• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱

د ایرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له پیلېدو مخکې یې امنیتي تدابیر بشپړ کړي، ځکه د دغو سیالیو پر مهال د اعتراضونو د ترسره کېدو احتمال شته.

د ایرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، د شمالي ایرلنډ له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ یې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره لازم امنیتي پلانونه جوړ کړي دي.

د افغانستان پر وړاندې د دې لوبلړۍ د ترسره کېدو پرېکړه د یو شمېر مینه‌والو او د بشري حقونو د فعالانو له نیوکو سره مخ شوې ده.

منتقدان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او ټولنیز ژوند سخت محدودیتونه لګېدلي او د افغانستان د لوبډلې کوربه‌توب باید له دې وضعیت څخه جلا ونه ګڼل شي.

ټاکل شوې ده د دغې لوبلړۍ لومړۍ دوه سیالۍ راتلونکې اوونۍ د شمالي ایرلنډ په بریډي لوبغالي او درې نورې لوبې د اګست په ۱۰، ۱۲ او ۱۵مه د سټورمونټ په لوبغالي کې ترسره شي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د اعتراض سوله‌ییز حق باید خوندي وي او دا سیالۍ باید د طالبانو لپاره د تبلیغاتي وسیلې په توګه ونه کارول شي.

د سازمان ویاند فېلېکس جېکنز ویلي، د ایرلنډ کرېکټ بورډ او د کرېکټ نړیواله شورا باید ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت د نړیوالو له پامه ونه غورځول شي او دغه لوبلړۍ د طالبانو د تبلیغاتو لامل نه شي.

بلخوا د شمالي ایرلنډ پولیسو ویلي، د بیان ازادي او سوله‌ییز اعتراض د خلکو قانوني حق دی، خو دا حق باید د نورو د حقونو، عامه امنیت او د قانون د حاکمیت په چوکاټ کې ترسره شي.

د ایرلنډکرېکټ بورډ مشرې سارا کین هم منلې چې د افغانستان د ښځو وضعیت اندېښمنوونکی دی او ویلي یې دي چې له همدې امله د کرکټ نړیوالې شورا په هغه کاري ډلې کې شامله شوې چې موخه یې د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې ته د ۲۰۳۰ کال تر پایه د نړیوالو سیالیو د غوراوي پړاوونو ته د رسېدو زمینه برابرول دي.

د پخوانۍ اسټرالیايي لوبغاړې مېل جونز په وینا، دغه پروګرام به د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره د سیالیو او پرمختګ یو اوږدمهاله فرصت رامنځته کړي، که څه هم دوی به د افغانستان په نوم نه، بلکې د بل نوم لاندې سیالۍ وکړي.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

•
•
•

نور کیسې

ایران: سږ کال به د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې دوه میلیونه ټنه توکي ولېږدوو

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱
100%

د ایران د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم مشر، ډاکټر مصطفی ضیایي، ویلي چې سږ کال به د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د څه باندې دوه میلیونه ټنه سوداګریزو توکو د لېږد هدف عملي کړي.

هغه ویلي، د دې هدف د پوره کولو لپاره د رېل پټلۍ د زیربناوو او سرحدي تمځایونو د پراختیا چارې روانې دي، څو د توکو د لېږد ظرفیت نور هم لوړ شي.

ضیایي همداراز ویلي، د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه د ایراني او افغان شرکتونو لپاره د ګډې همکارۍ یو مهم فرصت دی او په شرایطو برابر شرکتونه کولای شي د دې پروژې د جوړولو په بېلابېلو برخو کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي، د رېل پټلۍ د همکارۍ پراختیا د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

د یاد وزارت مسوولینو ویلي، طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراخولو ته ژمن دی، څو په افغانستان کې دوامداره اقتصادي وده رامنځته شي.

بلخوا، د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکو د خواف–هرات دهلېز له لارې د رېلي لېږد د زیاتېدو هرکلی کړی او د شمتیغ سرحدي تمځای د پراختیا د چارو د چټکتیا غوښتنه یې کړې ده.

د دوی په وینا، د شمتیغ سرحدي تمځای باید د سیمې د رېلي ترانزیټ له مهمو مرکزونو څخه وګرځي.

اوچا: د افغانستان د سېلاب‌ځپلو بیړنیو اړتیاوو لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د وروستیو سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو ګڼې سیمې سختې زیانمنې کړې، چې خلکو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې، کورونه، سړکونه او بازارونه یې ویجاړ کړي او د خلکو د ژوند سرچینې یې له منځه وړې دي.

