د روسیې د اوسپنې پټلۍ استازی د پټلۍ د پراختیا لپاره افغانستان ته راځي

د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې استازي ایوان تونکیخ ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته سفر وکړي او د اوسپنې پټلۍ د شبکې د پراختیا په اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې استازي ایوان تونکیخ ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته سفر وکړي او د اوسپنې پټلۍ د شبکې د پراختیا په اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.
په عشقاباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست فضل محمد صابر له ایوان تونکیخ سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د پانګونې، صنعت، کرنې، سوداګرۍ او نورو اقتصادي برخو د پانګونې فرصتونه ورسره شریک کړي دي.
د طالبانو سفارت په ایکس کې ویلي، د روسیې د اوسپنې پټلۍ استازي د شمال ـ جنوب دهلېز د پراختیا او د اقینې او تورغونډۍ بندرونو کې د ګمرکي تعرفو د کمېدو او د چارو د اسانتیا په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، تونکیخ په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال به د اوسپنې پټلۍ د لارو د پراختیا په اړه له اړوندو افغان ادارو سره خبرې وکړي.
په لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار کړی دی.