په کندهار کې د «تاریخ کور» په نوم موزیم د سیلانیانو پر مخ پرانېستل شو

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د «کندهار تاریخ کور» موزیم له معیاري کېدو وروسته د سېشنبې په ورځ د سیلانیانو او نورو لیدونکو پر مخ پرانېستل شو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د «کندهار تاریخ کور» موزیم له معیاري کېدو وروسته د سېشنبې په ورځ د سیلانیانو او نورو لیدونکو پر مخ پرانېستل شو.
د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعامالله سمنګاني د موزیم د پرانېستې په مراسمو کې وویل، کندهار لرغونی تاریخ لري او د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندي کولو لپاره د یوه معیاري موزیم جوړول اړین وو.
نوموړي زیاته کړه چې د کندهار تاریخ کور په معیاري بڼه جوړ شوی او اوس یې سیلانیان او عام خلک لیدنه کولی شي.
په ورته مهال د طالبانو د مرکزي موزیم رییس صبغتالله عابد وویل، کندهار د پام وړ تاریخي مخینه لري او د دغه ولایت د تاریخي میراثونو ساتنې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه له اړوندو بنسټونو او خلکو وغوښتل چې د فرهنګي او تاریخي اثارو په ساتنه او له هېواده بهر ته د هغو د قاچاق په مخنیوي کې خپل مسوولیت ادا کړي.
طالب چارواکو د کندهار په تاریخ کور کې د ساتل کېدونکو اثارو د شمېر، تاریخي دورو، د موزیم د جوړولو د لګښت او د لیدنې د مهالوېش په اړه جزییات نه دي ورکړي.

پاکستانی سياستوال او د مير تاج محمد خان د کورنۍ نږدې ملګری غلام احمد بلور وايي چې د شاه رخ خان پلار مير تاج محمد خان له کډوالۍ مخکې پېښور کې اوسېده. د بلور په وينا، تاج محمد خان د پاکستان د جوړېدو په لومړيو کلونو کې د سياسي فشارونو او د ځپلو له ویرې پاکستان پرېښود او هند ته ولاړ.
شاه رخ خان وروسته په هند کې وزېږېد او د دغه هېواد د سينما له تر ټولو نوموتو لوبغاړو څخه شو.
د پاکستان وتلي خبريال حميد مير د غلام احمد بلور د خاطرو د کتاب «زه ولې مات نه شوم؟» په اړه په خپلې ليکنه کې ليکلي چې د شاه رخ خان پلار تاج محمد خان، د بلور د کورنۍ نږدې ملګری او په پېښور کې يو پېژندل شوی سوداګر و.
تاج محمد خان د هند د ملي کانګرس ګوند فعال غړی او د عدام تشد د لوی پښټون مبارز عبدالغفار خان (پاچا خان) د خدايي خدمتګار غورځنګ له مخکښو پلويانو څخه و.
پاچا خان د مهاتما ګاندي نږدې ملګری و، د هند د وېش مخالف او د سولهييزې مبارزې ملاتړ یې کاوه. خو کله چې په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان جوړ شو، د هغه ډېری پلويان له نوي حکومت سره په اختلاف کې شول.
خدايي خدمتګار يو بېتاوتريخوالي غورځنګ و، چې د هند له وېش مخکې يې په پښتون مېشتو سيمو کې فعاليت کاوه. د پاکستان تر جوړېدو وروسته د دغه غورځنګ غړي او ملاتړي له سياسي فشارونو او نيونو سره مخامخ شول.
د احمد بلور د خاطرو په کتاب کې راغلي چې کله عبدالقيوم خان د شمال لوېديځ سرحدي ايالت، چې اوسنی خېبر پښتونخوا ده، واک ته ورسېد، د پاچا خان پر پلويانو فشارونه نور هم زيات شول.
