په تېره یوه اوونۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۳۴ کسان مړه شوي

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وایي، په تېره یوه اوونۍ کې په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۴ کسان مړه، ۲۹ ټپیان او ۴۴۶۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وایي، په تېره یوه اوونۍ کې په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۴ کسان مړه، ۲۹ ټپیان او ۴۴۶۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت ویلي، یادې پېښې په کابل، پکتیا، پکتیکا، کاپیسا، پروان، پنجشېر، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، بدخشان، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو کې رامنځته شوې دي چې له امله یې ۲۶۶ کورونه په بشپړ ډول او ۸۱۷ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.
همت زیاته کړې چې ۲۸ کیلومتره سړکونه، یو شمېر هټۍ او نورې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
د همت په خبره، ۲۶۶ څاروي له منځه تللي، ۷۲۳۳ جریبه کرنیزه ځمکه او حاصلات زیانمن شوي، ۲۳۲ کورنۍ بېځایه شوې او په ټولیز ډول ۴۴۶۲ کورنۍ د دغو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې د یادې ډلې تر واک لاندې ادارو کې د یوه ښوونکي د تبدیلی لپاره څه باندې ۳۰۰ لاسلیکونو ته اړتیا ده. نوموړي ویلي، په ادارو کې بېځایه مراحل او پېچلتیا باید پای ته ورسېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي د یکشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتون په پرانېست غونډه کې د وینا پرمهال په دولتي ادارو کې د بروکراسی پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی.
همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې د یادې ډلې د مخابراتو وزات د برېښنايي حکومتولی په برخه کې لاسته راوړني لري دي.
نوموړي له یاد وزارت څخه غوښتنه کړې، څو د ټولو ادارو او وزارتونو ترمنځ د برېښنايي وصل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
پر همدغه مهال حنفي د طالبانو په ادارو کې د بروکراسي په اړه اندېښنه ښودلي او زیاته کړې یې ده، چې له یوې ښوونځی څخه بلې ته د یوه ښوونکي د تبدیلي لپاره ۳۱۷ لاسلیکونو او درې میاشتې انتظا کولو ته اړتیا لري.
حنفي په دولتي ادارو کې د ادارې پېچلتیا دغه وضعیت د اندېښنې وړ بللی او وايي باید هڅه وشي، څو ادارې سیستم اسانه او برېښنايي شي.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یف دطالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي، غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي او په حیرتان کې به د جستو د پروسس لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت فابریکه هم جوړه کړي.
د طالبانو د د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالغني برادر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف او مل پلاوي سره په لیدنه کې د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، برادر د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا او ثبات د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو ترڅنګ د سیمې د ثبات لپاره هم مهم وباله او ویې ویل، طالبان چمتو دی چې له ټولو شته ظرفیتونو په استفادې دغه اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ عمل پلان پر ښه تطبیق ټینګار کړی او له ازبکستان څخه یې غوښتي چې د افغانستان د صادراتي توکو د لېږدوونکو وسایطو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي، د افغان ترانزیټي مالونو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، د کرنیزو محصولاتو، وچو او تازه مېوو، خوراکي توکو او قیمتي معدني موادو د صادراتو لپاره د منځنۍ اسیا، روسیې او چین بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د خبرپاڼې له مخې، برادر د ترانزیټي زیربناوو د ظرفیت لوړول، د ګمرکونو پراختیا، افغانانو ته د ویزو د ورکړې اسانتیا او د انرژۍ او ګډو زیربناوو په برخه کې همکاري هم مهمه وبلله.
په ورته مهال کې د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف ویلي د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱،۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او ازبیکستان چمتو دی چې په افغانستان کې د ازبک پانګوالو له لوري د پیل شویو پروژو چارې چټکې کړي، ستونزې یې حل کړي، نوې پروژې پیل کړي، په بېلابېلو کانونو کې پانګونه وکړي او له افغانستان څخه د غوښې او پنبې واردات زیات کړي. د هغه په وینا، ازبک لوری به په حیرتان کې د جست ډبرو د پروسس لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت فابریکه هم جوړه کړي.
