د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک د قبر بیارغونې چارې پیل شوې

په زابل کې د پښتو ادب د مشهور کتاب پټې خزانې د لیکوال محمد هوتک د قبر د ساتنې او بیارغونې لومړنۍ چارې د یوه افغان لیکوال په مالي مرسته پیل شوې دي او تمه ده تر یوې میاشتې بشپړې شي.

په زابل کې د پښتو ادب د مشهور کتاب پټې خزانې د لیکوال محمد هوتک د قبر د ساتنې او بیارغونې لومړنۍ چارې د یوه افغان لیکوال په مالي مرسته پیل شوې دي او تمه ده تر یوې میاشتې بشپړې شي.
په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی او اطلاعاتو امر عبدالولي بشرمل ویلي چې د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک د قبر د بیارغونې پروژه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو او د لیکوال محمد معصوم هوتک په مالي ملاتړ عملي کېږي.
د یاد ریاست په وینا، ددې پروژې چارې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.
د زابل د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په دې پروژه کې د محمد هوتک د قبر شاوخوا دېوال او یوه جومات جوړول شامل دي.
بشرمل ویلي، چې د محمد هوتک د قبر د اساسي بیارغونې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم ژمنه کړې ده او تمه لري چې په اساسي ډول ورغول شي.
د زابل اوسېدونکو د پښتو ژبې د مشهور لیکوال محمد هوتک بن داود د قبر بیارغونې هرکلی کړی او وايي، باید لا له وړاندې د دغه مشهور شخصیت قبر رغول شوی وای.
محمد هوتک د کندهار په کوکران سیمه کې زېږیدلی او د پښتو ژبې له مخکښو لیکوالانو شمېرل کېږي. د هغه مړی د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په ممو کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.
پټه خزانه د پښتو ادبیاتو له مهمو او تاریخي اثارو شمېرل کیږي چې د پښتو ژبې، ادب او کلتور په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. په دې اثر کې د پښتو ادب ګڼ نومیالي شاعران معرفي شوي او د پښتني فرهنګ، تاریخي روایتونو، ژبنیو ارزښتونو او ادبي میراث بېلابېل اړخونه پکې خوندي شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، چې د جولای پر ۱۵مه د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د قطر د پخواني امیر د مړینې په مناسبت د طالبانو د مشرتابه د خواخوږۍ پیغام رسولو او فاتحې په موخه دوحې ته تللی، له اتو ورځو تېرېدو وروسته، لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی.
په دوحه کې سرچینو ویلي چې قطري چارواکو په پیل کې د طالبانو د پلاوي لپاره د پلازمېنې په یوه هوټل کې د درې ورځني استوګنځي تابیا کړې وه.
د دغو سرچینو په وینا، متقي وروسته د خپلې استوګنې د مودې د غځولو غوښتنه کړې او هممهاله یې هڅه کړې چې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره رسمي وګوري.
سرچینې وايي چې له پرلهپسې غوښتنو وروسته، د طالبانو د پلاوي د هوټل استوګنه غځول شوې ده.
په کابل کې یوې بلې سرچینې هم ویلي چې متقي هڅه کوي په قطر کې خپل پخوانی د استوګنې جواز یا اقامه هم تمدید کړي.
همدې سرچینې ادعا کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست د سترګو له ستونزې یا ناروغۍ سره مخ دی او غواړي په قطر کې د خپل حضور له فرصته په ګټې اخیستنې طبي معاینات او درملنه وکړي.
تر اوسه قطري چارواکو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي د استوګنې د غځېدو، له قطري چارواکو سره د لیدنې د هڅو، د اقامې د تمدید او یا هم د طبي معایناتو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
قطر په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې د دې ډلې له مهمو ډیپلوماتیکو شریکانو شمېرل کیږي.
دوحې په وروستیو کلونو کې د طالبانو د چارواکو، د ملګرو ملتونو د استازو او د بېلابېلو هېوادونو د ډیپلوماتانو د ګڼو غونډو او سلا مشورو کوربه توب کړی دی.
په ورته وخت کې، په دوحه کې د متقي اوږده استوګنه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ځینو کارکوونکو ترمنځ د ټوکو موضوع هم ګرځېدلې ده.
په کابل کې یوې سرچینې ویلي، د وزارت ځینو کارکوونکو په ټوکه ویلي چې «ښايي وزیر صاحب غواړي د قطر د امیر د پلار د څلوېښتي په مراسمو کې هم ګډون وکړي او وروسته کابل ته ستون شي».
