• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سرپناه ستونزې؛ ستانه شوي کډوال وایي تر خېمو لاندې د ګرمۍ له امله ماشومان ناروغان شوي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۵۶ GMT+۱

په کندوز کې له پاکستان نه تازه ستانه شوي افغان کډوال وايي، له شاوخوا لسو میاشتو راهیسې لاهم سرپناه نه‌لري او له سختو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا؛ د سختې ګرمۍ له امله په پنډغالو کې تر خېمو لاندې په نږدې هره کورنۍ کې دوه یا درې ماشومان ناروغان دي.

په کندوز کې د کډوالو په پنډغالي کې مېشتو کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه‌لري او په هره خېمه کې له ۸ تر لسو کسانو اوسېږي.
په دغه پنډغالي کې د سلطان په نوم یو بل کډوال وایي، د پنډغالي اوسېدونکو نوم‌لیکنه شوې او ورسره ژمنه هم شوې وه، چې د اوسېدو لپاره به کورونه ورکړل شي؛ خو تر لسو میاشتو وروسته هم هېڅ کور نه‌دی جوړ شوی.
هغه زیاتوي، اوس ورته ویل کېږي چې دغه پنډغالی په یوه پارک کې جوړ شوی او ښايي بل ځای ته ولېږدول شي، چې دا به د دوی ستونزې لا زیاتې کړي. د سلطان په خبره؛ د څښاک اوبو کمښت هم جدي ستونزه ده او خلک اوبه په ډبرو او لوښو کې له لرې ځایه راوړي.
یو بل کډوال بیا د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د راستنېدو په لومړیو کې ځینو مرستندویه بنسټونو هم د دوی نوم‌لیکنه کړې او د مرستو ژمنې یې کړې وې؛ خو دغه بنسټونه د طالبانو له اجازې پرته فعالیت نه‌شي کولای.
هغه ادعا کړې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ شاوخوا لس میاشتې وړاندې د پنډغالي ټولو کورنیو ته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره بانکي کارتونه ورکړي وو؛ خو تراوسه یې هېڅ مالي مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.
هغه وايي، د پنډغالي اوسېدونکي نه‌شي کولای خپلې ستونزې رسنیو ته په ازاد ډول بیان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو وېش کمېټې د شمېرو له مخې پر ستنو شویو کډوالو د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۶۰ زرو ته لوړ شوی.
سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

جنرال سمیع‌ سادات: له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه لرو

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۱
100%

په کندهار کې د وسله‌والو فعالیتونو په تړاو د متحدې جبهې د راپورونو له خپرېدو وروسته د دغې جبهې مشر جنرال سمیع‌ سادات له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه کړې، ځکه په وینا یې، جبهه یې یوازې له طالبانو سره نه‌، بلکې له الـ.ـقاعده، داعـ.ـش او ټي‌ټي‌پي سره جنګېږي.

د جمهوري نظام د ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ویلي، چې خپل وسله‌وال فعالیتونه یې له کندهاره پیل کړي او په یوې ویډیو کې ادعا کړې، چې د زمري پر ۸مه یې د کندهار- سپین بولدک ترمنځ د لارې په اوږدو کې پر طالبانو برید کړی دی.

د یادو فعالیتونو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع‌ سادات په یوه ۹ دقیقه‌يي ویډیويي پیغام کې چې د یکشنبې په سهار وختي (د زمري ۱۱مه) خپره شوې په ۲۰۰۱ کال کې له افغانستان څخه د ملاتړ له امله له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو مننه کړې او یو ځل بیا یې ترې د «سیاسي» ملاتړ د غوښتنې په ترڅ کې ویلي: «موږ ستاسو سرتېري نه‌غواړو، موږ د خپل هېواد لپاره له تاسو څخه مرکزونه نه‌غواړو، موږ د طالبانو پر وړاندې د جګړې وس لرو، خو موږ په دې پړاو د تاسو سیاسي ملاتړ غواړو».

هغه څرګنده کړې: «موږ يوازې د طالبانو پر وړاندې نه، بلکې د القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جنګېږو کومې چې په افغانستان کې موجودې دي. په دې وخت کې بايد له موږ څخه ملاتړ وشي».

سمیع‌ سادات څرګنده کړې، چې له طالبانو سره په جګړه کې به نړۍوال قوانین په پام کې نیسي او زیاته کړې یې ده: «موږ به په دې کار کې له کوم بل هېواد څخه اجازه هم وانه‌خلو، موږ يوازې خپله ازادي غواړو، موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د تاریخ له سم اړخ سره ودريږي».

