• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکت بورډ رحمت شاه د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکه

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته یې رحمت شاه د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو د لوبډلمشر او رحمن الله ګربز یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکلي دي.

د یو ورځینو او ټېسټ لوبو پخواني لوبډلمشر حشمت الله شهیدي تېره ورځ له لوبډلمشرۍ څخه خپله استعفا اعلان کړه.

یوه ورځ وروسته کرېکټ بورډ د شهیدي پر ځای رحمت شاه د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو د لوبډلمشر او رحمن الله ګربز یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه اعلان کړه.

حشمت الله شهیدي د خپلې لوبډلمشرۍ په موده کې په ۵۵ سیالیو کې لوبډلمشرې کړې، چې له دې ډلې یې ۲۷ سیالۍ ګټلي دي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵

واشنګټن پوسټ: د امریکا د بیا مېشتېدو ادارې له ۸۰۰ افغانانو سره د مرکو طرحه ترلاسه کړې ده

•
•
•

نور کیسې

افغانستان د فیفا په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۱۷۱ او پاکستان ۱۹۸م ځای خپل کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱
100%

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ د ۲۱۰ فوټبال ملي لوبډلو نوې درجه بندي خپره کړې ده، چې له مخې یې د هسپانیې ملي لوبډله لومړي مقام ته پورته شوې، افغانستان په ۱۷۱م او پاکستان په ۱۹۸م ځای کې قرار لري.

فیفا دغه درجه بندي د سه شنبې په ورځ خپره کړه. د ۲۰۲۶م نړیوال جام سیالۍ د جولای په ۱۹مه پای ته ورسېدې، چې په پایلوبه کې هسپانیې د ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتلولي یې وګټله. له همدې امله هسپانیه په نوې درجه بندۍ کې له دویم ځای څخه لومړي ځای ته لوړه شوې ده.

ارجنټاین، چې د ۲۰۲۲م نړیوال جام اتله او د ۲۰۲۶م نړیوال جام پایلوبې ته رسېدلې لوبډله وه، اوس په دویم مقام کې ده. فرانسه درېیم، انګلستان څلورم او برازیل پنځم ځای لري.

د مراکش ملي لوبډله په شپږم مقام کې ده، پرتګال د دوو ځایونو له ښکته کېدو وروسته اووم مقام ته تللی دی. بلجیم اتم، هالنډ نهم او مکسیکو لسم ځای خپل کړی دی.

د سیمې په کچه، ایران په ۲۲م، هند په ۱۳۸م او افغانستان په ۱۷۱م مقام کې دی. پاکستان د ۲۱۰ هېوادونو په نوملړ کې په ۱۹۸م ځای کې قرار لري، په داسې حال کې چې سان مارینو د دې درجه بندۍ وروستی هېواد دی.

له پراخو اعتراضونو وروسته؛ حشمت شهیدي د کرېکټ ملي لوبډلې له کپتانۍ استعفا وکړه

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان حشمت الله شهیدي په رسمي توګه د کپتانۍ له دندې استعفا کړې ده. نوموړي په یوه پرانیستي لیک کې اعلان وکړ چې دا پرېکړه یې په بشپړ رضایت او شخصي خوښه کړې او د کپتان په توګه د مسؤلیت ترسره کول ورته یو لوی ویاړ و.

حشمت الله شهیدي په خپل استعفا لیک کې چې په خواله رسنیو کې یې خپور کړی، ویلي چې د ده د کپتانۍ په موده کې د مسؤلینو، روزونکو او لوبغاړو په ګډو هڅو ګڼې بریاوې ترلاسه شوې، مهمې سیالۍ یې وګټلې او د نړۍ لوی ټیمونه یې مات کړل. هغه ټینګار وکړ چې دا ټولې لاسته راوړنې د ټولې لوبډلې د ګډ کار، قربانیو او همغږۍ پایله ده.

نوموړي د خپلې لوبډلې له ټولو لوبغاړو مننه کړې چې په هره بریا او ننګونه کې ورسره اوږه په اوږه ودرېدل او د لوبډلې له مسؤلینو او ادارې یې هم د باور او ملاتړ له امله مننه وکړه. شهیدي په خپل لیک کې زیاته کړې که د کپتان په توګه په دنده کې ترې کومه نیمګړتیا پاتې شوې وي، له ټولو بښنه غواړي ځکه تل یې هڅه کړې چې د لوبډلې ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

شهیدي څرګنده کړې چې که څه هم د کپتانۍ مسؤلیت پرېږدي، خو د خپلې لوبډلې د یوه ژمن لوبغاړي په توګه به تل د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د بریا، پرمختګ او ویاړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه ډاډ ښودلی چې ملي لوبډله به د نوي کپتان تر مشرۍ لاندې لا زیاتې بریاوې ترلاسه کړي.

په دې وروستیو کې د کرېکټ لوبې مینه‌والو د لوبډلې له پرله‌پسې ماتو ناخوښه وه او غوښتنه یې کوله چې کپتان باید استعفاه ورکړي. حشمت شهیدي د شل اوریزو لوبو کپتاني پرمخ وړله.

د طـالبانو المپیک وايي چې پـاکستان د والیبال افغان لوبډلې ته ویزې نه دي ور کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي چې پاکستان د افغانستان د والیبال لوبډلې ته له ویزو ورکولو انکار کړی چې له امله یې افغان لوبډله د والیبال له اسیايي لوبو څخه محرومه شوه.

