• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

کاپیسا کې یوه ښوونکې: طالبان هره میاشت د کډوالو او طبیعي پېښو په نوم له موږ پیسې ټولوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۸ GMT+۱

د کاپیسا ولایت د نجونو له یوه ښوونځي یوې ښوونکې افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې نږدې یو کال کېږي هره میاشت د یاد ولایت د ټولو ښوونکو له تنخوا له ایران او پاکستان نه د ستنو شویو کډوالو په نوم ۱۰۰ افغانۍ ګرځول کېږي.

هغې ویلي، چې دغه پیسې په جبري توګه ټولېږي او هېڅ ښوونکې د انکار حق نه‌لري. د هغې په وینا؛ د ښوونځیو مدیرانو ته خبرداری ورکړل شوی که له ښوونکو پیسې ټولې نه‌کړي، نو د ټولو ښوونکو پیسې به خپله مدیران ورکوي.

د نوموړې په خبره؛ د دغه میاشتني کسر ترڅنګ، وخت ناوخت د بېلابېلو پېښو په نوم لکه د هرات زلزله ځپلو، د کونړ زلزله‌ځپلو او کله هم د غزې او منځني ختیځ له خلکو سره د مرستې په نوم له ښوونکو پیسې ټولېږي.

هغې ویلي: «زه خپله کور نه‌لرم او شاوخوا لس کاله کېږي، چې له خپل اصلي استوګنځي بې‌ځایه شوې یم. په ۷زره افغانۍ تنخوا د نهو اولادونو لګښتونه مې تر غاړې دي او د دې وس نه‌لرم، چې له نورو سره مرسته وکړم. نه پوهېږم د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ برابره کړم که کډوالو او نورو سره مرسته وکړم».

د هغې په وینا؛ اوسنی وضعیت بې‌ساری دی او د پخوانیو حکومتونو سره د پرتلې وړ نه‌دی. دغې ښوونکې زیاته کړې، چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو له وېرې هیڅ څوک نه‌شي کولی په ښکاره اعتراض وکړي.
د هغې په خبره؛ که څوک خپل غږ پورته کړي، د دندې ګوښه کېدو او د همدې لږې تنخوا له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ کېږي. هغې په پای کې ویلي، له ټولو ستونزو سره، سره لاهم د خدای پر عدالت باور لري او هیله لري چې یوه ورځ به دغه وضعیت ته د پای ټکی کېښودل شي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

د میدان وردګو یو شمېر اوسېدونکي: د طالبانو ځواکونه د ټوپ دښتې د شخصي ځمکو نیولو هڅې کوي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱
100%

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په پیغامونو کې ادعا کړې چې د ټوپ دښتې بازار او پوهنتون ته مخامخ ځمکه د ۵۲ کسانو شخصي ملکیت دی، خو په وروستیو ورځو کې طالب ځواکونه هڅه کوي دغه ځمکه تر خپل واک لاندې راولي.

د دغو اوسېدونکو په وینا، د یادې ځمکې ټول مالکان د ملکیت رسمي قبالې او نور قانوني اسناد لري او ټینګار کوي چې د ځمکې د نیولو هڅې د دوی له رضایت او د قانوني پرېکړې پرته کېږي.

د ځمکو خاوندان ادعا کوي چې د همدې قضیې په تړاو تر اوسه څلور کسان هم نیول شوي دي. د دوی د کورنیو په وینا، د نیول شویو کسانو د نیولو دقیق علت او قانوني بنسټ تر اوسه نه دی روښانه شوی.

د سیمې اوسېدونکي همداراز وایي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه نږدې هره ورځ د ټوپ دښتې سیمې ته ورځي، چې له امله یې د نورو کسانو د احتمالي نیولو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

دوی له مسولو ادارو غواړي چې د ځمکو د ملکیت اسناد په شفاف او قانوني ډول وڅېړي، د قضیې په اړه عادلانه او بې‌طرفه پلټنه وکړي او د نیول شویو کسانو د نیولو قانوني دلیلونه روښانه کړي او د هغوی قانوني حقوق خوندي وساتي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د میدان وردګو د سیداباد د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه تایید نه کړای شو.