د ملګرو ملتونو د سفري بندیزونو اړوند پاڼه کې هم د متقي د سفري بندیز لرې کولو په تړاو هم تراوسه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې پر ۳۴ پروژو بحث شوی او له دې ډلې د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې شوې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې ۳۴ پرژوې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، خو له بحث وروسته په ۱۶ پروژو کې یو لړ تعدیلونه منظور شول.
د یاد معاونیت په وینا، د یوې پروژې قرارداد لغوه شو او همدارنګه ټاکل شویو کمېتو ته دنده وسپارل شوه چې د څلورو پروژو د تدارکاتي پروسو او بیو په اړه څېړنه وکړي.
طالبانو ویلي، چې په منظورو شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پکتیا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د روغتون جوړول، په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کول او د برېښنا د توزیع او انتقال او همدارنګه د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
یاد معاونیت ویلي، ټولي منظورې شوې پروژې د دې ډلې له لوري تمویلیږي.
د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د اګست له لومړۍ نېټې وروسته تمدید کېدونکي افغان پاسپورټونه به، په جرمني کې اعتبار ونه لري.
دغه وزارت ویلي چې دا نوې پرېکړه د افغانستان په استازولیو کې د پاسپورټ غوښتنې د امکاناتو د بدلون، د نړیوالو قوانینو او د نړیوال ملکي هوايي چلند سازمان (ICAO) د سپارښتنو له مخې شوې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، بهرني وګړي جرمني ته د ننوتلو او د اوسېدو لپاره باید د جرمني د اقامت قانون د درېیمې مادې د لومړي بند له مخې یو معتبر او منل شوی پاسپورټ یا د پاسپورټ بدیل سند ولري.
دغه وزارت ویلي چې د اقامت د اجازې د تمدید لپاره هم باید یو معتبر او د منلو وړ سفري سند وړاندې شي.
خو د جرمني د ایالتونو د بهرنیو وګړو ادارې کولای شي په هره قضیه کې جلا ارزونه وکړي چې ایا د اړوند کس لپاره د افغانستان له استازولیو څخه د پاسپورټ ترلاسه کول ممکن او د منلو وړ دي او که نه.
که اړوند اداره دې پایلې ته ورسېږي چې د افغانستان استازولۍ ته مراجعه کول یا پاسپورټ اخیستل د دغه کس لپاره مناسب یا ممکن نه دي، نو کېدای شي ورته د بهرني وګړي د سفر سند ورکړل شي.
هغه کسان چې په جرمني کې د جنیوا کنوانسیون له مخې د کډوالو په توګه منل شوي دي، اړ نه دي چې د افغانستان استازولیو ته مراجعه وکړي.
دغه کسان کولای شي د کډوالۍ د سفر سند له لارې د پاسپورټ د لرلو قانوني شرط پوره کړي.
د جرمني کورنیو چارو وزارت وايي، دوی داسې کره معلومات نه لري چې څومره کسان به د دې نوې پرېکړې له امله اغېزمن شي خو وزارت ټینګار کړی چې د نوي افغان پاسپورټ د ترلاسه کولو غوښتنه لا هم ممکنه ده.
د افغانستان انټرنشنل ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا دا پرېکړه په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتانو له حضور یا د افغان وګړو د ایستلو له پروګرام سره تړاو لري او که نه، د جرمني کورنیو چارو وزارت دا اړیکه رد کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه له دغو موضوعاتو سره تړاو نه لري.
په کندهار کې د امربالمعروف له محتسبانو څخه تر شکایتونو وروسته د دغه ولایت د یو شمېر مدرسو استادانو او مشهورو مفتیانو په دودیز ډول په جوماتونو کې د تبلیغ کمپیان پیل کړی دی. یاد دیني عالمان وايي، غواړي «له زور پرته خلک له منکراتو منع کړي».
په دغه کمپاین کې د مفتیانو، شیخ الحدیثانو او د مدرسو د استادانو په کچه یوه ډله دیني عالمان برخه لري.
یادو کسانو په دودیز ډول د تبلیغ کمپاین د کندهار ښار له عینو مینې پیل کړی دی او درې ورځې به دوام وکړي.
د دغه تبلیغ کوونکو تنظیموونکي وايي، چې د کندهار په عینومېنه کې یې ګشتونه کړي او د دعوت او تبلیغ د اهمیت په اړه یې له ګڼو خلکو سره خبرې کړې دي.