بلور په خپل کتاب کې ليکي چې د عبدالقيوم خان حکومت په ۱۹۴۸ کال کې د خدايي خدمتګار غورځنګ سخت وځاپه، او د بابړې د خونړۍ پېښې پر مهال ګڼ شمېر لاريونوال د پوليسو په ډزو ووژل شول.
د غلام احمد بلور په وينا، تاج محمد خان څو ځله ونيول شو، او کله چې سياسي فشارونه نور هم زيات شول، پرېکړه يې وکړه چې پېښور پرېږدي.
هغه له خپلې کورنۍ سره د هند پلازمېنې ډيلي ته ولاړ، هلته يې نږدې ملګري محمد يونس، چې د جواهر لعل نهرو او انديرا ګاندي له نږدې سياسي همکارانو څخه و، د دوی ملاتړ وکړ.
غلام احمد بلور وايي، له هند ته تر کډه کېدو وروسته هم تاج محمد خان له خپلو ملګرو سره په پېښور کې اړيکې ساتلې او آن يو ځل له خپلې کورنۍ سره د حاجي بلور کور ته هم ورغلی و.
شاه رخ خان په ۱۹۶۵ کال کې د هند په ډيلي ښار کې وزېږېد. تاج محمد خان په ډيلي کې له لطيف فاطمې سره واده وکړ. شاه رخ خان خپل ماشومتوب او ځواني په همدې ښار کې تېره کړه. له زده کړو وروسته يې هنري فعاليت په ټلوېزيون کې پيل کړ، او وروسته د هند سينما ته داخل شو. هغه ورو ورو د باليووډ له تر ټولو پېژندل شويو او اغېزناکو لوبغاړو څخه شو.
د میوند جګړه د یوې داسې جګړې، یوه قوماندان او یوې پېغلې کیسه ده، چې نږدې یوه نیمه پېړۍ وروسته هم ژوندۍ ده. د میوند ملاله؛ هغه نوم چې د تاریخي روایتونو له مخې، د جګړې په یوه حساسه شېبه کې یې د افغان سرتېرو روحیه بدله کړه او ناکامه شوې جګړې ته یې بریا ورکړه.
۲۷ جولای، ۱۸۸۰ کال د کندهار د میوند په دښتو کې د توپونو غږ پورته کېږي، د اسونو منډې روانې دي او د زرګونو سرتېرو چیغې د جګړې فضا ډکوي.
یوه خوا د برېتانوي امپراتورۍ منظم او مجهز پوځ ولاړ دی؛ هغه امپراتوري چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د نړۍ له سترو قدرتونو څخه وه او پراخې سیمې یې تر واک لاندې وې.
بله خوا افغان ځواکونه دي، چې د خپلې خاورې، سیاسي راتلونکي او د بهرني نفوذ پر وړاندې د مقاومت لپاره جګړه کوي.
خو د دې جګړې په منځ کې یو داسې نوم هم راڅرګندېږي چې نه د یوه جنرال و او نه د یوه پاچا او نه هم د یو سرتېري؛ بلکې د یوې ځوانې افغانې پېغلې نوم و: د میوند ملاله.
خو میوند ولې دومره مهمه جګړه وه؟ ایوب خان څوک و؟ او د ملالۍ کیسه تر کومه ځایه تاریخي حقیقت او تر کومه ځایه ولسي روایت دی؟
د دوو امپراتوریو سیالي
د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې افغانستان د نړۍ د دوو سترو قدرتونو؛ بریتانیا او روسیې، ترمنځ د سیالۍ په مرکز کې و.
دې جیوپولیټیکې سیالۍ ته تاریخ کې د «سترې لوبې» نوم ورکړل شوی دی.
بریتانیا اندېښنه لرله چې د روسیې نفوذ به د افغانستان له لارې د هند پر لور پراخ شي؛ هغه سیمه چې د بریتانوي امپراتورۍ تر ټولو مهمه مستعمره ګڼل کېده.
