• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېرو څلورو میاشتو کې؛ تر ۱۵۰۰ ډېرو بهرنيو سېلانیانو افغانستان ته تګ‌راتګ کړی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وایي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغان ټوور شرکت له لارې ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د سیاحت لپاره تللي دي.

د یاد ریاست ویاند محمدنبي بهار ویلي، دغه سېلانیان د اسیايي او اروپايي هېوادونو وګړي دي چې د بلخ، بامیان، پکتیا، هرات، غزني او نورو ولایتونو له تاریخي او تفریحي ځایونو یې لیدنه کړې ده.

د هغه په وینا؛ افغان ټوور شرکت دغه سېلانیانو ته د سفر او ګرځندوی اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي. بهار زیاته کړې، د دغه شرکت موخه دا ده چې د افغانستان د سیاحتي ځایونو انځور او ظرفیت نړۍوالو ته ور وپېژني.

تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم ویلي و، چې سږکال زرګونه کورنیو او بهرنیو سېلانیانو د افغانستان له بېلابېلو تفریحي او تاریخي سیمو لیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په هېواد کې ګڼو تفریحي سیمو ته د ښځو او کورنیو پر تګ محدودیتونه لګولي دي. یوشمېر نیوکه کوونکي وایي، طالبان افغان ښځې له سیاحت او تفریح محروموي؛ خو د ښځینه سېلانیانو په ګډون بهرنیو سېلانیانو ته د هېواد بېلابېلو سیمو ته د سفر اجازه ورکوي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

په خوست کې سختو ورښتونو او سېلابونو ۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې ده

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۷ GMT+۱
100%

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، چې د یاد ولایت په مرکز، ځاځي میدان، صبریو-یعقوبیو، باک، اسماعیل‌خېلو-مندوزیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو اړوندو سیمو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۰ استوګنیز کورونه، ۲۰ هټۍ، ۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه او یو پلچک زیانمن شوی دی.

د هغه په وینا؛ د باک ولسوالۍ پر ۳۰ جریبه ځمکه کرل شوي کرنیز حاصلات هم په بشپړ ډول له‌منځه تللي دي. نوموړی زیاتوي، دارنګه د ګربزو ولسوالۍ پر مسیر د شمل ستر پل د سېلابونو له امله نړېدلی چې له کبله یې دغه لاره د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې ده.

مستغفر ګربز وایي، د خوست ولایت اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره مسلکي او تخنیکي ډلې زیانمنو سیمو ته واستوي؛ څو د اوښتو زیانونو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړي او د اړتیا وړ بېړني او عملي اقدامات وکړي.

هغه همدارنګه له خلکو غوښتي، چې د دوامداره ورښتونو او د سېلابونو د احتمالي ګواښونو پرمهال د اړوندو ادارو سپارښتنې په پام کې ونیسي او له احتیاط کار واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د زمري ۲مه) په ۱۷ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، لوګر، کابل، میدان وردګ، بامیان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو لپاره شوې ده.
له بل پلوه د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې سختو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. دغه سېلابونه په کابل، خوست، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر، پروان او پنجشېر ولایتونو کې راوتلي وو.

بښنې نړیوال سازمان: له جرمني څخه د جرمي سابقې نه لرونکي افغان د ایستلو پرېکړه ګواښونکې ده

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۲ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، جرمني د لومړي ځل لپاره غواړي یو افغان وګړی، چې هېڅ جرمي سابقه نه لري، له دغه هېواده وباسي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د ایستلو په بهیر کې له طالبانو سره همکاري به جرمني د دې ډلې د سیاسي او ډیپلوماتیکو غوښتنو پر وړاندې زیانمن کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې بشري حقونه باید له طالبانو سره د «راکړې ورکړې وسیله» ونه ګرځول شي.

