سراج د طالیانو دواکمنۍ د پینځو کال په اړه خپل مقاله کې لیکلي چې په بدخشان کې د افغانستان د ازادۍ جبهې وروستی برید، چې د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې او سیمه ییزې ډلې له خوا د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۷مه د یفتل ولسوالۍ له لنډمهالې نیولو وروسته ترسره شو او د بدخشان د زیباک ولسوالۍ د ځینو برخو د نیولو لامل شو، ښيي چې د طالبانو د نه ماتېدونکي ځواک تصور له واقعیت څخه ډېر د یوه افسانې په څېر دی.
د مقالې په وینا، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې یوه مخالفه ډله د افغانستان د ازادۍ جبهه، نه یوازې د طالبانو تر کنټرول لاندې د خاورې یوه برخه نیسي، بلکې هغه ساتي او د طالبانو د څو پرله پسې ځوابي بریدونو پر وړاندې مقاومت کوي.
د طالبانو د پنځمې واکمنۍ له کلیزې سره په نږدې کېدو، د مقالې په وینا، لا روښانه شوې چې د طالبانو لپاره بغاوت او جګړه کول د اغېزناک او د خلکو لپاره د منلو وړ نظام له جوړولو اسانه وو. طالبان په دې برخه کې پاتې راغلي او په ورته وخت کې یې هڅه کړې چې د دین او ژوند په اړه خپل تعبیر پر خلکو وتپي.
اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د طالبانو اوسنی نظام د اوږدې مودې لپاره دوام کولی شي که نه. د مقالې د لیکوال په وینا، څو مهم عوامل ښيي چې د طالبانو د حکومتولۍ اوسنی ماډل ورو ورو د دوام له بحران سره مخ کېږي.
د ګڼو معتبر نړیوالو راپورونو له مخې، افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ځینو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پناه ځای بدل شوی؛ داسې ډلې چې د افغانستان له خاورې د ځواکونو د جذب، روزنې، تنظیم او له هېواده بهر د بریدونو د پلانولو لپاره کار اخلي.
د القاعدې، تحریک طالبان پاکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د تاجکستان د جماعت انصارالله په څېر ډلو شتون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لپاره جدي امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.
که څه هم د سیمې هېوادونه له طالبانو او د افغانستان له وضعیت سره په ظاهره بېلابېل چلندونه لري، خو دغه موضوع لا هم د هغوی د امنیتي ادارو له مهمو اندېښنو څخه ده.
پاکستان له شک پرته هغه هېواد دی چې په لنډ مهال کې یې د افغانستان له خاورې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو له امله تر ټولو زیات زیان لیدلی دی. خو د وخت په تېرېدو سره نور ګاونډي هېوادونه هم له ورته امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي.
سراج وايي، د طالبانو هغه سیاست چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل شویو ډلو ته پناه او کوربه توب ورکوي، ښايي د طالبانو نړیواله انزوا نوره هم ژوره کړي او له ګواښ سره مخ هېوادونه د دغو ګواښونو پر وړاندې اقدام ته وهڅوي.
د دې انزوا یوه نښه د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې بلل شوې، چې ویلي یې دي پاکستان حق لري د افغانستان له خاورې د راولاړو شویو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې غبرګون وښيي.
د مقالې له مخې، دطالبانو دغه سیاستونه افغانستان او خلک له هغو پایلو سره مخ کوي چې د هېواد ډېری وګړي یې نه غواړي. دا د یوې داسې ډلې سیاست دی چې مشروعیت نه لري او د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي، خو په پای کې عادي او بېګناه خلک د زیانمنو هېوادونو د اقداماتو بیه پرې کوي.
په مقاله کې ویل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو په ملاتړ کې د طالبانو رول ښايي یوازې د سیمه ییزو قوماندانانو تر اقداماتو محدود نه وي، که څه هم طالبان کله ناکله د دې خلاف ادعا کوي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له خوا د ملا محمدزايي ټاکل، چې پخوا د کندهار او غزني د طالبانو والي و، د دغو ډلو د څارنې او په مستقیم ډول هغه ته د راپور ورکولو لپاره، د دې موضوع په اړه د یوې متمرکزې تګلارې نښه بلل شوې ده.
د مقالې له مخې، د محمدزايي ټاکنه د تحریک طالبان پاکستان د څارنې لپاره هم حساب شوې پرېکړه ښکاري، ځکه نوموړی ظاهراً د پاکستان پر وړاندې دښمنانه دریځ لري او د غچ غوښتونکی دی.
