• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت له جوړېدو ملاتړ کوو

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د قرغزستان پلازمېنه کې د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، تهران په افغانستان کې د «ټول‌ګډونه حکومت» جوړېدو لپاره د هر نوښت ملاتړ کوي او د افغانستان ثبات یې د سیمې لپاره مهم وباله.

عراقچي په دغه غونډه کې د افغانستان پر ټیکاو او امنیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې له «ترهګرۍ» او سیمه‌ییزو ننګونو سره مبارزه د شانګهای همکاریو سازمان په څېر چوکاټونو کې دوامداره همکارۍ ته اړتیا لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای همکاریو سازمان رول ته په اشارې ویلي، افغانستان کې هر ډول بدلون په سیمه کې د امنیت او پراختیا له مهمو ګډو موضوعاتو دي. هغه ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ، د نشه‌یي توکو قاچاق او ناقانونه کډوالۍ سره اغېزمنه مبارزه د سیمې د هېوادونو نږدې او همغږې همکارۍ ته اړتیا لري.
عراقچي زیاته کړې، چې ایران یو امن، باثباته او پرمختللی افغانستان غواړي او په ځانګړي ډول یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو او نښتو د پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار کړی.

د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن جمعه (د زمري ۲مه) په قرغزستان کې جوړه شوه. د شانګهای همکاریو سازمان یو نړۍوال بین‌الدولتي امنیتي، اقتصادي او سیاسي سازمان دی، چې په ۲۰۰۱کال کې جوړ شوی. چین، روسیه، هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او بلاروس د دغه سازمان اصلي او دایمي غړي دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په پنجشېر کې وروستیو سېلابونو ګڼ مالي زیانونه اړولي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، په پنجشېر کې وروستیو سېلابونو د دغه ولایت په رُخه او دره ولسوالیو کې پراخ مالي زیانونه اړولي دي. په دغه سېلابونو کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی؛ خو کرنیزو ځمکو، عامه تاسیساتو او د خلکو شتمنیو ته زیانونه اوښتي دي.

د یادې ادارې په وینا؛ د دغه ولایت د رُخې ولسوالۍ په ګلزنګر، حصارک، مرشتان او درخېل کلیو کې لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې، د اوبو لګولو ۲۰ سربندونه، شاوخوا زر نیالګي، درې پلچکونه زیانمن شوي او یوشمېر څاروي له‌منځه تللي دي.

همدارنګه د درې ولسوالۍ په کرامان، عبدالله‌خېل او چل‌پاوي سیمو کې درې کورونه په بشپړه توګه او درې نور کورونه برسېرن ویجاړ شوي دي. په دغه سیمو کې ۳۵ هټۍ او شپږ کانتینرونه هم زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې؛ په دغه سېلابونو کې ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، د کرنیزو اوبو لګولو ۲۵ سربندونه، پنځه پلي پلونه او د څښاک اوبو پنځه شبکې هم زیانمنې شوې دي. له څو ورځو راهیسې د وروستیو بارانونو له امله په نورستان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د مجاهد تکراري‌ غوښتنه؛ ملګري ملتونه باید د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۲ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو وار بیا غوښتنه کړې، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید دوی ته وسپارل شي. اوس‌مهال دغه څوکۍ د افغانستان د پخواني حکومت د استازي نصیراحمد فایق په لاس کې ده او ملګري ملتونه د مشروعیت معیارونو د نشتوالي له امله د طالبانو غوښتنه نه مني.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د اوسني وضعیت دوام «د افغانستان د خلکو پر وړاندې بې‌عدالتي» ده او ملګري ملتونه باید په دې اړه پرېکړه وکړي. هغه همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د رایې ورکولو د حق پاتې پور به هغه مهال ادا شي کله چې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپارل شي.

د افغانستان د څوکۍ وضعیت

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله تېر شوي؛ خو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ لاهم د پخواني جمهوري حکومت د استازي نصیر احمد فایق په واک کې ده. ملګرو ملتونو په دغه کلونو کې د طالبانو غوښتنه نه‌ده منلې او د پرېکړې موضوع یې په پرله‌پسې توګه ځنډولې ده.

نړۍواله ټولنه د طالبانو د حکومت رسميت پېژندنه د بشري حقونو له رعایت، د ټول‌ګډونه حکومت له جوړېدو او د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې سره تړلې بولي. د ښځو پر وړاندې پراخ محدودیتونه، د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ډلو نه ګډون او امنیتي اندېښنې هغه مهم لاملونه دي چې له امله یې ملګرو ملتونو تراوسه د افغانستان څوکۍ طالبانو ته نه‌ده سپارلې.

خو طالبان وایي، د افغانستان له څوکۍ د دوی محرومول «د افغانستان د خلکو پر وړاندې جفا» ده او همداراز غوښتنه کوي چې د بندیزونو له نوملړه دې واېستل شي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې هم ازادې شي.