له همدې امله، بریتانیا هڅه کوله چې د افغانستان پر بهرني سیاست خپل نفوذ زیات کړي. د کابل او لندن ترمنځ اختلافات بالاخره د دویمې انګلیس ـ افغان جګړې سبب شول، چې له ۱۸۷۸ څخه تر ۱۸۸۰ کال پورې یې دوام وکړ.
دا جګړه یوازې د دوو پوځونو ترمنځ جګړه نه وه؛ بلکې د سیمې د راتلونکي نفوذ او سیاسي توازن لپاره یوه لویه سیالي وه.
ایوب خان؛ د میوند جګړې قوماندان څوک و؟
د میوند جګړې په تاریخ کې د افغان ځواکونو مهم قوماندان ایوب خان و.
ایوب خان د افغانستان د امیر شیر علي خان زوی و او د یوه پوځي مشر په توګه پېژندل کېده. هغه په داسې وخت کې د جګړې مشري پر غاړه واخیسته چې افغانستان له سیاسي بې ثباتۍ او بهرني فشار سره مخ و.
کله چې بریتانوي ځواکونه د کندهار پر لور د حرکت په حال کې وو، ایوب خان خپل ځواکونه راټول کړل او هڅه یې وکړه چې د هغوی د پرمختګ مخه ونیسي.
د هغه هدف دا و، چې د افغانستان په خاوره کې د بریتانوي پوځي حضور پر وړاندې مقاومت وکړي.
د میوند خونړۍ جګړه او ملاله
د ۱۸۸۰ کال د جولای په ۲۷مه، د کندهار د میوند په سیمه کې افغان او بریتانوي ځواکونه سره مخامخ شول.
د بریتانوي ځواکونو مشري جنرال جورج برروز کوله. د هغوی پوځ منظم جوړښت، عصري وسلې او توپونه لرل.
خو افغان ځواکونو د سیمې له پېژندنې، د جګړې له تجربې او قوي مقاومت څخه استفاده وکړه.
جګړه سخته او خونړۍ وه. دواړو لورو ته درانه تلفات واوښتل، خو د ورځې په پای کې افغان ځواکونو د بریتانوي پوځ پر وړاندې بریا خپله کړه او بریتانوي ځواکونه د شاتګ لپاره اړ شول.
که څه هم میوند د جنرالانو او پوځونو جګړه وه، خو د دې جګړې تر ټولو مشهوره کیسه د یوې ځوانې پېغلې ده.
د تاریخي روایتونو له مخې، ملالۍ د میوند یوه ځوانه افغانه پېغله وه چې د جګړې په سیمه کې موجوده وه.
کله چې افغان جنګیالي له سخت حالت سره مخ شول او د جګړې روحیه کمزورې کېدله، ملالۍ د هغوی د هڅونې لپاره یوه لنډۍ وویله:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
د روایتونو له مخې، هغې د افغان بیرغ د لوېدو پر مهال پورته کړ او د سرتېرو روحیه یې بېرته پیاوړې کړه.
ویل کېږي چې ملالۍ په همدې جګړه کې ووژل شوه، خو نوم یې د افغان ولس په حافظه کې د زړورتیا او قربانۍ د سمبول په توګه پاتې شو.
د ملالۍ کیسه؛ تاریخ که ولسي روایت؟
د ملالۍ د رول په اړه ټول جزییات په معاصرو تاریخي اسنادو کې په یوه کچه نه دي ثبت شوي.
ځینې تاریخپوهان د هغې کیسه د شفاهي روایتونو برخه بولي، خو دا خبره روښانه ده چې ملالۍ د افغانستان په تاریخي او فرهنګي حافظه کې د میوند جګړې یوه مهمه نښه ګرځېدلې ده.
د هغې نوم د دې لپاره ژوندی پاتې دی چې د جګړې په یوه حساس وخت کې د مقاومت او قربانۍ یوه بېلګه ګڼل کېږي.