محمدزايي د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور له نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي او ددې کړۍ کسان باور لري چې پاکستان هغه مهال د ملا اختر منصور د وژلو په پېښه کې رول درلود، کله چې نوموړی له ایران څخه بلوچستان ته روان و او د امریکا په برید کې ووژل شو.
د سراج په وینا، داسې ډېرې نښې نه لیدل کېږي چې د طالبانو اوسنی مشرتابه دې له تحریک طالبان پاکستان څخه د خپل ملاتړ د پای ته رسولو لپاره چمتو وي.
په ترکیه، سعودي عربستان، چین او قطر کې د پاکستان او طالبانو د استازو ناکامو خبرو وښوده چې طالبان له اسلام اباد سره د خپلو امنیتي اندېښنو په چلند کې ښايي سیاسي محاسبه کې تېروتنه کړې وي.
طالبانو هڅه وکړه له پاکستان سره هماه تګلاره وکاروي چې مخکې یې له امریکا سره د دوحې په خبرو کې کارولې وه.
هغه مهال امریکا له زیاتېدونکي کورني سیاسي فشار سره مخ وه او پرېکړه یې کړې وه چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته ورسوي. طالبانو د خبرو په اوږدولو سره خپل دریځ پیاوړی کړ، ځکه واشنګټن وختي محدودیتونو او جدي سیاسي فشارونو سره مخ و.
خو د پاکستان وضعیت په بشپړ ډول توپیر لري. د امریکا خلاف، پاکستان له سیمې څخه د وتلو اراده نه لري او له کوم ټاکلي ضرب الاجل سره هم مخ نه دی.
له همدې امله، د مقالې د لیکوال په وینا، د خبرو د اوږدولو لپاره د طالبانو تګلاره له داسې یوه هېواد سره چې د افغانستان په سیاسي تحولاتو کې اوږده تجربه لري، ښايي د امریکا په څېر پایله ورنه کړي.
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو څرنګوالی هم ښايي د طالبانو د مشرانو د زیات باور سبب شوی وي. خو د امریکا وتل د کورنیو سیاسي فشارونو او پراخو ستراتیژیکو ملاحظاتو د ځانګړي ترکیب پایله وه؛ هغه عوامل چې ښايي د پاکستان، چین، ازبکستان او تاجکستان په اړه صدق ونه کړي.
د مقالې د لیکوال په وینا، د افغانستان اقتصاد تر اوسه په ظاهره د نړیوالو بشري مرستو، د امریکا د حکومت له خوا د نغدو پیسو د انتقال او له هېواده بهر د افغانانو د شاوخوا ۱،۶ میلیارد ډالرو کلنیو حوالو په مرسته، چې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره یې لېږي، پر خپلو پښو ولاړ پاتې دی.
خو د دې ظاهري وضعیت تر شا واقعیت بل ډول دی. پراخه بېکاري لا هم شته، د بشري مرستو پر مټ د خلکو اتکا زیاته شوې، مهم اقتصادي مسیرونه لا هم له ستونزو سره مخ دي او د افغانستان د اوږدمهاله اقتصاد راتلونکی تیاره ښکاري.
د ملي امنیت پخوانی رییس وايي، دغه اقتصادي ستونزې، دنجونو د زده کړو او د ښځو د کار پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو په اړه د خلکو له زیاتېدونکي قهر سره یوځای، داسې وضعیت رامنځته کوي چې ښايي ځینې کسان د طالبانو پر وړاندې د خپلسرو اقداماتو تنظیمولو یا وسله وال مقاومت ته وهڅوي
خلک له یوه داسې سخت رژیم سره چې هېڅ قانون ته ژمن نه دی او ځواکونو ته یې د قانون له چوکاټ څخه بهر د وژنو اجازه ورکول کېږي، د اعتراض له کولو مخکې په طبیعي ډول له وېرې او احتیاط څخه کار اخلي.
خو کله چې خلک دې پایلې ته ورسېږي چې فقر به په پای کې د دوی ژوند له منځه یوسي، پرته له دې چې د خپل وضعیت د بدلون لپاره اقدام وکړي، د مقالې د لیکوال په وینا، ډېری وېرې به له منځه ولاړې شي.
د مخالفو ډلو د فعالیت زیاتېدل به پر درنو وسلو او پوځي تجهیزاتو د طالبانو فشار د پام وړ زیات کړي.
د افغانستان له پخواني حکومت څخه پاتې ډېری چورلکې او ترانسپورتي الوتکې د بشپړ عملیاتي حالت ته د بېرته ستنېدو لپاره اساسي ترمیماتو ته اړتیا لري.