سادات په ټینګار سره ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو هڅو ته باید د پای ټکی کېښودل شي او په باور یې دا «پروسه باید ناکامه بهیر وبلل شي» او زیاتوي: «زموږ جګړه د ازادۍ لپاره ده، افغانان ازادي خوښوونکي خلک دي».

د متحدې جبهې مشر په دې ویډیويي پیغام کې روان بهیر ننګونکی او له قربانیو سره مل وباله او همداراز یې وویل: «زه په هېواد کې دننه او په نړۍ کې پر مېشتو افغانانو غږ کوم چې له موږ سره ملګري شئ، د افغانستان د راتلونکې لپاره په جګړه کې برخه واخلئ، راځئ چې ازادي ترلاسه کړو او د درې رنګه بېرغ لاندې متحد شو».

جنرال سمیع سادات د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته په خپل پیغام کې وویل: «موږ افغانستان د طالبانو له رژيم څخه ازادول غواړو... موږ نه‌غواړو چې خپلو ګاونډيو ته کومه ستونزه جوړه کړو، موږ خپل راتلونکی له تاسو سره يو ځای ګورو، موږ ستاسو پر ضد نه يو، دا طالبان دي چې ستاسو پر ضد دي».

هغه افغانانو ته په خطاب سره وويل: «موږ ستاسو تکليف وينو، موږ د تاسو لپاره بېرته راځو او موږ به د تاسو په نوم جنګېږو، تاسو له جګړې مه ويرېږئ دا د طالبانو پر ضد ده، موږ به تاسو خوندي ساتو».

د متحدې جبهې مشر د افغانستان د راتلونکې په اړه یې وويل: «چې افغانستان ازاد کړو، لويه جرګه به راوغواړو پلان مو دا دی چې واک نارینه او ښځو مشرانو ته وسپارو چې هغوی د نوي افغان حکومت لپاره پاليسي جوړه کړي، موږ به یې ملاتړ کوو او ټول افغانان لوی او واړه، ښځې او نارینه به په دې پروسه کې شامل وي».

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان متحده جبهه د جنرال سمیع‌ سادات په مشرۍ د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې او تر اوسه یې ډېری سیاسي فعالیتونه کول، خو دا لومړی ځل دی چې د یادې جبهې سرچینې پر طالبانو د وسله‌وال برید خبر ور کوي.

د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله د پوره کېدو په درشل کې دي او د طالبانو یوې بلې مخالفې ډلې ازادۍ جبهې په بدخشان او یو شمیر نورو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

تر اوسه طالبانو د متحدې جبهې د برید او څرګندونو په اړه څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱
100%

جرمني د فریدون توفان په نوم یو افغان کډوال نیولی چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري او افغانستان ته د هغه د اېستل کېدو چارې روانې دي. ډویچه‌ویله‌ په یوه راپور کې ویلي، د دې ۴۶ کلن افغان دوسیه د دغه هېواد د بشري حقونو او کډوالۍ د تګلارو په اړه له ډېرو لانجمنو او د بحث وړ هغو څخه ګرځېدلې ده.

فریدون توفان نږدې څلور کاله وړاندې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، جرمني ته پناه یوړه. نوموړي په دې موده کې کار کړی، د جرمني ژبه یې هم زده کړې ده، خو د پناه غوښتنې د دوسیې له وروستي رد وروسته، اوس افغانستان ته د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دی.

د راپورونو له مخې، توفان د روان زېږیز کال د اپرېل میاشتې په منځنیو ورځو کې، ایټالیا ته د لنډ سفر پر مهال، د سرحدي پلټنې په ترڅ کې تر نیول کېدو وروسته نېغ په نېغه د مونیخ ښار د اېستلو ځانګړي توقیف‌ځای ته ولېږدول شو. د جرمني چارواکو ویلي، هغه ځکه نیول شوی چې له جرمني څخه یې د وتلو قانوني اجازه نه‌لرله. نوموړي یوازې د لنډ مهالي استوګنې اجازه لرله، چې د اېستلو د پرېکړې د پلي کېدو مخه نه‌شي نیولای.

هغه څه چې د فریدون توفان دوسیه یې ځانګړې کړې دا ده، چې نه کومه جنايي مخینه لري او نه هم امنیتي ادارو د امنیتي ګواښ په توګه پېژندلی دی. سره له دې، د جولای په میاشت کې د استېناف غوښتنې تر وروستي رد وروسته، د هغه د اېستلو بهیر عملي پړاو ته داخل شوی دی.

