• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱

په نیمروز ولایت کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له نږدې یوې اونۍ راهیسې ددغه ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې په څلورو موټرو کې سپاره ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي. د سرچینو په وینا، په دې لاره افغان ځوانان ایران او پاکستان ته په قاچاقي ډول سفر کوي.

په نیمروز ولایت کې څو تنو موټر چلوونکو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۷مه وویل چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو سرحدي ځواکونو ددغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې پر هغو موټرو ډزې کړې دي، چې په ناقانونه ډول یې مسافر د ایران او پاکستان پولو ته لېږدول.

د موټرچلوونکو په وینا، د ډزو په پایله کې د مسافرو موټر په چټکۍ له سیمې وتښتېدل.

د یو وژل شوي موټر چلوونکي نعمت الله خپلوان، چې د فراه ولایت اوسېدونکی دی او اوس مهال په نیمروز ولایت کې ژوند کوي، وايي، چې د طالبانو ځواکونو یې موټر ودراوه او ۲۲ مسافر یې ورڅخه ښکته کړل او پر موټر چلوونکي نعمت الله یې ډزې وکړې.

هغه زیاته کړه، « موټرچلوونکی یې ځای پرځای وواژه او مسافر او د هغه مړی یې پرځای پرېښودل».

یوه بل موټرچلوونکی وویل، چې تر دې دمه یوازې د څلورو کسانو جسدونه موندل شوي دي او نور کسان تر اوسه لا په رېګونو کې لادرکه دي.

په نیمروز کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې اته ورځې وړاندې ایران ته تلونکي ۵ مسافر د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي ول او جسدونه یې موندل شوي دي.

طالبانو زیاته کړې، چې دغو مسافرو د نیمروز ولایت له مرکز زرنج څخه د چهاربرجک ولسوالۍ په لور حرکت کړی و او غوښتل یې چې په قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي خو په یاده ولسوالۍ کې تر ریګونو لاندې شوي دي.

یوه طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په یاد موټر کې شاوخوا ۱۹ کسان ول، چې له دې ډلې یوازې د ۵ کسانو جسدونه موندل شوي دی.

له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې ددې پېښې ویډیوګانې او انځورونه لاس په لاس کېږي چې مسافر ښکاري له رېګونو لاندې شوي او یا هم د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي دي.

100%

تېره ورځ طالبانو ته نږدې ځینو رسنیو یوه ویډیو خپره کړې وه، چې ددې ډلې یوه الوتکه پکې د مسافرو د موندلو په حال کې ښکاري.

په نیمروز ولایت کې موټر چلوونکو د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې په دې لارو انساني او د بېلابېلو توکو قاچاق پام وړ زیات شوی دی او طالبان ددې د مخنیوي لپاره پر موټرو ډزې کوي.

ددې لارې یو موټر چلوونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نیمروز ولایت له مرکز زرنج څخه د ایران تر سرحده پورې ۸ ساعته لاره ده او زیات وخت موټر په رېګونو کې سفر کوی.

هغه زیاته کړه، « هر ځای کې چې موټر خراب شي او یا هم لاره ورکه کړي، نو د ګرمۍ او تندې له امله مسافر خپل ژوند له لاسه ور کوي.»

په وروستیو میاشتو کې طالبانو له ایران سره په سرحدي ولایتونو کې په قاچاقي لارو د تلونکو افغان مسافرو او قاچاقي توکو د نیولو ګڼ راپورونه ور کړي دي.

دوه کاله وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د انساني قاچاق په اړه په یوه شپږ ماده ییز فرمان کې خپلو امنیتي او کشفي ادارو ته امر کړی و، چې انساني قاچاقبر تعقیب او بندي کړي.

د راپورونو له مخې، بېکاري، امنیتي ستونزي او بندیزونه هغه لاملونه دي چې اوس هم هره ورځ لسګونه افغانان په غیر قانوني لارو له افغانستان څخه وځي، خو پر دې سربېره د ایران او طالبانو ترمنځ سرحدي همکارۍ هم ددغسې پېښو یو لامل ګڼل کیږي.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی

•
•
•

نور کیسې

له اسلامي نړۍ د طالبانو فکري واټن؛ ایا په افغانستان کې د ښځو حقونه اسلامي دي؟

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱
100%

طالبان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو ټول حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو نړیواله ټولنه، د بشري حقونو بنسټونه او د اسلامي نړۍ ځینې هېوادونه د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور لګېدلي محدودیتونه له اسلامي اصولو او د ښځو له حقونو سره په ټکر کې بولي.