یادو دیني عالمانو ویلي، چې د تبلیغ دغه کمپاین یې امتحاني دی او که یې مثبته پایله درلوده، نو د کندهار ښار نورو سیمو او همدارنګه ولسوالیو ته به یې و غځوي.
د کمپاین د مسوولانو په وینا، د خلکو دیني اصلاح او پوهاوی باید د زور او فشار پرځای د نصیحت، دعوت او تبلیغ له لارې وشي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دودیز ډول د تبلیغ دغه کمپاین پرداسې مهال پیل شوی، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو د کندهار تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم د عامو خلکو پر شخصي ازادیو سخت محدودیتونه لګولي دي.
ځیني سرچینې په دې باور دي چې د کندهار ځینې دیني عالمان په ښار کې له خلکو سره د محتسبانو له چنلده رضایت نه لري او غواړي په دې کار سره د محتسبانو فعالیتونه محدود کړي.
د راپورونو لهمخې، د امربالمعروف محتسبان نږدې هره ورځ په کندهار کې یو شمېر ځوانان د ږېرو کمولو، لډو او نورو لوبو په جرم نیسي او څو ورځې یې زنداني کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د طالبانو لاسوهنې او محدودیتونو د روان کال په جون میاشت کې د بشري مرستو پر فعالیتونو اغیز کړی او د تېرې میاشتې په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د پنجشنبې په ورځ، د زمري په لومړۍ نېټه، په خپل راپور کې لیکلي چې د جون په میاشت کې یې په ټول افغانستان کې د بشري مرستو د فعالیتونو پر وړاندې لږ تر لږه ۶۰ خنډونه ثبت کړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو لاسوهنې د بشري مرستو د پروګرامونو پلي کېدل اغېزمن کړي او د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالي د مهمو مرستو رسولو بهیر سخت زیانمن کړی دی.
د راپور له مخې، د طالبانو لاسوهنو تر ټولو ډېر اغېز د افغانستان په لوېدیځو او سوېلي سیمو کې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو کړی دی.
له ثبت شویو ۴۳ لاسوهنو څخه ۲۲ پېښې د مرستندویه پروګرامونو په عملي کولو کې مستقیمه لاسوهنه ګڼل شوې او ۱۳نورې پېښې د ښځینه کارکوونکو پر ګډون د محدودیتونو په اړه ښودل شوې دي.
راپور ښيي چې په همدې موده کې د مرستندویانو او نړیوالو ادارو د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. ټولټال ۱۱ تاوتریخجنې پېښې ثبت شوې دي چې ۱۰ د نیولو او یوه د ګواښ پېښه پکې شامله ده.
اوچا ویلي چې په دې میاشت کې د طالبانو ځواکونو د ملګرو ملتونو ټولټال ۱۴ کارکوونکي نیولي دي. له دې ډلې ۹ کسان د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د کارکوونکو له خوا نیول شوي دي.
راپور زیاتوي چې د اسلامکلا د کډوالو د منلو په مرکز کې د ملګرو ملتونو څو مرستندویان طالبانو ددوی د ټاکل شوې جامې د نه مراعتولو او د ږیرې کمولو له امله نیولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې دغو نیونو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د امنیت په اړه "ژورې اندېښنې" پیدا کړې دي.
په راپور کې راغلي چې په دې موده کې طالبانو څلور ځله بشري مرستو ته د ښځو د لاسرسي مخه نیولې ده.
همدارنګه طالبانو د ملګرو ملتونو د دریو کارکوونکو د ګومارنې په بهیر کې لاسوهنه کړې ده.
ملګرو ملتونو په دې میاشت کې د تګ راتګ شپږ محدودیتونه ثبت کړي چې د کارکوونکو درول، پوښتل او د اسنادو څېړل پکې شامل دي.
اوچا ویلي چې دې اقداماتو د ملګرو ملتونو په پروګرامونو کې پراخ عملیاتي ځنډونه رامنځته کړي دي.
د اوچا د راپور له مخې، په همدې موده کې ۳۰ هغه پېښې هم ثبت شوې چې د جنسیت له امله رامنځته شوې وې. دغه اقدامات د ښځو د ګومارنې محدودول، د روزنیزو پروګرامونو د ګډون مخنیوی او بشري خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي کمول بلل شوي دي.