هغه لاهم د دولسم ټولګي سند نهلري او پوهنتون ته د هغې د تګ لاره او همدارنګه د ډېرو کاري فرصتونو دروازې پرې تړلې پاتې دي. که د نجونو پر زدهکړو بندیز دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د زرګونه ښځینه ښوونکو، ډاکټرانو او قابلو له کمښت سره مخ شي او د دغه وضعیت پایلې به د هېواد پر ښوونه او روزنه، اقتصاد او روغتیايي نظام ژور اغېز وکړي.
په دغه راپور کې څېړل کېږي، چې د دغه محرومیت اغېزې به تر ۲۰۳۰کال پورې پر ښوونه او روزنه، روغتیا، اقتصاد، د کار بازار، د مسلکي ښځو پر راتلونکي نسل او هغه ماشومانو چې د زدهکړو له نعمته د محرومو مېندو تر روزنې لاندې لویېږي، څه ډول وي.
سلګونه زره ښځې او نجونې له زدهکړو محرومې دي
د ملګرو ملتونو د دوو اړوندو ادارو یونسکو او یونېسف راپورونه ښيي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۲.۲ مېلیونه تنکۍ نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې دي. یونېسف اټکل کړی، چې د دغه بندیز هرکال دوام شاوخوا ۲۵۰زره نورې نجونې هم د خپلو زدهکړو له دوام څخه بېبرخې کوي او که دغه بهیر ونه درېږي، تر ۲۰۳۰کال پورې به له دوه مېلیونو زیاتې نجونې د لومړنیو زدهکړو له دورې پورته زدهکړو څخه محرومې پاتې شي.
د افغانستان د پخواني حکومت د پوهنې وزیر میرویس بلخي وایي، چې د دغه وضعیت دوام به هر کال د ښځو او نارینهو ترمنځ د علمي واټن ترڅنګ، د افغانستان او نړۍ ترمنځ علمي واټن لاهم ژور او پراخ کړي.
د هغه په وینا؛ د ښځو، نارینهو او همدارنګه د افغانستان او نړۍ ترمنځ دغه علمي واټن ورځ تر بلې پراخېږي. میرویس بلخي وایي، له زدهکړو د نجونو محرومول، د ښځینه ښوونکو د شمېر کمښت، د بدیلو ښوونیزو لارو محدودیت او د اېډیولوژیکې زدهکړې پراختیا، د افغانستان علمي او روزنیز ظرفیت کمزوری کړی دی.
بلخي باور لري، چې د افغانستان ښوونیز نظام له «جوړښتي سقوط» سره مخ شوی دی. د هغه په خبره؛ طالبانو د زدهکړې مفهوم تر ډېره د لوست او لیک د لومړنیو مهارتونو پورې محدود کړی او ډېری ماشومان هم له همدې بنسټیزو مهارتونو بېبرخې پاتې کېږي.
په تاجکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور ارزو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له پوهې سره دښمني ښايي په اوږدمهال کې دوام ونه کړي؛ خو کولی شي د کلونو لپاره د یوې ټولنې د پرمختګ مخه ونیسي.
ارزو ویلي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله افغانستان تر ۲۰۳۰کال پورې د لا زیاتې وروسته پاتې کېدو او تیارو پر لور روان دی او د هېواد مدني او علمي لاسته راوړنې به لهمنځه ولاړې شي.
دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې بل ډول پرمختګ کاوه. په ۲۰۰۱کال کې د ښځینه محصلانو شمېر شاوخوا ۵زره و؛ خو تر ۲۰۲۱کال پورې تر ۱۰۰زرو واوښت. له دغه محصلانو څخه ډېری یې د پوهنتون له فراغت څخه یوازې څو میاشتې واټن درلود.
اوس دغه بهیر درېدلی دی. حتا که پوهنتونونه بېرته هم پرانیستل شي، هغه نسل چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۱ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ د کار بازار ته داخل شي؛ نور به حضور ونه لري. د دغه تشې لومړنۍ نښې به د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې څرګندې شي.
