د حوثي وسلهوالو په بریدونو کې لږترلږه ۵۸ یمني ځواکونه وژل شوي دي

فرانسې خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې په مارب او حضرموت ولایتونو کې د حوثي وسلهوالو لهخوا پر پوځي مرکزونو په بریدونو کې لږترلږه ۵۸ یمني ځواکونه وژل شوي دي.

فرانسې خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې په مارب او حضرموت ولایتونو کې د حوثي وسلهوالو لهخوا پر پوځي مرکزونو په بریدونو کې لږترلږه ۵۸ یمني ځواکونه وژل شوي دي.
د ایران له ملاتړه برخمنه د حوثي وسلهوالو ډلې د دغه بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست او اعلان یې وکړ، چې دوی د بالستیک توغندیو او ډرونونو پرمټ د مارب او حضرموت په ولایتونو کې د «سعودي پوځي ځواکونو غونډه» په نښه کړې ده.
یادې ډلې ویلي، چې دوی په الرویک، العبر او الثنیه کې ځینې سیمې په نښه کړې او ادعا یې وکړه، چې د سعودي عربستان پورې تړلي سلګونه جنګیالي یې وژلي یا ټپیان کړي دي. حوثیانو ادعا کړې، چې په دغه بریدونو کې یوشمېر پوځي اډې، د وسلو ډیپوګانې او پوځي موټرونه ویجاړ شوي دي.
د حوثیانو په وینا؛ دغه عملیات وروسته له هغې ترسره شوي، چې دوی یې لامل «د یادې تر کنټرول لاندې سیمو باندې د بریدونو لپاره د سعودي ځواکونو یوې ډلې غونډه بللې ده».
د یمن د روغتیا وزیر په مارب او حضرموت کې روغتیایي مرکزونو ته امر کړی، چې د ټپي شویو ځواکونو د درملنې لپاره چمتووالی ونیسي. هغه وویل، چې په دغه بریدونو کې د الرویک او العبر په سیمو کې پوځي پوستې په نښه شوې دي.
په یمن کې د امریکا ماموریت هم په مارب او حضرموت کې د وژل شویو یمني ځواکونو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او دغه بریدونه یې «د یمن د خلکو په وړاندې د حوثيانو د ترهګرۍ یوه بله بېلګه» وبلله.
سعودي عربستان له ۲۰۱۵کال راهیسې د یمن حکومت د ملاتړ لپاره د پوځي ټلوالې مشري کوي. دغه ټلواله په ۲۰۱۴کال کې د حوثیانو لهخوا د یمن پلازمېنه صنعا تر نیولو وروسته جوړه شوه.

دوو باوري سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ټاکل شوې چې ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان د جمعې په ورځ په سعودي عربستان کې یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړي. سرچینو د دغه تړون د محتوا او د درېیو هېوادونو د همکارۍ د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جمعې په ورځ ریاض ته روان شي، څو د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري.
د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو ادارې مشر برهانالدین دوران ویلي، اردوغان به د خپل یو ورځني سفر پر مهال د سعودي عربستان له ولیعهد او د پاکستان له لومړي وزیر سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان په وروستیو میاشتو کې د سیمې د تحولاتو، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې د پایلو په اړه خپلې سلا مشورې زیاتې کړې دي.
بل لور ته، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم ورسره مل دی، سعودي عربستان ته رسېدلی دی. تمه کېږي چې سیمهییز امنیت، دفاعي همکاري او د منځني ختیځ وروستي بدلونونه د ریاض د خبرو اصلي محورونه وي.
د ترکیې حکومت تر اوسه د دې غونډې رسمي اجنډا نه ده خپره کړې، خو باوري سرچینې وایي چې د سیمې امنیت، د سمندري لارو ګواښونه، د ایران د جګړې اغېزې او د دفاعي همکاریو پراختیا به د بحث مهم موضوعات وي.
دا درې اړخیزه غونډه یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره کېږي چې سعودي عربستان د سره سمندر، بابالمندب تنګي او عدن خلیج کې د بېړیو د تګ راتګ او د انرژۍ د لېږد د خوندي کولو لپاره د څو هېوادونو د سمندري ائتلاف د جوړېدو خبر ورکړ. ریاض ویلي وو، دا نوښت د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د ګواښونو د زیاتېدو په غبرګون کې رامنځته شوی دی.