د خوست میخانیکي انسټېټیوټ فارغان: ښاروالۍ مو د عملي دورې اسناد له یوه کال راهیسې ځنډولي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۱
100%

د خوست میخانیکي انسټیټیوټ یو شمېر فارغان ادعا کوي چې د فراغت له څه باندې یوه کال تېرېدو سره سره، د خوست ښاروالۍ لا هم د دوی د عملي (پرکټیک) دورې اسناد نه دي ورکړي او په بېلابېلو پلمو یې ځنډوي.

دوی افغانستان انټرنشنل پښتو ته په استولي پیغام کې ویلي: «موږ تېر کال د خوست میخانیکي انسټیټیوټ څخه فارغ شوي یو، خو تر اوسه ښاروالۍ د پرکټیک دورې اسناد نه دي راکړي. هر ځل راته وایي نن راشئ، سبا راشئ، خو اسناد نه راکوي. موږ نه پوهېږو چې ولې دا بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی».

دغو فارغانو ویلي چې د عملي دورې د اسنادو نه ترلاسه کول د دوی د راتلونکو زده‌کړو او کاري چارو پر بهیر منفي اغېز کړی او له اړوندو چارواکو یې غوښتي چې د دوی ستونزې ته ژر رسېدنه وکړي.

فارغانو د خپلو ادعاوو د ملاتړ لپاره د فراغت د مراسمو انځورونه او ویډیوګانې هم له افغانستان انټرنشنل پښتو سره شریکې کړې دي.

یاده دې وي، چې افغانستان انټرنشنل پښتو دا ادعا په خپلواکه توګه نه تاییدوي، دا یوازې د خوست د میخانیکي انسټېټیوټ د یو شمېر فارغانو روایت دی.

پر علومو اکاډمۍ چاپه؛ طالبانو د حبیب‌الله رفیع له نمانځغونډې ښځینه خبریالانې بیولې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۱
100%

د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د څېړونکي او لیکوال حبیب‌الله رفیع د نمانځغونډې یو شمېر ګډونوالو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په خپلو روایتونو کې ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبانو د غونډې پر ځای چاپه وهلې او څو ښځینه خبریالانې یې له ځان سره بیولې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو نړیوال مرکز د چنګاښ په ۲۲مه نېټه، له کاناډا څخه کابل ته د بېرته ستانه شوي لیکوال او ادیب حبیب‌الله رفیع د درناوي لپاره غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د طالبانو تر واک لاندې د علومو اکاډمۍ مرستیال امیرجان ثاقب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي او لسګونو لیکوالو، ادیبانو او فرهنګي څېرو ګډون کړی و.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې د کابل د یو شمېر خصوصي رسنیو ښځینه خبریالانې هم د غونډې خبري پوښښ ته ورغلې وې.

د سرچینو په وینا، د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، چې خبریالانو له حبیب‌الله رفیع سره مرکې کولې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبان د غونډې ځای ته ورسېدل.

سرچینې وايي، طالب محتسبانو د غونډې سمبالوونکي په دې پړه وبلل چې ولې یې د امر بالمعروف وزارت له اجازې او همغږۍ پرته غونډه جوړه کړې او ښځینه خبریالانې یې ورغوښتې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف څارونکو څو ښځینه خبریالانې له غونډې نه له ځان سره بیولې دي. لا روښانه نه ده چې خبریالانې کوم ځای ته بیول شوې، څومره وخت ساتل شوې او اوس خوشې شوې دي او که نه.

د غونډې د ګډونوالو په وینا، محتسبانو د علومو اکاډمۍ چارواکو ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې د ورته غونډو د جوړولو پر مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ټول امرونه عملي کړي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې د همدې غونډې په یوه خپره شوې ویډیو کې امیرجان ثاقب ویلي، دا نمانځغونډه د هغو ادعاوو د ردولو څرګند مثال دی چې ګواکې د طالبانو حکومت د علمي شخصیتونو، لیکوالو او پوهانو درناوی نه کوي.