یونسکو یوازې د راتلونکو څلورو کلونو په اړه اندېښنه نهلري؛ بلکې ویلي یې دي که د ښځو پر لوړو زدهکړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۶۶کال پورې به د افغانستان اقتصادي ظرفیت شاوخوا ۹.۶ مېلیارده ډالر زیان وویني.
دغه اندازه د افغانستان د اوسني ناخالص کورني تولید نږدې دوه پر درېیمه برخه جوړوي. د یونېسف یوه تازه څېړنه ښيي، که دغه محدودیتونه دوام ومومي؛ افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د تقاعد او کډوالۍ له امله شاوخوا ۲۰زره ښځینه ښوونکې له لاسه ورکړي.
یادې ادارې همدارنګه خبرداری ورکړی، چې شاوخوا ۵زره او ۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې به هم له کاري ډګره ووځي. د دغه دواړو برخو له لاسه وتونکو ښځینه کارکوونکو ټول شمېر د هغو ښځینه کارکوونکو نږدې یوه څلورمه برخه جوړوي، چې په ۲۰۲۱کال کې د ښوونې او روزنې او روغتیا په سکټورونو کې په دندو بوختې وې.
د افغان ښځو درملنه به څوک کوي؟
د نجونو پر زدهکړو محدودیت یوازې درسي ټولګي نهدي تش کړي؛ بلکې د زرګونه ښځینه ډاکټرانو، قابلو، روغتیاپالو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې بهیر یې هم درولی دی؛ دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان روغتیايي نظام تر بل هر وخت د دوی حضور ته ډېره اړتیا لري.
د افغانستان په ډېرو سیمو په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې ښځې یوازې هغه روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي، چې ښځینه کارکوونکې ولري. له همدې امله د ښځینه ډاکټرانو او قابلو کمښت یوازې یوه ښوونیزو ستونزه نهده؛ بلکې په مستقیم ډول د مېلیونونه ښځو د روغتیايي خدمتونو پر لاسرسي اغېز کوي.
طالبانو په ۲۰۲۳کال کې په روغتیایي انسټیټیوټونو کې د ښځو زدهکړې هم ودرولې. د هرات د عامې روغتیا پخوانی رییس او د عامې روغتیا لوړپوړی کارپوه ډاکټر عبدالحکیم تمنا وایي، چې د روغتیايي نظام کړکېچ به د ۲۰۳۰کال تر رسېدو ډېر مخکې څرګند شي.
هغه وایي، یوشمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکې د تقاعد عمر ته رسېږي؛ ځینې د محدودیتونو او د ژوند د سختیو له امله کډوالۍ ته اړې کېږي او یوشمېر نورې به د کاري فشارونو له امله خپلې دندې پرېږدي.
د هغه په وینا؛ اصلي ستونزه دا ده چې د هغوی د ځای ناستې لپاره نورې ښځې نه روزل کېږي.
د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې زیاتوالی
افغانستان اوس په نړۍ کې د مېندو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري. د روغتیا نړيوال سازمان وایي، په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
یونېسف خبرداری ورکړی، چې د ښځینه ډاکټرانو او قابلو شمېر کمېدل ښايي د ۱۶۰۰ نورو مېندو او له ۳۵۰۰ څخه د ډېرو نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې لامل شي. ډاکټر عبدالحکیم تمنا وایي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو نشتوالی ښځې د مېندوارۍ او زېږون له روغتیايي خدمتونو، د ناروغیو له درملنې او وقایوي روغتیايي پاملرنې څخه محروموي.
د هغه په وینا؛ د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې زیاتوالی او د ښځو معلولیت نه یوازې پر ښځو اغېز کوي، بلکې کورنۍ هم له ستونزو سره مخ کوي. هغه ماشوم چې مور د زېږون پرمهال له لاسه ورکړي، د تغذیې، روغتیا، زدهکړو او د کورنۍ د ملاتړ په برخه کې له ډېرو ګواښونو سره مخامخ کېږي.