څو ورځې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ښځو د پیاوړتیا نهم اسلامي کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو د ښځو او کورنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو استازو ګډون کړی و. د غونډې اصلي موضوع په اسلامي هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا، د زده‌کړو فرصتونو پراختیا، د مهارتونو لوړول او په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ښځو د ونډې زیاتول وو.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دې کنفرانس موخه د مسلمانو ښځو د ملاتړ لپاره د ګډو تګلارو او عملي لارو چارو رامنځته کول دي.

خو د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د ښځینه چارواکو د نشتوالي له امله، افغانستان په دې غونډه کې رسمي ښځینه استازې نه درلوده.

د کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه د اسلامي ارزښتونو، د ښځو د کرامت او حقونو خلاف وبلل شول. ګډونوالو د افغان ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون د حقونو د خوندي کېدو غوښتنه وکړه.

د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې په افغانستان کې د شریعت له مخې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

هغه د اسلامي همکاریو سازمان هڅې وستایلې، خو ویې ویل چې طالبان یوازې هغه حقونه مني چې د اسلام له احکامو سره سم وي، نه هغه حقوق چې د ده په وینا د لوېدیځو ټولنو او نړیوالو سازمانونو له خوا تعریف شوي دي.

مجاهد زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د اسلامي عالمانو له لوري اداره کېږي او د ښځو د حقونو په اړه خپلې پرېکړې د اسلامي شریعت پر بنسټ کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي هم ویلي چې په افغانستان کې د ښځو ټول حقونه د شریعت په چوکاټ کې تامین دي.

د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې

نړیوالو بنسټونو او یو شمېر هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنې ښودلې دي. دوی وایي، پر زده‌کړو او کار بندیزونه د ښځو پر ژوند، رواني وضعیت او د ټولنې پر راتلونکې اغېز کوي.

فرزانه (مستعار نوم)، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د طب پوهنځي محصله وه، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي چې د بندیزونو له امله یې زده‌کړې پرېښودې او ژوند یې له لوی بدلون سره مخ شو.

هغه وایي: «پنځه کاله عمر مې بې ګټې تېر شول او له زده‌کړو او ټولنې ته له خدمت کولو پاتې شوم.»

فرزانه زیاتوي چې د ښځینه ډاکټرانو د کمېدو له امله د ښځو روغتیايي ستونزې هم زیاتېدای شي او پوښتنه کوي چې ایا د یوې اسلامي ټولنې لپاره دا مناسبه ده چې ښځې د درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

یو دیني عالم چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي چې د طالبانو له خوا د تعلیم او کار په برخه کې لګېدلي عمومي محدودیتونه د ټولنې اړتیاوې نه پوره کوي.

هغه وایي، په ځینو برخو کې د ښځو حضور، لکه طب او ښوونه او روزنه، د ټولنې اړتیا ده او طالبان باید په دغو برخو کې محدودیتونه لرې کړي.

د نوموړي په وینا، هغه مسایل چې د اسلامي اصولو خلاف ګڼل کېږي، د دواړو جنسونو لپاره باید په یوه ډول وارزول شي، خو تعلیم او کار د ټولنې اساسي اړتیا ده.

هغه زیاتوي چې له دې امله چې په افغانستان کې د نظر څرګندولو فضا محدوده ده حتی نه شي کولای په ښکاره ډول د حکومت پر تګلارو نیوکه وکړي.

بلخوا، په هرات کې د طالبانو لخوا د بد حجابۍ په تور د ښځو تر نیول کېدو وروسته هم پر طالبانو نیوکې زیاتې شوې.
د افغانستان د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال طارق عثمان هم د حجاب په اړه د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې وه.

هغه وایي چې حجاب او ستر عورت یو شان مفاهیم نه دي او ځینې دیني عالمان دا موضوعات سره ګډوي. د هغه په وینا، د یوې ځانګړې جامې پر اغوستلو ټینګار او د نه مراعت په صورت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شرعي بنسټ نه لري.

طارق عثمان ټینګار کوي چې اسلامي شریعت خلک یوې ځانګړې جامې ته نه اړ باسي او د لباس بڼه د ټولنو له دودونو او عرف سره هم تړاو لري.

هغه همداراز د حجاب او لباس د مراعت په نوم د خلکو د ځورولو او سزا ورکولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د خلکو سپکاوی او په عام محضر کې سخت چلند د اسلامي لارښوونو او انساني کرامت خلاف دی.

