• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د کابل د کلکان اوسېدونکی: د زړو ټایرونو فابریکه زموږ باغونه او کرنیزې ځمکې زیانمنوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱

د کابل د کلکان ولسوالۍ د سیداباد کلي یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ادعا کړې چې د دوی په سیمه کې د زړو ټایرونو د پروسس او سوځولو یوې فابریکې د دوامدار لوګي او تور کاربن د خپرېدو له امله د خلکو باغونه، کرنیزې ځمکې او اقتصادي ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی.

د نوموړي په وینا، دغه فابریکه د محمد حسن ځدړان په نوم یوه کس پورې اړه لري او «۲۴ ساعته لوګی او تور کاربن» فضا ته خوشې کوي.

د هغه په خبره، د فابریکې د لوګي له امله د سیمې د انګورو باغونه زیانمن شوي او سوداګر نور د دوی انګور نه پېري. نوموړی زیاتوي چې د سیمې د ځمکو د پېر او پلور بازار هم اغېزمن شوی او د خلکو ملکیتونه خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

نوموړي د سیمې څخه ویډیو ګانې هم افغانستان انټرنشنل سره شریکې کړي دي.

سرچینه ادعا کوي چې د ستونزې د حل لپاره یې څو ځله اړوندو ادارو ته عریضې کړې، خو تر اوسه یې شکایتونو ته رسېدنه نه ده شوې. هغه همداراز ادعا کړې چې د فابریکې مسول د چاپېریال ساتنې او ځینو سیمه‌ییزو ادارو له چارواکو سره د پیسو په ورکړې اړیکې لري، له همدې امله د خلکو شکایتونو ته پام نه کېږي.

له افغانستان انټرنشنل سره شریک شوي سند کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي سوداګریزو نښانونو او فکري ملکیت د ثبت ریاست له لوري د «محمد حسن ځدړان د زړو ټایرونو د پروسس او وېلې کولو» په نوم سوداګریز جواز ښکاري.

په دغه جواز کې د سوداګرۍ د فعالیت پته د کابل ولایت د کلاکان ولسوالۍ، د سیداباد کلي ثبت شوې او د جواز د اعتبار موده د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۷مې تر ۲۰۲۷ کال د جنورۍ تر ۶مې ښودل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې دا د کابل ولایت د کلاکان ولسوالۍ د سیداباد کلي د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۱
100%

د کوچي شاهین په نوم د طالبانو یو غړي پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه لیکنه کې پر خپلې تېرې جګړې پېښماني ښودلې ده. هغه لیکلي چې په تېر وخت کې به ورته سپینږیرو نصیحت کاوه چې دا د واک او چوکۍ جګړه ده او وطن مه ورانوئ.

دغه طالب سرتېري زیاته کړې چې په هغه وخت کې دا خبرې دوی ته هسې ټوکې ښکارېدي، خو اوس ورته د هغو خبرو څرک او حقیقت معلوم شوی دی.

کوچي شاهین په دغه خپره شوې لیکنه کې اعتراف کړی چې اوس ورته څرګنده شوې چې د دوی په سرونو باندې نورو خلکو ځانونه واک او چوکیو ته ورسول.

د هغه په وینا، نه د دغه ولس غم شته او نه هم د اسلام، بلکې دا هر څه یوازې تش تبلیغات وو چې دوی پرې تېر ایستل شوي وو.
نوموړي دغه څرګندونې د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د یو شمېر ځوانانو د لادرکه کېدو او د ځینو د جسدونو پیدا کېدو ته په غبرګون کړې دي.

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۱
100%

د کندهار یو شمېر صنعتکارانو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلو پیغامونه کې ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان د کار پر مهال کارخونو ته ورځي او د کارخونو کارکوونکي د خریل شویو ږېرو په جرم له ځان سره وړي.

د کندهار صنعتکاران وايي، دغه وضعیت د تولید بهیر ګډوډ کړی، د تجربه لروونکو کاریګرو کمښت یې زیات کړی او د کارخونو فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.

د کندهار د یوې کارخونې مسول افغانستان انټرنشنل ته ویلي د پلټنو پر مهال ماشینونه فعال او د تولید بهیر روان وي، خو د کاریګرو ایستل د کارخونو ورځني فعالیتونه له ستونزو سره مخ کوي.

د دوی په خبره، ډېری هغه کاریګر چې له دې وروسته له کاره پاتې کېږي، بېرته خپلو دندو ته نه راګرځي او ایران یا پاکستان ته په ناقانونه توګه ځي.

صنعتکاران وایي، د دغو کسانو پر ځای د نویو او تجربه لرونکو کاریګرو موندل ستونزمن دي، ځکه نوي کسان باید وروزل شي او د کار له بهیر سره بلد کړل شي.

د دوی په وینا، ځینو صنعتکارانو خپلې فابریکې هرات ته لېږدولې دي، ځکه د هغوی په خبره هلته له ورته ستونزو سره نه دي مخ.

صنعتکاران زیاتوي، کله چې نیول شوي کاریګر بندي شي، دوی اړ کېږي چې نوي کسان وګماري او د نویو بې تجربه کارکوونکو سره یې د تولید چارې ټکني کېږي.

د جلال‌اباد ریکشا چلونکي: د طالبانو مالیو او د مسیرونو د پارچو لګښتونو زموږ عاید کم کړی دی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۵ GMT+۱
100%

د جلال اباد ښار یو شمېر ریکشه چلونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شویو پیغامونو کې ویلي، طالبانو ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او یوازې په څلورو ټاکل شویو مسیرونو کې د تګ راتګ لپاره باید هر مسیر باندی د ۳۰ افغانیو جلا پارچه واخلي.