خو له غونډې د ښځینه خبریالانو د بیولو ادعا یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو، پر فعالیتونو د امر بالمعروف وزارت د پراخېدونکي کنټرول په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په کابل کې غلو لوټلی ځوان: «ربه بې‌وسي دې وای خو دومره ډېره نه»

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱
100%

د کابل یو اوسېدونکی قاهر کمال وایي چې په پلازمېنه کابل کې په رڼا ورځ وسله‌والو غلو پرې برید کړی، د نوموړي ټول توکي یې ترې اخیستي او تندی یې په بې‌رحمۍ سره ور‌څیرلی. نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په دغه برید کې له سختې بې‌وسۍ سره مخ شوی و او غلو پرې هېڅ رحم ونه کړ.

قاهر کمال د دغې پېښې د جزییاتو په اړه لیکلي، که یې چيرې یې خپل سر لږ ښکته کړی نه وای، نو ښايي د سترګې په څېر یو لوی نعمت یې له لاسه ورکړی وای. هغه زیاتوي چې غلو لومړی د هغه هر څه واخیستل او په پای کې یې په یو بې‌رحمانه ګوزار سره د هغه تندی ور ټپي کړ چې سخت پرهر پرې جوړ شوی دی.

د دا کابل اوسېدونکی په خپلو خبرو کې د ټولنې پر هغو عامیانه اصطلاحاتو او متلونو سختې نیوکې کوي چې وایي «د نارینه وجود په پرهرونو ښه ښکاري». د هغه په وینا، په دغو اصطلاحاتو او معقولو کې د مسلمانۍ او انساني عواطفو هېڅ څرک نه لیدل کېږي او همدې بې‌ارزښته خبرو په ټولنه کې ډېرو خلکو ته د وحشتونو او بې‌رحمۍ روحیه ورکړې ده.

ښاغلي کمال په پای کې لیکلي چې په ژوند کې د هېڅ شي لپاره دومره نه دی خفه شوی، لکه د غلا د هغې لحظې بې‌وسۍ ته چې احساس کړې یې وه. هغه په خپل یادښت کې کښلي چې په هغه سخته شېبه کې یې په زړه کې تېره شوه: «ربه بې‌وسي دې وای خو دومره ډېره نه.»

د کندز د امام‌صاحب یو شمېر اوسېدونکي: د ښاروالۍ چارواکي فساد کوي او مزدورکاران ځوروي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
100%

د کندز ولایت د امام‌صاحب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ادعا کړې چې د ښاروالۍ ځینې چارواکي د فساد ترڅنګ د صابون پلورونکو، کراچی‌وانانو او دوکاندارانو د کار مخه نیسي او په قراردادونو کې له یوه محدود شمېر کسانو سره همکاري کوي.

د دوی په وینا، د الف‌بېردي بندر په شاوخوا کې نږدې ۱۵۰ کراچی‌وانان د ښاروالۍ د چلند له امله له ستونزو سره مخ دي او د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي.

د شکایت کوونکو په ادعا، د امام‌صاحب ښاروال عبدالنبي سهیل د ښاروالۍ په قراردادونو کې له یوه قراردادي، چې تاج محمد نومیږي، په ګډه کار کوي او د ښار مهم قراردادونه هم همدې کس ته سپارل کېږي. دوی همداراز ادعا کړې چې د جمعه خان او عزیز په نوم کسان د ښاروال له نږدې همکارانو څخه دي او د مزدورکارانو او کوچنیو سوداګرو پر وړاندې په اقداماتو کې ورسره ملتیا کوي.

د دوی د شکایت له مخې، پخوا د امام‌صاحب په مرکزي څلورلارې کې نږدې ۵۰۰ دوکاندارانو فعالیت کاوه، خو ښاروالۍ دغه بازار تخریب کړی او دوکانداران یې له خپلو کاروبارونو بې‌برخې کړي دي.

شکایت کوونکي ادعا کوي چې ښاروالۍ د بازار قرارداد د ۳۱ میلیونه افغانیو په بدل کې یوه قراردادي ته ورکړی، خو هماغه پروژه په شاوخوا ۱۲۰ میلیونه افغانیو تطبیق شوې او د دوی په وینا، د پیسو پاتې برخه د قراردادي او ښاروالۍ د چارواکو ترمنځ وېشل شوې ده.

دوی زیاتوي چې د بازار له تخریب وروسته سلګونه دوکانداران بې‌ځایه شوي او اوس د خپلو کاروبارونو د بیا پیل لپاره سرګردانه دي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کندز ولایت د امام صاحب د یو شمېر کراچي وانانو شکایت دی، افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.