په بدخشان کې مخالفینو د طالبانو قوماندان 'وواژه'

په بدخشان کې سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په بدخشان کې د طالبانو د یوې پوستې قوماندان فریدالله وحدت له مخالفینو سره په نښته کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا؛ نښته د پنجشنبې په ماښام په زیباک ولسوالۍ کې پیل شوه، چې لاهم روانه ده.
