• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په بدخشان کې له پاکستان نه را اوښتونکي پنځه «بغاوتګر» مو وژلي دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱

طالبانو ته نږدې حریت راډیو د دغه ډلې د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې د رسنیز دفتر په حواله راپور ورکړی، دغه پنځه وسله‌وال هغه مهال د طالبانو له‌خوا وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي چې غوښتل یې له پاکستان نه د «ورانکاره» فعالیتونو لپاره را واوړي.

د یادې فرقې په خبرپاڼه کې راغلي، دغه وسله‌وال د ډیورنډ کرښې صفري نقطې توپخانې سیمه کې د طالبانو د ۱۵مې سرحدي لوا له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي، ګڼ ټپیان شوي او پاتې نور یې بېرته د پاکستان چترال ته تښتېدلي.

په راپور کې راغلي:« یوشمېر بغاوتګرو ته د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په چترال سیمه کې اډه ورکړل شوې او غوښتل یې د چترال شاه سلیم له لارې د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ ته واوړي».

په راپور کې همداراز د طالبانو د ۱۵مې سرحدي لوا د قوماندان عبدالجمیل رحماني د وژل کېدو اوازې رد شوې او زیاته شوې، چې نوموړی ژوندی دی.
وړاندې په بدخشان کې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په بدخشان کې د طالبانو د یوې پوستې قوماندان فریدالله وحدت له مخالفینو سره په نښته کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا؛ نښته د پنجشنبې په ماښام په زیباک ولسوالۍ کې پیل شوه، چې لاهم روانه ده.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

له لوبغالو تر محکمو او زندانونو؛ طالبانو په عام محضر کې د خلکو په درو وهلو پاليسي بدله کړې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۱
100%

له څه باندې ۴ میاشتو راهیسې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د میداني سزاوو د عملي کېدو کومه پېښه نه‌ده ثبت شوې. خو سرچینې وایي، په همدې موده کې طالبانو د خپلې نوې پالیسۍ له مخې خلکو ته په پټه سزاوې ورکړې دي.

سرچینې وايي، په عام محضر کې د سزاوو ناڅاپي درېدل د طالبانو د قضايي پالیسۍ د بدلون رسمي نښه نه؛ بلکې د کورنیو او نړۍوالو شرایطو له مخې یو لنډمهاله تاکتیکي بدلون دی.

د دوی په باور؛ د عامه سزاوو کمښت یا درېدل ښایي د همدې سیاسي محاسبې یوه برخه وي. د افغانستان د سویلي زون یوشمېر اوسېدونکي بیا وایي، چې د عامه سزاوو نه ترسره کېدل د پالیسۍ بدلون نه؛ بلکې یوازې د تطبیق د طریقې بدلون دی.

د کندهار یو اوسېدونکی محمد هارون حقمل وايي: «سزاوې په بشپړ ډول نه‌دي بندې شوې؛ بلکې یوازې له عامه ځایونو لکه لوبغالو محکمو، محبسونو یا نورو تړلو ځایونو ته انتقال شوې دي؛ څو له نړۍوالو او رسنیزو غبرګونونو څخه مخنیوی وشي».

ځیني سرچینې وایي، طالبان اوس ټولې سزاوې په محکمو او یا محبسونو کې نیول شویو کسانو ته ورکوي. په وروستي ځل طالبانو د وري میاشت په وروستیو کې په فراه، جوزجان، بلخ، میدان وردګ او بدخشان ولایتونو کې ۴۶ کسان د بند ترڅنګ په عام محضر کې په دُرو ووهل. تر همدې پېښې وروسته بیا طالبانو په عام محضر کې د خلکو وهل د ناروښانه لاملونو له مخې بند کړل.

د کندهار یو اوسېدونکی چې په محکمه کې د یوې همداسې پېښې عیني شاهد دی وايي: «تېره اونۍ محکمې ته تللی وم، پنځه تنه چې یوه ښځه هم په‌کې شامله وه د خلکو په مخکې یې په درو ووهل او دغه پېښې هره ورځ تکرارېږي».