د میوند جګړه نږدې یو نیمه پېړۍ وړاندې وشوه، خو د هغې پوښتنې لا هم ژوندۍ دي:
ایا تاریخ یوازې د هغو کسانو نومونه ساتي چې تاجونه یې پر سر وو؟ که د هغو کسانو هم چې په یوه مهمه شېبه کې یې د بدلون لپاره غږ پورته کړ؟
ایوب خان د یوه پوځ قوماندان و؛ خو ملالۍ د یوې داسې ارادې سمبول شوه چې نه یې پوځي رتبه لرله او نه یې وسله. هغې یوازې یو بیرغ پورته کړ، خو د یوه پوځ مورال یې بدل کړ.
نو پس میوند یوازې د یوې جګړې نوم نه دی؛ میوند د هغې شېبې نوم دی چې یو غږ، یوه اراده او یوه قرباني د تاریخ په حافظه کې ځای پېدا کوي.
د ايران د سينما پېژندل شوی لوبغاړی او د ټلوېزيون کارکوونکی اکبر عبدي د جمعې په ورځ د زړه د ناڅاپي درېدو له امله د ۶۵ کلونو په عمر ومړ. نوموړی په وروستيو کلونو کې د زړه او پښتورګو د ناروغيو له امله څو ځله روغتون ته لېږدول شوی وو او په تېرو مياشتو کې هم تر درملنې لاندې وو.
د اکبر عبدي د مړينې خبر د ايران دولتي خبري اژانسونو خپور کړی دی.
اکبر عبدي په افغانستان کې هم ډېر مينهوال لرل او د ايران د سينما ګڼو مينهوالو د هغه د بېلابېلو هنري رولونو خوږې خاطرې له ځان سره ساتلې دي.
هغه په ۱۳۳۹ لمريز کال کې په تهران ښار کې زېږېدلی وو او خپل هنري ژوند يې د ۱۳۵۰يمې لسيزې په وروستيو کلونو کې پيل کړ. عبدي په لسګونو سينمايي فلمونو او ټلوېزيوني پروګرامونو کې راڅرګند شو او په ځانګړي ډول د طنزي رولونو په ادا کولو سره د ايران د سينما له تر ټولو نامتو، اغېزناکو او محبوبو لوبغاړو څخه وشمېرل شو.
د هغه له مهمو هنري اثارو څخه د «مادر»، «آدمبرفی»، «هنرپیشه» او «اخراجیها» فلمونه يادېږي. نوموړي د رضا عطاران په لارښوونه جوړ شوي فلم «خوابم میآد» کې د خپل غوره رول له امله د فجر د فلمونو له جشنوارې څخه د غوره نارينه مخکښ لوبغاړي د «بلورين سيمرغ» جايزه هم ترلاسه کړې وه.
د اکبر عبدي د هنري وړتياوو يوه ځانګړې ځانګړنه دا وه، چې د بېلابېلو او رنګارنګ رولونو په ادا کولو کې يې لوړ مهارت درلود. هغه د ښځينه کرکټرونو رولونه هم په برياليتوب سره ترسره کړي وو، چې همدې ځانګړنې هغه ته د ايران د سينما او ټلوېزيون د ليدونکو ترمنځ ځانګړی ځای ورکړی وو.
د هغه د مړينې د خبر له خپرېدو وروسته، ګڼو هنرمندانو، سينماګرانو او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د خواخوږۍ پيغامونه خپاره کړي، د هغه کورنۍ او مينهوالو ته يې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او د ايران د سينما په تاريخ کې يې د هغه تلپاتې هنري ونډه او هغه يادونه وستايل چې د بېلابېلو نسلونو لپاره يې پرې ايښې دي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ټولو خطيبانو ته د جمعې د ورځې د خطبې یو لیکلی لارښود استولی او پهکې یې په ودونو او خوښیو کې پر موسیقۍ، د ښځو او سړو پر ګډو ناستو او «غیرشرعي» رواجونو بندیز لګولی دی.
د دغه وزارت د پرېکړې له مخې، ملا امامان او خطیبان باید د جمعې په لمانځه کې د هېوادوالو د خبرولو لپاره د دغو دودونو د منع کېدو په اړه تبلیغ وکړي.