ریکشا چلونکې وایي، د یوه مسیر پارچه په بل مسیر کې د اعتبار وړ نه ده، له همدې امله که یو چلوونکی د ورځې په اوږدو کې په بېلابېلو مسیرونو کې کار وکړي، اړ دی چې د هر مسیر لپاره جلا پارچه واخلي.

د دوی په خبره، که په یوه ورځ کې په ټولو څلورو مسیرونو کې تګ راتګ وکړي، نو څلورو شرکتونو ته باید ټولټال ۱۲۰ افغانۍ ورکړي.

ریکشا چلونکې زیاتوي، ډېری یې خپله ریکشا نه لري او د ورځې په ۲۵۰ افغانیو پردۍ ریکشې چلوي، نو د ورځنیو مالیو او د مسیرونو د پارچو لګښتونه یې عاید کم کړی او اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې دي.

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱
100%

په کندهار کې د یوه چینايي وګړي د واده پر مراسمو ددغه ولایت یو شمیر اوسېدونکو نیوکه کړې او په ټولنیزو شبکو کې یې غبرګونونه ښودلي دي. د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د ادعاوو له مخې، یوه چینايي وګړي په کندهار کې له یوې ځايي نجلۍ سره واده کړی دی.

د کندهار یو اوسېدونکي په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې که دا حالت دوام وکړي او بهرني وګړي یونیم میلیون څخه تر دوه میلیونه پورې افغانۍ ولور ور کړي نو د ټولنې غریب قشر چې اوس هم د شاوخوا نیم میلیون افغانۍ په بدل کې خپلې لوڼې زیات عمر لرونکو کسانو ته په نکاح ور کوي، لا هم دغه وضعیت پېچلی کړي.

یو شمېر نورو کاروونکو د پاکستان په ځینو سیمو کې د چینايي وګړو د ودونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې په ځینو مواردو کې د داسې ودونو په اړه وروسته ستونزې راپورته شوې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو یو غړي قاري تکل خوستي لیکلي، چې «په وطن کې خپل خلک ورک شول چې اوس چینايي وګړو ته خلک لوڼې ور کوي».

هغه دا د طالبانو بې مسوولیتي بللې ده.

لاتروسه طالبانو ددې چینايي وګړو د هویت او د ودونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ننګرهار د تنقیصي افسرانو د ښارګوټي اوسېدونکي وايي عامه ځمکې د نومرو په ډول پلورل کیږي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۱
100%

د ننګرهار ولایت د تنقیصي افسرانو د ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دغه ښارګوټي اصلي نقشه څو ځله بدله شوې، عامه تاسیساتو ته ځانګړې شوې ځمکې په استوګنیزو نومرو بدلې شوې او د زورواکو او نفوذ لرونکو کسانو له خوا پلورل کېږي.

دغو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د تنقیصي افسرانو ښارګوټی په ۱۳۹۲ کال کې د جمهوري نظام پر مهال د قانوني پروسې له مخې هغو تنقیص شویو افسرانو ته جوړ شو چې د معاشونو په بدل کې هر یوه ته یوه نومره ورکړل شوې وه.

د دوی په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښارګوټي په نقشه کې بدلونونه راغلل او زرګونه نوې نومرې ورزیاتې شوې. د دوی په ادعا، د دغه بهیر تر شا ځینې دولتي او نفوذ لرونکي کسان ولاړ دي او لا هم د ښارګوټي د چارو واک د همدې کسانو په لاس کې دی.

شکایت کوونکي وایي، په ښارګوټي کې هغه ځمکې چې د پارکونو، جوماتونو، ښوونځیو، مدرسو او نورو عامه خدمتونو لپاره ځانګړې شوې وې، په استوګنیزو نومرو بدلېږي او بیا پلورل کېږي.

د اوسېدونکو په وینا، د ښارګوټي نقشه تر دې دمه څو ځله بدله شوې او هر ځل پکې نوي بدلونونه راوستل شوي دي. دوی ادعا کوي چې د نقشې د سپارلو او تصویب ژمنې بیا بیا کېږي، خو په عملي ډول د نومرو شمېر زیاتېږي او د پلور بهیر دوام لري.

د دوی د ادعا له مخې، یو شمېر نظامي او دولتي چارواکي په لسګونو نومرې اخلي او ان د نورو کسانو په نومونو هم نومرې ثبتوي. اوسېدونکي پوښتنه کوي چې د ټیټو دولتي معاشونو لرونکي کسان څنګه د دومره ډېرو نومرو د اخیستو توان لري.

شکایت کوونکي زیاتوي چې د موضوع د څېړنې لپاره یې بېلابېلو ادارو ته عریضې کړې، خو ادعا کوي چې د دوی شکایتونه بېرته همغو کسانو ته رسېږي چې د دوی په وینا، په دې قضیه کې ښکېل دي او له همدې امله د دوی غوښتنو ته رسېدنه نه کېږي.

دوی همدارنګه ادعا کوي چې د طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي هم په دې موضوع کې ښکېل دي، خو د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره یې کوم اسناد نه دي وړاندې کړي.

دغو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو سره یوه نقشه هم شریکه کړې چې ویل کېږي د یاد ښارګوټي له نقشو څخه یوه ده.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د ننګرهار د تنقیصي افسرانو د ښارګوټي د یو شمېر اوسېدونکو شکایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو په خپلواکه توګه تایید نه کړای شوای.