• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د میوند ملاله؛ د یوې لنډۍ، یوه بیرغ او یوې تاریخي جګړې کیسه

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۶ GMT+۱

د میوند جګړه د یوې داسې جګړې، یوه قوماندان او یوې پېغلې کیسه ده، چې نږدې یوه نیمه پېړۍ وروسته هم ژوندۍ ده. د میوند ملاله؛ هغه نوم چې د تاریخي روایتونو له مخې، د جګړې په یوه حساسه شېبه کې یې د افغان سرتېرو روحیه بدله کړه او ناکامه شوې جګړې ته یې بریا ورکړه.

۲۷ جولای، ۱۸۸۰ کال د کندهار د میوند په دښتو کې د توپونو غږ پورته کېږي، د اسونو منډې روانې دي او د زرګونو سرتېرو چیغې د جګړې فضا ډکوي.

یوه خوا د برېتانوي امپراتورۍ منظم او مجهز پوځ ولاړ دی؛ هغه امپراتوري چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د نړۍ له سترو قدرتونو څخه وه او پراخې سیمې یې تر واک لاندې وې.

بله خوا افغان ځواکونه دي، چې د خپلې خاورې، سیاسي راتلونکي او د بهرني نفوذ پر وړاندې د مقاومت لپاره جګړه کوي.

خو د دې جګړې په منځ کې یو داسې نوم هم راڅرګندېږي چې نه د یوه جنرال و او نه د یوه پاچا او نه هم د یو سرتېري؛ بلکې د یوې ځوانې افغانې پېغلې نوم و: د میوند ملاله.

خو میوند ولې دومره مهمه جګړه وه؟ ایوب خان څوک و؟ او د ملالۍ کیسه تر کومه ځایه تاریخي حقیقت او تر کومه ځایه ولسي روایت دی؟

د دوو امپراتوریو سیالي

د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې افغانستان د نړۍ د دوو سترو قدرتونو؛ بریتانیا او روسیې، ترمنځ د سیالۍ په مرکز کې و.

دې جیوپولیټیکې سیالۍ ته تاریخ کې د «سترې لوبې» نوم ورکړل شوی دی.

بریتانیا اندېښنه لرله چې د روسیې نفوذ به د افغانستان له لارې د هند پر لور پراخ شي؛ هغه سیمه چې د بریتانوي امپراتورۍ تر ټولو مهمه مستعمره ګڼل کېده.

له همدې امله، بریتانیا هڅه کوله چې د افغانستان پر بهرني سیاست خپل نفوذ زیات کړي. د کابل او لندن ترمنځ اختلافات بالاخره د دویمې انګلیس ـ افغان جګړې سبب شول، چې له ۱۸۷۸ څخه تر ۱۸۸۰ کال پورې یې دوام وکړ.

دا جګړه یوازې د دوو پوځونو ترمنځ جګړه نه وه؛ بلکې د سیمې د راتلونکي نفوذ او سیاسي توازن لپاره یوه لویه سیالي وه.

100%

ایوب خان؛ د میوند جګړې قوماندان څوک و؟

د میوند جګړې په تاریخ کې د افغان ځواکونو مهم قوماندان ایوب خان و.

ایوب خان د افغانستان د امیر شیر علي خان زوی و او د یوه پوځي مشر په توګه پېژندل کېده. هغه په داسې وخت کې د جګړې مشري پر غاړه واخیسته چې افغانستان له سیاسي بې ثباتۍ او بهرني فشار سره مخ و.

کله چې بریتانوي ځواکونه د کندهار پر لور د حرکت په حال کې وو، ایوب خان خپل ځواکونه راټول کړل او هڅه یې وکړه چې د هغوی د پرمختګ مخه ونیسي.

د هغه هدف دا و، چې د افغانستان په خاوره کې د بریتانوي پوځي حضور پر وړاندې مقاومت وکړي.

د میوند خونړۍ جګړه او ملاله

د ۱۸۸۰ کال د جولای په ۲۷مه، د کندهار د میوند په سیمه کې افغان او بریتانوي ځواکونه سره مخامخ شول.

د بریتانوي ځواکونو مشري جنرال جورج برروز کوله. د هغوی پوځ منظم جوړښت، عصري وسلې او توپونه لرل.

خو افغان ځواکونو د سیمې له پېژندنې، د جګړې له تجربې او قوي مقاومت څخه استفاده وکړه.

