ډونالډ ټرمپ: ایران مو سخت ځپلی او اوس مهال د هوکړې په اړه خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو د ایران اسلامي جمهوریت «سخت ځپلی» او زیاته کړې یې ده چې تهران اوس د یوې هوکړې په اړه خبرې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو د ایران اسلامي جمهوریت «سخت ځپلی» او زیاته کړې یې ده چې تهران اوس د یوې هوکړې په اړه خبرې کوي.
ټرمپ د میشیګان ایالت د «جنرال موټورز» د فابریکې د لیدنې پر مهال د ایران پر ضد د امریکا د بریدونو په ملاتړ وویل: «هغوی باید مات شي، او موږ سخت وځپل. خو باید وګورو چې پایله به څه وي».
هغه همداراز ادعا وکړه چې پر ایران لګېدلې سمندري کلابندي اغېزناکه ده او ویې ویل: «هغوی ډېر غواړي چې دا کلابندي پای ته ورسېږي او تل وایي، مهرباني وکړئ کلابندي ختمه کړئ».
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، که امریکا دغه اقدامات نه وای کړي، د ایران له لوري به د خبرو لپاره هېڅ لېوالتیا نه وه رامنځته شوې.
ټرمپ وویل: «اوس هغوی د هوکړې په اړه خبرې کوي، خو که موږ دا کار نه وای کړی، هېڅ ډول خبرې به نه وې. هغوی د منځني ختیځ زورواکي وو».
هغه د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو خبرو په اړه هم وویل: «اوس مهال ډېرې دوستانه خبرې روانې دي».
د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمېدو او د خبرو د بیا پیل په اړه راپورونه او ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که څه هم په نړۍ کې د ایډز د نوو پېښو او د دغه ناروغۍ له امله د مړینو کچه راټیټه شوې، خو لا هم میلیونونه کسان درملنې ته لاسرسی نه لري. په ورته وخت کې په افغانستان کې هم شاوخوا تر ۳ زره کسان له ایډز ناروغۍ سره ژوند کوي،
همدارز نږدې ۷۴۹ زره کسان د مزمن هیپاټایټس «بي» او ۲۱۲ زره کسان د هیپاټایټس «سي» له ناروغۍ سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه په نړۍ کې شاوخوا ۳۲ میلیونه کسان چې د اچ ای وي (د انسان د معافیت کمزوري کوونکي وایرس) سره ژوند کوي، درملنه ترلاسه کوي، خو نږدې ۹ میلیونه نور لا هم له ژوند ژغورونکو درملو بې برخې دي.
دغه راپور چې د «۲۰۲۲ تر ۲۰۳۰ کال پورې د اچ ای وي، وایرسي هپاتیت او جنسي لېږدېدونکو ناروغیو د مخنیوي نړیوالو روغتیايي تګلارو» د پلي کېدو ارزونه کوي، د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د ایډز د ۲۶م نړیوال کنفرانس پر مهال خپور شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: «دا راپور دوه واقعیتونه ښيي، یو دا چې کله هېوادونه په روغتیا، ټولنو او ساینس پانګونه کوي، پرمختګ ممکن دی. خو بل لور ته د مالي مرستو کمېدل، بشري بېړني حالتونه او دوامدارې نابرابرۍ کولای شي دا لاسته راوړنې ژر له منځه یوسي.»
هغه ټینګار کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې باید داسې پیاوړي او انعطاف منونکي روغتیايي نظامونه جوړ شي چې تر ټولو زیانمنو خلکو ته هم ورسېږي.
د راپور له مخې، له ۲۰۱۰ کال راهیسې په نړۍ کې د اچ ای وي نوې پېښې ۴۲ سلنه او د ایډز له امله مړینې ۵۷ سلنه کمې شوې دي. خو د نړۍ په ځینو سیمو کې لا هم د دې ناروغۍ پېښې د لوړېدو په حال کې دي، په ځانګړې توګه د هغو ډلو ترمنځ چې د ناروغۍ له لوړ خطر سره مخ دي.
افغانستان کې د ایډز ناروغۍ وضعیت
د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ایډز ضد پروګرام د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د اچ ای وي د خپرېدو کچه د نړۍ په پرتله ټیټه ده، خو د ناروغۍ د تشخیص، درملنې او مخنیوي په برخه کې ستونزې شته.
د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د اټکلي معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲،۵۰۰ تر ۳،۰۰۰ پورې کسان له اچ ای وي سره ژوند کوي. روغتیايي ادارې وايي، د دغو کسانو یوه برخه لا هم له خپل وضعیت نه ده خبره، ځکه د معاینې، پوهاوي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې موجودې دي.
په افغانستان کې د دې ناروغۍ د خپرېدو له مهمو لاملونو څخه د وینې د خوندي انتقال کمزوري سیستمونه، د پوهاوي ټیټه کچه، د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د لوړ خطر لرونکو ډلو لپاره د مخنیوي خدمتونو کمښت یاد شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د وایرسي هپاتیت په برخه کې هم ځینې پرمختګونه شوي، خو لا هم دا ناروغۍ د نړۍ له تر ټولو وژونکو ساري ناروغیو څخه دي. د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د هپاتیت له امله شاوخوا ۱،۳ میلیونه کسان مړه شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د جنسي لېږدېدونکو ناروغیو پېښې په ځینو هېوادونو کې مخ پر زیاتېدو دي او د ځینو درملو پر وړاندې د مقاومت زیاتوالی د درملنې لپاره نوې ستونزې جوړوي.
