• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

ملا هبت الله ته د یو ځوان لیک: د ولس پر وړاندې خپل مسوولیت وپېژنئ

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱

یو افغان د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده ته په یوه پرانیستي لیک کې د هېواد د اوسني وضعیت په اړه سختې اندېښنې څرګندې کړې دي. په دغه لیک کې د حضرت عمر فاروق د عدالت او مسوولیت منلو تاریخي روایت ته په اشارې سره، پر طالبانو غږ شوی چې د افغان ولس پر وړاندې خپل مسوولیتونه وپېژني.

په لیک کې د حضرت عمر فاروق یوه روایت ته په اشارې سره د واکمنانو د مسؤلیت پر احساس ټینګار کړی او د افغانستان د ځوانانو وضعیت، کډوالي، بې‌کاري او د زده‌کړو پر وړاندې شته محدودیتونه یې د هېواد له سترو ننګونو څخه بللي دي.

لیک کې راغلي : « د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت پر مهال د شام په یوه سیمه کې یو پل زیانمن شوی او درز پکې پیدا شوی و. ویل کېږي، یوه ورځ یو سپرلۍ له دغه پل څخه تېرېده چې پښه یې په هماغه درز کې ولوېده او ټپي شو».

د روایت له دوام سره سم، حضرت عمر رضی الله عنه د خپل شهادت پر مهال خپل زوی عبدالله ته ویلي وو چې له وفات درې ورځې وروسته به یې په خوب کې وویني. خو د روایت له مخې، عبدالله رضی الله عنه خپل پلار له دولسو کلونو وروسته په خوب کې ولید او د ځنډ لامل یې ترې وپوښت. ویل کېږي چې حضرت عمر رضی الله عنه په ځواب کې ویلي وو، د شام د هماغه زیانمن شوي پل له امله د یوه سپورلي د ټپي کېدو په اړه تر اوسه ترې پوښتنه کېږي او حساب ترې اخیستل کېږي.

لیکوال دغه روایت د دې نښه بولي چې یو واکمن باید د خلکو د ژوند او ستونزو په اړه، حتا د کوچنیو پېښو پر وړاندې هم ځان مسؤل وبولي.

د لیک په بله برخه کې لیکوال د امیرالمؤمنین هبت‌الله په نوم د خطاب په ترڅ کې دا پوښتنه مطرح کړې چې که د یوه سورلۍ د ټپي کېدو په اړه دومره د مسؤلیت احساس موجود وي، نو د افغانستان د هغو زرګونو ځوانانو د برخلیک په اړه به څنګه حساب ورکول کېږي چې په تېرو کلونو کې د کار، روزۍ او ښه راتلونکي د موندلو په هیله د کډوالۍ پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په لیک کې همدارنګه د کډوالۍ، بې‌کارۍ، د ژوند د فرصتونو له منځه تلو، د کورنیو د غړو د مرګ له امله د هغوی د غمونو او همدارنګه د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او پرمختګ د محدودیتونو یادونه شوې ده. لیکوال ټینګار کړی چې دا ټولې ستونزې باید د مسؤلو چارواکو له لوري په جدي توګه وڅېړل شي او ورته د حل لارې ولټول شي.

لیکوال واک او حکومت «لویه امانت» بللی او ویلي یې دي چې هر واکمن به یوه ورځ د الله تعالی په حضور کې د خپلو کړنو او مسؤلیتونو په اړه ځواب ویونکی وي. په اعلامیه کې عدالت، د خلکو د ستونزو هوارول، د کارموندنې فرصتونو برابرول، د زده‌کړو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او د ځوان نسل راتلونکي ته پاملرنه د هر نظام او واکمن له مهمو دندو څخه ګڼل شوې ده.

د لیک په پای کې هیله څرګنده شوې چې د افغانستان د ځوانانو غږ واورېدل شي او د هېواد د خلکو د هوساینې، زده‌کړو، عزت او روښانه راتلونکي لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

لیکوال همدارنګه ټینګار کړی چې د هغه په باور، په پای کې به ټول انسانان د الله تعالی حضور ته درېږي او هلته به نه واک پاتې وي او نه مقام. نوموړي زیاته کړې چې د الهي عدالت په محکمه کې به هېڅ حق ضایع نه شي او هر څوک به د خپلو کړنو او مسؤلیتونو په اړه ځواب ووایي.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې

۴

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۵
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

•
•
•

نور کیسې

د هرات ـ اسلام‌کلا موټرچلوونکی: هره ورځ لسګونه ځوانان د بې‌وزلۍ له لاسه ایران ته ځي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۴ GMT+۱
100%

د هرات اسلام‌کلا لارې یو موټر چلوونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې پر همدې لاره د افغان ځوانانو د وضعیت په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړی. نوموړی وایي، چې هره ورځ د ايران پر لور د ځوانانو د ناقانونه تګ دردناکه شېبه ويني.

هغه وايي، هر سهار چې تر مولوي ټانک سيمې ځي د ځوانانو پنځه یا لس کسیزه ډله ويني چې د قاچاق کوونکو په مرسته د اسلام‌کلا پولې ته روان وي. د هغه په خبره؛ دغه لړۍ له څو مياشتو راهيسې هره ورځ دوام لري او په دغه کسانو کې يوازې ځوانان نه، بلکې د لسو او ۱۲کلونو ماشومان هم شامل وي.

د هغه په وينا؛ د دغه ځوانانو په څېرو کې ستړيا له ورایه ښکاري او په اوږو يې يوازې کوچنۍ ګنډه لیدل کېږي، چې په‌کې يو جوړه بوټان او نیمه پارچه وچه ډوډۍ پرته وي؛ خو دوی له همدې لږ سامان سره خپلې هيلې او راتلونکې هم له ځان سره وړي.