جګړه سخته او خونړۍ وه. دواړو لورو ته درانه تلفات واوښتل، خو د ورځې په پای کې افغان ځواکونو د بریتانوي پوځ پر وړاندې بریا خپله کړه او بریتانوي ځواکونه د شاتګ لپاره اړ شول.

که څه هم میوند د جنرالانو او پوځونو جګړه وه، خو د دې جګړې تر ټولو مشهوره کیسه د یوې ځوانې پېغلې ده.

د تاریخي روایتونو له مخې، ملالۍ د میوند یوه ځوانه افغانه پېغله وه چې د جګړې په سیمه کې موجوده وه.

کله چې افغان جنګیالي له سخت حالت سره مخ شول او د جګړې روحیه کمزورې کېدله، ملالۍ د هغوی د هڅونې لپاره یوه لنډۍ وویله:

که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د روایتونو له مخې، هغې د افغان بیرغ د لوېدو پر مهال پورته کړ او د سرتېرو روحیه یې بېرته پیاوړې کړه.

ویل کېږي چې ملالۍ په همدې جګړه کې ووژل شوه، خو نوم یې د افغان ولس په حافظه کې د زړورتیا او قربانۍ د سمبول په توګه پاتې شو.

100%

د ملالۍ کیسه؛ تاریخ که ولسي روایت؟

د ملالۍ د رول په اړه ټول جزییات په معاصرو تاریخي اسنادو کې په یوه کچه نه دي ثبت شوي.

ځینې تاریخپوهان د هغې کیسه د شفاهي روایتونو برخه بولي، خو دا خبره روښانه ده چې ملالۍ د افغانستان په تاریخي او فرهنګي حافظه کې د میوند جګړې یوه مهمه نښه ګرځېدلې ده.

د هغې نوم د دې لپاره ژوندی پاتې دی چې د جګړې په یوه حساس وخت کې د مقاومت او قربانۍ یوه بېلګه ګڼل کېږي.

د میوند جګړه نږدې یو نیمه پېړۍ وړاندې وشوه، خو د هغې پوښتنې لا هم ژوندۍ دي:

ایا تاریخ یوازې د هغو کسانو نومونه ساتي چې تاجونه یې پر سر وو؟ که د هغو کسانو هم چې په یوه مهمه شېبه کې یې د بدلون لپاره غږ پورته کړ؟

ایوب خان د یوه پوځ قوماندان و؛ خو ملالۍ د یوې داسې ارادې سمبول شوه چې نه یې پوځي رتبه لرله او نه یې وسله. هغې یوازې یو بیرغ پورته کړ، خو د یوه پوځ مورال یې بدل کړ.

نو پس میوند یوازې د یوې جګړې نوم نه دی؛ میوند د هغې شېبې نوم دی چې یو غږ، یوه اراده او یوه قرباني د تاریخ په حافظه کې ځای پېدا کوي.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

•
•
•

نور کیسې

د هیلو کړکۍ غورځنګ: نړۍ دې د افغان ښځو د حقونو لپاره بېړنی اقدام وکړي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱
100%

د «هیلو کړکۍ» په نوم د ښځو د حقونو غورځنګ د «د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړئ» تر شعار لاندې یو نړیوال کمپاین پیل کړی او د جنسیتي اپارتاید او په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره یې د بېړنیو نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغه کمپاین، چې تېره ورځ پیل شوی، موخه یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې همغږۍ، ملاتړ او عملي اقدام جلبول بلل شوې ده.

دغه غورځنګ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د مرستې لپاره دغه نړیواله غوښتنه د افغانستان د میلیونونو ښځو غږ دی، هغه ښځې چې د دوی په وینا، نن د خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لکه د زده‌کړو، کار، ازادۍ، امنیت او په ټولنیزو چارو کې د ګډون له حقه بې‌برخې دي.

دغه غورځنګ ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د لسګونو محدودوونکو فرمانونو په صادرولو سره ښځې په سیستماتیک ډول له تعلیمي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو ایستل شوې دي.

د کمپاین په ترڅ کې د «د ښځو وژنه ودروئ»، «عدالت، نه غچ» او «د ښځو حقونه، بشري حقونه دي»شعارونه هم پورته شوي او د افغانستان د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه اعتراض څرګند شوی دی.

