• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته رسېدلې

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ لپاره د ښه چمتووالي په موخه د انګلستان برمنګهم ښار ته رسېدلې ده.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړي به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په برمنګهم کې د تمریناتو او چمتووالي کمپ ته دوام ورکړي، څو له بشپړ چمتووالي سره ایرلنډ ته ولاړ شي.

د کرکټ بورډ په وینا، ملي لوبډله به د تمریناتي کمپ تر پای وروسته ایرلنډ ته سفر وکړي او د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه به د اګست په پنځمه د بریډي په لوبغالي کې د کوربه هېواد ایرلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

دغه سیالۍ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د چمتووالي د پروګرام مهمه برخه بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

واشنګټن پوسټ: د امریکا د بیا مېشتېدو ادارې له ۸۰۰ افغانانو سره د مرکو طرحه ترلاسه کړې ده

۵

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

•
•
•

نور کیسې

هبت‌الله اخوندزاده: زموږ ټوله خواري د معروفاتو «اقامه» او د منکراتو «ازاله» ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
100%

د جرمونو د نړۍوالې محکمې تر څار لاندې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د سویلي زون د پنځو ولایتونو له مسوولینو، دیني عالمانو او متنفذینو سره په کتنه کې د امربالمعروف دنده تر ټولو لومړۍ وبلله او ویې ویل، د «جــ.هاد» له ځانګړو موخو څخه یوه د معروفاتو«اقامه» او د منکراتو «ازاله» ده.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت رهبرۍ د ولایتي ناستو لړۍ پر دوام په کندهار کې د هبت‌الله اخوندزاده په موجودیت کې د پنځو سویلي ولایتونو له ځایي مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو سره د یاد وزارت د قانون د تطبیق، د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه وکتل.

هبت‌الله اخوندزاده په دې غونډه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر دنده تر ټولو لومړۍ وبلله او ویې ویل: «زموږ د جهاد له ځانګړو موخو څخه یوه د معروفاتو اقامه او د منکراتو ازاله ده».

نوموړي د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په تطبیق کې دیني عالمان مسوول وبلل او زیاته یې کړه: «د دین په تطبیق کې هر مسلمان خصوصا علماء کرام، مسوولین او مخور ډېر مکلف دي چې کار وکړي».

هبت‌الله اخوندزاده له علماوو وغوښتل: «د دين په نفاذ او د وګړو په اصلاح کې تر ټولو مخکې تاسو برخه واخلئ».

د دغې ډلې د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزیر محمد خالد حنفي په دې غونډه کې د «اسلامي نظام» ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت وباله او زیاته یې کړه: «د اسلامي ټولنې د اصلاح لپاره یوازې حکومتي هڅې بسنه نه‌کوي، بلکې علماء کرام، مشایخ، قومي مشران او د ټولنې مخور باید د خلکو د دیني پوهاوي، اخلاقي روزنې او د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي».

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سویلي زون دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو هم د خپلو خبرو پر مهال له امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د ټولنې اصلاح او د امربالمعروف، نهي عن المنکر د شرعي قانون د عملي کېدو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ پر ۱۷مه (د ۲۰۲۵ کال د جولای ۸مه)، د جرمونو نړیوالې محکمې په لاهه کې د بشریت ضد جنایتونو په تور د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، چې د طالبانو دغه دوه لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې د ښځو، نجونو او نورو کسانو پر وړاندې د جنسیت او سیاسي دلایلو پر بنسټ په سیستماتیکې ځورونې کې د خپل رول له امله تر عدلي تعقیب لاندې دي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د دویمې خونې په اعلامیه کې راغلي وو، چې دغه کسان لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان پر خلکو د بشر ضد جرمونو په ترسراوي تورن دي.

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا‌‌پوهنې ادارې ویلي، د هېواد په شپږو ولایتونو کې د زورورو ورښتونو او د سېلابونو د ناڅاپي راوتلو احتمال شته.

د دغه ادارې د وړاندوینې له مخې، سبا دوشنبه (د زمري ۵مه) به په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې باران ووري.