دغه سازمان د فریدون توفان دوسیې ته اشاره کړې، هغه افغان چې څو اوونۍ وړاندې په جرمني کې د طالبانو استازي ته د هویت د تثبیت لپاره ورپېژندل شوی و او اوس د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

شپږ افغانان د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

په همدې حال کې، جرمني رسنیو راپور ورکړی چې حکومت غواړي د افغان وګړو د ایستلو لړۍ پراخه کړي. د جرمني ملي راډیو راپور ورکړی چې لږ تر لږه شپږ افغانان، چې جرمي سابقه نه لري، د ایستل کېدو له خطر سره مخ دي.

د راپور له مخې، د بښنې نړیوال سازمان ویلي، لږ تر لږه یو افغان چې په ۲۰۲۴ کال کې له جرمني څخه افغانستان ته ایستل شوی و، تر بېرته ستنېدو وروسته وژل شوی دی.

ورځپاڼې برلینر څایتونګ هم راپور ورکړی چې طالبانو مخکې د ډیپلوماتیکو امتیازونو، لکه جرمني ته د نورو ډیپلوماتانو د لېږلو، د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو د ایستلو یوه الوتنه درولې وه. دغې ورځپاڼې له طالبانو سره د برلین همکاري حساسه او جنجالي موضوع بللې ده.

د ایستلو پالیسۍ پراخېدل

د جرمني د حکومت د نوې تګلارې له مخې، د افغانستان د وګړو ایستل به نور یوازې په هغو کسانو پورې محدود نه وي چې جرمي محکومیت یا امنیتي ګواښ لري.

د جرمني فدرالي پولیسو د هسن ایالت کورنیو چارو وزارت ته هم خبر ورکړی چې د افغان وګړو د ایستلو لپاره د هغوی د معرفي کولو پخوانی محدودیت لرې شوی دی.

دا نوې پالیسي د سیاسي ګوندونو او د پناه غوښتونکو د حقونو د ملاتړو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

د چپ ګوند د کورنیو چارو ویاندې، کلارا بونګر، ویلي چې افغانستان ته ایستل په تدریج سره په یوه عادي بهیر بدلېږي او دا چاره د جرمني له بشري حقونو ژمنو سره په ټکر کې ده.

د هسن ایالت د کډوالو شورا مشر، ټیمو شرنبرګ، هم د محدودیتونو لرې کول «غیرمسوولانه» بللي او ویلي یې دي چې موخه یې په جرمني کې د مېشتو افغانانو اندېښمنول او پرې فشار زیاتول دي.

د ځینو ایالتونو ملاتړ

له بلې خوا، د جرمني د یو شمېر ایالتونو چارواکو د حکومت له نوې تګلارې ملاتړ کړی دی.

د تورینګن ایالت د عدلیې او کډوالۍ وزیرې بېاته مایسنر، ویلي چې هغه مجرد افغان نارینه باید وایستل شي چې د جرمني د پرېښودو وروستۍ قانوني پرېکړه یې شوې وي. هغې زیاته کړې، هغه کسان چې کار کوي او د خپل ژوند لګښتونه خپله برابروي، باید ونه ایستل شي، مګر که یې د ایستلو له پرېکړې وروسته کار پیل کړی وي.

د تورینګن د کډوالۍ وزارت د شمېرو له مخې، د جون تر ۳۰مې پورې ۵۲۳ افغان وګړو په دغه ایالت کې د جرمني د پرېښودو وروستۍ قانوني پرېکړه لرله، چې د ۴۰۸ کسانو ایستل یې په موقتي ډول ځنډول شوي وو.

مایسنر ویلي، اداري محکمو په ډېرو دوسیو کې تایید کړې چې د ایستلو پر وړاندې کوم قانوني خنډ نشته او د ایستلو د ځنډ دوام نور د توجیه وړ نه دی.

د براندنبورګ ایالت د ټولنیزو چارو وزیر، رینه ویلکه، هم ویلي چې ایالت به د مجرمانو تر څنګ هغه کسان هم وباسي چې «په جرمني کې د پاتې کېدو هېڅ راتلونکی نه لري.»

