• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

ازادۍ جبهه وايي په زیباک کې یې د طالبانو دوه نورې پوستې نیولې او پرمختګ یې کړی

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د ازادۍ جبهې سرچینو د یکشنبې په ماښام، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغه جبهې ځواکونو د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو لږ تر لږه دوه نورو پوستو په نیولو سره پرمختګ کړی دی.

یوه سرچینه وايي، د ازادۍ جبهې ځواکونو ته د درنو وسلو او تجهیزاتو له رسېدو وروسته، دوی وتوانېدل چې لوړې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو تېره ورځ د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ویلي وو: «صفري نقطې، لکه څنګه چې له پیله مجاهدین پکې ځای پر ځای شوي وو، اوس هم هماغسې دي او هېڅ ستونزه نشته.»

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې د ازادۍ جبهې ځواکونه د توپخانې حوض ته څېرمه سیمه کې شتون لري.

په دغو ویډیوګانو کې د ازادۍ جبهې د ځواکونو له لوري د طالبانو پر پوستو د ډزو صحنې لیدل کېږي او د یوه جنګیالي غږ اورېدل کېږي چې وايي: «دښمن وتښتېد.»

په بدخشان کې د افغانستان د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې د یکشنبې په ورځ څلورمې ورځې ته داخلې شوې.

د ازادۍ جبهې په تېرو ورځو کې ادعا کړې چې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په لوړو سیمو کې یې مهمې ستراتیژیکې پوستې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او د طالبانو دوه بې‌پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي. خو طالبانو ادعا کړې چې د مخالفینو برید یې په شا تمبولی دی.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

واشنګټن پوسټ: د امریکا د بیا مېشتېدو ادارې له ۸۰۰ افغانانو سره د مرکو طرحه ترلاسه کړې ده

۵

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

•
•
•

نور کیسې

ایران غواړي له افغانستان او چین سره ګډه ازاده سوداګریزه سیمه جوړه کړي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۶ GMT+۱
100%

د ایران د سویلي خراسان چارواکي وایي، د افغانستان له پولې سره د دغه ولایت ستراتیژیک موقعیت د چین او افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي. دوی ویلي، د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د ګډې ازادې سوداګریزې سیمې د جوړولو وړاندیز هم ارزوي.

د ایرنا خبرې اژانس راپور ورکړی چې د ایران د سویلي خراسان ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال مجتبی شریعتي فر ویلي، دغه ولایت د افغانستان له پولې سره د خپل ستراتیژیک موقعیت او اقتصادي ظرفیتونو په مټ غواړي له چین سره اقتصادي او پانګیزې همکارۍ پراخې کړي.

هغه د بیرجند په ځانګړې اقتصادي سیمه کې د چین د سفارت د مرستیال په ګډون یوې غونډې ته وویل، د سویلي خراسان له مهمو اقتصادي امتیازونو څخه یو هم له افغانستان سره اوږده ګډه پوله او د ماهیرود په ګډون د فعالو سرحدي لارو شتون دی، چې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم فرصتونه برابروي.

شریعتي فر زیاته کړې، د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د ګډې ازادې سوداګرۍ سیمې د جوړولو وړاندیز سویلي خراسان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال مطرح شوی چې د دولت له هرکلي سره مخ شوی دی. د هغه په وینا، د دې وړاندیز د عملي کېدو لپاره هڅې روانې دي.

هغه وویل، د کانونو او معدني صنایعو، کرنې، خوراکي صنعتونو، لوجستیک، نوي کېدونکې انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او صنعت په برخو کې د خراسان جنوبي ظرفیتونه له چین سره د ګډې پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

په همدې حال کې د بیرجند د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مشر علیرضا خامهزر وویل، د افغانستان او چین ترمنځ د اورګاډي د اړیکو پراختیا کولی شي د جنوبی خراسان اقتصادي اهمیت په سیمه ییزو دهلېزونو کې لوړ او له سیمه ییزو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، جنوبي خراسان کولای شي د ختیځ ایران او د افغانستان بازار لپاره د کانونو د ماشینرۍ د برابرولو، پلور او له پلور وروسته د خدماتو په مرکز بدل شي.

جنوبي خراسان د ایران له ختیځو سرحدي ولایتونو څخه دی چې له افغانستان سره شاوخوا ۳۳۱ کیلومتره ګډه پوله لري. د ماهیرود رسمي سرحدي بندر د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي چې د دغه ولایت چارواکي د افغانستان له سرحدي موقعیت څخه د چین، افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراختیا لپاره یو مهم اقتصادي فرصت بولي.

