• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ټرمپ له ایران سره په جګړه کې د امریکا د مهماتو د زېرمو کمښت راپورونه رد کړل

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د جګړې پرمهال د امریکا د مهماتو د زېرمو د کمښت په اړه راپورونه رد کړل او ویې ویل: «موږ د نړۍ د بل هر هېواد پرتله ډېر مهمات لرو او زموږ د مهماتو اندازه تر هغه هم ډېره ده چې اړتیا ورته لرو».

ټرمپ دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ له وال سټریټ ژورنال سره په مرکه کې کړې. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ځینو راپورونو کې ویل شوي له ایران سره د جګړې پرمهال د امریکا د ځینو مهمو مهماتو او توغندیو د زېرمو د کمښت په اړه د امریکايي پوځي چارواکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

سي‌بي‌اېس نیوز د زمري په دویمه د امریکايي پوځي او استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره په منځني ختیځ کې د امریکا د هوايي دفاع د پرمختللو هوايي دفاع مداخلې توغندیو او کره هدایت کېدونکو مهماتو چټک لګښت د سپینې ماڼۍ اندېښنې راپارولې دي.

د راپور له مخې؛ د دغه وسلو د زېرمو کمښت د دې لامل شوي، چې د هند ـ ارام سمندر په سیمه کې د هر ډول احتمالي شخړې لپاره د امریکا د پوځي چمتووالي په اړه اندېښنې زیاتې شي.

که څه هم د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسېت تېره میاشت د دغه هېواد د وسلو د زېرمو د هر ډول ناورین راپورونه رد کړی و، خو منلې یې وه چې د ځینو ډولونو مهماتو تولید د نورو وسلو پرتله ډېر وخت ته اړتیا لري.

•
•
•

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۳

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

په بدخشان کې د غورځول شويو ډرونونو جوړښت د طالبانو ډرون ټکنالوژۍ ته ورته دی

نور کیسې

د امریکا او ایران د بریدونو تر درېدو وروسته؛د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه ۵سلنه ټیټه شوې

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۱
100%

د دوشنبې په ورځ د امریکا او ایران د بریدونو تر درېدو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه له ۵ سلنې څخه ډېره راټیټه شوه. شنونکي وایي، د دغه کمښت اصلي لامل له منځني ختیځ څخه د تېلو د عرضې د احتمالي ګډوډۍ په اړه د اندېښنو کمښت او د سیمې د کړکېچونو په تړاو ډیپلوماټیک پرمختګونه دي.

رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د برنېټ خامو تېلو بیه ۵.۷۷ سلنه، یا ۵.۵۸ ډالره راټیټه شوې او د هر بېرل بیه ۹۱.۲۰ ډالرو ته رسېدلې ده. همدارنګه د امریکا د لوېدیځ ټېکساس انټرمیډیټ (WTI) خامو تېلو بیه هم ۵.۵۰ سلنه، یا ۴.۹۱ ډالره راکمه شوې او د هر بېرل بیه ۸۴.۴۰ ډالرو ته ښکته شوې ده.

دغه کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي نښتو له زیاتېدو او له منځني ختیځ څخه د تېلو د صادراتو د احتمالي ګډوډۍ په اړه د اندېښنو له امله د تېلو بیې پرله‌پسې لوړېدې.

د رویټرز د راپور له مخې؛ که د امریکا د بریدونو درېدو او د ایراني چارواکو له‌خوا د متقابلو عملیاتو د ځنډولو اعلان همداسې دوام وکړي، نو د کړکېچ د کمېدو او د ډیپلوماټیکو هڅو د بیا پیلېدو هیلې به پیاوړې کړي. دغه پرمختګ د تېلو د عرضې د امنیت په اړه د سوداګرو اندېښنې کمې کړې او په پایله کې یې د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې کړې.