د هواپوهنې ادارې ویلي، په یادو ولایتونو کې د ورښتونو اندازه له ۱۰ تر ۲۵ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه ادارې همداراز وړاندوینه کړې چې په مرکزي، ختیځو، سوېل‌ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې به د ساعت له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې چټک بادونه هم ولګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وایي، په تېره یوه اوونۍ کې په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۴ کسان مړه، ۲۹ ټپیان او ۴۴۶۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو چارواکی وايي طالبان دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې د دې ادارې د اجراییه مدیر محمد ناصري افغانستان ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او د مرستندویه بنسټونو، په ځانګړي ډول د ښځینه کارکوونکو، د فعالیتونو پر وړاندې بندیزونه پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په وینا، محمد ناصري د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې له ډیپلوماتیکو شریکانو او طالب چارواکو سره لیدلي دي.

هغه ټینګار کړی چې د مرستندویه بنسټونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځینه کارکوونکو، پر فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه باید لغوه شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دغه لیدنې د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د لا زیات ملاتړ د جلبولو او د مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو د کمولو په موخه ترسره شوې دي. محمد ناصري همدارنګه ویلي، سره له دې چې نړۍ له ګڼو کړکیچونو سره مخ ده، ملګري ملتونه به د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو پر زده کړو، کار او په عامه ژوند کې پراخ محدودیتونه لګولي دي. ملګرو ملتونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې دغه محدودیتونه لغوه کړي او دا یې د افغانستان د ښځو او نجونو د اساسي حقونو نقض بللی دی.

طالبان وايي له ازبکستان سره بانکي همکارۍ پراخوي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد او ازبکستان د مرکزي بانک مرستیال ابرار میرزا اولیموف د بانکي همکاریو، اړیکو د پیاوړتیا، تخنیکي همکاریو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د بانکي تعاملاتو د اسانتیا په اړه غږېدلي دي.

د افغانستان بانک پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي همکاریو د پراختیا، د بانکي اړیکو د لا پیاوړتیا، د سوداګرۍ د حجم له زیاتېدو سره سم د بانکي تعاملاتو د اغېزناک تنظیم، دوه اړخیزو تخنیکي همکاریو، د تجربو د تبادلې او یو شمېر نورو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

خالد د افغانستان بانک له لوري په مالي او بانکي برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او ویلي چې د افغانستان بانک چمتو دی، څو د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او بانکي اړیکو د پراختیا لپاره د ازبکستان له مرکزي بانک سره نږدې همکاري وکړي.

بلخوا د ازبکستان د مرکزي بانک مرستیال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د لا پیاوړتیا اهمیت ته په اشارې ویلي چې د ازبکستان مرکزي بانک به هم د متقابلو همکاریو د پراختیا او د بانکي تعاملاتو د اسانتیا لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

طالبان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ترڅنګ د بانکي همکاریو د پراخولو لپاره هم هڅې زیاتې کړې دي. د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د حجم له لوړېدو سره د بانکي اړیکو پیاوړتیا، د پیسو د لېږد اسانتیا او د تخنیکي همکاریو پراختیا د دواړو لورو د اقتصادي همکاریو مهمه برخه ګڼل کېږي.

تخار کې د ځمکې پر سر شخړه؛ د طالبانو او ځايي اوسېدونکو نښته کې اته کسان ټپیان شوي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۰ GMT+۱
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په لاله‌ګذر کلي کې د ځمکې پر سر د شخړې پر مهال د طالبانو له لوري د وهلو ټکولو له امله د درېیو ښځو په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي.

دځايي سرچینو د معلوماتو له مخې د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د ځمکې شخړه د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې روانه ده، سره له دې چې طالبانو دوه ځله د دې لانجې د حل ادعا کړې ده.

ځايي اوسېدونکي طالبان تورنوي چې د «غیربومي» کسانو ملاتړ کوي او لسګونه کورنۍ یې له خپلو کورونو او ځمکو په زور بېځایه کړې دي.

تر دې وړاندې، د ۱۴۰۱ کال په وږي میاشت کې هم راپورونه خپاره شوي وو چې طالبانو د لاله ګذر او کتکجر کلیو له اوسېدونکو غوښتي وو خپلې سیمې پرېږدي، څو «غیربومي» کسان پکې ځای پر ځای شي.

هغه مهال ویل شوي وو چې د یو شمېر اوسېدونکو د کورونو وسایل هم له کورونو بهر ایستل شوي وو او په مهاجرقشلاق سیمه کې د نښتې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي وو.

طالبانو وروسته اعلان کړی و چې بېځایه شویو کورنیو ته یې ۱۵۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې، خو د راپورونو له مخې، یو شمېر کورنۍ له ځمکې بې برخې پاتې شوې او د ځمکو پر سر شخړه همداسې دوام موندلی.

طالبانو تر اوسه د وروستۍ نښتې او د ټپیانو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.