د ملا هبت الله دربار ته څېرمه؛ درې ماشومې نجونې د شپې تر ناوخته کندهار ښار کې هګۍ پلوري

د عزت الله امید په نوم ځايي اوسېدونکی پر خواله رسنۍ له یوه انځور سر لیکي چې په کندهار ښار کې د یوې کډوالې کورنۍ درې ماشومې خویندې د سخت غربت له امله هره شپه تر ناوخته پورې پر واټونو هګۍ پلوري. دغه کورنۍ چې اصلي د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکې ده، د ګټې وټې بل څوک نه لري.
په لیکنه کې راغلي: «د دغو نجونو سپینږیری پلار په اونۍ کې یوازې دوه یا درې ورځې مزدوري پیدا کوي. د کور لوړه کرایه، د برېښنا بیلونه او د ناروغانو د درملنې لګښتونو دغه بېوزله کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې ده».
د کندهار د دغه ځوان په لیکنه کې زیاته شوې: «اوس د شپې ١١ بجې دي، له ښاره اته کیلومتره لیري، د عینو مېني له لویي دروازې سره دا درې خویندي هګۍ خرڅوي. را غږ یې کړل ماما موږ هم درسره ورسوه. لږ وروسته یې د خپل ملا ماتونکي غربت کیسې شروع کړې: ماما موږ په کور کي لس کسان یو، اصلي د هلمند د کجکي یو، له یوه سپین ږیري پلار پرته د ګټي وټي بل څوک نه لرو».
افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې له سخت بشري ناورین، لوږې او فقر سره مخ دی. د دغو دوو نجونو کیسه یوازینۍ نه ده، بلکې ګڼې بې سرپرسته کورنۍ اړې شوي چې د غربت له امله خپل ماشومان سړکونو ته د توکو پلورلو او خیراتونو راټولولو لپاره راوباسي.
ملګري ملتونو هم په افغانستان کې پر زیاتیدونکي فقر سخته اندېښنه ښوولې ده.
