا د جرم قرباني شي، د جرمني د پولیسو هرې ادارې ته مراجعه وکړي. د حکومت په وینا، امنیتي ادارې به د حالت له ارزونې وروسته، د اړتیا په صورت کې د ساتنې نور اقدامات هم ترسره کړي.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۳

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۵
تازه خبر

سرچینې: د نورستان په مرکز پارون کې د سېلابونو له امله ۴۳ کسان مړه شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د ایران، ترکیې او ترکمنستان د استازو په ګډون د سلطان بایقرا په اړه کنفرانس جوړ کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په هرات کې یې د سلطان حسین بایقرا د شخصیت، افکارو او فرهنګي میراث په اړه علمي کنفرانس جوړ کړی چې د افغانستان، ایران، ترکیې او ترکمنستان استازو پکې ګډون کړی. د یاد کنفرانس موخه د ګډو تمدني شخصیتونو معرفي او فرهنګي همکاریو پراخول ښودل شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مسولان وایي، د دغه کنفرانس موخه د سلطان حسین بایقرا د علمي، فرهنګي او تاریخي ځایګي لا ښه معرفي کول، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو پراخول او د ګډو تمدني شخصیتونو په اړه د څېړنیزو همکاریو لپاره د زمینې برابرول دي.

په هرات کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمت الله فیضان ویلي چې په راتلونکې کې به هم د سیمې د هېوادونو په همکارۍ په هرات کې د سلطان حسین بایقرا په اړه یو بل نړیوال کنفرانس جوړ شي.

په غونډه کې د ترکیې، ایران او ترکمنستان د کونسلګریو استازو د اسلامي تاریخ او تمدن د اغېزناکو څیرو د معرفۍ پر اهمیت ټینګار کړی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په هرات کې د ترکیې سرکونسل تز جان قاضي اوغلو ویلي چې افغانستان، ایران او ترکیه له پخوا راهیسې ژور فرهنګي او تمدني اړیکي لري او د دې ګډ میراث ساتنه به د علمي او فرهنګي همکاریو د پیاوړتیا لامل شي.

د ایران فرهنګي استازي مهدي حسيني، هم ویلي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د علمي کنفرانسونو په جوړولو، ګډو څېړنو او د سیمې د تاریخي او فرهنګي شخصیتونو په معرفي کولو کې همکاري وکړي.

سلطان حسین بایقرا د تیموریانو د واکمنۍ له وتلو پاچاهانو څخه شمېرل کېږي چې د هغه د حکومت پر مهال هرات د اسلامي نړۍ له مهمو علمي، فرهنګي، هنري او ادبي مرکزونو څخه وګرځېد.

راشد خان پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو د نورستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو غږ کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د کرېکټ نوموتي لوبغاړي راشد خان د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د وروستیو خونړیو سېلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو او بډایه هېوادوالو یې غوښتي چې د نورستان د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.

راشد خان په یوه پیغام کې ویلي، چې د دغه انساني ناورین د اغېزو کمولو لپاره باید هغوی ته بېړنۍ بشري مرستې، خوراکي توکي، درمل او سرپناه برابره شي.

په پارون کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله د یاد ښار د ښاروال او د ښاروالۍ د یو شمېر کارکوونکو په ګډون لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا تری تم دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې اعلان کړی چې په نورستان کې د سېلابونو د تایید شویو تلفاتو شمېر ۲۳ کسانو ته لوړ شوی، شاوخوا ۸۰ کسان ټپیان دي، له ۱۰۰ څخه زیات نور لادرکه دي او د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱
100%

د اوبلن ګاز د بیو لوړېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو او پراخو شکایتونو وروسته د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې دي.

یاد شرکت سې‌شنبه (د چنګاښ ۳۰مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یوه کیلو اوبلن ګاز بیه په کابل او پروان کې ۶۶ افغانۍ، په بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، په بلخ کې ۶۴ افغانۍ او په هرات کې ۶۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

تر دې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د کابل یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په پلازمېنه کې د اوبلن ګاز بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې او په ځینو سیمو کې ګاز په سخته پیدا کېږي.

د هغه مهال د معلوماتو له مخې؛ په کابل کې د یوه کیلو اوبلن ګاز بیه له ۵۶ افغانیو څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې وه، خو د کابل اوسېدونکو په وروستیو ورځو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په ځینو سیمو کې د یوه کیلو اوبلن ګاز بیه نږدې ۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

د کابل اوسېدونکو دا هم ویلي وو، په ډېرو سیمو کې اوبلن ګاز په سختۍ موندل کېږي او له اړوندو ادارو یې غوښتي وو چې د ګازو د بیو د کنټرول، د بازار د څار او د عرضې د منظمېدو لپاره عملي اقدامات وکړي.

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
100%

په کندهار د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې ۱۳زره او ۸۷۰ کیلو ګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي یې د یوه پلاوي په حضور کې سوځولي دي. په نیمروز کې بیا طالب مسولینو ویلي، شاوخوا ۸۰۰ کیلوګرامه انساني درمل یې نیولي چې له پاکستان نه افغانستان ته قاچاق کېدل.

په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) ویلي، چې دغه نشه‌يي‌ توکي یې په تېرو درېیو میاشتو کې د بېلابیلو عملیاتو پرمهال نیولي. یاد دفتر زیاته کړې، په سوځول شویو نشه‌يي توکو کې ومان، تاریاک، د ټابلېټ کا ګولۍ او نور توکي‌ شامل وو.

طالبانو زیاته کړې، دغه نشه‌يي‌ توکي له پاکستان نه راوړل شوي وو او طالب ځواکونو نیولي. بل لوري بیا په نیمروز کې د طالبانو د فرعي ګمرکاتو مشر عبدالغفار محمود ویلي، د دوی ګرځنده ډلو ۸۰۰ کیلوګرامه انساني‌ درمل چې له پاکستان نه افغانستان قاچاق کېدل نیولي.

د دواړه ولایتونو طالب مسوولینو له یادو توکو سره د نیول شويو کسانو په اړه څه نه‌دي‌ ویلي.

طالبان: نورستان کې د سېلابونو له امله د ۱۰۰ لادرکه شویو کسانو د لټون عملیات لاهم روان دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت وایي، په نورستان کې د سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا؛ تراوسه د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي او تر ۱۰۰ ډېر کسان لاهم لادرکه دي، چې د ژغورنې او لټون عملیات لاهم روان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په نورستان کې دغه سېلابونو پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي. د هغه د معلوماتو له مخې؛ اووه استوګنیز کورونه په بشپړ ډول او ۲۳ نور په نسبي ډول ویجاړ شوي دي. همدارنګه ۷۰ هتۍ او ۱۱ هوټلونه له‌منځه تللي او ۴۰ لوی او واړه وسایط هم زیانمن شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې ټینګار کړی، چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او د ژغورنې او لټون عملیات لاهم روان دي او د مرګ‌ژوبلې او زیانونو په شمېرو کې د بدلون امکان شته.

بلخوا دغه ادارې ویلي، چې نن سهار د یادې ادارې د عملیاتو د مرکز رییس سیداحمد عثماني په مشرۍ یو مرکزي پلاوی نورستان ته استول شوی؛ څو د ژغورنې او بېړنیو مرستو چارې له نږدې وڅاري.