ترکیه، چې د ناټو غړې ده، او پاکستان، چې اټومي ځواک بلل کېږي، د هغو ۱۴ هېوادونو له ډلې دي چې له دې نوښت څخه یې ملاتړ کړی، خو انقرې لا نه دي ویلي چې د دغه ائتلاف په عملیاتو کې به عملي ګډون وکړي که نه.
دغه سفر د ترکیې، مصر، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو له وروستۍ غونډې وروسته ترسره کېږي. د «آر-۴» په نوم دغه چوکاټ، چې د مارچ میاشتې په غونډو کې رامنځته شو، موخه یې د سیمهییزو تحولاتو په اړه همغږي، د ډیپلوماتیکو حللارو پرمختګ او د امنیتي ننګونو پر وړاندې ګډه همکاري بلل شوې ده.
په همدې حال کې، د ترکیې او سعودي عربستان دفاعي اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې دي. سعودي عربستان په ۲۰۲۳ کال کې د ترکیې له «بایکار» شرکت سره د بېپیلوټه الوتکو د پېر لوی تړون لاسلیک کړ او یو کال وروسته دواړو هېوادونو د بېپیلوټه الوتکو د ګډ تولید، د ټکنالوژۍ د لېږد او د ځواکونو د روزنې پر سر هم هوکړې وکړې.
دواړو هېوادونو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د «ګوکبَی» په نوم د ترانسپورتي چورلکې د ګډ تولید لپاره هم تړون لاسلیک کړی دی. همدارنګه، د ترکیې د پنځم نسل جنګي الوتکې «KAAN» په پروژه کې د سعودي عربستان د احتمالي ګډون په اړه هم خبرې روانې دي.
د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي وایي، حکومت به یې هغو کروندګرو ته د مالي او اعتباري مرستو ځانګړی پروګرام پيل کړي، چې د روسیې د بریدونو له امله یې بندرونه او د سمندري لېږد رالېږد تاسیسات زیانمن شوي دي.
زېلنسکي د پنجشنبې په ماښام په خپل ورځني ویډیويي پیغام کې وویل، چې دغه پروګرام د حکومت په غونډه کې وروستی شوی او تر ټولو ډېر به هغو کروندګرو ته ځانګړی وي، چې د روسیې د بریدونو له امله د اوکراين پر بندرونو او د سمندري صادراتو پر دهلېز له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د اوکراين د ولسمشر په وینا، په دې مرستندویه پروګرام کې سبسایډي لرونکي پورونه او نورې مالي اسانتیاوې شاملې دي، او عملي پلي کېدل به یې په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.
په وروستیو اوونیو کې روسیې او اوکراين، چې دواړه د نړۍ له سترو کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د غنمو له لویو صادروونکو هېوادونو څخه دي، د تور سمندرګي په سیمه کې د یو بل د کرنیزو صادراتو تاسیسات او سوداګریزې بېړۍ په متقابلو بریدونو کې په نښه کړې دي.
د اوکراين د اودیسا سیمې والي، اوله کیپر، ویلي چې د روسیې د برید له امله یوه بهرنۍ بیرغ لرونکې بېړۍ، چې د غنمو بار یې لېږداوه، د تور سمندرګي په اوبو کې زیانمنه شوې ده. د هغه په وینا، په دې برید کې د بېړۍ د عملې یو غړی وژل شوی او په بېړۍ کې اور هم لګېدلی دی. د اوکراين د سمندري بندرونو ادارې ویلي، چې دغه بېړۍ د ګینه بیساو تر بیرغ لاندې روانه وه.
اوکراين تر دې وړاندې په تور سمندرګي کې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره یو سمندري دهلېز جوړ کړی و، چې د دغه هېواد د ساحلونو په اوږدو کې د رومانیا تر سمندري پولو پورې غځېدلی و، خو په وروستیو اوونیو کې پر همدې لارې تېرېدونکې بېړۍ هم د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
د اوکراين د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پیل وروسته د روسیې بریدونو د اوکراين د صادراتي زېربناوو پر وړاندې د نړۍ د خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې کړې او د میلیونونو کورنیو لپاره یې د خوړو ناامني لا پسې زیاته کړه.
هغه پر اېکس یوه پېغام کې لیکلي، چې روسیه اوس هم هڅه کوي د اوکراين په بندرونو او د سمندري صادراتو په دهلېز کې د ملکي بېړیو په نښه کولو سره هماغه پایلې تکرار کړي، او دا وضعیت یو ځل بیا د نړۍ د خوړو پر امنیت پراخې منفي اغېزې لرلای شي.
