د کندز د امامصاحب یو شمېر اوسېدونکي: د ښاروالۍ چارواکي فساد کوي او مزدورکاران ځوروي

د کندز ولایت د امامصاحب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ادعا کړې چې د ښاروالۍ ځینې چارواکي د فساد ترڅنګ د صابون پلورونکو، کراچیوانانو او دوکاندارانو د کار مخه نیسي او په قراردادونو کې له یوه محدود شمېر کسانو سره همکاري کوي.