بل لور ته، د فریدون توفان مېرمن او شپږ اولادونه یې لا هم په کابل کې ژوند کوي. د هغه د پناه‌غوښتنې دوسیې ته نږدې سرچینې وایي، د طالبانو غړي په دې وروستیو کې د دغې کورنۍ کور ته هم ورغلي دي. د راپورونو له‌مخې، له هغه وخت راهیسې د کورنۍ غړي یې په وېره او اندېښنه کې ژوند کوي او د کورنۍ هلکان د احتمالي پایلو له وېرې نور ښوونځي ته د تګ جرئت نه‌لري.

د بشري حقونو کارپوهان وایي، دا بدلونونه وروسته له هغه رامنځته شول چې فریدون توفان په جرمني کې د افغانستان کونسلي استازولیو ته مراجعه وکړه؛ هغه استازولۍ چې اوس د طالبانو تر ولکې لاندې ده. همدې موضوع د حکومت د مخالفو ګوندونو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو سختې نیوکې راپارولي دي. دوی باور لري، چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو سره هر ډول اداري همکاري د دغې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لامل کېدای شي.

د جرمني حکومت په ځواب کې ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌ پېژني او اوسنۍ اړیکې یوازې په «تخنیکي» کچه د کونسلي او اداري چارو د ترسره کولو لپاره دي.

د فریدون توفان دوسیه په داسې وخت کې نوي اړخونه خپل کړي، چې جرمني تېره اونۍ کابل ته یو داسې افغان کډوال شړلی چې هېڅ ډول جرمي او جنایي مخینه یې نه‌درلوده. دغه افغان وګړی له یوې دېرش کسیزې ډلې سره چې پر جرمونو ککړ وو، د لایپزیګ/هاله له هوايي ډګر څخه د یوې الوتنې په وسیله کابل ته ولېږدول شو.

دا د لومړي ځل لپاره ده، چې جرمني یو افغان پناه‌غوښتونکی له جنايي مخینې پرته اېستلی او همدې چارې په دغه هېواد کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د دغې الوتنې پر مهال، د بشري حقونو سلګونه فعالانو او د نژادپالنې ضد ډلو د لایپزیګ هوايي ډګر ته نږدې اعتراضي غونډه وکړه. اعتراض کوونکو د جرمني د حکومت پر نوې تګلارې نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې افغانستان ته د خلکو بېرته لېږل، د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو او امنیتي وضعیت له امله، د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.

د بشري حقونو بنسټونو یو ځل بیا د جرمني له حکومته وغوښتل چې د افغان وګړو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې جنايي مخینه نه‌لري، د اېستلو بهیر ودروي او د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې پر مهال د افغانستان امنیتي او بشري وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د فریدون توفان دوسیه اوس د جرمني د کډوالۍ د تګلارو، د دغه هېواد د بشري حقونو د ژمنو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو د پایلو په اړه د روانو بحثونو پر یوه مهم سمبول بدله شوې ده.

نور رحمان اخلاقي: د بدخشان اوسېدونکي د‌ ظلم پر وړاندې ودرېدل

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي په بدخشان کې د طالبانو له‌خوا د لاریونوالو په نښه کول په کلکه غندلي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د بدخشان خلک نن د خپلو حقونو او انساني کرامت د دفاع لپاره ودرېدل.

نور رحمان اخلاقي د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د «ظالم او جاهل رژیم» په توګه د طالبانو واکمني له بل هر وخت څخه زیاته شیندل شوې او د هغوی د «زوال» فصل پیل شوی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو دغه پخواني وزير همداراز ادعا کړې، چې د طالبانو د واکمنۍ بنسټونه تر پخوا ډېر کمزوري شوي او دغه ډله د زوال پړاو ته ننوتې ده. هغه زياته کړې، چې د ځپنې او ظلم دوام د هېڅ حکومت د بقا ضمانت نه‌شي کولای او طالبان به په راتلونکي کې د تاريخ په پاڼو کې د «ناپوه او ظالم رژيم» په توګه ثبت شي.

د شنبې په ورځ د زمري ۱۰مه طالبانو د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې پر ځایي لاریونوالو ډزې وکړې چې له امله یو ملکي وګړی ووژل شو او څو نور ټپیان شول. د معلوماتو له مخې، ځایي اوسېدونکي د غیر بومي طالبانو د ناسمو کړنو او په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د یوې ښځې د بدني تلاشۍ په غبرګون کې راوتلي وو.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه په رسمي توګه څه سپیناوی نه‌دی کړی.

