• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو په زیباک کې له کمین وروسته سنګلېچ ته ځواکونه او چورلکه استولي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱

له بدخشان نه سرچینو افغانستان انټرنشل ته ویلي چې د دغه ولایت د زیباک ولسوالۍ په سنګلېچ کلي کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې له سره پیل شوې دي. په هغه ویډیو ګانو کې چې افغانستان انټرنشل ته رسیدلي د زیباک ولسوالۍ په فضا کې چورلکه لیدل کېږي.

د سرچینو په وینا، تېره شپه د طالبانو هغه کاروان چې د جګړې لومړۍ کرښې ته روان و، سنګلېچ کې یو نیول شوي کمین باندې برابر شو او مرګ‌ژوبله ورته واوښته.

یوې سرچینې ویلي، طالبانو له دې پېښې وروسته سنګلېچ سیمې ته اضافي ځواکونه او یوه چورلکه استولې ده.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه د توپخانې جهیل شاوخوا وه.

تر اوسه طالبانو او د هغوی مخالفو وسله‌والو د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي، او د پېښې په اړه نور جزییات هم نه دي خپاره شوي.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني محصلین د تورخم له لارې د ستنېدو غوښتنه کوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د زده‌کړو بوخت شاوخوا ۹۱۳ پاکستاني محصلینو په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه غوښتي چې د تورخم له لارې دې ورته د ستنېدو لپاره ژر تر ژره اسانتیاوې برابرې کړي.

د محصلینو له لوري پاکستاني سفارت ته په استول شوي لیک کې ویل شوي چې په پوهنتونونو کې د اوړي رخصتۍ پیل شوې دي او غواړي خپلو کورونو ته ستانه شي.

دوی ویلي، د طالبانو حکومت لا دمخه ورته د تورخم له لارې پاکستان ته د تګ اجازه ورکړې، خو د بېرته ستنېدو لپاره د پاکستاني چارواکو د لازمې همغږۍ او ترتیباتو په تمه دي.

د محصلینو په وینا، په افغانستان کې اوږد پاتې کېدل ورته مالي او د سفر ستونزې رامنځته کړې دي، او غواړي د نوي تعلیمي سمسټر له پیل مخکې له خپلو کورنیو سره هم وویني.

دوی له پاکستاني سفارت څخه غوښتنه کړې چې د دوی د ژر تر ژره ستنېدو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

ایران، افغانستان او تاجیکستان نوی ټرانزیټي دهلېز پرانیځي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۱
100%

د تاجیکستان د ټرانسپورټ وزارت اعلان کړی چې د تاجیکستان، ایران او افغانستان د نوي ټرانزیټي دهلېز لومړنی ازمایښتي سفر به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې ترسره شي.

د یاد وزارت په وینا، په دې ازمایښتي سفر کې به د تاجیکستان او ایران ترمنځ سوداګریز توکي د افغانستان له لارې ولېږدول شي.

چارواکي وایي، په راتلونکو پړاوونو کې به دغه ټرانزیټي دهلېز د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو او چین بازارونو ته هم وغځول شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، درې واړو هېوادونو تر دې وړاندې د دې دهلېز د جوړېدو لپاره درې‌اړخیزه هوکړه لاسلیک کړې او د پروژې د عملي کېدو لپاره یې ګډه کاري ډله هم جوړه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو یا د نومبر په لومړیو کې د افغانستان، تاجیکستان او ایران استازي په کابل کې د دې پروژې د پرمختګ د ارزونې لپاره ګډه غونډه ترسره کړي.

د دغه ټرانزیټي دهلېز موخه د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراخول، د ترانزیټي لارو پیاوړتیا او د افغانستان له لارې د توکو د لېږد اسانتیا بلل شوې ده.

د روسیې د اوسپنې پټلۍ استازی د پټلۍ د پراختیا لپاره افغانستان ته راځي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۱
100%

د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې استازي ایوان تونکیخ ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته سفر وکړي او د اوسپنې پټلۍ د شبکې د پراختیا په اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

په عشق‌اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست فضل محمد صابر له ایوان تونکیخ سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د پانګونې، صنعت، کرنې، سوداګرۍ او نورو اقتصادي برخو د پانګونې فرصتونه ورسره شریک کړي دي.

د طالبانو سفارت په ایکس کې ویلي، د روسیې د اوسپنې پټلۍ استازي د شمال ـ جنوب دهلېز د پراختیا او د اقینې او تورغونډۍ بندرونو کې د ګمرکي تعرفو د کمېدو او د چارو د اسانتیا په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، تونکیخ په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال به د اوسپنې پټلۍ د لارو د پراختیا په اړه له اړوندو افغان ادارو سره خبرې وکړي.

په لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار کړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې د هرې مور د شیدو ورکولو له حق څخه باید ملاتړ وشي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د افغانستان څانګې، د مور د شیدو د نړیوالې اوونۍ په مناسبت ویلي، د مور شیدې د ماشومانو د سالمې ودې، پیاوړي معافیت او ښه پرمختګ لپاره مهم رول لري او له کورنیو او ټولنو یې غوښتي چې د افغان میندو د شیدو ورکولو له حق څخه ملاتړ وکړي.

دغه سازمان په یوه خپاره کړې پیغام کې ویلي چې د مور شیدې ماشوم ته اړین خوراکي مواد برابروي، د هغه د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د سالمې ودې او پرمختګ ملاتړ کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د دفتر مرستیالې استازې، ډاکټرې موکتا شارما، له کورنیو او ټولنو غوښتي چې په افغانستان کې د هرې مور د شیدو ورکولو له حق څخه ملاتړ او ساتنه وکړي.

هغې ویلي، د مور شیدې ورکول یوازې د ماشوم د تغذیې لپاره نه دي، بلکې د ماشوم د روغتیا او راتلونکې ودې لپاره هم مهم بنسټ جوړوي.

د مور د شیدو نړیواله اوونۍ هر کال د اګسټ میاشتې له اولې تر ۷مې نیټې د دې لپاره لمانځل کېږي چې د ماشومانو د روغتیا، تغذیې او د میندو د ملاتړ په برخه کې د شیدو ورکولو اهمیت روښانه شي.
افغانستان کې دغه اوونۍ داسې مهال رارسیږي چې د نړۍوالې ټولنې د راپورونو له مخې میلیونونه میندې او ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ ننګرهار کې بزګرانو ته کرنیز وسایل وېشل شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۱
100%

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په درېیو کرنیزو مرکزونو کې د اروپایي ټولنې او سویس په مالي ملاتړ بزګرانو ته د ۳،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۹ قلمه بېلابېل کرنیز ماشینونه او وسایل وېشل شوي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په خپره شوې په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کرنیز وسایل د ننګرهار د کرنې ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړیوالې شورا (DRC) په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او سویس په مالي ملاتړ برابر او ووېشل شول.

د خبرپاڼې له مخې، دغه وسایل د هسکې مېنې ولسوالۍ په درېیو کرنیزو مرکزونو کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه ورکړل شوي دي.

د کرنیزو ماشینونو او وسایلو د ډولونو په اړه په خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.