د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو او د اسلامي نړۍ د ځینو هېوادونو ترمنځ اختلافونه داسې مهال دوام لري چې افغانستان لا هم د ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې له جدي بحثونو او ننګونو سره مخ دی

د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ لنډمهاله نیول؛ د طالبانو د کنټرول د کمزورتیا نښه

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱
100%

یورېشیا ریویو په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ د مرکز لنډمهاله نیول او د طالبانو د ځواکونو بې‌وسلې کېدل ښيي چې د طالبانو پر واکمنۍ د وسله‌والو مخالفتونو، داخلي اختلافونو او پراخو سیاسي او ټولنیزو نارضایتونو فشار مخ په زیاتېدو دی.

د یورېشیا ریویو د جولای ۱۹مې په خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې د «مېهن سپاهیانو» په نوم د طالبانو ضد یوې نوې ډلې د جولای پر ۱۷مه د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز د لنډې مودې لپاره نیولی او د طالبانو یو شمېر ځواکونه یې بې‌وسلې کړي دي.

د راپور له مخې، دغې ډلې له سیمې تر وتلو مخکې د طالبانو وسلې او پوځي تجهیزات هم له ځان سره وړي دي. طالبانو هم منلې چې مخالفو وسله‌والو د ولسوالۍ پر مرکز نفوذ کړی و، په داسې حال کې چې سیمه‌ییزو رسنیو ویلي چې له پېښې وروسته د پولیسو او پوځ پیاوړي ځواکونه سیمې ته استول شوي او د مخالفینو د موندلو لپاره پلټنې ترسره شوې دي.

د یورېشیا ریویو د تحلیل له مخې، که څه هم د مقاومت ډلې ونه توانېدې چې د ولسوالۍ کنټرول په دایمي توګه له طالبانو څخه واخلي، خو دغه پېښه ښيي چې د طالبانو سیمه‌ییز کنټرول هغومره ټینګ نه دی لکه څنګه چې د دوی تبلیغات یې څرګندوي.

په مطلب کې راغلي چې په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د مقاومت فعالیتونه، د طالبانو د بېلابېلو قوماندانانو ترمنځ اختلافونه او د کانونو او عوایدو پر سر شخړې له وړاندې هم موجودې وې. د ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه هم په دغه ولایت او د هېواد په نورو برخو کې فعالې دي او د سیمې په کچه د نوو مخالفو ډلو د راڅرګندېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

راپور کې راغلي: «ځپنه ښايي د یوې مودې لپاره خلک چوپ کړي، خو د هغوی سیاسي نارضایتي له منځه نه شي وړلای.»

په دې تحلیل کې د طالبانو د واکمنۍ پر سیاسي جوړښت هم نیوکه شوي او پکې راغلي چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې له ملي ټاکنو، اساسي قانون او ټول‌شموله سیاسي جوړجاړي پرته واک ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، د طالبانو اوسنی حکومت د داسې مشرتابه له خوا اداره کېږي چې ښځې، سیاسي مخالفان او د افغانستان د ډېری تحصیل‌کرده وګړو استازیتوب پکې نشته.

په تحلیل کې د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه پلاوي د معلوماتو پر بنسټ ویل شوي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ د ۳۳۶ خپلسرو نیونو او توقیفونو او د اخلاقو د پلي کوونکو ادارو له لوري د ناوړه چلند د ۵۹ پېښو راپور ثبت شوی دی. د مطلب له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې د طالبانو د محاکمو له خوا ۱۲ «عامه اعدامونه» هم ترسره شوي دي.

د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه، په مطلب کې د یونیسف د اپرېل ۲۰۲۶ د معلوماتو له مخې ویل شوي چې د منځنیو ښوونځیو د بندیز له پلي کېدو راهیسې له یو میلیون څخه ډېرې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. د یونیسف په وینا، تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان ښايي د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره هم مخ شي.

یورېشیا ریویو د افغانستان اقتصادي وضعیت هم د طالبانو د حکومت له مهمو ننګونو څخه بللی او د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې د ارزونې له مخې یې لیکلي چې د افغانستان اقتصاد په منځنۍ کچه وده کوي، خو دا وده د نفوس له زیاتوالي سره هم‌مهاله نه ده؛ له همدې امله د خلکو د ژوند کچه ټیټه شوې او بېوزلي او اقتصادي زیان‌منېدنه زیاته شوې ده.