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو، حکومتونو، پارلمانونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالو رسنیو غوښتي چې د «د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړئ» کمپاین سره یوځای شي، د افغان ښځو غږ نړۍ ته ورسوي او د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو، د طالبانو د حساب ورکولو او د افغانستان د ښځو او نجونو د عملي ملاتړ لپاره اغېزمن او بېړني اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو چارواکی وايي طالبان دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې د دې ادارې د اجراییه مدیر محمد ناصري افغانستان ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او د مرستندویه بنسټونو، په ځانګړي ډول د ښځینه کارکوونکو، د فعالیتونو پر وړاندې بندیزونه پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په وینا، محمد ناصري د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې له ډیپلوماتیکو شریکانو او طالب چارواکو سره لیدلي دي.

هغه ټینګار کړی چې د مرستندویه بنسټونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځینه کارکوونکو، پر فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه باید لغوه شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دغه لیدنې د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د لا زیات ملاتړ د جلبولو او د مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو د کمولو په موخه ترسره شوې دي. محمد ناصري همدارنګه ویلي، سره له دې چې نړۍ له ګڼو کړکیچونو سره مخ ده، ملګري ملتونه به د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو پر زده کړو، کار او په عامه ژوند کې پراخ محدودیتونه لګولي دي. ملګرو ملتونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې دغه محدودیتونه لغوه کړي او دا یې د افغانستان د ښځو او نجونو د اساسي حقونو نقض بللی دی.

افغان ښځې: زموږ له ګډون پرته د افغانستان سیاسي بهیر جوړول به پایله ونه لري

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۹ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ د افغانستان د ۳۰ څخه زیاتو مدني بنسټونو او د هېواد دننه د شاوخوا ۴۵۰ ښځو په سلا مشوره، انتونیو ګوتېرش او د امنیت شورا غړو ته یو پرانیستی لیک استولی او د افغانستان په اړه یې د ملګرو ملتونو په سیاسي بهیر کې د افغان ښځو د اغېزمن ګډون غوښتنه کړې ده.

په لیک کې له یوناما غوښتل شوي چې د افغانستان دننه او بهر له افغان ښځو، دیموکراتیکو ځواکونو، د مدني ټولنې استازو او سیاسي لورو سره د منظمې اړیکې یو رسمي میکانیزم رامنځته کړي.

لیک ټینګار کوي چې دا اړیکې باید یوازې د مشورو تر کچې محدودې نه وي، بلکې افغان ښځې او نور اړوند لوري باید د افغانستان د سیاسي راتلونکي په ټاکلو کې عملي او اغېزناک رول ولري.

په لیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک د سپارښتنو د بشپړ عملي کېدو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارلو، د سیاسي پرمختګ د ارزونې لپاره د روښانه او ټاکلي مهالوېش، د یوناما د شفافیت او حساب ورکونې د پیاوړتیا او د سیاسي خبرو اترو په ټولو پړاوونو کې د ښځو د بشپړ، برابر او ماناداره ګډون غوښتنه هم شوې ده.

د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ ویلي، ملګري ملتونه باید د دغو وړاندیزونو د عملي کولو له لارې د داسې باور وړ او ټول‌شموله سیاسي بهیر لپاره زمینه برابره کړي چې د افغانستان د ټولو وګړو اراده په کې منعکس شي.

د ايران د سينما نوميالی لوبغاړی اکبر عبدي ومړ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
100%

د ايران د سينما پېژندل شوی لوبغاړی او د ټلوېزيون کارکوونکی اکبر عبدي د جمعې په ورځ د زړه د ناڅاپي درېدو له امله د ۶۵ کلونو په عمر ومړ. نوموړی په وروستيو کلونو کې د زړه او پښتورګو د ناروغيو له امله څو ځله روغتون ته لېږدول شوی وو او په تېرو مياشتو کې هم تر درملنې لاندې وو.

د اکبر عبدي د مړينې خبر د ايران دولتي خبري اژانسونو خپور کړی دی.

اکبر عبدي په افغانستان کې هم ډېر مينه‌وال لرل او د ايران د سينما ګڼو مينه‌والو د هغه د بېلابېلو هنري رولونو خوږې خاطرې له ځان سره ساتلې دي.

هغه په ۱۳۳۹ لمريز کال کې په تهران ښار کې زېږېدلی وو او خپل هنري ژوند يې د ۱۳۵۰يمې لسيزې په وروستيو کلونو کې پيل کړ. عبدي په لسګونو سينمايي فلمونو او ټلوېزيوني پروګرامونو کې راڅرګند شو او په ځانګړي ډول د طنزي رولونو په ادا کولو سره د ايران د سينما له تر ټولو نامتو، اغېزناکو او محبوبو لوبغاړو څخه وشمېرل شو.