په دغه لېکلي لارښود کې په ودونو کې د هلک او نجلۍ پر ګډ کېناستلو، د موسیقۍ او سندرو پر غږولو، د پټاقیو پر الوزولو او د ښځو او سړو پر اختلاط سخت بندیز لګول شوی دی. دغه راز په دغه مکتوب کې د ښځو له خوا د نازکو او تنګو جامو اغوستل، د عطرو وهل او له کوره بهر ارایشګاوو ته د ناوې تلل هم د شریعت خلاف عملونه بلل شوي دي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په دغه خطبه کې ویلي، چې د کوژدې او واده پر مهال د هلک او نجلۍ له خوا یو بل ته د ګوتمو په ګوته کول او یا د نکاح تر تړلو وړاندې د یو بل په لاسونو د نکریزو لګول د غیرمسلمانو قومونو دودونه دي او مسلمانان باید ترې ځان وساتي.
په لارښود کې راغلي، چې د نامحرمه هلک او نجلۍ ترمنځ د نږدېوالي دغه ډول دودونه په ټولنه کې د «بېحیایۍ» او «بېغیرتۍ» د خپرېدو لامل ګرځي.
دغه وزارت د هېواد له ټولو خطيبانو غوښتي، چې د جمعې د مبارکې ورځې دغه خطبه په دواړو ژبو پښتو او دري په جوماتونو کې پر خلکو ولولي او هغوی ته د دغو ناوړه دودونو د زیانونو په اړه معلومات ورکړي. د طالبانو د دغه اقدام هدف په ودونو او خوښیو کې د منکراتو او د هغو رواجونو مخنیوی ښودل شوی، چې د دوی په باور، له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي ارقامو له مخې، د طالبانو حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان په عام محضر کې د موسیقۍ، غلا، زنا او مسکراتو په تور په دُرو وهلي دي. که څه هم د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا دغه ډول عامه سزاګانې د بشري حقونو سخت نقض بللی، خو طالبان وایي، چې دغه سزاګانې شرعي حدود دي او پلي کول یې د اسلامي ټولنې د اصلاح لپاره اړین دي.
په زابل کې د پښتو ادب د مشهور کتاب پټې خزانې د لیکوال محمد هوتک د قبر د ساتنې او بیارغونې لومړنۍ چارې د یوه افغان لیکوال په مالي مرسته پیل شوې دي او تمه ده تر یوې میاشتې بشپړې شي.
په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی او اطلاعاتو امر عبدالولي بشرمل ویلي چې د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک د قبر د بیارغونې پروژه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو او د لیکوال محمد معصوم هوتک په مالي ملاتړ عملي کېږي.
د یاد ریاست په وینا، ددې پروژې چارې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.
د زابل د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په دې پروژه کې د محمد هوتک د قبر شاوخوا دېوال او یوه جومات جوړول شامل دي.
بشرمل ویلي، چې د محمد هوتک د قبر د اساسي بیارغونې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم ژمنه کړې ده او تمه لري چې په اساسي ډول ورغول شي.
د زابل اوسېدونکو د پښتو ژبې د مشهور لیکوال محمد هوتک بن داود د قبر بیارغونې هرکلی کړی او وايي، باید لا له وړاندې د دغه مشهور شخصیت قبر رغول شوی وای.
محمد هوتک د کندهار په کوکران سیمه کې زېږیدلی او د پښتو ژبې له مخکښو لیکوالانو شمېرل کېږي. د هغه مړی د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په ممو کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.
پټه خزانه د پښتو ادبیاتو له مهمو او تاریخي اثارو شمېرل کیږي چې د پښتو ژبې، ادب او کلتور په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. په دې اثر کې د پښتو ادب ګڼ نومیالي شاعران معرفي شوي او د پښتني فرهنګ، تاریخي روایتونو، ژبنیو ارزښتونو او ادبي میراث بېلابېل اړخونه پکې خوندي شوي دي.