په بلخ کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي

بلخ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي، د مزارشریف–حیرتان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

بلخ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي، د مزارشریف–حیرتان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دا پېښه تیره ورځ جمعه د یو فوربکس موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې.
خبر پاڼه زیاتوي چې په پېښه کې ټپیان د امنیتي ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي او د مړ شوي کس جسد یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
افغانستان کې په وروستیو کې ترافیکي پیښې زیاتې شوې چې لامل یې د موټر چلونکي ناپامي، د سړکونو او لارو خرابۍ او ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه ښودل شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د افغانستان څانګې، د مور د شیدو د نړیوالې اوونۍ په مناسبت ویلي، د مور شیدې د ماشومانو د سالمې ودې، پیاوړي معافیت او ښه پرمختګ لپاره مهم رول لري او له کورنیو او ټولنو یې غوښتي چې د افغان میندو د شیدو ورکولو له حق څخه ملاتړ وکړي.
دغه سازمان په یوه خپاره کړې پیغام کې ویلي چې د مور شیدې ماشوم ته اړین خوراکي مواد برابروي، د هغه د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د سالمې ودې او پرمختګ ملاتړ کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د دفتر مرستیالې استازې، ډاکټرې موکتا شارما، له کورنیو او ټولنو غوښتي چې په افغانستان کې د هرې مور د شیدو ورکولو له حق څخه ملاتړ او ساتنه وکړي.
هغې ویلي، د مور شیدې ورکول یوازې د ماشوم د تغذیې لپاره نه دي، بلکې د ماشوم د روغتیا او راتلونکې ودې لپاره هم مهم بنسټ جوړوي.
د مور د شیدو نړیواله اوونۍ هر کال د اګسټ میاشتې له اولې تر ۷مې نیټې د دې لپاره لمانځل کېږي چې د ماشومانو د روغتیا، تغذیې او د میندو د ملاتړ په برخه کې د شیدو ورکولو اهمیت روښانه شي.
افغانستان کې دغه اوونۍ داسې مهال رارسیږي چې د نړۍوالې ټولنې د راپورونو له مخې میلیونونه میندې او ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په درېیو کرنیزو مرکزونو کې د اروپایي ټولنې او سویس په مالي ملاتړ بزګرانو ته د ۳،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۹ قلمه بېلابېل کرنیز ماشینونه او وسایل وېشل شوي دي.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په خپره شوې په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کرنیز وسایل د ننګرهار د کرنې ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړیوالې شورا (DRC) په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او سویس په مالي ملاتړ برابر او ووېشل شول.
د خبرپاڼې له مخې، دغه وسایل د هسکې مېنې ولسوالۍ په درېیو کرنیزو مرکزونو کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه ورکړل شوي دي.
د کرنیزو ماشینونو او وسایلو د ډولونو په اړه په خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې په هرات ولایت کې یې د طالبانو د ګزمې پر موټر برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي.
د مقاومت جبهې په ایکس کې ویلي، برید د پنجشنبې په شپه، د زمري په ۸مه، شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د هرات د «بند پاشدان» په سیمه کې شوی دی.
د جبهې په وینا، په برید کې وژل شوي کسان د طالبانو د الفاروق قول اردو د لومړي لوا غړي وو.
ملي مقاومت جبهې ویلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د طالبانو پر وړاندې «هدفمند بریدونه» دوام لري او ادعا کوي چې دغه بریدونه د خلکو او هېواد د طالبانو له واک څخه د «ازادۍ» لپاره ترسره کېږي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د صنعت او کانونو خونه وایي، له هرات ولایت څخه د قیمتي او معدني ډبرو صادرات د اروپا، امریکا او د منځنۍ اسیا هېوادونو بازارونو ته پراخ شوي دي.
په هرات کې د طالبانو د صنعت او کانونو خونې ویلي چې له دغه ولایت څخه د معدني ډبرو د صادراتو کچه لوړه شوې او اوس دغه توکي د ایران، چین، ترکمنستان، اروپا، استرالیا او امریکا بازارونو ته لېږدول کېږي.
د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د تورو معدني ډبرو یوه ۵۰ ټنه محموله امریکا ته صادره شوې ده.
تر دې مخکې د هرات د طالبانو رسنیز دفتر ویلي وو چې د دغه ولایت د صادراتي ډبرو لومړۍ جوپه، چې شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي ډالر ارزښت لري، د امریکا بازار ته استول شوې ده. د دغه دفتر په وینا، په دې محموله کې د هرات د زندهجان ولسوالۍ د کانونو تورې ډبرې شاملې وې.
هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه دی، چې د کانونو، سوداګریز موقعیت او صنعتي ظرفیتونو له امله د هېواد په اقتصادي فعالیتونو او صادراتو کې مهم رول لري
د طالبانو تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له ازبکستان سره یې د برېښنا په برخه کې د تخنیکي معیارونو د پلي کولو، د لابراتوارونو د معیاري کولو او د خپلو کارکوونکو د تخنیکي ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
ددغه ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د برېښنا شرکت د عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د ازبکستان د وزیرانو شورا اړوند د تخنیکي مقرراتو ادارې له رییس ډاکټر اکمل جومانظروف سره د لیدنې پر مهال د برېښنا په برخه کې د تخنیکي معیارونو، د ازمایښتي لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو او د نړیوالو معیارونو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.
ملا عبدالحق همکار له ازبکستاني چارواکو وغوښتل چې د برېښنا شرکت د ازمایښتي وسایلو د نړیوالو معیارونو له مخې د کالیبراسیون، د لابراتوارونو د معیاري کولو او د ګرځنده لابراتوارونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي، څو د برېښنا شبکې تخنیکي ستونزې په چټکۍ او دقت تشخیص او حل شي.
د خبرپاڼه کې له مخې، د ازبکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې هم د برېښنا شرکت د کارکوونکو د تخنیکي ظرفیت لوړولو، د وسایلو د کالیبراسیون، تخصصي روزنیزو پروګرامونو او ګرځنده لابراتوارونو د برابرولو په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
دواړو لورو د تخنیکي تجربو د تبادلې، د نړیوالو معیارونو د پلي کولو او د برېښنا سکتور د کیفیت او اعتبار د لوړولو لپاره د دوامدارې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.