په همدې حال کې، د اوکراين د کرنې وزارت مرستیال، تاراس ویسوتسکي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د غلو دانو د صادراتو بدیلې لارې به تر اګست میاشتې تر پایه مخکې اړین ظرفیت ته ونه رسېږي، او آن له هغه وروسته به هم یوازې د هغو صادراتو شاوخوا نیمایي جبران کړای شي، چې پخوا د تور سمندرګي له بندرونو ترسره کېدل.
بل لور ته، د روسیې د غلو دانو سترې اتحادیې تېره میاشت خبرداری ورکړی و، چې د روسیې پر بېړیو او بندرونو د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو دوام ښايي په نږدې راتلونکي کې د تور سمندرګي له لارې د دغه هېواد د غلو دانو صادرات له خنډ سره مخ کړي؛ داسې وضعیت چې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو ترڅنګ به په افریقا او منځني ختیځ کې د لوږې د پراخېدو لامل هم شي.
د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا د خپرېدو د مهار لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د کشف، درملنې او د ټولنو د ګډون هڅې چټکې شي.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا د مخنیوي لپاره باید د خلکو پر بنسټ اقدامات پیاوړي شي، د ناروغانو د ژر پېژندنې، د تماسونو د تعقیب، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ چارې پراخې شي.
د راپور له مخې، یوګانډا د جولای په ۲۸مه د ناروغۍ د ختمېدو اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې ۲۰ تایید شوې پېښې او دوه مړینې ثبت شوې وې. روغتیايي چارواکو ویلي، د ټولو پېژندل شویو ناروغانو تماسونه تر څارنې لاندې نیول شوي وو.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د یوګانډا د چټک غبرګون، د روغتیايي کارکوونکو د هڅو او د ټولنو د همکارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد تجربه ښيي چې د ایبولا مهار د ژر تشخیص، د تماسونو د تعقیب او د خلکو د باور له لارې ممکن دی.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په وینا، د ایبولا د مخنیوي بریا به تر ډېره د خلکو په همکارۍ پورې تړلې وي. دوی ویلي، خلک باید له باوري سرچینو سم معلومات ترلاسه کړي، د ناروغۍ نښې وپېژني، ژر خبر ورکړي او له وېرې پرته درملنې ته لاسرسی ولري.
دملګرو ملتونود معلوماتو له مخې، د اګست تر ۴مې نېټې پورې په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا ۳۹۷۳ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۱۸۰۱ کسان مړه شوي او ۷۷۶ نور بېرته روغ شوي دي.
راپور زیاتوي چې ناروغي د دغه هېواد په پنځو ولایتونو او ۵۱ روغتیايي سیمو کې خپره شوې ده. په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹ نوې تایید شوې پېښې او ۵۲ مړینې ثبت شوې دي.
په ګډه اعلامیه کې راغلي، د ناروغانو د تماسونو تعقیب ۷۵ سلنه دی، په داسې حال کې چې د ناروغۍ د خپرېدو د ځنځیرونو د ماتولو لپاره باید دا کچه لږ تر لږه ۹۵ سلنې ته ورسېږي.
د راپور له مخې، دا مهال ۶۷۴ کسان تر درملنې لاندې دي او په شمالي کیوو کې د درملنې مرکزونو ظرفیت تر فشار لاندې دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: «د ډیموکراتیکې کانګو په ختیځو سیمو کې د ایبولا خپرېدل زموږ له غبرګون څخه چټک روان دي، نو اړینه ده چې د مخنیوي ټولې هڅې په چټکۍ پراخې کړو.»
هغه زیاته کړې: «موږ له حکومت، اغېزمنو ټولنو او هغو زړورو روغتیايي کارکوونکو سره ولاړ یو چې په ډېرو سختو شرایطو کې خدمت کوي، خو دا کار دوامدارې ژمنې، زیاتو سرچینو او قوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»
اعلامیه ټینګار کړی چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د سفرونو او سوداګرۍ پر محدودولو تمرکز ونه شي، بلکې هېوادونه باید څارنه، لابراتواري ظرفیت، چمتووالی او د سرحدونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي.
نږدې درې کاله وروسته له هغه چې د غزې ښار پر څو استوګنیزو ودانیو د اسراییل برید شوی و، د ۱۱۲ فلسطینیانو جسدونه، چې د ۴۰ ماشومانو جسدونه هم په کې شامل دي، له خاورو راایستل شوي او د سېشنبې په ورځ په ډلهییز ډول خاورو ته وسپارل شول.
د رویټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې، په دې موده کې د اسراییل دوامدارو بریدونو د ژغورنې ډلو ته د مړو د لټون او را ایستلو فرصت نه و ورکړی.
په راپور کې راغلي، د دیرالبلح ښار په سلګونو اوسېدونکو د هغو څه باندې ۱۰۰ تابوتونو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ چې د فلسطین په بیرغونو پوښل شوي وو. د جنازې تر لمانځه وروسته، د قربانیانو جسدونه د ویجاړو شویو کوڅو او نړېدلو ودانیو له منځه نږدې هدیرې ته ولېږدول شول.
د راپور له مخې، قربانیان د «الحساینه» قبیلې غړي وو. فلسطیني چارواکي وایي، د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د غزې ښار د صبرا په سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې د دې قبیلې ۳۰۸ غړي ووژل شول، هغه مهال چې اوسېدونکي په خپلو کورونو کې ویده وو.
د برید پر مهال، د سیمې خلکو یوازې د لومړنیو وسایلو او خپلو لاسونو په مرسته د شاوخوا ۴۰ کسانو جسدونه راویستل، خو لسګونه نور د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې پاتې شول.
د غزې د ملکي دفاع ادارې، چې تېره اوونۍ یې یو ځل بیا د برید ځای پلټلی، ویلي چې د ۱۱۲ نورو قربانیانو پاتې شوني، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، موندلي دي. دې ادارې زیاته کړې چې لا هم د هماغه برید ۱۵۷ کسان ورک ګڼل کېږي.
د غزې د ملکي دفاع ویاند محمود بصل رویټرز ته ویلي، قربانیان د عدلي طب د شواهدو او د ژوندي پاتې شویو د معلوماتو پر بنسټ پېژندل شوي دي. د هغه په وینا، ډېری جسدونه سخت تجزیه شوي وو او ځینې یې د جامو، د ټپونو نښو، طبي فلزي تختو او د ښځو د ګاڼو او د نوم لرونکو غاړکيو له لارې پېژندل شوي دي.
بلخوا، د غزې د روغتیا وزارت د ثبت د څانګې مشر ظاهر الوحیدي اسوشیټډ پرېس ته ویلي چې تر اوسه لږ تر لږه اووه زره او ۴۰۰ کسان د خپلو کورنیو له خوا د نړېدلو ودانیو لاندې د ورک شویو کسانو په توګه ثبت شوي دي. هغه ویلي، ښايي اصلي شمېر تر دې هم ډېر وي، ځکه په ځینو بریدونو کې د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي او هېڅوک نه دي پاتې چې د هغوی د ورکېدو راپور ثبت کړي.
په همدې حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي وو چې اسراییل په غزه کې د نسلوژنې عمل ترسره کړی دی. د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې کمېسیون هم د جون میاشتې په خپل راپور کې ویلي وو چې اسراییل داسې کړنې دوام ورکړی چې د دې کمېسیون په وینا د نسلوژنې مصداق ګڼل کېږي، او ادعا یې کړې چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په قصدي ډول فلسطیني ماشومان په نښه کړي او وژلي دي.
اسراییل د نسلوژنې دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې پوځي عملیات یې د حماس پر ضد دي او د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې ترسره کېږي.
ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې ماشومانو ته د مور شیدې ورکولو کچه لوړې شوې، خو لا هم میلیونونه میندې اړین ملاتړ نه لري. افغانستان کې بیا یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور په شیدو تغذیه کېږي، حال دا چې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) او د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالې شیدو ورکولو اوونۍ په مناسبت له هېوادونو غوښتي چې د میندو لپاره د شیدو ورکولو مسلکي مشورې پیاوړې، د زېږون پر مهال او وروسته د میندو ملاتړ زیات او د مور د شیدو د بدیلو تجارتي محصولاتو د بازارموندنې لپاره سخت مقررات عملي کړي.
د دغو ادارو مشران وايي: «د مور شیدې ورکول حیاتي دي» او د ثابتو او اغېزمنو لارو چارو په برخه کې پانګونه کولی شي هر ماشوم ته د ژوند تر ټولو ښه پیل برابر کړي او میندو ته هغه پاملرنه او خدمتونه ورسوي چې ورته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي، د مور شیدې ورکول ماشومانو ته اړین غذایي مواد برابروي، د هغوی معافیت پیاوړی کوي، د جدي ناروغیو پر وړاندې یې ساتنه کوي او د ذهني ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري. د مور لپاره هم د سینې او تخمدان سرطانونو او د دویم ډول شکر ناروغۍ د خطر په کمولو کې مرسته کوي.