خواجه یف همداراز وویل، ازبک مسوولین به د ترانسپورټ، انرژۍ، کرنې، بانکي چارو، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا ترڅنګ، د افغانانو د ظرفیت لوړولو لپاره له اړوندو ادارو سره ګډ کار هم وکړي.
د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یف د یوه لوړپوړي دولتي او سوداګریز پلاوي په مشرۍ نن دزمري په ۴مه کابل ته سفر کړی دی چې موخه یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې، ترانزیټ، انرژۍ او کانونو په برخو کې د همکاریو پراخول بلل شوي دي. د سفر پر مهال ازبک پلاوي د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو او ګډو پروژو په اړه جلا جلا لیدنې هم ترسره کړې دي.
په تهران کې د مخدره توکو او منظم جرمونو په اړه د دویم کلني کنفرانس ګډونوالو ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نشهیي توکو د تولید د بڼې بدلون د افغانستان نړیوال امنیتي انځور نرم کړی، خو ایران یې د نویو امنیتي تورونو او فشارونو له خطر سره مخ کړی دی.
د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، د ایران په پلازمېنه تهران کې د «مخدره توکو او منظم جرمونو په برخه کې د ایران د امنیتي کېدو» دویم کلني کنفرانس کې لوړپوړو کارپوهانو او ستراتیژیکو شنونکو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د امنیتي موضوع له نړیوالې اجنډا ایستل، په عملي توګه د ایران د ناامنۍ او پر دغه هېواد د نویو امنیتي تورونو د زیاتېدو لامل ګرځي.
د کنفرانس ګډونوالو ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د مخدره توکو د کر او تولید د بڼې بدلون یوازې کورنۍ مسله نه ده، بلکې د نړیوالو تورونو د تمرکز د ایران پر پولو د لېږد یوه برخه ګڼل کېږي.
د غونډې د ویناوالو په وینا، د طالبانو د مشر له فرمان وروسته په افغانستان کې د تریاکو کر او تولید د پام وړ کم شوی، خو په ورته وخت کې د «مېتامفېټامین» یا ښیښې په نوم صنعتي نشه یي توکو تولید زیات شوی دی.
دوی ادعا کوي چې طالبان د کوکنارو د کر په کمولو سره هڅه کوي خپل نړیوال اعتبار لوړ او د نړیوالې ټولنې مشروعیت او مالي ملاتړ ترلاسه کړي، خو د مېتامفېټامین د تولید پر وړاندې یې جدي مبارزه نه ده کړې.
د کنفرانس ګډونوالو همداراز ویلي د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو په وروستیو راپورونو کې د ایران پر وړاندې د مخدره توکو او منظم جرمونو اړوند ادبیات بدل شوي او اوس ادعا کېږي چې ایران د مېتامفېټامین د قاچاق پر وړاندې لازم اقدامات نه کوي.
دوی زیاته کړه، په ځینو نړیوالو راپورونو کې دا ادعا هم شوې چې د مېتامفېټامین د تولید ځینې لابراتوارونه له افغانستان د ایران پولو ته لېږدول شوي، هغه ادعا چې د کنفرانس ویناوالو د ایران پر ضد د نوي امنیتي دوسیې د جوړولو برخه ګڼلې.
د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی که څه هم د مېتامفېټامین د تولید لپاره اړین کیمیاوي مواد له اروپايي هېوادونو سیمې ته لېږدول کېږي، خو د امنیتي ګواښ پړه یوازې د سیمې پر هېوادونو ور اچول کېږي.
