هرات کې د طالبانو ګزمې پر موټر برید؛ مقاومت جبهه د دوو کسانو د وژلو ادعا کوي

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې په هرات ولایت کې یې د طالبانو د ګزمې پر موټر برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې په هرات ولایت کې یې د طالبانو د ګزمې پر موټر برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي.
د مقاومت جبهې په ایکس کې ویلي، برید د پنجشنبې په شپه، د زمري په ۸مه، شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د هرات د «بند پاشدان» په سیمه کې شوی دی.
د جبهې په وینا، په برید کې وژل شوي کسان د طالبانو د الفاروق قول اردو د لومړي لوا غړي وو.
ملي مقاومت جبهې ویلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د طالبانو پر وړاندې «هدفمند بریدونه» دوام لري او ادعا کوي چې دغه بریدونه د خلکو او هېواد د طالبانو له واک څخه د «ازادۍ» لپاره ترسره کېږي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د صنعت او کانونو خونه وایي، له هرات ولایت څخه د قیمتي او معدني ډبرو صادرات د اروپا، امریکا او د منځنۍ اسیا هېوادونو بازارونو ته پراخ شوي دي.
په هرات کې د طالبانو د صنعت او کانونو خونې ویلي چې له دغه ولایت څخه د معدني ډبرو د صادراتو کچه لوړه شوې او اوس دغه توکي د ایران، چین، ترکمنستان، اروپا، استرالیا او امریکا بازارونو ته لېږدول کېږي.
د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د تورو معدني ډبرو یوه ۵۰ ټنه محموله امریکا ته صادره شوې ده.
تر دې مخکې د هرات د طالبانو رسنیز دفتر ویلي وو چې د دغه ولایت د صادراتي ډبرو لومړۍ جوپه، چې شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي ډالر ارزښت لري، د امریکا بازار ته استول شوې ده. د دغه دفتر په وینا، په دې محموله کې د هرات د زندهجان ولسوالۍ د کانونو تورې ډبرې شاملې وې.
هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه دی، چې د کانونو، سوداګریز موقعیت او صنعتي ظرفیتونو له امله د هېواد په اقتصادي فعالیتونو او صادراتو کې مهم رول لري
د طالبانو تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له ازبکستان سره یې د برېښنا په برخه کې د تخنیکي معیارونو د پلي کولو، د لابراتوارونو د معیاري کولو او د خپلو کارکوونکو د تخنیکي ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
ددغه ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د برېښنا شرکت د عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د ازبکستان د وزیرانو شورا اړوند د تخنیکي مقرراتو ادارې له رییس ډاکټر اکمل جومانظروف سره د لیدنې پر مهال د برېښنا په برخه کې د تخنیکي معیارونو، د ازمایښتي لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو او د نړیوالو معیارونو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.
ملا عبدالحق همکار له ازبکستاني چارواکو وغوښتل چې د برېښنا شرکت د ازمایښتي وسایلو د نړیوالو معیارونو له مخې د کالیبراسیون، د لابراتوارونو د معیاري کولو او د ګرځنده لابراتوارونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي، څو د برېښنا شبکې تخنیکي ستونزې په چټکۍ او دقت تشخیص او حل شي.
د خبرپاڼه کې له مخې، د ازبکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې هم د برېښنا شرکت د کارکوونکو د تخنیکي ظرفیت لوړولو، د وسایلو د کالیبراسیون، تخصصي روزنیزو پروګرامونو او ګرځنده لابراتوارونو د برابرولو په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
دواړو لورو د تخنیکي تجربو د تبادلې، د نړیوالو معیارونو د پلي کولو او د برېښنا سکتور د کیفیت او اعتبار د لوړولو لپاره د دوامدارې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د ایرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له پیلېدو مخکې یې امنیتي تدابیر بشپړ کړي، ځکه د دغو سیالیو پر مهال د اعتراضونو د ترسره کېدو احتمال شته.
د ایرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، د شمالي ایرلنډ له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ یې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره لازم امنیتي پلانونه جوړ کړي دي.
د افغانستان پر وړاندې د دې لوبلړۍ د ترسره کېدو پرېکړه د یو شمېر مینهوالو او د بشري حقونو د فعالانو له نیوکو سره مخ شوې ده.
منتقدان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او ټولنیز ژوند سخت محدودیتونه لګېدلي او د افغانستان د لوبډلې کوربهتوب باید له دې وضعیت څخه جلا ونه ګڼل شي.