په ایټالیا کې د وژل شویو درېیو افغانانو مړي کابل ته ولېږدول شول

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د هغو درېیو افغانانو مړي چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په ایټالیا کې د یوې جنايي پېښې پر مهال د یوه موټر دننه وژل شوي او بیا سوځول شوي وو، کابل ته لېږدول شوي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو کسانو جسدونه د روانې لمریزې میاشتې په پنځمه او شپږمه نېټه لومړی کابل ته ولېږدول شول او بیا وروسته د امبولانسونو په وسیله د بلخ د شولګرې ولسوالۍ، د کابل ښار دولسمې ناحیې او د پروان د کوه صافي ولسوالۍ ته انتقال شول.

د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۲مه، یاد درې افغانان او یو پاکستانی د ایټالیا د کالابریا سیمې په سوېل کې د یوه موټر دننه ووژل شول. د ایټالیا پولیسو دوه نور پاکستاني وګړي د دغه موټر د سوځولو او د دغو څلورو کسانو د وژنې په تړاو نیولي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د قربانیانو نومونه عصمت‌الله، امجد صافی او فضل امین وو چې د بلخ، ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکي وو.

تر دې پېښې وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه وغندله او د عادلانه څېړنې غوښتنه یې وکړه.

د اېټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې وه او ژمنه یې کړې وه، چې عدالت به تأمین شي، خو لا تر اوسه د یادو نیول شویو کسانو د محاکمه کېدو په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

د نجونو له حضور پرته؛ د اوړي رخصتیو له پای وروسته سبا په سړو سیمو کې ښوونیز کال بیا پیلېږي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو پوهنې وزارت وايي، چې نن (شنبه- زمري ۱۰مه) د سړو سیمو ښوونځیو د اوړي رخصتۍ پایته ورسېدې او سبا به (یکشنبه- زمري ۱۱مه) ښوونیز کال بیا پیل شي. د ښوونیز کال دوام په داسې مهال دی، چې لا هم د تېرو پنځو کلونو په څېر نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه‌لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې سبا به په ټولو دولتي‌ او خصوصي ښوونځیو کې درسي بهیر په عادي ډول پیل شي. همدا راز ویل شوي، چې دیني مدرسو کې به هم سبا رخصتۍ پای ته ورسېږي او درسونه به یې پیل شي.

خبرپاڼه کې راغلي: «پوهنې وزارت، له ټولو ښوونیزو ادارو، مسوولینو، استادانو، ښوونکو، زده‌کوونکو او والدینو څخه په درناوي غوښتنه کوي، چې د ښوونیز کال د چارو د منظم پیل او اغېزناک دوام لپاره لازم چمتووالی ونیسي، د ښوونیز بهیر نظم، انضباط او کیفیت ته ځانګړی پام وکړي او د زده‌کوونکو د زده‌کړې لاپرمختګ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي».

هم‌مهاله نیوکې دي، چې د طالبانو په تېره پنځه کلنه واکمنۍ کې د افغانستان درسي نظام هم له سختو ننګونو سره مخ دی او د درسي کیفیت کچه هم خورا ټیټه شوې ده.

خلک نیوکې کوي، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله ښوونځیو ته د تګ لېوالتیا پیکه شوې ده. طالبانو په ښوونځیو کې خپل ځانګړي شرایط پلي کړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې باید زده کوونکي ښوونځي ته له لونګۍ او ځانګړو جامو سره ننوځي.

همدا راز طالبانو د مخکېني جمهوري نظام پر مهال پر دندو مقرر یو شمېر ښوونکي هم ګوښه کړي‌ او پر ځای یې د خپلې ډلې فکري‌ ملایان ګومارلي دي. اندېښنې دا دي‌، چې طالبانو د افغانستان د ښوونخیو درسي چاپیریال هم مدرسو ته ورته کړی او ډېری ملایان ان د مسلکي مضمونونو استادان ګومارل شوي چې پر کتابونو حاکمیت او پوهه نه‌لري.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو محرومې کړي او هېڅ نجلۍ د ښوونځي له دولسم ټولګي او پوهنتون څخه نه‌ده فارغه شوې.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان دغه روان وضعیت به په راتلونکي کې ټولنه له سخت ناورین سره مخ کړي او د مسلکي کدرونو له جدي کمښت سره به مخ شي.