په مطلب کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د دغه ډلې شتون په سیمه کې د بې‌ثباتۍ له مهمو سرچینو څخه دی. د پاکستان حکومت پر طالبانو تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې، خو طالبان دا ادعا ردوي.

د تحلیل لیکوال استدلال کوي چې یوازې وسله‌وال مقاومت د افغانستان د راتلونکي د عادلانه حل لپاره بسنه نه کوي. د هغه په باور، هر ډول دوامدار بدلون باید له یوه پراخ سیاسي پروګرام سره مل وي چې پکې «استازولي لرونکی حکومت، د اساسي قانون حاکمیت، د ښځو او قومي لږکیو ګډون، د ادارو حساب‌ورکونه او د ترهګرۍ ردول» شامل وي.

د راپور په پای کې ویل شوي چې د یفتل پایین پېښه باید د افغانستان د راتلونکي د حل وروستۍ پایله ونه بلل شي، بلکې د سیاسي او ټولنیزو نارضایتونو د زیاتېدو د یوې نښې په توګه وکتل شي. د لیکوال په باور، د افغانستان دایمي ثبات هغه مهال رامنځته کېدای شي چې افغانان د خپلو مشرانو د ټاکلو حق ولري، نجونې وکولای شي ښوونځیو ته ولاړې شي، خلک په ازادۍ خبرې وکړای شي او داسې حکومت ولري چې د دوی استازیتوب وکړي.

پاکستان سره د افغانستان ترانزیټي سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رارسېدلې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
100%

د پاکستان ډان ورځپاڼې د نړیوال بانک د افغانستان د څار څانګې او د اقتصادي شننونکو له قوله خبر ورکړی چې پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانزیټي سوداګري د ۲۰۲۶ مالي کال پر مهال د پام وړ راکمه شوې

د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د نږدې پنځه میلیارد ډالرو له کچې یوازې ۳۶۷ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ مالي کال کې د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیټي بار یوازې ۱۱ زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته محدود شوی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ مالي کال کې، د طالبانو له واکمنېدو مخکې، دغه شمېر نږدې ۸۹ زره کانټینرونو ته رسېده.

راپور وايي، که څه هم پاکستان د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره ډيورنډ کرښه وتړله، خو د سوداګرۍ د کمېدو بهیر تر دې مخکې پیل شوی و. شنونکي باور لري چې طالبانو له وړاندې د ایران او د منځنۍ اسیا د لارو د پراخولو هڅې پیل کړې وې، څو د پاکستان پر بندرونو خپله تکیه راکمه کړي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په لومړیو کلونو کې ترانزیټي سوداګري لنډ مهاله لوړه شوه او په ۲۰۲۳ مالي کال کې ۱۰۲ زره او ۸۸۶ کانټینرونو او ۶،۷ میلیارد ډالرو ته ورسېده، خو وروسته بیا په چټکۍ سره راکمه شوه. په ۲۰۲۴ مالي کال کې دا شمېر ۵۴ زره او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲ زره او ۹۵۹ کانټینرونو ته راښکته شو.

راپور زیاتوي چې افغانستان اوس په زیاتېدونکي ډول د ایران او د منځنۍ اسیا د ترانزیټي لارې کاروي. د نړیوال بانک د «افغانستان اقتصادي څار» راپور له مخې، په ۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان واردات ۱۵ سلنه زیات شوي او ارزښت یې ۱۳،۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، ایران د افغانستان د وارداتو تر ټولو ستره سرچینه ګرځېدلې او د دغه هېواد ۳۱.۳ سلنه واردات له ایران څخه ترسره شوي، په داسې حال کې چې د ایران مستقیم او ترانزیټي لارې د افغانستان د ټولو وارداتو نږدې ۴۸،۶ سلنه جوړوي.

بلخوا، د افغانستان د صادراتو لپاره د پاکستان له لارې د «برعکس ترانزیټ» بهیر هم نږدې په بشپړ ډول درېدلی دی. د راپور له مخې، د دغه ترانزیټ ارزښت چې په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۵۴ میلیونه ډالر و، په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې اووه میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.

شنونکي وايي، که څه هم طالبانو د سوداګرۍ بدیلې لارې موندلي، خو دغه بدلون افغانستان ته اقتصادي زیانونه هم اړولي دي. د ایران او نورو لارو اوږد واټن د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي، چې له امله یې د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو توکو بیې لوړې شوې او د افغانستان په ختیځو او سوېلي ولایتونو کې یې پر خلکو ځانګړی اغېز کړی دی.