هغه د اوسني وضعیت د دوام په صورت کې تر ۲۰۳۰کال پورې د افغانستان د روغتیايي نظام راتلونکی «بشري ناورین» بولي او وایي، چې د ښځو د ناروغۍ، مړینې او معلولیت اقتصادي لګښتونه ښايي په اوږدمهال کې لسګونه مېلیارډ ډالرو ته ورسېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې نږدې نیمايي مړینې د غیرساري ناروغیو له امله رامنځته کېږي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۰کال پورې به د دغه ناروغیو ونډه لا زیاته شي. سره له دې طالبان ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې د قابلګۍ او نرسنګ په څانګو کې زدهکړې وکړي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اټکل کړی، که د نجونو پر زدهکړو بندیز دوام وکړي افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د اړتیا پرتله شاوخوا ۱۸زره قابلې او تر ۷زرو زیاتې ښځینه ډاکټرانې کمې ولري.
دغه کمښت به د افغانستان د روغتیايي نظام وړتیا راټیټه کړي او د مېلیونونه ښځو لپاره به د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول لا ستونزمن کړي.
د افغانستان اقتصاد لا نارینه محوره کېږي
کارپوهان وایي، د ښځو پر زدهکړو بندیز به د افغانستان پر اقتصاد د کلونو لپاره اغېز وکړي. هغه هېواد چې نیمایي نفوس یې له زدهکړو او ډېرو کاري فرصتونو محروم وي، د خپل تولید، نوښت او اقتصادي ودې لویه برخه وړتیا له لاسه ورکوي.
د افغانستان د یوه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو استاد چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، له زدهکړو د ښځو محرومول د افغانستان بشري پانګه کموي.
هغه وایي، د ښځو زدهکړه یوه اقتصادي پانګونه ده؛ لوستې ښځه کولای شي کار وکړي، د کورنۍ عاید زیات کړي، سوداګري پیل کړي او د تولید او خدماتو په برخو کې ونډه واخلي.
د هغه په وینا؛ له زدهکړو څخه د ښځو محرومول د دې لامل کېږي، چې کورنۍ تر ډېره د یوه نارینه پر عاید متکي شي. که هغه نارینه ناروغ، بېکاره، معلول یا مړ شي؛ د کورنۍ ټول غړي له بېوزلۍ سره مخ کېدای شي.
د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان د کار په بازار کې د ښځو د ګډون کچه شاوخوا ۵.۱ سلنه وه، په داسې حال کې چې دغه کچه د نارینهو لپاره ۶۹.۸ سلنه ثبت شوې ده. همدارنګه د هېواد د ټول کاري ځواک لهمنځه د ښځو ونډه ۶.۸ سلنه وه.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، په افغانستان کې ۷۸ سلنه ځوانې ښځې نه زدهکړې کوي، نه کار لري او نه هم د مهارتونو د زدهکړې په پروګرامونو کې ګډون کوي. دغه شمېره د ځوانو نارینهو لپاره ۲۰ سلنه ده.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اټکل کړی، چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ مېلیون ډالره زیان رسولی دی. دغه اندازه د افغانستان د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۵.۸ سلنه جوړوي.
یونېسف هم اټکل کړی، چې د ښځو پر زدهکړو او اقتصادي ګډون د محدودیتونو له امله افغانستان ته هرکال لږ تر لږه ۸۴ مېلیون ډالره مستقیم اقتصادي زیان اوړي. د اقتصاد دغه استاد وایي، دغه وضعیت د نارینهو کاري فرصتونه هم کموي.
کله چې یو ښوونځی یا روغتیايي مرکز د ښځینه ښوونکو او یا ښځینه کارکوونکو د نشتوالي له امله کمزوری یا وتړل شي؛ نو هلته کارکوونکي نارینه، موټر چلوونکي، ساتونکي، پلورونکي او له دغه مرکزونو سره تړلي خدماتي شرکتونه هم خپل عاید له لاسه ورکوي.