د اوچا د افغانستان د دفتر مشر اولګا چریوکو ویلي، بشري مرستندویان سېلاب‌ځپلو ته د ژوند ژغورنې بېړنۍ مرستې رسوي، خو د بودجې کمښت د مرستو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغې ویلي، تر ټولو ډېر زیانمن شوي کسان اوس په لنډمهالو سرپناه‌ګانو کې ژوند کوي او د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه، حفظ‌الصحې او روغتیايي اسانتیاوو له جدي کمښت سره مخ دي.

د نوموړې په وینا، اوسنی تمرکز باید یوازې د زیانمنو کورنیو پر بیارغونې نه وي، بلکې باید داسې چمتووالی هم ونیول شي چې خلک د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې ډېر مقاومت ولري.

اوچا ټینګار کړی چې د افغانستان د سېلاب‌ځپلو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ژوند د بېرته عادي کېدو لپاره د نړیوالو لا ډېرو مالي او بشري مرستو ته سخته اړتیا ده.

د طالبانو د زده‌کړو بندیز؛ د یوې افغانې نجلۍ د ژوند دردناکه پای

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱
100%

د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله د افغانو نجونو پر رواني او ټولنیز ژوند د ژورو اغېزو په اړه د اسوشیټېډ پرېس په یوه راپور کې د ۱۶ کلنې فریبې د ژوند کیسه خپره شوې چې له زده‌کړو د محرومېدو وروسته یې ژوند له سخت رواني کړاو سره مخ شو او په پای کې یې ځان وژنه وکړه.

فریبه د زده‌کړو مینه‌واله وه او ډېری وخت به یې په لاس کې کتاب درلود. نوموړې غوښتل ډاکټره شي او د خلکو خدمت وکړي، خو په ۲۰۲۲ کال کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز بیا پلی شو.

فریبه به د څو میاشتو لپاره هر سهار له کوره ښوونځي ته تلله، په دې هیله چې ښايي درسونه بېرته پیل شي، خو ښوونځی هېڅکله بیا خلاص نه شو.

هغې خپلې مور ته ویلي وو: «زه غواړم ډاکټره شم، د خلکو خدمت وکړم او زده‌کړې وکړم.»

د وخت په تېرېدو فریبې له خپلې مور او خویندو سره خبرې کمې کړې او ځان یې له هغوی ګوښه کړ. مور یې اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې د څو میاشتو په تېرېدو یې لور په خپله کوټه کې پاتې کېده، نه یې خوړل او نه یې څښل، روغتیايي او رواني وضعیت یې ډېر خراب شوی و.

یوه ورځ یې مور د فریبې له کوټې چیغې واورېدلې او ورغله. مور یې ویلي، لور یې په داسې حالت کې وه چې ځان ته یې د زیان رسولو هڅه کوله او چیغې یې وهلې: «دا مې وژني! دا مې وژني!»

مور یې هڅه وکړه هغه ارامه کړي او له هغې سره پاتې شوه.

د بشري حقونو د ډلو د اټکل له مخې، لږ تر لږه ۲،۲ میلیونه افغانې نجونې د طالبانو د منځنیو زده‌کړو د بندیز له امله له ښوونځیو پاتې دي.

افغانستان اوس هم په نړۍ کې یوازینی هېواد بلل کېږي چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع دي. ښځې او نجونې له پوهنتوني زده‌کړو هم منع شوې دي.

طالب چارواکي وايي چې د ښځینه زده‌کړو د بېرته پیل لپاره پر شرایطو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي روښانه کړي چې دغه شرایط به څه وي.

د راپور له مخې، د زده‌کړو بندیز یوازې د نجونو پر راتلونکي اغېز نه کوي، بلکې د افغانستان پر اقتصاد او عامې روغتیا هم منفي اغېزې لري. کارپوهان خبرداری ورکوي چې د نجونو له زده‌کړو محرومول د کم عمره ودونو د زیاتېدو، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت له امله د میندو د مړینې د لوړېدو او د هېواد د اقتصاد لپاره د هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو د زیان لامل کېدای شي.

د فریبې مور د خپلې لور د وضعیت د ښه کېدو لپاره بېلابېلې لارې وازمویلې. یوه ورځ یې له ځان سره بازار ته بوتله او ورته یې وویل: «ما ترې وپوښتل، کوم شی دې خوښېږي؟ سینګار توکي واخله، نکريزې واخله، یا هر هغه څه چې خوښېږي دې انتخاب یې کړه.»