د هغه له مهمو هنري اثارو څخه د «مادر»، «آدم‌برفی»، «هنرپیشه» او «اخراجی‌ها» فلمونه يادېږي. نوموړي د رضا عطاران په لارښوونه جوړ شوي فلم «خوابم می‌آد» کې د خپل غوره رول له امله د فجر د فلمونو له جشنوارې څخه د غوره نارينه مخکښ لوبغاړي د «بلورين سيمرغ» جايزه هم ترلاسه کړې وه.

د اکبر عبدي د هنري وړتياوو يوه ځانګړې ځانګړنه دا وه، چې د بېلابېلو او رنګارنګ رولونو په ادا کولو کې يې لوړ مهارت درلود. هغه د ښځينه کرکټرونو رولونه هم په برياليتوب سره ترسره کړي وو، چې همدې ځانګړنې هغه ته د ايران د سينما او ټلوېزيون د ليدونکو ترمنځ ځانګړی ځای ورکړی وو.

د هغه د مړينې د خبر له خپرېدو وروسته، ګڼو هنرمندانو، سينماګرانو او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د خواخوږۍ پيغامونه خپاره کړي، د هغه کورنۍ او مينه‌والو ته يې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او د ايران د سينما په تاريخ کې يې د هغه تلپاتې هنري ونډه او هغه يادونه وستايل چې د بېلابېلو نسلونو لپاره يې پرې ايښې دي.

خطیبانو ته د طالبانو لارښود: خلک وپوهوئ چې ودونو کې د هلک او نجلۍ ګډ کېنول غیر شرعي کار دی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ټولو خطيبانو ته د جمعې د ورځې د خطبې یو لیکلی لارښود استولی او په‌کې یې په ودونو او خوښیو کې پر موسیقۍ، د ښځو او سړو پر ګډو ناستو او «غیرشرعي» رواجونو بندیز لګولی دی.

د دغه وزارت د پرېکړې له مخې، ملا امامان او خطیبان باید د جمعې په لمانځه کې د هېوادوالو د خبرولو لپاره د دغو دودونو د منع کېدو په اړه تبلیغ وکړي.

په دغه لېکلي لارښود کې په ودونو کې د هلک او نجلۍ پر ګډ کېناستلو، د موسیقۍ او سندرو پر غږولو، د پټاقیو پر الوزولو او د ښځو او سړو پر اختلاط سخت بندیز لګول شوی دی. دغه راز په دغه مکتوب کې د ښځو له خوا د نازکو او تنګو جامو اغوستل، د عطرو وهل او له کوره بهر ارایشګاوو ته د ناوې تلل هم د شریعت خلاف عملونه بلل شوي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په دغه خطبه کې ویلي، چې د کوژدې او واده پر مهال د هلک او نجلۍ له خوا یو بل ته د ګوتمو په ګوته کول او یا د نکاح تر تړلو وړاندې د یو بل په لاسونو د نکریزو لګول د غیرمسلمانو قومونو دودونه دي او مسلمانان باید ترې ځان وساتي.

په لارښود کې راغلي، چې د نامحرمه هلک او نجلۍ ترمنځ د نږدېوالي دغه ډول دودونه په ټولنه کې د «بې‌حیایۍ» او «بې‌غیرتۍ» د خپرېدو لامل ګرځي.

دغه وزارت د هېواد له ټولو خطيبانو غوښتي، چې د جمعې د مبارکې ورځې دغه خطبه په دواړو ژبو پښتو او دري په جوماتونو کې پر خلکو ولولي او هغوی ته د دغو ناوړه دودونو د زیانونو په اړه معلومات ورکړي. د طالبانو د دغه اقدام هدف په ودونو او خوښیو کې د منکراتو او د هغو رواجونو مخنیوی ښودل شوی، چې د دوی په باور، له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي ارقامو له مخې، د طالبانو حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان په عام محضر کې د موسیقۍ، غلا، زنا او مسکراتو په تور په دُرو وهلي دي. که څه هم د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا دغه ډول عامه سزاګانې د بشري حقونو سخت نقض بللی، خو طالبان وایي، چې دغه سزاګانې شرعي حدود دي او پلي کول یې د اسلامي ټولنې د اصلاح لپاره اړین دي.