شنونکي وایي، له سیمې څخه د تېلو د عرضې د ګډوډېدو ګواښ کمښت د تېلو د بیو د وروستي کمښت تر ټولو مهم لامل دی. منځنی ختیځ د نړۍ شاوخوا یو پر درېیمه برخه تېل تولیدوي او د خامو تېلو د صادراتو ډېره برخه هم د هرمز تنګي له لارې ترسره کېږي.
هرمز تنګی یوه ستراتیژیکه سمندري لاره ده، چې هر ډول پوځي کړکېچ په‌کې کولی شي د نړۍ د انرژۍ بازارونه په جدي ډول اغېزمن کړي. دغه پرمختګ وروسته له هغې رامنځته شو، چې امریکا او ایران د بریدونو د درولو اعلان وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام په اړه هیلې زیاتې شوې.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د امریکا له‌خوا بریدونه ودروي؛ څو د ډیپلوماسۍ د پرمختګ لپاره لا ډېر فرصت برابر شي. والټز دغه څرګندونې له امریکایي رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي اعلان وکړ، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو تبادله لاهم روانه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیک بهیر د پرمخ وړلو لپاره د منځګړو هڅې هم دوام لري.

د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي‌نیا هم وویل، له هغه راهیسې چې امریکا په تېرو دوو شپو کې خپل بریدونه درولي د ایران متقابل پوځي عملیات هم درېدلي دي.

پنټاګون: له ایران سره په جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او څه باندې ۶۰۰ نور ټپيان شوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۲ GMT+۱
100%

د امریکا د جګړې وزارت د خپلو نظامیانو د تلفاتو په تړاو د رسمي ډېټابېس په نوي کولو سره اعلان کړی، چې له ایران سره په جګړه کې تر اوسه ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي دي. د پنټاګون په وینا، په دې لړ کې ۶۲۴ نور امریکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

د امریکا جګړې وزارت د امریکايي نظامیانو د تلفاتو په نوي ډېټابېس کې د یوې نوې کټګورۍ په جوړولو سره، په جولای میاشت کې د بریدونو له پیلیدو وروسته د نښتو تلفات د جګړې له لومړي پړاو څخه جلا ثبت کړي دي.

د امریکا د جګړې وزارت دا اقدام د یو شمیر قانون جوړونکو له نیوکو سره مخ شوی دی. دوی وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره، پر دوو پړاوونو د جګړې په وېشلو سره هڅه کوي، د جګړې د واکونو د قانون محدودیتونه له پامه وغورځوي.

د راپورونو له‌مخې، دغو امریکايي نظامیانو ته له ایران سره په مخامخ جګړه کې نه، بلکې د سیمې په هېوادونو کې د ایران له لوري د امریکايي نظامي اډو د په نښه کولو سره مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سوریې ولسمشر: له اسراییل سره د امنیتي هوکړې په لټه کې یو

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱
100%

د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، دمشق له اسراییل سره د یوې امنیتي هوکړې د ترلاسه کولو هڅه کوي؛ داسې هوکړه چې د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزې سولې لپاره زمینه برابره کړي، خو سوریه به د جولان د لوړو اړوند له خپلې دعوې تېر نه شي.

احمد الشرع د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، حکومت یې هڅه کوي د یو شمېر هېوادونو په ملاتړ اسراییل وهڅوي چې د سوریې په اړه «متوازنه تګلاره» خپله کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ د هر ډول پوځي مخامخ کېدو څخه ډډه کوو».

د الشرع څرګندونې داسې مهال کېږي چې اسراییل د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو او د احمد الشرع په مشرۍ د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د سوریې په ځینو سیمو کې خپل پوځي حضور پراخ کړی دی.

اسراییلي ځواکونو د اسد د حکومت له سقوط وروسته د سوریې د بې‌وسلې شوې حایل سیمې، د حرمون غره د سوریې برخې په ګډون، ته ننوتل. اسراییل په وروستیو میاشتو کې څو ځله د سوریې دننه بېلابېل هدفونه هم په نښه کړي او ویلي یې دي چې د سوریې په سوېل لوېدیځ کې د دروزي لږکي د ساتنې لپاره یې هم مداخله کړې ده.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) هم د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د اسراییلي ځواکونو د توپچي برید له امله د معریه کلي د برېښنا یو ټرانسفارمر ویجاړ شوی او د سیمې د اوسېدونکو برېښنا پرې شوې ده.

ګوترېش د اسراییل له لوري د ۱۹۷۴ کال د هوکړې د نقض د درېدو غوښتنه وکړه

د سوریې د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش دمشق ته سفر کړی دی. دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې سوریې ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر بلل کېږي.