د کنفرانس په پای کې ګډونوالو وویل، د افغانستان د مخدره توکو اړوند وروستي بدلونونه نور یوازې جنايي یا ټولنیزه موضوع نه، بلکې یوه لویه امنیتي او سیاسي پروژه ده او ایران باید د فعالې ډیپلوماسۍ، رسنیز فعالیت او مستندو روایتونو له لارې د دغو ادعاوو پر وړاندې دریځ خپل کړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د کوکنارو پر کر او د مخدره توکو پر تولید د بندیز اعلان وکړ. وروسته د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) هم په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کر د پام وړ کمېدو خبر ورکړ. په همدې حال کې ځینې څېړنیز او سیاسي بنسټونه ادعا کوي چې د مخدره توکو د تولید د بڼې بدلون او د مېتامفېټامین د تولید زیاتوالی د سیمې پر امنیتي معادلو اغېز کړی.
خو د افغانستان انترنشنل وروستۍ څیړنې شیې چې د کوکنارو کر په افغانستان کې ندی کم شوی یوازی د کښت سیمې رابدلې شوې مخکې جنوب غرب ولایتونه د کوکنارو د کښت اصلی محور بلل کیده خو اوس مهال د بدخشان په ګډون یو شمیر شمالي ولایتونو کې د کوکنارو کښت ډیر شوی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې په پروان ولایت کې د ۱۲۳ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې او پکتیکا کې یې یو اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړي.
د وزارت په وینا، پروان کې یې د دغو نشه یې توکو د قاچاق په تور دوه کسان د سالنګ ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د کشفي عملیاتو پر مهال نیولي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د روان کال لومړۍ ربعې په اوږدو کې د کشفي عملیاتو پر مهال له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د وزارت په خبره، په کشف شویو وسلو او مهماتو کې دوه میله کلاشینکوفونه، درې میله تفنګچې، شپږ شاجورونه، ۱۷ لاسي بمونه، ۴۹۰ د پیکا مرمۍ او ۷۰ د کلاشینکوف مرمۍ شاملې دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې دغه مهمات د پکتیکا د مټاخان، ارګون، یوسفخېل، وازیخوا، زرغونښار، یحییخېل او اومنې ولسوالیو په اړوندو سیمو کې ترلاسه شوي دي.
یل خوا، دغه وزارت په یوه بله خبر پاڼه کې ویلي چې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې د دایکنډي ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۷ تنه په نشهيي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یې د دغه ولایت د درملنې مرکز ته ورپېژندلي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، ۷۸ نور روږدي کسان له درملنې وروسته روغ شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند وايي، کابل ته د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي سفر او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکي د دغه هېواد د «پیاوړي باور» نښه ده. نوموړي له تاشکند سره د شویو ژمنو پر عملي کولو د طالبانو ژمنتیا هم څرګنده کړې ده.
ملا محمد حسن اخوند دا څرګندونې نن په کابل کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجهیف سره په لیدنه کې کړې دي. نوموړی د وزیرانو، مرستیال وزیرانو، سوداګرو او پانګهوالو په ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی دی.
د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل چې افغانستان د ازبکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې مهم ځای لري او د دغه پلاوي سفر د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په لارښوونه د هغو ژمنو د عملي کار د پیل لپاره شوی چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې شوې دي.
د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجهیف ویلي، کابل ته د دغه هېواد د لوړپوړي پلاوي د سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا او د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د شوېو ژمنو عملي کول دي.
خواجهیف وویل، تېر کال د افغانستان له لوري ازبکستان ته د صادراتو ارزښت ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېده، خو د روان کال له پیل راهیسې دغه کچه ۱۱۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلې او تمه ده چې د کال تر پایه نوره هم لوړه شي.
هغه زیاته کړه چې ازبکستان تر اوسه افغانانو ته پنځه زره ویزې صادرې کړې دي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او اقتصادي مناسباتو د پراختیا څرګندونه کوي.
د طالبانو رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بللی او ویلي یې دي چې د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکي د ازبکستان د «پیاوړي باور» نښه ده.
ملا محمد حسن اخوند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړی چې طالبان له دغه «دوست او ورور هېواد» سره د اړیکو له پیاوړتیا خوښ دي او د دواړو لورو د شویو ژمنو عملي کولو ته بشپړ ژمن دي.