په مهمو برخو کې د بودجې کمښت سبب شوی چې د دغو تجهیزاتو لویه برخه له کاره ولویږي او ساتنه یې ورځ تر بلې ستونزمنه شي.
همداراز، د پخواني حکومت پاتې ډېری سپکې وسلې یا له پوځي زېرمو غلا شوې، یا په تور بازار کې پلورل شوې او یا له افغانستان قاچاق شوې دي.
طالبانو په دې فکر سره تېروتنه کړې وه چې د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې له روسیې سره د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به د درنو تجهیزاتو د ترمیم او د زړو الوتکو د بیا رغونې لپاره وړیا مرستې ترلاسه کړي.
خو ډېر ژر ورته څرګنده شوه چې باید د دغو ترمیماتو لوړ لګښتونه خپله برابر کړي.
د څو معتبرو راپورونو له مخې، د طالبانو محدود شمېر چورلکې او ترانسپورتي الوتکې ښايي راتلونکی کال د مالي سرچینو او د ساتنې د ظرفیت د کمښت له امله له فعالیت څخه پاتې شي.
د مقالې د لیکوال په وینا، د افغانستان ازادۍ جبهې د یوه مهم رواني خنډ په ماتولو سره وښوده چې نه یوازې د طالبانو له لاسه د سیمې نیول ممکن دي، بلکې د طالبانو د پرله پسې ځوابي بریدونو پر وړاندې یې ساتل هم ممکن دي.
دغه بهیر ښايي د ملي مقاومت جبهې او نورو همفکرو ډلو په جګړه کې له شاملېدو سره پیاوړی شي.
د طالبانو د رژیم د پنځو کلونو د ځپنې دوره بشپړېدو ته نږدې ده. په مقاله کې یادونه شوې چې فساد، خپلوي پالنه او د سرچینو لوټ زیات شوی دی. د سرو زرو، قیمتي ډبرو او نشه يي توکو قاچاق هم پراخ بلل شوی دی.
په مقاله کې ویل شوي چې کندهاري طالبان د سیمه ییزو مالکانو او سیمه ییزو طالبانو په څنګ ته کولو سره د افغانستان په شمالي ولایتونو کې پر عاید لرونکو سرچینو واکمن شوي دي.
طالبانو کولای شو یو پراخ سیاسي حل غوره کړی وای چې د ډېرو خلکو لپاره د منلو وړ وای؛ داسې حل چې ښايي په افغانستان کې یز د اوږدې شخړې لړۍ پای ته رسولې وای.
خو د مقالې د لیکوال په وینا، طالبانو د واک د تمرکز لاره غوره کړه؛ په داسې ډول چې ډېری مهم مقامونه کندهاري طالبانو ته وسپارل شول او د ټولنې لویې برخې د واک له جوړښت څخه بهر پاتې شوې.
سراج وايي، اصلي بحث دا نه دی چې د طالبانو تر ټولو لوی کمزوري یوازې پوځي ماتې ده؛ بلکې اساسي ستونزه د هغو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او سیمه ییزو بنسټونو تدریجي کمزوري کېدل دي چې طالبان پرې د خپلې دویمې واکمنۍ نظام جوړ کړی دی.
که دا بهیر دوام وکړي، پایلې یې ښايي په پای کې د جګړې په یوه مهم ډګر کې له هرې پوځي ماتې څخه ډېرې مهمې شي.
د مالي سرچینو له کمېدو سره، حتا د یوې کوچنۍ الوتکې ساتل او د نورو درنو پوځي تجهیزاتو ساتنه به ورځ تر بلې ستونزمنه شي.
په ورته وخت کې، د هغو مخالفو ډلو د فعالیت زیاتېدل چې د مقالې د لیکوال په وینا د طالبانو د استبدادي رژیم د پای ته رسولو او د هېواد له نیمایي څخه د ډېرو خلکو د حقونو د بېرته ستنولو لپاره مبارزه کوي، طالبانو ته به بېساری ننګونه وي.
د مقالې په پای کې ویل شوي چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ خلاف، دا ځل هغوی د پټېدو لپاره ځای نه لري.
د افغانستان د ازادۍ جبهې او «سپاهیان میهن» دواړو د وېرې د فضا د ماتولو لپاره مهم ګام اخیستی، خو دا بهیر ښايي ډېر نور کسان او ډلې هم ډګر ته راولي؛ څو د دغه رژیم د نسکورولو، د عدالت د بېرته راوستلو، د دوامدارې سولې د ټینګولو او په پای کې د افغانانو لپاره د باعزته ژوند د برابرېدو لپاره هڅې وکړي.