په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني محصلین د تورخم له لارې د ستنېدو غوښتنه کوي

په افغانستان کې د زدهکړو بوخت شاوخوا ۹۱۳ پاکستاني محصلینو په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه غوښتي چې د تورخم له لارې دې ورته د ستنېدو لپاره ژر تر ژره اسانتیاوې برابرې کړي.

په افغانستان کې د زدهکړو بوخت شاوخوا ۹۱۳ پاکستاني محصلینو په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه غوښتي چې د تورخم له لارې دې ورته د ستنېدو لپاره ژر تر ژره اسانتیاوې برابرې کړي.
د محصلینو له لوري پاکستاني سفارت ته په استول شوي لیک کې ویل شوي چې په پوهنتونونو کې د اوړي رخصتۍ پیل شوې دي او غواړي خپلو کورونو ته ستانه شي.
دوی ویلي، د طالبانو حکومت لا دمخه ورته د تورخم له لارې پاکستان ته د تګ اجازه ورکړې، خو د بېرته ستنېدو لپاره د پاکستاني چارواکو د لازمې همغږۍ او ترتیباتو په تمه دي.
د محصلینو په وینا، په افغانستان کې اوږد پاتې کېدل ورته مالي او د سفر ستونزې رامنځته کړې دي، او غواړي د نوي تعلیمي سمسټر له پیل مخکې له خپلو کورنیو سره هم وویني.
دوی له پاکستاني سفارت څخه غوښتنه کړې چې د دوی د ژر تر ژره ستنېدو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د تاجیکستان د ټرانسپورټ وزارت اعلان کړی چې د تاجیکستان، ایران او افغانستان د نوي ټرانزیټي دهلېز لومړنی ازمایښتي سفر به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې ترسره شي.
د یاد وزارت په وینا، په دې ازمایښتي سفر کې به د تاجیکستان او ایران ترمنځ سوداګریز توکي د افغانستان له لارې ولېږدول شي.
چارواکي وایي، په راتلونکو پړاوونو کې به دغه ټرانزیټي دهلېز د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو او چین بازارونو ته هم وغځول شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، درې واړو هېوادونو تر دې وړاندې د دې دهلېز د جوړېدو لپاره درېاړخیزه هوکړه لاسلیک کړې او د پروژې د عملي کېدو لپاره یې ګډه کاري ډله هم جوړه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو یا د نومبر په لومړیو کې د افغانستان، تاجیکستان او ایران استازي په کابل کې د دې پروژې د پرمختګ د ارزونې لپاره ګډه غونډه ترسره کړي.
د دغه ټرانزیټي دهلېز موخه د سیمهییزې سوداګرۍ پراخول، د ترانزیټي لارو پیاوړتیا او د افغانستان له لارې د توکو د لېږد اسانتیا بلل شوې ده.
د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې استازي ایوان تونکیخ ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته سفر وکړي او د اوسپنې پټلۍ د شبکې د پراختیا په اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.
په عشقاباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست فضل محمد صابر له ایوان تونکیخ سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د پانګونې، صنعت، کرنې، سوداګرۍ او نورو اقتصادي برخو د پانګونې فرصتونه ورسره شریک کړي دي.
د طالبانو سفارت په ایکس کې ویلي، د روسیې د اوسپنې پټلۍ استازي د شمال ـ جنوب دهلېز د پراختیا او د اقینې او تورغونډۍ بندرونو کې د ګمرکي تعرفو د کمېدو او د چارو د اسانتیا په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، تونکیخ په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال به د اوسپنې پټلۍ د لارو د پراختیا په اړه له اړوندو افغان ادارو سره خبرې وکړي.
په لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د افغانستان څانګې، د مور د شیدو د نړیوالې اوونۍ په مناسبت ویلي، د مور شیدې د ماشومانو د سالمې ودې، پیاوړي معافیت او ښه پرمختګ لپاره مهم رول لري او له کورنیو او ټولنو یې غوښتي چې د افغان میندو د شیدو ورکولو له حق څخه ملاتړ وکړي.
دغه سازمان په یوه خپاره کړې پیغام کې ویلي چې د مور شیدې ماشوم ته اړین خوراکي مواد برابروي، د هغه د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د سالمې ودې او پرمختګ ملاتړ کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د دفتر مرستیالې استازې، ډاکټرې موکتا شارما، له کورنیو او ټولنو غوښتي چې په افغانستان کې د هرې مور د شیدو ورکولو له حق څخه ملاتړ او ساتنه وکړي.
هغې ویلي، د مور شیدې ورکول یوازې د ماشوم د تغذیې لپاره نه دي، بلکې د ماشوم د روغتیا او راتلونکې ودې لپاره هم مهم بنسټ جوړوي.
د مور د شیدو نړیواله اوونۍ هر کال د اګسټ میاشتې له اولې تر ۷مې نیټې د دې لپاره لمانځل کېږي چې د ماشومانو د روغتیا، تغذیې او د میندو د ملاتړ په برخه کې د شیدو ورکولو اهمیت روښانه شي.
افغانستان کې دغه اوونۍ داسې مهال رارسیږي چې د نړۍوالې ټولنې د راپورونو له مخې میلیونونه میندې او ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په درېیو کرنیزو مرکزونو کې د اروپایي ټولنې او سویس په مالي ملاتړ بزګرانو ته د ۳،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۹ قلمه بېلابېل کرنیز ماشینونه او وسایل وېشل شوي دي.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په خپره شوې په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کرنیز وسایل د ننګرهار د کرنې ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړیوالې شورا (DRC) په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او سویس په مالي ملاتړ برابر او ووېشل شول.
د خبرپاڼې له مخې، دغه وسایل د هسکې مېنې ولسوالۍ په درېیو کرنیزو مرکزونو کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه ورکړل شوي دي.
د کرنیزو ماشینونو او وسایلو د ډولونو په اړه په خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې په هرات ولایت کې یې د طالبانو د ګزمې پر موټر برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي.
د مقاومت جبهې په ایکس کې ویلي، برید د پنجشنبې په شپه، د زمري په ۸مه، شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د هرات د «بند پاشدان» په سیمه کې شوی دی.
د جبهې په وینا، په برید کې وژل شوي کسان د طالبانو د الفاروق قول اردو د لومړي لوا غړي وو.
ملي مقاومت جبهې ویلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د طالبانو پر وړاندې «هدفمند بریدونه» دوام لري او ادعا کوي چې دغه بریدونه د خلکو او هېواد د طالبانو له واک څخه د «ازادۍ» لپاره ترسره کېږي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.