راپور همداراز وايي، د ترانزیټي سوداګرۍ کمېدو د دواړو هېوادونو پر زرګونو موټرچلوونکو، ګمرکي استازو، بار وړونکو او نورو کارګرو هم منفي اغېز کړی او د هغوی د عاید سرچینې یې کمزورې کړې دي.

په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره هم‌مهاله د ماشومانو ناروغۍ زیاتې شوې دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ویلي، افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره د ناروغيو کچه لوړه شوې او په روان کال کې له پنځو کلونو کم عمره زرګونه ماشومان پر موسمي ناروغيو اخته شوي دي. د هغه په وینا، د روان کال له پيل راهيسې په ټول هيواد کې ۶۴۴ زره ماشومان پر موسمي ناروغيو اخته شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان امرخېل د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره په خبرو کې وويل: «نسبت وړاندې ته پر وقایوي تابیاوو زیات کار شوی دی. په تېر کال کې هم موږ په ختیځ زون کې په زیاته اندازه پشه‌خانې ووېشلې او موخه مو دا وه، چې د ملاریا له واقعاتو څخه مخنیوی وکړو».

هغه زياته کړه: «د دوا پاشۍ مراحل ترسره کړل شوي او د عامه پوهاوي کچه مو هم لوړه کړې ده».

هغه وويل، د روان ۲۰۲۶م کال له پيل راهيسې په ټول هيواد کې له پنځو کلو څخه کم عمره ۶۴۴ زره ماشومان پر موسمي ناروغيو اخته شوي دي.

په کابل کې د اندراګاندي روغتون ډاکټران وايي، د هوا له ګرمېدو سره سم هره ورځ د موسمي ناروغیو له امله شاوخوا ۲۰۰ ماشومان روغتيايي مرکزونو ته ور وړل کيږي.

د دغه روغتون یوه ډاکټر محمد عارف حسنزي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره مرکه کې وويل: «یو شمېر موسمي ناروغانو ته چې خفیف واقعات دي نسخې ورکول کېږي. د ځينو نورو د معایناتو له بشپړېدو وروسته پرېکړه کوو او یو شمېر موسمي ناروغان چې شدت یې ډېر وي، هغوی بیا عاجلې څانګې ته معرفي کوو».

خو د کابل په يوه شخصي روغتون کې د ماشومانو ډاکټر سعيدالله افغانستان انټرنشنل ته وويل، «دولتي روغتونونه له سخت بحران سره مخامخ دي، هېڅ ډول اسانتياوې نه‌لري څوک له ويرې څه ويلی نه‌شي».

هغه زیاته کړه، د هوا له ګرمېدو سره عام ولس ته د څکلو پاکې اوبه نه برابرېږي، برېښنا نه‌وي او په وینا یې، په ماشومانو کې د اسهالاتو یا نس ناستې ناروغۍ زياتې شوې دي.

هغه همداراز څرګنده کړه: «په دولتي روغتونونو کې د درملنې لپاره د لازمو تدابیرو د نشتوالي له امله خلک د سختو اقتصادي ستونزو باوجود شخصي شفاخانو ته زیاته مراجعه کوي».

په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره سم د روغتيا نړيوال سازمان، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتو والي ادارې او ډاکټرانو پر کورنيو غږ کړی، چې وقايوي تدابير په پام کې ونيسي او ماشومانو ته ډېره پاملرنه وکړي.

ډاکټران وايي، چې ماشومانو ته باید پاکې اوبه او مناسب خواړه ورکړل شي او له غرمو څخه په ډډه وساتل شي.

پوهانو پر خلکو غږ کړی، چې د غرمې پر وخت په لمر کې له ګرځېدو څخه ډډه وکړي، ډېرې اوبه وڅښي او ارتې جامې واغوندي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې، د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې د هېواد په شمالي برخو کې به د اعظمي تودوخې درجه له ۴۵ درجې سانتي‌ګراډ څخه لوړه شي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ورښتونو او سېلابونو په اړه ویلي، چې د وړاندوینې په موده کې به په سوېل‌ختیځو، ختیځو او شمال‌ختیځو سیمو کې له ۵ تر ۵۰ ملي‌مترو پورې سپک او منځنی ورښت وشي، چې له امله یې په ځینو محدودو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

اروپایي پولیسو له ترکیې نه اروپا ته د افغان کډوالو د قاچاق لویه شبکه ړنګه کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱
100%

د اروپايي پولیسو ادارې (یورو پول)په همغږۍ د انسانانو د قاچاق یوه مشکوکه شبکه په نښه شوې چې ویل کېږي افغان کډوال یې د بالکان له لارې لوېدیزې اروپا ته انتقالول. په نیول شویو کسانو کې د شبکې یو اصلي مشکوک مشر، دوه پولیس افسران او د دې ډلې دوه نور احتمالي غړي شامل دي.