په مقابل کې نړۍواله ټولنه ټینګار کوي، چې په افغانستان کې بنسټیز سیاسي او جوړښتي بدلونونه د طالبانو د هر ډول رسميت پېژندنې لپاره اساسي شرطونه دي.

طالبان: تېرو نږدې پنځو کلونو کې تر اته مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني خبر ورکړی، چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له ایران، پاکستان، ترکیې او نورو هېوادونو تر اته مېلیونه ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه ویلي، یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي چې له دې ډلې نږدې ۳زره کسان له ترکیې نه راغلي دي.

د نوموړي په وینا؛ یاد وزارت ۸۵زره راستنو شویو کډوالو ته د حرفوي زده‌کړو او نغدي مرستو له لارې د کار موندنې فرصتونه او اسانتیاوې برابرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د راستنو شویو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښي، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لوړ شمېر په هېواد کې بشري ناورین لا ژور کړی او پر عامه خدمتونو، د کار پر بازار او اقتصادي سرچینو یې فشار زیات کړی دی.

بلخوا یوشمېر بېرته ستانه شوي ځوانان د بې‌کارۍ، فقر او د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي. د دوی په وینا؛ دغه ستونزې یوشمېر ځوانان اړ اېستي چې یو ځل بیا د ناقانونه کډوالۍ هڅه وکړي.

څو ورځې وړاندې په نیمروز ولایت کې د پنځو افغان ځوانانو جسدونه وموندل شول، چې ویل کېږي غوښتل یې ایران ته په ناقانونه ډول سفر وکړي . یادې پېښې د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو د یوشمېر بنسټونو غبرګونونه راپارولي او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د بې‌کارۍ، فقر او د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

تېرو څلورو میاشتو کې؛ تر ۱۵۰۰ ډېرو بهرنيو سېلانیانو افغانستان ته تګ‌راتګ کړی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وایي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغان ټوور شرکت له لارې ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د سیاحت لپاره تللي دي.

د یاد ریاست ویاند محمدنبي بهار ویلي، دغه سېلانیان د اسیايي او اروپايي هېوادونو وګړي دي چې د بلخ، بامیان، پکتیا، هرات، غزني او نورو ولایتونو له تاریخي او تفریحي ځایونو یې لیدنه کړې ده.

د هغه په وینا؛ افغان ټوور شرکت دغه سېلانیانو ته د سفر او ګرځندوی اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي. بهار زیاته کړې، د دغه شرکت موخه دا ده چې د افغانستان د سیاحتي ځایونو انځور او ظرفیت نړۍوالو ته ور وپېژني.

تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم ویلي و، چې سږکال زرګونه کورنیو او بهرنیو سېلانیانو د افغانستان له بېلابېلو تفریحي او تاریخي سیمو لیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په هېواد کې ګڼو تفریحي سیمو ته د ښځو او کورنیو پر تګ محدودیتونه لګولي دي. یوشمېر نیوکه کوونکي وایي، طالبان افغان ښځې له سیاحت او تفریح محروموي؛ خو د ښځینه سېلانیانو په ګډون بهرنیو سېلانیانو ته د هېواد بېلابېلو سیمو ته د سفر اجازه ورکوي.

په خوست کې سختو ورښتونو او سېلابونو ۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې ده

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۷ GMT+۱
100%

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، چې د یاد ولایت په مرکز، ځاځي میدان، صبریو-یعقوبیو، باک، اسماعیل‌خېلو-مندوزیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو اړوندو سیمو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۰ استوګنیز کورونه، ۲۰ هټۍ، ۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه او یو پلچک زیانمن شوی دی.

د هغه په وینا؛ د باک ولسوالۍ پر ۳۰ جریبه ځمکه کرل شوي کرنیز حاصلات هم په بشپړ ډول له‌منځه تللي دي. نوموړی زیاتوي، دارنګه د ګربزو ولسوالۍ پر مسیر د شمل ستر پل د سېلابونو له امله نړېدلی چې له کبله یې دغه لاره د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې ده.

مستغفر ګربز وایي، د خوست ولایت اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره مسلکي او تخنیکي ډلې زیانمنو سیمو ته واستوي؛ څو د اوښتو زیانونو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړي او د اړتیا وړ بېړني او عملي اقدامات وکړي.

هغه همدارنګه له خلکو غوښتي، چې د دوامداره ورښتونو او د سېلابونو د احتمالي ګواښونو پرمهال د اړوندو ادارو سپارښتنې په پام کې ونیسي او له احتیاط کار واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د زمري ۲مه) په ۱۷ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، لوګر، کابل، میدان وردګ، بامیان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو لپاره شوې ده.
له بل پلوه د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې سختو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. دغه سېلابونه په کابل، خوست، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر، پروان او پنجشېر ولایتونو کې راوتلي وو.