د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، که د مور شیدې ورکول په پراخه کچه پیاوړي شي، هر کال د نږدې ۴۰۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زره میندو د مړینې مخه نیول کېدای شي.
دواړه ادارې سپارښتنه کوي چې ماشوم باید د زېږون په لومړي ساعت کې د مور شیدې پیل کړي، د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه شي او له شپږو میاشتو وروسته دې د مناسبو او خوندي تکمیلي خوړو ترڅنګ تر دوو کلونو یا له هغې ډېر د مور شیدو ته دوام ورکړل شي.
افغانستان؛ یوازې نیمایي ماشومان یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي
د یونیسف افغانستان څانګې د تغذیې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي. دغه اداره وايي، د کافي او متنوع خوړو نشتوالی او د ماشومانو د تغذیې ناسمې لارې چارې د افغانستان د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۳،۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د حادې خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ کېدای شي. په دې ډله کې شاوخوا ۹۴۲ زره ماشومان د شدیدې حادې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي. همداراز اټکل کېږي چې نږدې ۱،۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به په همدې کال کې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.
یونیسف وايي، د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران په ځانګړي ډول د دوو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره جدي دی، ځکه د دغو ماشومانو د ودې په لومړیو پړاوونو کې د مور د شیدو ترڅنګ مناسبو او مغذي تکمیلي خوړو ته اړتیا زیاته وي.
د یونیسف په وینا، د افغانستان د خوارځواکۍ د بحران د مخنیوي لپاره د ټولنې په کچه د میندو د تغذیې او ماشومانو د شیدو ورکولو په اړه مشورې، د مناسبو لومړنیو خوړو ته د لاسرسي پراخول او د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کول مهم دي.
د نړۍ کچه پرمختګ، خو لا هم لوی واټن
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د لومړیو شپږو میاشتو یوازې د مور په شیدو د تغذیې کچه په ۲۰۱۲ کال کې له شاوخوا ۳۷ سلنې څخه اوس له ۴۷ سلنې لوړه شوې ده. تر دوو کلونو پورې د شیدو ورکولو کچه هم په وروستیو کلونو کې له ۳۸ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
خو یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا پرمختګ لا هم د نړیوالو ټاکل شویو موخو لپاره کافي نه دی. د دوی په وینا، د شیدو ورکولو د ملاتړ خدمتونه په ډېرو هېوادونو کې محدود دي، پالیسۍ په یوشان ډول نه عملي کېږي او د خدمتونو کیفیت، په ځانګړي ډول په بېوزلو، بحراني او بشري ناورین ځپلو سیمو کې، کافي نه دی.
دواړو ادارو ټینګار کړی چې «شواهد روښانه دي» او د روغتیايي نظامونو له لارې مسلکي ملاتړ، په ټولنو کې مشورې، د میندو لپاره معاش لرونکې رخصتۍ او کاري خوندیتوب او د مور د شیدو د بدیلو تجارتي محصولاتو د بازارموندنې د مقرراتو عملي کول، د شیدو ورکولو د کچې لوړولو له اغېزمنو او کملګښته لارو څخه دي.
ملګري ملتونه وايي، د مور د شیدو ورکولو په برخه کې پانګونه اقتصادي ګټه هم لري، د دوی د اټکل له مخې، د دې برخې پر هر یو ډالر پانګونه شاوخوا ۵۹ ډالره اقتصادي عاید رامنځته کوي. دغه عاید د روغتیايي لګښتونو د کمېدو، د ماشومانو د ذهني ودې، د زدهکړو د ښه پایلو او په راتلونکي کې د لوړ عاید له لارې ترلاسه کېږي.
ملګري ملتونه د نړیوالې شیدو ورکولو اوونۍ پر مهال له هېوادونو غواړي چې د روغتیايي نظامونو د پیاوړتیا ترڅنګ، د میندو لپاره د زېږون مخکې، د زېږون پر مهال او وروسته د شیدو ورکولو لازم ملاتړ برابر کړي او دغه خدمتونه په بېړنیو او بشري ناورینونو کې هم له منځه ولاړ نه شي.