د هغه په وینا؛ د افغانستان اقتصاد به تر ۲۰۳۰کال پورې پر بهرنیو مرستو ډېره تکیه ولري.
د مېندو محرومیت د ماشومانو راتلونکو فرصتونو ته زیان رسوي
د نجونو د کلونو، کلونو ښوونیز محرومیت اغېزې ښايي پر هغو ماشومانو هم ولګېږي چې دوی به یې په راتلونکو کلونو کې نړۍ ته راوړي. د نړۍوال بانک، یونسکو او یونېسف څېړنې ښيي، چې د مېندو زدهکړې د ماشومانو د روغتیا، تغذیې او زدهکړو د کیفیت له مهمو ټاکونکو عواملو څخه دي. هغه ښځې چې لوړې زدهکړې لري، عموماً روغتیايي خدمتونه ژر ترلاسه کوي، خپل ماشومان ډېر ښوونځي ته لېږي او د هغوی پر تغذیې او ودې ډېرې پانګونې کوي.
د یونېسف تحلیل ښيي، چې د مېندو د زدهکړو او د ماشومانو د واکسین، مناسب قد او وزن او د مېندوارۍ پرمهال د روغتیايي پاملرنې ترمنځ پیاوړې اړیکه شته. یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د ښځو د زدهکړو کچې ټیټېدل د مېندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت لا خرابولای شي.
د کابل پوهنتون یوې پخوانۍ ښځینه استاده چې اوس په افغانستان کې ژوند کوي وایي، په هغه کورنۍ کې چې مور خپلواک عاید ونه لري، د کورنۍ ټول لګښتونه پر ډوډۍ ګټونکي پورې تړلي وي. دغه ډول کورنۍ د بېکارۍ، ناروغۍ، وچکالۍ او کډوالۍ پر وړاندې ډېرې زیانمنونکې وي.
هغې وویل، د کورنۍ بېوزلي هم کولای شي ماشومان له ښوونځي وباسي. په دې توګه د نن ورځې د یوې نجلۍ ښوونیز محرومیت ښايي د سبا ورځې د ماشوم لپاره د لږو فرصتونو لامل شي. د هغې په وینا؛ په بېوزله کورنیو کې کله چې د نجلۍ پر زدهکړو او کار کولو لارې وتړل شي، پر هغې د ژر واده کولو فشار هم زیاتېږي.
ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د نجونو پر زدهکړو بندیز ښايي د ماشومانو د ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړه کړي او د افغانستان شاوخوا ۳۷ سلنه نجونې د ۱۸ کلنۍ څخه مخکې د واده له ګواښ سره مخامخ کړي.
هغې وویل، هغه نجونې چې له ښوونځي محرومې شوې دي هره ورځ له داسې یوې پوښتنې سره مخ وي چې روښانه ځواب نهلري: دوی څه وخت بېرته عادي ژوند ته ستنېدای شي؟
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د یوې څېړنې له مخې؛ د ۲۰۲۴کال په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۲۱ سلنه سروې شوو ښځو ان یو ځل هم له خپلې کورنۍ څخه بهر له کومې بلې ښځې سره ټولنیزه لیدنه نه وه کړې. د یادې څېړنې له مخې؛ دغه ټولنیزه انزوا او ګوښهتوب په ښاري سیمو کې تر کلیوالو سیمو ډېره ثبت شوې ده.
کډوالي د متخصصینو کمښت لا ژوروي
هغو کسانو چې له افغانستان انټرنشنل سره یې خبرې کړې دي باور لري، چې افغانستان په یو وخت کې دوه نسلونه له لاسه ورکوي؛ یو د ښځو نوی نسل چې د تخصصي زدهکړو اجازه نهلري او بل د هغه ښځینه او نارینه متخصصینو یوه برخه چې هېواد پرېږدي او کډوال کېږي.
