• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د کابل اوسېدونکی: د کور لوړې کرایې او د بنسټیزو خدمتونو نشتوالي زموږ ژوند له ستونزو ډک کړی

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۱

د کابل یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ويلي، چې په پلازمېنه کې اوس‌مهال خلک د څښاک اوبو، کاري فرصتونو او دوامدارې برېښنا په څېر د بنسټیزو خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د کابل اوسېدونکي د څښاک اوبو، د کاري فرصتونو او دوامدارې برېښنا په څېر د بنسټیزو خدمتونو له نشتوالي سره مخ یو. که څه هم د دغه اړتیاوو پوره کول د چارواکو مسوولیت دی؛ خو په دې برخه کې لاهم جدي ستونزې شته، چې د خلکو ژوند یې ستونزمن کړی دی».
هغه وایي: «موږ په چارواکو غږ کوو، چې د څښاک اوبو برابرولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د برېښنا وضعیت د ښه کولو او د ښاریانو د غوښتنو پوره کولو لپاره عملي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي».
د هغه په وینا؛ په پلازمېنه کې د دوی یو له لومړنیو اړتیاوو څخه مناسب کور دی. هغه وایي، ګڼې کورنۍ د ځمکې او کورونو د لوړې بیې او د ملاتړ پروګرامونو د نشتوالي له امله نه‌شي کولی چې د ځان لپاره کور وپېري او له دې امله په کرایي کورونو کې اوسېږي.
هغه له طالبانو غوښتنه کړه، چې د کور جوړولو لپاره د کم عاید لرونکو کورنیو په ملاتړ عملي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي. د هغه په وینا؛ د مناسب کور درلودل د هر وګړي حق دی او د یادې ستونزې حل کولی شي د خلکو د ژوند شرایط ښه کړي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

د جنت ته تګ په نوم د ماشومانو د مړینې قضیه؛ د مذهبي ډلې مشر په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو

۳

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۴

بلومنستاین: د بایډن حکومت د نیویارک ټایمز د ۱۲۴ افغان همکارانو د ایستلو مسوولیت وانخیست

۵

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل بشري ناورین پراخوي