هغه زياتوي، کله چې له دوی پوښتي چې دا څووم ځل دی د پولې د اوښتو هڅه کوي؛ ځينې ځواب ورکوي چې اووم يا اتم ځل دی. د دغه موټر چلونکي په خبره؛ دغه ځوانانو ان د ټکسي د ۲۰۰ افغانيو کرايه يې هم پور کړې وې، ځکه بله لاره نه‌لري او هيله لري چې ښايي دا ځل بريالي شي.

نوموړی وايي، هر ماښام بيا په پوله ګوري چې له سلو کسانو ښايي يوازې يو کس واوړي او نور ټول بېرته راستانه شي. د هغه په وينا؛ د بېرته راګرځېدونکو کسانو مخونه له خاورو ډک وي، ستړي او ځپل شوي وي او ورته وايي، چې دوه شپې يې خوب نه‌دی کړی او د لارې په اوږدو کې له زور زياتي او شکنجې سره هم مخ شوي وي.

هغه وايي: «کله چې ترې پوښتم څنګه به بېرته هرات ته ستنېږئ ډېری وايي، چې هېڅ پيسې نه‌لري. ځينې د بار وړونکو موټرو پرمټ ښار ته ځان رسوي او ځينې خپلو خپلوانو ته زنګ وهي؛ څو د لارې کرايه ورته راوړي».

د دغه موټرچلوونکي په خبره؛ همدا پرون يې يوه ښځه او يو نارینه له دوو ماشومانو سره ليدلي چې تږي، وږي او بې‌وسه وو او ان يوه افغانۍ هم ورسره نه وه. د هغه په وينا؛ دوی تېره شپه د پولې د اوښتو هڅه کړې وه، خو نن يو ځل بيا بېرته راګرځول شوي وو.

هغه وايي، د افغانستان د ځوان او نوي نسل دغه حالت د هر انسان زړه دردوي؛ خو څوک يې پوښتنه نه‌کوي. د ده په خبره؛ خلک د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره په وار، وار د ايران پر لور د تګ هڅه کوي، سره له دې چې ډېر ځله له ناکامۍ او کړاو سره مخ کېږي.

د هغه په وينا؛ د هرات او اسلام‌کلا پر دغه لاره ډېری کسان د دهنه ذوالفقار، چارېګ او کلاته نظر له سيمو څخه د ايران پر لور د تګ هڅه کوي. نوموړی وايي، که څه هم د نيمروز لاره له پخوا د دغه ډول تګ‌راتګ شاهده وه؛ خو په وروستيو دوو کلونو کې د اسلام‌کلا له لارې هم د ناقانونه تګ کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.

ستاسو روایت؛ صابر خان وایي په اسلام اباد کې د نیول کېدو له وېرې ان ډاکتر ته هم نه شي تللی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني اسنادو او ویزو د ستونزې له دوام سره، په اسلام‌اباد کې مېشت افغان صابر خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې ویزه پای ته رسېدلې او د نیول کېدو او افغانستان ته د جبري ستنولو له وېرې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

صابر خان، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته تللی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوه استولي پیغام کې په اسلام‌اباد کې د خپل اوسني ژوند له سخت وضعیت شکایت کړی دی.

خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې د پاکستان ویزه پای ته رسېدلې او د قانوني اسنادو له نشتوالي سره له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.

هغه وايي: «هره شېبه دا امکان شته چې پولیس مو ونیسي او ډیپورټ شو.»

د صابر خان په وینا، د اسنادو د ستونزې او د نیول کېدو د وېرې له امله یې ورځنی ژوند تر دې کچې سخت شوی چې ان روغتیايي خدمتونو ته هم په اسانۍ لاسرسی نه لري.

نوموړی وایي: «ژوند دومره سخت شوی چې ډاکتر ته هم نشو تللی.»

هغه وايي: «د خوراکي توکو او نورو ضروري شیانو لپاره له ځینو باوري دوستانو او پېژندګلو استفاده کوو.»

صابر خان ټینګار کوي چې د ده او ورته نورو افغانانو لپاره د ژوند وضعیت هغه مهال لا ستونزمن شوی چې د ویزو د تمدید بهیر نه عملي کېږي او د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستانه بهر د انتقال یا پناه غوښتنې دوسیې لري، د قضیو د تعقیب او پروسس بهیر هم روښانه نه دی.

نوموړ وایي: «که د ویزو تمدید بېرته پیل نه شي، یا بهرني کیسونه شروع نه شي، نو ژوند بیخي ناممکن شوی دی.»

خان وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته هغه مهال چې طالبانو د افغانستان جمهوري نظام نسکور او واک یې ترلاسه کړ، د خپلې امنیتي اندېښنې له امله اړ شو پاکستان ته ولاړ شي.

د نوموړي په وینا، پاکستان ته تګ یې د انتخاب پر ځای د امنیتي وضعیت له امله یوه اړتیا وه، خو اوس په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو د ستونزې، د نیول کېدو او د بېرته ستنولو د وېرې له امله له بل ډول سخت وضعیت سره مخ دی.

د صابر خان تجربه د هغو افغانانو د پراخې ستونزې یوه بېلګه ده چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو له پای ته رسېدو، د ویزو د تمدید له ستونزو او د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو له اندېښنو سره مخ دي.

افغان کډوال او د بشري حقونو مدافع بنسټونه له پاکستانه په وار وار غواړي چې له افغانانو سره د قانوني اسنادو په برخه کې روښانه او دوامدار میکانیزم رامنځته کړي او د هغو کسانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدو توان یا شرایط نه لري.