د کندهار د انځرو او وچې مېوې سوداګر حاجي جان محمد خبرداری ورکوي، چې که ټرانزیټي لارې همداسې تړلې پاتې شي، ډېرې وچې مېوې به خوسا شي او سوداګر به له ګڼو زیانونو سره مخ شي.
د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا هېوادونه او ایران د بدیلو لارو په توګه غوره کړي، خو د منځنۍ اسیا هېوادونه خپله په وچه کې ښکیل دي او د افغانستان د وچې او لندې مېوې لپاره پراخ بازار نه لري.
تېر کال د پاکستان د لارو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان د وچې او لندې مېوې، پنبې او طبي بوټو یوه برخه د هوايي دهلیز او د ایران د بندرعباس له لارې صادره شوه، خو ډېره برخه محصولات په کور دننه پاتې شول او بیې یې راولوېدې.
د هلمند د پنبې یو بزګر لعل محمد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پنبې اوسنی قیمت د کښت لګښتونه هم نه پوره کوي او بزګران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ډېرو کرګرو خپل باغونه اړولي او د کندهار دارغستان ولسوالۍ په څېر سیمو کې ځینو د مارکیټ د نشتوالي او د اوبو د کمي له امله اره کړي دي.
د ټرانزیټي لارو له تړل کېدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د ایران له لارې له پاکستان نه افغانستان ته د توکو د قاچاق پېښې ډېرې شوې دي.
د اقتصادي چارو کارپوه عظیم الله افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې که د افغانستان صادرات د پاکستان له لارې بند وي او پاکستاني توکي په پراخه کچه هېواد ته واردېږي، دا به د سوداګریز کسر د زیاتېدو او له هېواده د پانګې د وتلو لامل شي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د وچې مېوې او نورو توکو صادرات په بشپړه توګه نه دي درېدلي، بلکې هغه سوداګر چې په بهرنیو هېوادونو کې بازار او پېرودونکي لري، لا هم خپل توکي صادروي.
هغه وویل، «د پاکستان له خوا د ټرانزیټي لارو تړل کېدو او په منځني ختیځ کې روان کړکېچ صادرات ټکني کړي دي. پخوا به یو شمېر سوداګرو خپل توکي د سپین بولدک له لارې پاکستان ته لېږدول او له هغه ځایه به نورو هېوادونو ته صادرېدل».
د نوموړي په وینا، دغه راز د ایران د بندرعباس له لارې هم اروپايي هېوادونو ته صادرات ترسره کېدل، خو اوس د لارو د بندېدو او د ایران او امریکا د کړکېچ له امله د لېږد لګښتونه لوړ شوي دي.
بینا زیاته کړه، « د لګښتونو د زیاتوالي له امله واړه او متوسط سوداګر نه شي کولای خپل توکي په لوړه بیه صادر کړي او خپل سوداګریز فعالیتونه په عادي ډول وساتي».
د روانې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ، چې له کندهار څخه د ۴۲۸ میلیونه او ۸۶۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت تازه او وچه مېوه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده.د دغه وزارت په وینا، په دې موده کې ۱۸۲ زره او ۳۸۱ مټریک ټنه تازه او وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوې ده.
اقتصادي کارپوهان وایي، چې که د افغانستان کرنیز محصولات سږ کال هم صادر نه شي او د وارداتو بهیر همداسې روان پاتې شي، د هېواد سوداګریز کسر به نور هم زیات شي.
د یوه سیر بورې بیه هم له ۳۳۰ افغانیو څخه ۴۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د نفت او ګاز شرکت وايي، د بازار د څارنې لپاره اوبلن ګاز د خپلو پلورنځیو له لارې خلکو ته وړاندې کوي.
دغه شرکت په کابل او پروان کې د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۶ افغانۍ، په بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، په بلخ کې ۶۴ افغانۍ او په هرات کې ۶۰ افغانۍ ټاکلې ده.
خو ښاریان وايي، په ازاد بازار کې لا هم د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه د ۸۵ او ۹۰ افغانیو ترمنځ ده.
د هغوی په وینا، د طالبانو له لوري د ټاکل شوې بیې او د ازاد بازار د نرخ ترمنځ توپیر د ژوند لګښتونه نور هم لوړ کړي او پېرودونکي یې له ستونزو او ګډوډۍ سره مخ کړي دي.