د کندهار ترڅنګ د هلمند، زابل او روزګان ولایتونو اوسېدونکي هم وایي، اوس ټولې بدني سزاوې په محکمو او محبسونو کې خلکو ته ورکول کېږي. د روزګان ولایت یو اوسېدونکی سید ولي په دې اړه وايي: «زه دوه ځلې محکمې ته د خپلې دعوې لپاره تللی یم، دواړه ځلونو کې یې هلته خلک په درو وهلي دي، اوس دلته په عامه توګه خلکو ته سزا نه ورکول کېږي؛ خو په محکمه یا محبس کې څو چنده زیاتې سزاوې ورکول کېږي».

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په تېرو څه باندې ۴ میاشتو کې د کندهار په ګډون د سویلي زون ولایتونو کې لسګونه کسانو ته په محکمو کې سزاوې ورکول شوې دي.

د افغانستان د چارو یوشمېر څېړونکي وايي، طالبان په وروستیو میاشتو کې هڅه کوي چې له نړۍ سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي؛ نو ځکه امکان لري د عامه سزاوو درول د نړۍوالو نیوکو د کمښت لپاره یو لنډمهاله اقدام وي.

ډېری افغانان په دې نظر دي، چې طالبان د نړۍوال رسمیت پېژندنې، اقتصادي تعاملاتو او د مرستو د دوام په برخه کې لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا؛ اوسنۍ نښې یوازې د بېلابېلو احتمالي سیاسي، امنیتي، تبلیغاتي او اداري محاسباتو په رڼا کې تحلیل کېدای شي، نه د قطعي پایلې په توګه.

طالبان وایي د وروستیو ورښتونو له امله د درېیو ولایتونو تړل شوې لارې بېرته پرانیستل شوې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، هغه لارې چې په پنجشېر، پروان او پکتیا ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې وې؛ بېرته پرانیستل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د پکتیا ولایت د ګردېز - خوست لار، د پنجشېر ولایت د درې عبدالله‌خېلو او ابشار ولسوالیو لاره او د پروان - بامیان لویې لارې هغه برخې چې د سېلابونو له امله تړل شوې وې، د پاکېدو تر عملیاتو وروسته بېرته د تګ‌راتګ لپاره خلاصې شوې دي.

تر دې وړاندې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د پنجشېر د درې ولسوالۍ لار، په پکتیا کې د ګردېز ـ خوست، پکتیا ـ ګردېز او احمدخېلو ولسوالۍ لارې او د پروان ـ بامیان لویې لارې ځینې برخې په لنډمهالي ډول تړل شوې وې.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د کابل ـ جلال‌اباد لویه لاره هم د سېلابونو له امله تړل شوې وه چې د اړوندو ادارو د کارکوونکو او ماشینرۍ په مرسته پاکه او بېرته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستل شوه.

د جبري ستنولو دوام؛ یوازې له پنجاب ایالت نه تر ۳۶زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۷ GMT+۱
100%

په پنجاب ايالت کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد د عملياتو لړۍ روانه ده او د پوليسو له‌خوا د پلټنو او اقداماتو بهير لا چټک شوی دی. د پنجاب د پوليسو وياند وايي، تراوسه د لاهور په ګډون د دغه ايالت له بېلابېلو سيمو ۳۶زره او ۵۴۵ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د پوليسو د معلوماتو له مخې؛ اوس‌مهال ۵۰۴ افغان کډوال د کډوالو د لنډمهاله ساتنې په مرکزونو کې دي، چې د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته به خپلو هېوادونو ته ولېږدول شي. د اېستل شويو کسانو په ډله کې ۱۴زره او ۶۱۴ نارينه، ۷زره او ۲۳۴ ښځې او ۱۴زره او ۶۹۷ ماشومان شامل دي.

د پنجاب پوليسو وياند زياته کړې، چې د ستنېدونکو کسانو له ډلې ۱۱زره او ۱۲۴ کسان د پي او ار کارت لرونکي، ۱۱زره او ۱۳۷ کسان د اې‌سي‌سي کارت لرونکي او ۱۴زره او ۲۸۴ کسان هغه افغان کډوال وو چې په ناقانونه ډول په پنجاب کې اوسېدل.