ډاکټر عبدالحکیم تمنا وایي، کاري فشارونه، محدودیتونه او د روښانه راتلونکي نشتوالی یو شمېر لوستې ښځې دې ته اړ باسي چې هېواد پرېږدي. د هغه په وینا؛ هغه کورنۍ چې مالي توان لري، د خپلو لوڼو د زدهکړو لپاره نورو هېوادونو ته کډه کوي. د دغه کورنیو په وتلو سره افغانستان په یو وخت کې پوهه، تجربه، پانګه او کاري ځواک له لاسه ورکوي.
افغانستان به په ۲۰۳۰کال کې په کوم وضعیت کې وي؟
افغانستان به په ۲۰۳۰کال کې د نجونو د زدهکړو د پنځه کلن محرومیت اغېزې له ځان سره ولري، حتا که تر هغه مخکې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي. که څه هم د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل کولی شي د دغه ناورین د لا پراخېدو مخه ونیسي؛ خو د تېر وخت زیانونه نهشي لهمنځه وړلای. د ضایع شویو کلونو د جبران لپاره پراخ پروګرام ته اړتیا ده، چې پهکې جبراني زدهکړې، پوهنتونونو ته د ښځو بېرته ستنول، د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو بېړنۍ روزنه او د کار زمینې برابرول شامل وي.
د پوهنتون استاد بصیراحمد دانشیار چې اوس جرمني ته کډوال شوی وایي، که وضعیت همداسې دوام وکړي افغانستان به د خپلې بشري پانګې او علمي ظرفیتونو لویه برخه له لاسه ورکړي.
د هغه په وینا؛ هېواد به د پوهې د تولید کمښت، د نوښت د کچې ټیټېدو او د متخصصو کادرونو د روزنې بهیر له لا ستونزمنېدو سره مخ شي. پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو بنسټونه به د استادانو، څېړونکو او متخصصو کادرونو له کمښت سره مخ شي.
کډوالي به نوره هم زیاته شي او د پراختیا شاخصونه او د دوامداره ودې ارزښتناک فرصتونه په ځانګړي ډول د پوهې، څېړنې او علمي تولید په برخه کې به تر پخوا ډېر له لاسه ووځي.
داسې ښکاري، چې ۲۰۳۰کال د نړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره د نړۍوالو پراختیایي موخو د ارزونې کال دی. هېوادونه هڅه کوي، چې زدهکړو، روغتیا، ټېکنالوژۍ او کار ته د برابر لاسرسي زمینه لا پراخه کړي.
د سیمې هېوادونه هرکال ډېرې ښځینه ډاکټرانې، انجنیرانې، څېړونکې او متخصصې روزي. میرویس بلخي وایي، افغانستان به په داسې وضعیت کې له علمي پلوه د سیمې له اصلي بهیر څخه شاته پاتې شي.
د هغه په باور؛ هغه نظام چې انتقادي فکر، مسلکي مهارتونه او تخصصي پوهه نه روزي، د پرمختګ لپاره اړین بشري ځواک هم نه شي چمتو کولای. د هر کال ځنډ له امله د هغه نجونو شمېر زیاتېږي، چې د ښوونځي له عمره اوړي او د کورنۍ نوي مسوولیتونه پر غاړه اخلي.
هغه زدهکوونکې چې روزل شوي ښوونکي نهلري؛ هغه ښځه چې د زېږون پرمهال ښځینه ډاکټره یا قابله نه مومي، هغه روغتون چې ودانۍ لري؛ خو بودجه او کارکوونکي نهلري، هغه کورنۍ چې ټول عاید یې یوازې په یوه نارینه پورې تړلی وي او هغه مور چې خپله له ښوونځي پاتې شوې وي؛ خو له محدودو امکاناتو سره هڅه کوي د خپل ماشوم د زدهکړو لاره پرانیستې وساتي.