د ۲۰۳۰ کال هدف ته د رسېدو لپاره وړاندیزونه
د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې هېوادونه دې د اچ ای وي، هپاتیت او نورو جنسي لېږدېدونکو ناروغیو خدمتونه د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له سیستم سره یوځای کړي.
دغه سازمان وايي، د روغتیايي معلوماتو د راټولولو پیاوړتیا، د ټولنو ونډه زیاتول، د نوې ټکنالوژۍ کارول او د ازموینو او درملنې پراخول د دې ناروغیو د له منځه وړلو لپاره مهم ګامونه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د اچ ای وي اړوند د خدمتونو د وړاندې کولو نوې لارښود هم خپور کړی او وايي، دا به هېوادونو سره مرسته وکړي چې د مخنیوي، تشخیص، درملنې او اوږدمهاله پاملرنې چارې لا اغېزمنې کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د جولای له نهمې راهیسې په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له زیاتېدو سره لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر زرو ډېر نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو چارواکو یو ځل بیا د ملکي وګړو د خوندیتوب او د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د امنیت شورا ته ویل شوي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او له زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو چارواکو د امنیت شورا په غونډه کې یو ځل بیا پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې د نړیوال بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره سمدستي اوربند ته لاره هواره کړي.
ملګري ملتونه په داسې حال کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو خبرداری ورکوي چې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې بریدونه پراخ شوي او د جګړې بشري زیانونه نور هم زیات شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عربستان وروستي ډرون بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د ټولې سیمې ثبات ته یو جدي ګواښ بللی دی. دغه وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې دا ډول پاروونکي اقدامات د سیمې امنیت خرابوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې اسلاماباد د سعودي عربستان له واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، سولې او سوکالۍ څخه خپل پرېکنده او نه بدلیدونکی ملاتړ اعلانوي او زياته کړې یې ده پاکستان د خپل ورور هېواد سعودي عربستان ترڅنګ ولاړ دی.
پاکستان ویلي چې په سیمه کې د تلپاتې سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یې تل هڅې کړي او په راتلونکي کې به هم د هر ډول مثبتو ګامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
له دې وړاندې سعودي عربستان ويلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو څو بې پیلوټه الوتکې چې په ختیځ ولایت او ریاض کې یې د تېلو تاسیسات په نښه کول، تعقیب او ویجاړې کړې دي او د دې بریدونو پړه یې پر هغو ایراني پلوو ملېشو واچوله چې له عراقه فعالیت کوي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال ترکي المالکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د بریدونو دا هڅې په تېرو څو ساعتونو کې شوې دي او دا یې له عراقي خاورې څخه شوي ترهګریز بریدونه وبلل. المالکي وویل چې دغه پاچاهي د خپل امنیت، خلکو او حیاتي زیربناوو د دفاع مشروع حق لري او ټینګار یې وکړ چې سعودي عربستان په مناسب وخت او ځای کې د ځواب ورکولو حق ځان ته خوندي ساتي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، د ایران پر وړاندې د سمندري بندیزونو د پلي کېدو په لړ کې یې ۱۷ سوداګریزې بېړۍ بلې لارې ته اړولې، دوه بېړۍ یې له فعالیته ایستلي او دوه نورې یې هم توقیف کړې دي.
سینټکام ویلي، د ایران پر وړاندې د سمندري بندیزونو د پلي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره یې د څو سوداګریزو بېړیو پر تګ راتګ اقدامات کړي دي.
د سینټکام د فارسي څانګې په ایکس کې خپاره شوي پوسټ کې راغلي، د امریکا د سمندري ځواکونو د یو اېس اېس فرانک اې. پیټرسن جونیر (DDG-121) ویجاړوونکې بېړۍ یو سمندري سرتېری د ایران د سمندري بندیزونو د پلي کېدو د ملاتړ په موخه د څارنې دنده ترسره کوي.
سینټکام ادعا کړې چې د دغو بندیزونو د رعایت د یقیني کولو لپاره یې ۱۷ سوداګریزې بېړۍ بل مسیر ته اړولې، دوه بېړۍ یې له فعالیته ایستلې او دوه نورې یې هم توقیف کړې دي.
سینټکام د دغو بېړیو د هویت، د پېښو د ځای او یا هم د دې اقداماتو د دقیق وخت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن له ایران سره په خبرو او لیدنو بوخت دی او امکان شته چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي. نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا له پوځي اقدام پرته به تهران خبرو ته نه وای حاضر شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي څانګېله خوا د ټرمپ له قوله په ایکس خپور شوي پیغام کې راغلي، امریکا د ایران پوځي وړتیا تر ډېره له منځه وړې او همدا اقدام د دې لامل شوی چې ایران خبرو ته حاضر شي.
ټرمپ ویلي: «موږ د دوی پوځي وړتیا نږدې له منځه وړې ده. هغوی غواړي لیدنه وکړي او موږ هم ورسره په لیدنو او خبرو بوخت یو. ګورو چې څه پېښېږي. امکان شته چې یوې هوکړې ته ورسېږو.»
هغه زیاته کړې: «که هغه اقدام چې موږ ترسره کړ نه وای، ایران به هېڅکله هم له موږ سره خبرو ته نه کېناسته.»
د امریکا ولسمشر د احتمالي هوکړې د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو څرګندونو یې ښودلې چې واشنګټن د پوځي فشار ترڅنګ د ډیپلوماټیکو خبرو دوام هم تعقیبوي.
د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د واشنګټن او تهران اړیکې لا هم له کړکېچ سره مخ دي او دواړه هېوادونه د امنیتي او اټومي مسایلو په ګډون پر څو مهمو موضوعاتو اختلافات لري.