د پنجاب د پوليسو مشر عبدالکريم ويلي، چې په ټول ايالت کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو د ستنولو بهير روان دی. نوموړي وويل، د پنجاب پوليس د حکومتي پاليسۍ او نړۍوالو قوانينو له مخې د ناقانونه مېشتو بهرنيو وګړو پرضد اقدامات کوي.

د ایران پولیس: د قم ولایت د ترافیکي پېښو څلورمه برخه قربانیان افغانان دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۱
100%

د ایران د قم ولایت د ترافیکو پولیسو مشر د ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو درېیو میاشتو د ترافیکي پېښو شمېرو ته په اشارې په ترافیکي پېښو کې د افغان کډوالو د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو خبرداری ورکړی. هغه ویلي، د قم ولایت د ترافیکي پېښو څلورمه برخه قربانیان افغانان دي.

هغه په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي، چې د ترافیکي قوانینو په مراعاتولو کې لا ډېر دقت وکړي. ایراني رسنۍ اېراف د ایران د قم ولایت د ترافیکو پولیسو مشر په حواله لیکلي، چې د ثبت شویو شمېرو له مخې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په قم ښار کې د ترافیکي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شاوخوا ۲۵ سلنه بهرنيان او افغان وګړي دي.

هغه د دغه شمېرو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ترافیکي قوانینو مراعاتول د مرګ‌ژوبلې د کمولو تر ټولو مهمه لار ده. د قم د ترافیکو پولیسو مشر ټینګار وکړ، چې موټر چلوونکي باید له ټاکلې اندازې د ډېر سرعت، پر موټرسایکل د اضافي سپرلیو له سپرولو او په موټرو کې له قانوني ظرفیت څخه د ډېرو کسانو وړلو ډډه وکړي.

هغه له ټولو موټر چلوونکو په ځانګړې توګه له افغان کډوالو غوښتي، چې د ترافیکي قوانینو په مراعاتولو سره نه یوازې د خپل او نورو ژوند خوندي کړي؛ بلکې د ترافیکي پېښو د شمېر په کمولو کې هم اغېزناک رول ولوبوي.

د ایران یادې رسنۍ په خپل راپور کې ویلي، د هغه افغان کډوالو یوه برخه چې په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي هغه کسان دي چې په ناقانونه توګه ایران ته داخل شوي وي. دغه موټر چلوونکي په ډېر لوړ سرعت تګ کوي او له همدې امله د مرګونو ترافیکي پېښو احتمال ډېر لوړ وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت له جوړېدو ملاتړ کوو

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د قرغزستان پلازمېنه کې د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، تهران په افغانستان کې د «ټول‌ګډونه حکومت» جوړېدو لپاره د هر نوښت ملاتړ کوي او د افغانستان ثبات یې د سیمې لپاره مهم وباله.

عراقچي په دغه غونډه کې د افغانستان پر ټیکاو او امنیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې له «ترهګرۍ» او سیمه‌ییزو ننګونو سره مبارزه د شانګهای همکاریو سازمان په څېر چوکاټونو کې دوامداره همکارۍ ته اړتیا لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای همکاریو سازمان رول ته په اشارې ویلي، افغانستان کې هر ډول بدلون په سیمه کې د امنیت او پراختیا له مهمو ګډو موضوعاتو دي. هغه ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ، د نشه‌یي توکو قاچاق او ناقانونه کډوالۍ سره اغېزمنه مبارزه د سیمې د هېوادونو نږدې او همغږې همکارۍ ته اړتیا لري.
عراقچي زیاته کړې، چې ایران یو امن، باثباته او پرمختللی افغانستان غواړي او په ځانګړي ډول یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو او نښتو د پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار کړی.

د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن جمعه (د زمري ۲مه) په قرغزستان کې جوړه شوه. د شانګهای همکاریو سازمان یو نړۍوال بین‌الدولتي امنیتي، اقتصادي او سیاسي سازمان دی، چې په ۲۰۰۱کال کې جوړ شوی. چین، روسیه، هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او بلاروس د دغه سازمان اصلي او دایمي غړي دي.