ایران، افغانستان او تاجیکستان نوی ټرانزیټي دهلېز پرانیځي

د تاجیکستان د ټرانسپورټ وزارت اعلان کړی چې د تاجیکستان، ایران او افغانستان د نوي ټرانزیټي دهلېز لومړنی ازمایښتي سفر به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې ترسره شي.

د تاجیکستان د ټرانسپورټ وزارت اعلان کړی چې د تاجیکستان، ایران او افغانستان د نوي ټرانزیټي دهلېز لومړنی ازمایښتي سفر به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې ترسره شي.
د یاد وزارت په وینا، په دې ازمایښتي سفر کې به د تاجیکستان او ایران ترمنځ سوداګریز توکي د افغانستان له لارې ولېږدول شي.
چارواکي وایي، په راتلونکو پړاوونو کې به دغه ټرانزیټي دهلېز د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو او چین بازارونو ته هم وغځول شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، درې واړو هېوادونو تر دې وړاندې د دې دهلېز د جوړېدو لپاره درېاړخیزه هوکړه لاسلیک کړې او د پروژې د عملي کېدو لپاره یې ګډه کاري ډله هم جوړه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو یا د نومبر په لومړیو کې د افغانستان، تاجیکستان او ایران استازي په کابل کې د دې پروژې د پرمختګ د ارزونې لپاره ګډه غونډه ترسره کړي.
د دغه ټرانزیټي دهلېز موخه د سیمهییزې سوداګرۍ پراخول، د ترانزیټي لارو پیاوړتیا او د افغانستان له لارې د توکو د لېږد اسانتیا بلل شوې ده.