په زاکسن ایالت کې د کورنیو چارو وزیر آرمین شوستر، د ایستلو د لړۍ پراخول «سمه لاره» بللې او ویلي یې دي چې دا پالیسي به هغه کسان هم رانغاړي چې د ټولنې د ادغام لپاره یې هڅه نه ده کړې، پر ټولنیزو مرستو ژوند کوي او یا هم د خپل هویت په تثبیت کې همکاري نه کوي.

همداراز د زاکسن ـ انهالت ایالت د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د ایستلو د لړۍ د پراخولو لپاره چمتووالی پیل شوی او تمرکز به یې پر هغو ځوانو او مجردو افغان نارینه وو وي چې د جرمني د پرېښودو وروستۍ قانوني پرېکړه لري او د ټولنیزو مرستو له لارې ژوند کوي.

د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره تر اوسه یوازې سعودي عربستان، ایران او هند مرستې کړې دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۱
100%

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، د نورستان له ویجاړونکو سېلابونو وروسته له سېلاب‌ځپلو سره تر اوسه یوازې، سعودي عربستان ایران او هند مرستې کړې دي. طالبان وايي، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، غنم او یو شمېر نور اړین خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.

د نورستان په مرکز کې د تېرې دوشنبې ورځې له غرمې وروسته (د چنګاښ ۲۹مه) له سختو بارانونو وروسته سېلابونه راووتل او د مر‌ګ‌ژوبلې له اړولو سربېره یې سلګونه کورنۍ زیانمنې کړې.

د دغو سېلابونو په لومړۍ ورځ د نورستان د ښاروال او د یوه کنډک د قومندان په ګډون ۲۴ کسان مړه شول او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. خو لا تر اوسه هم ۱۵ کسان لادرکه دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت زیاتوي، په نورستان کې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو بهیر پیل شوی او د اوس لپاره له هرې قرباني کورنۍ سره د ۲۰ زره افغانیو مرستې شوي او همداراز د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې دوام لري او په وینا یې، په نږدې راتلونکي کې به د همکارو موسسو په همکارۍ د سېلاب‌ځپلو لپاره نورې مرستې هم برابرې شي.

100%
د ایران او هند د مرستو کاروان

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، تر اوسه یوازې د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ، ایران او په کابل کې د هند سفارت د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره مرستې کړي او سېلاب‌ځپلو سیمو ته رسول شوي دي.

100%
د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ مرستې

د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له سېلاب‌ځپلو سره د زرو خوراکي بستو د مرستو اعلان کړی، چې تر اوسه یې ۵۰۰ بستې رسول شوي او د پاتې نورو د رسولو ژمنې هم شوې دي.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وايي، چې د یادو خوراکي مرستو ترڅنګ د یو شمېر خیریه بنسټونو او سوداګرو له لوري هم د قربانیانو له کورنیو او سېلاب ځپلو سره یوه اندازه نغدي مرستې هم شوې دي.

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا وايي، طالبان د طبيعي پېښو پر مهال د لازمو اقداماتو لپاره ظرفیت نه‌لري او همداراز د مرستندویه موسسو په چارو کې د لاسوهنو له امله د نړۍوالو بشري مرستو بهیر له ستونزو سره مخ ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی حمدالله همدرد د افغانستان انټرنشنل په سپړنه خپرونه کې وویل: «طالبان د طبیعي پېښو پر مهال د لازمو اقداماتو لپاره لازم ظرفیت نه‌لري. یو لامل یې دا دی چې نړۍوالو ترې لاس اخیستی او په رسمیت یې نه‌پېژني. بل دا چې ډېری افغانان بې‌روزګاره دي؛ مخکې به د داسې پېښو پر مهال د خصوصي سکټور په ګډون عام ولس هم د طبیعي پېښو د زیانمنو لاسنیوی کاوه، خو اوس ولس له فقر سره مخ دی».

خبریال او د چارو شنونکی سمیع یوسفزي هم په همدې خپرونه کې په ډاګه وویل: «طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د مرستندویه موسسو په چارو کې لاسوهنې پیل کړې او په بېلابېلو پلمو او فشارونو سره یې د مرستو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی».