خو د مور په وینا، فریبې هېڅ شي ته لېوالتیا نه ښوده او «په وجود کې یې هېڅ ډول خوځښت او شوق نه و».

د راپور له مخې، د هغې مور د سهار له خوبه د خپلو نورو لوڼو د چیغو او ژړا په اورېدو راویښه شوه. هغوی فریبه په خپله کوټه کې بې‌هوښه وموندله.

فریبې د ځان تر شا یو لیک هم پرېښی و چې پکې یې خپلې مور او خویندو ته لیکلي وو: «مورې او خویندو، ما وبښئ. نور یې د زغملو توان نه لرم. په دغو شرایطو کې نجلۍ اوسېدل ډېر سخت دي. زه نور نه غواړم په دې ژوند کې ساه واخلم.»

فریبه له ۱۶ کلنۍ څو میاشتې وروسته مړه شوه.

اسوشیټېډ پرېس وايي، د ځان‌وژنې په اړه د ټولنیز بدنامۍ او د طالبانو له احتمالي غبرګون څخه د کورنۍ د وېرې له امله یې د فریبا یوازې لومړی نوم کارولی او د هغې د کورنۍ هویت یې نه دی څرګند کړی.

د «افغان وټنس» په نوم د بشري حقونو د څار یوې ډلې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو د ځان‌وژنو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

اسوشیټېډ پرېس وايي، د افغانستان له حکومت سره یې د دې موضوع په اړه د نظر اخیستو لپاره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

یونیسف: افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱
100%

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې د «ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د ماشومانو د خوړو ناورین» تر سرلیک لاندې راپور کې ویل شوي، د خوړو ناامني، بېوزلي او د مناسبې تغذیې نشتوالی د ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

یونیسف ویلي، د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت د کورنیو د خوړو او تغذیې له ناامنۍ سره یو ځای ارزولی دی.

د راپور له مخې، د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او لوږه هغه لومړنۍ نښې دي چې د شدیدې خوارځواکۍ لامل کېږي.

راپور زیاتوي، افغانستان د جولای او سپټمبر ترمنځ د خوارځواکۍ د اوج موسم ته ننوځي، خو سږکال دا ناورین تر تمې مخکې پیل شوی او د ۲۰۲۵ کال په پرتله په ۳۴ ولایتونو کې ۲۶ ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي، چې د شدیدې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې په همدې عمر پورې اړه لري.

په افغانستان کې د یونیسف استازي، ډاکټر تاج‌الدین اویوال، ویلي چې ماشومان د خوارځواکۍ له اوج موسم مخکې لا د دې ناروغۍ پر لور روان دي او د کورنیو له خوا د خوړو کمول د دې بحران د پراخېدو لومړنۍ نښه ده.

یونیسف ټینګار کړی چې د خوارځواکۍ د درملنې ترڅنګ باید د مخنیوي لپاره هم بېړنۍ پانګونه وشي، په ځانګړي ډول د کوچنیو ماشومانو او امیندوارو ښځو د مناسبې تغذیې په برخه کې.

دغه اداره له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د افغانستان د تغذیې پروګرامونو لپاره ژر او انعطاف منونکې مالي مرستې برابرې کړي، ځکه د دوی په وینا د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره د اقدام فرصت ورځ تر بلې کمېږي.

هلمند کې یو ځل بیا برمې ته لوېدنه؛ طالبان وایي یو ۷ کلن ماشوم یې ژوندی راویستی دی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
100%

د طالبانو دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت د ژغورنې ټیم په هلمند کې یو ۷ کلن ماشوم یوې ۹۴ متره ژورې برمې ته له لوېدو وروسته ژوندی ژغورلی دی. دغه پېښه نن ماسپښین شاوخوا درې بجې (جمعه د زمري ۹مه) د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه ۷ کلن ماشوم په ناڅاپي ډول دغې ژورې برمې ته لوېدلی وو.

د طالبانو دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ۷ کلن ماشوم روغتیایي وضعیت اوس مهال په بشپړ ډول د ډاډ وړ دی.

دا لومړی ځل نه‌دی، چې په هلمند کې ماشومان برمو ته لوېږي، بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوي او د مخنیوي لپاره یې عامه پوهاوی نه‌دی شوی. په هلمند کې برمو ته د ماشومانو د لوېدو لوی عامل د برمو د سرونو خلاص پرېښودل دي.