ټاکل شوې ده د دغې لوبلړۍ لومړۍ دوه سیالۍ راتلونکې اوونۍ د شمالي ایرلنډ په بریډي لوبغالي او درې نورې لوبې د اګست په ۱۰، ۱۲ او ۱۵مه د سټورمونټ په لوبغالي کې ترسره شي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د اعتراض سولهییز حق باید خوندي وي او دا سیالۍ باید د طالبانو لپاره د تبلیغاتي وسیلې په توګه ونه کارول شي.
د سازمان ویاند فېلېکس جېکنز ویلي، د ایرلنډ کرېکټ بورډ او د کرېکټ نړیواله شورا باید ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت د نړیوالو له پامه ونه غورځول شي او دغه لوبلړۍ د طالبانو د تبلیغاتو لامل نه شي.
بلخوا د شمالي ایرلنډ پولیسو ویلي، د بیان ازادي او سولهییز اعتراض د خلکو قانوني حق دی، خو دا حق باید د نورو د حقونو، عامه امنیت او د قانون د حاکمیت په چوکاټ کې ترسره شي.
د ایرلنډکرېکټ بورډ مشرې سارا کین هم منلې چې د افغانستان د ښځو وضعیت اندېښمنوونکی دی او ویلي یې دي چې له همدې امله د کرکټ نړیوالې شورا په هغه کاري ډلې کې شامله شوې چې موخه یې د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې ته د ۲۰۳۰ کال تر پایه د نړیوالو سیالیو د غوراوي پړاوونو ته د رسېدو زمینه برابرول دي.
د پخوانۍ اسټرالیايي لوبغاړې مېل جونز په وینا، دغه پروګرام به د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره د سیالیو او پرمختګ یو اوږدمهاله فرصت رامنځته کړي، که څه هم دوی به د افغانستان په نوم نه، بلکې د بل نوم لاندې سیالۍ وکړي.
د ایران د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم مشر، ډاکټر مصطفی ضیایي، ویلي چې سږ کال به د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د څه باندې دوه میلیونه ټنه سوداګریزو توکو د لېږد هدف عملي کړي.
هغه ویلي، د دې هدف د پوره کولو لپاره د رېل پټلۍ د زیربناوو او سرحدي تمځایونو د پراختیا چارې روانې دي، څو د توکو د لېږد ظرفیت نور هم لوړ شي.
ضیایي همداراز ویلي، د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه د ایراني او افغان شرکتونو لپاره د ګډې همکارۍ یو مهم فرصت دی او په شرایطو برابر شرکتونه کولای شي د دې پروژې د جوړولو په بېلابېلو برخو کې برخه واخلي.
په ورته وخت کې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي، د رېل پټلۍ د همکارۍ پراختیا د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
د یاد وزارت مسوولینو ویلي، طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراخولو ته ژمن دی، څو په افغانستان کې دوامداره اقتصادي وده رامنځته شي.
بلخوا، د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکو د خواف–هرات دهلېز له لارې د رېلي لېږد د زیاتېدو هرکلی کړی او د شمتیغ سرحدي تمځای د پراختیا د چارو د چټکتیا غوښتنه یې کړې ده.
د دوی په وینا، د شمتیغ سرحدي تمځای باید د سیمې د رېلي ترانزیټ له مهمو مرکزونو څخه وګرځي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د وروستیو سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو ګڼې سیمې سختې زیانمنې کړې، چې خلکو ته یې مرګژوبله اړولې، کورونه، سړکونه او بازارونه یې ویجاړ کړي او د خلکو د ژوند سرچینې یې له منځه وړې دي.
د اوچا د افغانستان د دفتر مشر اولګا چریوکو ویلي، بشري مرستندویان سېلابځپلو ته د ژوند ژغورنې بېړنۍ مرستې رسوي، خو د بودجې کمښت د مرستو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغې ویلي، تر ټولو ډېر زیانمن شوي کسان اوس په لنډمهالو سرپناهګانو کې ژوند کوي او د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه، حفظالصحې او روغتیايي اسانتیاوو له جدي کمښت سره مخ دي.
د نوموړې په وینا، اوسنی تمرکز باید یوازې د زیانمنو کورنیو پر بیارغونې نه وي، بلکې باید داسې چمتووالی هم ونیول شي چې خلک د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې ډېر مقاومت ولري.
اوچا ټینګار کړی چې د افغانستان د سېلابځپلو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ژوند د بېرته عادي کېدو لپاره د نړیوالو لا ډېرو مالي او بشري مرستو ته سخته اړتیا ده.