د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمه‌ییزې مشرې حنان بلخي ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو ویجاړونکو سېلابونو یو ځل بیا وښوده، چې هېواد پیاوړي او مقاوم روغتیايي نظام ته جدي اړتیا لري، څو خلک د طبیعي پېښو پر مهال هم ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

له دې سره سم، ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د افغانستان په مرکزي، ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د بشري مرستو د لېږلو بهیر پیل شوی، خو د بودجې د سخت کمښت له امله د دې عملیاتو دوام له خطر سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند خبرداری ورکړی، چې د بودجې سخت کمښت د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی. هغه زیاته کړه، چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو پروژو تر دې دمه د اړتیا وړ بودجې یوازې څلورمه برخه ترلاسه کړې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغان ولس سره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی وو، چې د نورستان سېلاب‌ځپلي د روغتیايي خدمتونو، درملو، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي.

په هرات کې د وسله‌والو غلاوو زیاتوالي د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱
100%

د هرات یو شمېر اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دې ولایت کې د موبایل، موټر او موټرسایکلونو غلاوې ډېرې شوې دي. د دوی په وینا، دې وضعیت په ښار کې، په ځانګړي ډول د ماښام او شپې پر مهال، تګ راتګ ستونزمن کړی او د خلکو د ناامنۍ احساس یې زیات کړی دی.

د هرات یو اوسېدونکي حمیا وویل د شنبې په ورځ هغه مهال چې د ښارنو سیمې د پلي پل له لارې تېرېده، وسله‌والو کسانو یې موبایل ترې وتښتاوه. د هغه په وینا، دا پېښه د ښار په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه لاره کې رامنځته شوې ده.

یو بل اوسېدونکي وویل، د هغه ۱۴ کلن زوی د چهارشنبې ماښام له کورس څخه د بېرته راستنېدو پر مهال، د هرات ځمکتلي څخه د وتلو پر مهال د غلا ښکار شو. هغه وایي، څو تنکیو ځوانانو د بایسکل د پورته کولو په پلمه یې د زوی پام واړاوه او موبایل یې ترې غلا کړ.

د هغه په وینا، هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې له کم‌تګ راتګ لرونکو لارو تېرېږي، تر نورو ډېر د ورته پېښو له ګواښ سره مخ دي.

د یوه وفات شوي خبریال له کور څخه وسله‌واله غلا

د همدې اوونۍ په یوه بله پېښه کې، پنځو وسله‌والو کسانو د هرات د فرهنګي فعال او وفات شوي خبریال نوراحمد کریمي کور ته ننوتل.

د سرچینو په وینا، بریدګرو د کورنۍ کم‌عمره ماشوم یرغمل کړ او د قیمتي توکو تر لوټلو وروسته وتښتېدل. سرچینې زیاتوي، درېو بریدګرو د خپل هویت د پټولو لپاره ښځینه جامې اغوستې وې. دا پېښه په رڼا ورځ شوې ده.

د روانې میاشتې په پیل کې هم یو شمېر وسله‌وال، چې ځانونه یې د طالبانو د استخباراتو ځواکونه معرفي کول، د درب‌ملک په سیمه کې د بهار سوداګریز مرکز ته ننوتل. هغوی د بازار ساتونکی وواژه، د هغه زوی یې ټپي کړ او د شپږو هټیو مالونه یې ولوټل.

د افغانستان انټرنشنل له‌خوا د هرات د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼو ارزونه ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۸۸۲ کسان نیول شوي دي، چې له ۹۵ سلنې ډېر یې د غلا په تور نیول شوي دي.

د طالبانو په وینا، موبایلونه، موټرونه، موټرسایکلونه، سره زر او نغدې پیسې هغه توکي دي چې تر ټولو ډېر غلا کېږي. د هرات ښاریان همدارنګه وايي چې د لمریزو برېښنايي تختو، د ګازو ډبو، د اوبو پمپونو او د کور وسایلو غلاوې هم زیاتې شوې دي.