د څېړنو له مخې، دا شبکه له ۲۰۲۵ کال راهیسې فعاله وه او په ځانګړي ډول یې افغان وګړي له ترکیې، بلغاریا او سربیا څخه د لوېدیزې اروپا پر لور قاچاق کول. ویل کېږي چې یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او جولای ترمنځ دې ډلې ګڼ شمېر کډوال انتقال کړي دي.

د عملیاتو پر مهال پلټونکو پنځه کورونه او ځایونه تلاشي کړي دي.

چارواکو درې موټر نیولي چې د کډوالو د انتقال لپاره ترې کار اخیستل کېده.

همدارنګه وسلې، مرمۍ، مخابره‌يي دستګاه، ګرځنده ټیلیفونونه او شاوخوا ۵۷۰۰ یورو او ۴۰ زره سربیايي کرنسي هم ترلاسه شوې دي.

د دې قضیې اهمیت ځکه زیات شوی چې دوه پولیس افسران هم د دې قاچاقي شبکې په فعالیتونو کې د ښکېلتیا په تور نیول شوي دي.

د یورو سکیوریټي او بلغاریايي رسنیو د رپوټونو له مخې، کډوال لومړی له ترکیې څخه بلغاریا ته انتقالېدل، وروسته هغوی د بلغاریا او سربیا ترمنځ د «شنې پولې» سیمې ته رسول کېدل او له رسمي سرحدي لارو پرته به پلي تېرېدل. وروسته د قاچاق شبکې غړو هغوی د مخکې ټاکل شویو جي پي اېس نښو له مخې په سربیا کې ترلاسه کول.

د څېړونکو په وینا، دې ډلې کډوالو ته لنډمهاله استوګنځایونه برابرول او بیا یې د سربیا له لارې د هنګري تر پولې او له هغه ځایه د اروپايي ټولنې لوېدیزو هېوادونو ته د تګ زمینه برابروله.

ویل کېږي چې کډوالو د بلغاریا او سربیا له پولې څخه تر بلګراد پورې د انتقال لپاره شاوخوا زر یورو ورکول او د سربیا ـ هنګري پولې ته د رسېدو لپاره یې نور ۳۰۰ یورو ورکول.

د پلټونکو په وینا، ډېری پیسې د حوالې له لارې لېږدول کېدې، چې له بانکي سیستم پرته د پیسو د انتقال لپاره کارول کېږي.

دا عملیات د یوروپول د ځانګړې عملیاتي ډلې له لارې ترسره شوي چې د بالکان پر مسیر د انسانانو د قاچاق د شبکو پر ضد مبارزه کوي.

یوروپول د اړوندو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو تبادله او د عملیاتو همغږي برابره کړې ده. د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، دغه سازمان څلور بلغاریايي څېړونکي سربیا ته استولي وو چې د عملیاتو پر مهال له ځایي چارواکو سره مرسته وکړي.

د عملیاتو په ورځ د یوروپول یو متخصص هم په ساحه کې موجود و چې د اروپا د معلوماتي سیستمونو له لارې یې د معلوماتو ارزونه او څېړونکو ته عملیاتي ملاتړ برابر کړی و.

دغه ځانګړې کاري ډله د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې جوړه شوې وه، چې د بالکان پر مسیر د نړیوالو قاچاقي شبکو پر وړاندې ګډه مبارزه پیاوړې کړي. سربیا هم په دې وروستیو کې له دې نوښت سره یوځای شوې ده.

یوروپول وايي، د کډوالو قاچاق په اروپايي ټولنه کې د منظمو جرمونو له مهمو بڼو څخه دی او د دې شبکو د له منځه وړلو لپاره د هېوادونو ترمنځ نږدې همکارۍ ته اړتیا ده.

د دې ادارې په وینا، د قاچاق شبکې د کډوالو له جذب څخه نیولې، تر انتقال، مالي جریانونو او لوژستیکي چارو پورې په منظم ډول فعالیت کوي.