یو افغان: د طالبانو په واکمنۍ کې هغه نجونې پېغلې شوې چې له زدهکړو بېبرخې شوې دي

یو افغان افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د ۲۰۲۱کال د اګست تر ۱۵مې وروسته کلیز یوازې د ورځو پاڼې نه اړوي؛ بلکې هره پاڼه یې د تر وړل شویو هیلو، د خاموشه ښوونځیو، ویجاړو کورونو، جبري جلاوطنۍ او هغو اوښکو کیسه کوي چې لاهم وچې شوې نهدي.
هغه د افغانستان تر سقوط وروسته وضعیت ته په اشاره زیاتوي، د طالبانو تر واک لاندې پنځو کلونو کې هغه نجونې پېغلې شوې چې هیڅکله یې ښوونځي ته د تګ اجازه ترلاسه نهکړه، مېندې په انتظار پاتې شوې، خبریالان خاموشه شول او حقیقت درنه بیه پرې کړه.
دغه افغان وايي، د اګست ۱۵مه یوازې د سقوط کیسه نهده؛ بلکې د هغه خلکو د مقاومت کیسه هم ده، چې د ګواښونو، ځپنې او سختیو سره، سره لاهم د ازادۍ، عدالت او انساني کرامت لپاره ولاړ دي.
د نوموړي له نظره: «موږ د اګست ۱۵مه نه هېروو، ځکه هېرول د ظلم لپاره تر ټولو ستره بریا ده». دغه افغان همدارنګه د خپلو څرګندونو پر دوام زیاتوي: «موږ چوپ نه پاتې کېږو، د عدالت غوښتنې له لارې نه اوړو او باور لرو، چې حقیقت د تل لپاره نهشي خاموشېدای».