طالبان له ازبکستان سره ټرانسپورټي اړیکې پراخوي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د ټرانسپورټ وزیر محمد فاضل مظلوم له خپل ازبکستاني سیال سره په لیدنه کې د ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو د زیاتولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د موټرو د تګ راتګ د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د یکشنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې محمد فاضل مظلوم د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام مخکاموف رستمویچ او مل پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د ټرانزیټي اسانتیاوو برابرول، د دواړو هېوادونو د موټرچلوونکو لپاره د ویزو د ورکړې د بهیر اسانتیا او د ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا موضوعات باندې خبرې شوي دي.

طالبانو ویلي، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دوامدارو همکاریو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې ازبکستان ته د افغان ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ د زیاتوالي لپاره به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو او ازبکستان د ټرانسپورټ وزیرانو دواړو هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اسانتیاوو د لا پراختیا لپاره ګډ عملي اقدامات پیل کړي.

طالبان: افغانستان د اقلیمي بدلون او اقتصادي ستونزو له امله نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د اقتصاد وزیر دیوناما له استازي سره لیدنه کې ویلي، افغانستان د اقتصادي زیربناوو بیارغونې، اقلیمي بدلون، پرله پسې وچکالیو، طبیعي پېښو، د راستنېدونکو کډوالو، فقر او بېکارۍ له امله د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي برونو لیمارکي د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف سره په لیدنه کې ویلي، یوناما به په افغانستان کې د پراختیايي او بشري مرستو په برخو کې له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادې لیدني پر مهال حنیف ویلي چې افغانستان د اقتصادي زیربناوو بیارغونې، د اقلیمي بدلون، پرله پسې وچکالیو، طبیعي پېښو، له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو، د فقر، بېکارۍ او نورو معیشتي ستونزو له امله د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د اقتصاد وزیر له ملګرو ملتونو وغوښتي چې د کارموندنې، سیمه ییز اقتصاد، کرنې، د اوبو د سرچینو مدیریت، انرژۍ، تخنیکي زده کړو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي. د خبرپاڼې له مخې برونو لیمارکي طالب چارواکي ته د افغانستان د خلکو د اقتصادي او معیشتي وضعیت د ښه والي لپاره د همغږۍ د پیاوړتیا، د لا ډېرو سرچینو د جلب او د بشري او پراختیايي مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

په تېره یوه اوونۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۳۴ کسان مړه شوي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وایي، په تېره یوه اوونۍ کې په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۴ کسان مړه، ۲۹ ټپیان او ۴۴۶۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت ویلي، یادې پېښې په کابل، پکتیا، پکتیکا، کاپیسا، پروان، پنجشېر، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، بدخشان، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو کې رامنځته شوې دي چې له امله یې ۲۶۶ کورونه په بشپړ ډول او ۸۱۷ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.

همت زیاته کړې چې ۲۸ کیلومتره سړکونه، یو شمېر هټۍ او نورې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

د همت په خبره، ۲۶۶ څاروي له منځه تللي، ۷۲۳۳ جریبه کرنیزه ځمکه او حاصلات زیانمن شوي، ۲۳۲ کورنۍ بېځایه شوې او په ټولیز ډول ۴۴۶۲ کورنۍ د دغو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.

حنفي وايي د یوه ښوونکي د تبدیلي لپاره ۳۰۰ لاسلیکونو ته اړتیا ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې د یادې ډلې تر واک لاندې ادارو کې د یوه ښوونکي د تبدیلی لپاره څه باندې ۳۰۰ لاسلیکونو ته اړتیا ده. نوموړي ویلي، په ادارو کې بې‌ځایه مراحل او پېچلتیا باید پای ته ورسېږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي د یکشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتون په پرانېست غونډه کې د وینا پرمهال په دولتي ادارو کې د بروکراسی پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې د یادې ډلې د مخابراتو وزات د برېښنايي حکومتولی په برخه کې لاسته راوړني لري دي.

نوموړي له یاد وزارت څخه غوښتنه کړې، څو د ټولو ادارو او وزارتونو ترمنځ د برېښنايي وصل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

پر همدغه مهال حنفي د طالبانو په ادارو کې د بروکراسي په اړه اندېښنه ښودلي او زیاته کړې یې ده، چې له یوې ښوونځی څخه بلې ته د یوه ښوونکي د تبدیلي لپاره ۳۱۷ لاسلیکونو او درې میاشتې انتظا کولو ته اړتیا لري.

حنفي په دولتي ادارو کې د ادارې پېچلتیا دغه وضعیت د اندېښنې وړ بللی او وايي باید هڅه وشي، څو ادارې سیستم اسانه او برېښنايي شي.