د طالبانو د یادې ادارې مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ نن د سې‌شنبې په ورځ د یوه خبرې کنفرانس پرمهال وویل، چې د پاکستان د والیبال فدراسیون له لوري د افغانستان د والیبال لوبډلې ته د مرکزي اسیا د والیبال په سیالیو کې د ګډون په موخه رسمي بلنه ورکړل شوې وه، خو د یاد هېواد له لوري د ویزو نه ورکولو له امله افغان لوبډله په سیالیو کې له ګډون کولو پاتې شوه.

د طالبانو د المپیک ادارې ویلي، چې یادې سیالۍ د پاکستان په کوربه‌توب د لسو اسیايي هېوادونو ترمنځ کېږي او افغان لوبډلې ورته خپل بشپړ چمتووالی نیولی و.

د طالبانو د المپیک ادارې مرستیال زیاته کړې، چې پاکستان له ۴۸ ساعتونو څخه په کمه موده کې د مرکزي اسیا والیبال سیالیو څخه د افغانستان نوم له نوملړ څخه لرې کړی او پر ځای یې د ازبکستان د والیبال لوبډله دغو سیالیو ته ور اضافه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې پاکستان د افغانستان د فوټبال لوبډلې ته له وېزو ورکولو څخه هم انکار کړی و.

طالبان وايي، چې پاکستان دې ورزش له سیاست څخه بېل کړي.

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۱
100%

په ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې له نادریو وروسته، «ارجنټاین دې له نړیوال جامه واېستل شي» تر سرلیک لاندې یو انلاین کمپاین له ۲۳ میلیونه زیات لاسلیکونه راټول کړي دي.

هممهاله، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اعلان کړی چې د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ د پایلوبې له پای وروسته د رامنځته شویو شخړو په اړه یې انضباطي څېړنې پیل کړې دي.

دغه انلاین کمپاین په لږه موده کې د نړۍ له ۱۷۰ هېوادونو څخه د ۲۳ میلیونه او ۳۱۶ زره څخه ډېر لاسلیکونه راټول کړي او د تاریخ له تر ټولو ډېر لاسلیک لرونکو کمپاینونو څخه په یوه هغه بدل شوی دی. دغه کمپاین یوازې شاوخوا یو میلیون لاسلیکونو ته اړتیا لرله، څو د ګینس نړیوال ریکارډ ثبت کړي.

فیفا ویلي، د دې ادارې انضباطي کمېټه د نړیوال جام د پایلوبې له پای وروسته رامنځته شوې شخړې څېړي.

د راپورونو له مخې، ناهویل مولینا، لیاندرو پارېدیس، تیاګو المادا او د ارجنټاین روزونکی روبرتو ایالا د هغو کسانو له ډلې دي چې په دغو ناندریو کې یې حضور درلود. فیفا همداراز یو اخلاقي پلټونکی ګومارلی او ټینګار یې کړی چې ښايي دغه کړنې «د مناسب چلند د بنسټیزو اصولو سرغړونه» او «د فوټبال بدنامول» وبلل شي.

جنجالونه یوازې تر پایلوبې محدود نه وو

د دغه کمپاین تنظیموونکو فیفا او د لوبو قاضیان د ارجنټاین او لیونل میسي په ګټه په اړخ نیولو تورن کړي او غوښتنه یې کړې چې ارجنټاین دې د تل لپاره له نړیوال جام سیالیو محروم شي. فیفا تر اوسه دې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د ارجنټاین لانجې یوازې تر پایلوبې محدودې نه وې. د ځینو مینه والو له خوا د توکمپالو شعارونو ورکول، د مصر پر وړاندې په لوبه کې د لوبڅار پر پرېکړو سخت اعتراضونه شوي او د بریتانیا پر وړاندې تر نیمه پایلوبې وروسته د «مالویناس ټاپوګان د ارجنټاین دي» په شعار د یوه بینر پورته کولو، په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د نړیوال ریکارډ ماتولو په درشل کې

دغه غوښتنلیک اوس تړل شوی، خو د تر ټولو ډېر لاسلیک لرونکي انلاین کمپاین نړیوال ریکارډ لا هم د «جوبیلي ۲۰۰۰» کمپاین په واک کې دی. دغه کمپاین په ۱۹۹۷ کال کې د ۲۴،۳ میلیونه څخه د زیاتو لاسلیکونو په راټولولو سره د بېوزلو هېوادونو د پورونو د بښنې غوښتنه کړې وه.

د کمپاین تنظیموونکو په خپلې وروستۍ اعلامیه کې لیکلي دي:«له ۱۷۰ هېوادونو څخه تر ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو دا غوښتنلیک لاسلیک کړ. فیفا زموږ غږ له پامه وغورځاوه، خو هسپانیا د لوبې په ډګر کې عدالت پلی کړ».

کورنۍ لوبې؛ د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۵ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ سیالیو لومړی پړاو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د لسو لوبډلو په ګډون پیل شو.

یاد ریاست سې‌شنبه (د چنګاښ ۳۰مه) ویلي، چې دغه سیالۍ د سپورټ ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره کېږي او لوبغاړي به له ۵۷ کیلو ګرامه تر ۱۲۵ کیلو ګرامه پورې په بېلابېلو کټګوریو کې سیالي وکړي.

د دغه ریاست په خبره؛ د سیالیو په پای کې به غوره لوبډله او غوره لوبغاړي وپېژندل شي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، د دغه سیالیو موخه د ځوانو او وړو لوبغاړو پېژندل او د هېواد د غېږنیونې ورزش پیاوړتیا ده.

ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ لس ورځې دوام وکړي.