ګوترېش په اېکس کې په خپور کړي پیغام کې د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار کړی او ویلي یې دي:«د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د بېلتون د هوکړې د اسراییل له لوري نقض د منلو وړ نه دی او باید ودرول شي».

د ځواکونو د بېلتون هوکړه په ۱۹۷۴ کال کې د عربو او اسراییل تر جګړې وروسته د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سوریې او اسراییل ترمنځ لاسلیک شوه او د دواړو لوریو ترمنځ یې حایل سیمه رامنځته کړه چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه پرې څارنه کوي.

د سوریې د بهرنیو اړیکو د عادي کېدو هڅې

احمد الشرع، چې هڅه کوي د سوریې بهرنۍ اړیکې عادي کړي، تېر کال د ۱۹۶۷ کال راهیسې لومړنی سوری ولسمشر شو چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې یې وینا وکړه.

د هغه حکومت هڅه کوي چې له نږدې ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې او د نړیوالې انزوا له اوږدې مودې وروسته، د سوریې بهرنۍ اړیکې او اقتصاد بېرته ورغوي.

الشرع همداراز وویل، حکومت یې په لبنان کې د پوځي مداخلې هېڅ پلان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې نوموړی او د لبنان حزب‌الله د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د جګړې په مخالفو اړخونو کې ولاړ وو.

د هیلو کړکۍ غورځنګ: نړۍ دې د افغان ښځو د حقونو لپاره بېړنی اقدام وکړي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱
100%

د «هیلو کړکۍ» په نوم د ښځو د حقونو غورځنګ د «د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړئ» تر شعار لاندې یو نړیوال کمپاین پیل کړی او د جنسیتي اپارتاید او په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره یې د بېړنیو نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغه کمپاین، چې تېره ورځ پیل شوی، موخه یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې همغږۍ، ملاتړ او عملي اقدام جلبول بلل شوې ده.

دغه غورځنګ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د مرستې لپاره دغه نړیواله غوښتنه د افغانستان د میلیونونو ښځو غږ دی، هغه ښځې چې د دوی په وینا، نن د خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لکه د زده‌کړو، کار، ازادۍ، امنیت او په ټولنیزو چارو کې د ګډون له حقه بې‌برخې دي.

دغه غورځنګ ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د لسګونو محدودوونکو فرمانونو په صادرولو سره ښځې په سیستماتیک ډول له تعلیمي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو ایستل شوې دي.

د کمپاین په ترڅ کې د «د ښځو وژنه ودروئ»، «عدالت، نه غچ» او «د ښځو حقونه، بشري حقونه دي»شعارونه هم پورته شوي او د افغانستان د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه اعتراض څرګند شوی دی.

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو، حکومتونو، پارلمانونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالو رسنیو غوښتي چې د «د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړئ» کمپاین سره یوځای شي، د افغان ښځو غږ نړۍ ته ورسوي او د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو، د طالبانو د حساب ورکولو او د افغانستان د ښځو او نجونو د عملي ملاتړ لپاره اغېزمن او بېړني اقدامات وکړي.

د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل احتمال زیات شوی

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
100%

د امریکا او ایران له لوري د متقابلو بریدونو تر درولو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا پیل احتمال زیات شوی دی. په همدې حال کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د خبرو د فرصت ورکولو په موخه د امریکا بریدونه درولي دي.

هغه زیاته کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ سلا مشورې په بېلابېلو کچو، له تخنیکي خبرو نیولې تر لوړو سیاسي کچو پورې، دوام لري.

والټز له فاکس نیوز او اېن‌بي‌سي شبکو سره په مرکه کې ویلي، په ځانګړي ډول په وروستیو ورځو کې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې شوې دي، خو ټینګار یې کړی چې د امریکا پوځ «اقدام ته بشپړ چمتو» دی او ولسمشر ټرمپ لا هم ټول انتخابونه پر مېز ساتلي دي.

په ورته وخت کې د ایران پوځ هم د غچ اخیستونکو بریدونو د درولو خبر ورکړی، هغه اقدام چې د کړکېچ د کمېدو او د ډیپلوماټیکو هڅو د پیاوړتیا نښه بلل کېږي.

د امریکا سفیر همداراز ویلي، د ایران دننه سیاسي اختلافونه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.