خلک بې‌کاري د جرمونو د زیاتېدو اصلي لامل ګڼي

د هرات یو شمېر اوسېدونکي د بې‌کارۍ زیاتوالی او خراب اقتصادي وضعیت د غلاوو د ډېرېدو مهم لاملونه بولي.

د هرات د یوه اوسېدونکي مصطفي په خبره، د کار فرصتونه ډېر کم شوي او ډېری ځوانان یا بې‌کاره دي او یا هم په کم معاش ورځنیو مزدوریو ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړه، له ایران څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل هم د محدودو کاري فرصتونو لپاره سیالي نوره هم زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۳ میلیونو ډېر افغانان هېواد ته بېرته راستانه شوي، چې دې چارې د کار بازار، د استوګنې ځایونو او عامه خدمتونو باندې فشار ډېر کړی دی.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې د بېرته راستنېدونکو ترمنځ د بېکارۍ کچه د ۸۰ او ۹۵ سلنې ترمنځ اټکل شوې ده.

نړیوال بانک هم په خپل ۲۰۲۵ کال راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه د پخوا په پرتله دوه برابره شوې او ښځې او ځوانان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

دغه بانک خبرداری ورکړی چې په ښاري سیمو کې بې‌وزلي مخ په زیاتېدو ده، او د ۲۰۲۴ کال تر پایه شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه کسان په افغانستان کې له جدي او بحراني خوړو نه‌خوندیتوب سره مخ وو.

د بشري حقونو بنسټ: د ایران په اصفهان کې درې افغان وګړي په اعدام محکوم شول

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱
100%

د ایران د اصفهان په ښار کې درې افغان وګړي، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې د اعتراضونو پر مهال نیول شوي وو، د دغه ښار د انقلابي محکمې له خوا د اعدام په سزا محکوم شوي دي. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د راپورونو له مخې، د همدې قضیې یو بل افغان بندی په روانه اوونۍ کې په پټه اعدام شوی دی.

د «هه‌نګاو» د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، افشار شاه‌احمدي، ایمان شفايي او صدرالدین احمدزاده د اصفهان د انقلابي محکمې یوې څانګې د «پولیسو یوې حوزې ته د اور په اچولو کې د ګډون» په تور د اعدام سزا اورولې ده.

د دغې دوسیې ته نږدې سرچینو ویلي، یاد درې کسان د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۰مه د ایران امنیتي ځواکونو د اصفهان په یوه سړک کې نیولي وو. ویل کېږي چې دوی د نیول کېدو وروسته د ایران د استخباراتو وزارت په یوه توقیف‌خونه کې ۴۰ ورځې په بشپړ انفرادي بند کې ساتل شوي او په دې موده کې یې له خپلو کورنیو او بهرنۍ نړۍ سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله.

د راپور له مخې، ایمان شفايي له نیول کېدو مخکې د تنفسي ناروغۍ سابقه لرله، خو د اوږدو پوښتنو ګروېږنو او په توقیف کې د مناسبې طبي پاملرنې د نشتوالي له امله یې روغتیايي وضعیت سخت خراب شوی او په شدیده سالنډۍ اخته شوی دی. ویل کېږي چې هغه لا هم له اړینو درملو او درملنې بې‌برخې دی.

د معلوماتو له مخې، افشار شاه‌احمدي او ایمان شفايي له خپلو کورنیو سره په اصفهان کې اوسېدل، خو صدرالدین احمدزاده د کار لپاره ایران ته تللی و.

هه‌نګاو همداراز ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۹مه د «علیخاني څلورلارې» د قضیې دوه تورن کسان د اصفهان په مرکزي زندان کې په پټه اعدام شول. د اعدام شویو کسانو له ډلې یو هم ۲۳ کلن افغان وګړی، ګل محمد محمدي، و.

تر اوسه ایراني چارواکو د دې راپور او د یادو افغانانو د اعدام د حکم په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.