عبدالعظیم بدخشي خپل بلاروسي سیال ته په لومړیو ۱۵ ثانیو کې ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي د سیالیو له ډګره له یوه کال لرېوالې وروسته له یوې چټکې او ځلېدونکې بریا سره سیالیو ته راستون شو. بدخشي د هند په ایاېفاېل (IFL) سازمان کې خپل بلاروسي سیال ارتم بولویچیک ته د لومړي پړاو په ۱۵مې ثانیې کې په سبمېشن سره ماتې ورکړه.
دا سیالي په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې ترسره شوه او د بدخشي دا بریا په ۲۰ مسلکي مبارزو کې پنځلسمه بریا وه. هغه له دې سیالۍ وړاندې په ۱۹ سیالیو کې ۱۴ یې ګټلې او ۵ یې بایللې وې او په دې بریا سره یې د خپلو بریاوو شمېر ۱۵ ته ورساوه.
بدخشي په داسې حال کې دې بریا ته ورسېد چې په دې وروستیو ورځو کې په هند کې له ځینو حاشیو سره مخ شوی وو. له مبارزې څخه له یوه کال لرېوالي وروسته د هغه راستنېدل او د یوې ځلېدونکې بریا ترلاسه کول کولای شي د دغه افغان مبارز د مسلکي مسیر د بیا پیل نښه وي.
۲۸ کلن بلاروسي مبارز بولویچیک هم له دې سیالۍ وړاندې ۱۹ مسلکي مبارزې کړې وې، خو ۹ یې ګټلې وې او ۱۰ یې بایللې وې او د بدخشي پر وړاندې په ماتې خوړلو سره د هغه ۱۱مه مسلکي ماتې هم ثبت شوه.
په پیل کې ټاکل شوې وه، چې د بدخشي سیال له چین څخه ۲۸ کلن مبارز سیوهیر هوسیمن وي، خو د سیالیو سمبالوونکو له سیالۍ وړاندې د هغه سیال بدل کړ او بولویچیک یې ورسره مخ کړ.
بدخشي د خپلو کلکو ګوزارونو او د لوړ ځواک له امله د «ناک اوټونو مبارز» په نوم شهرت لري. هغه له دې سیالۍ وړاندې ۱۴ بریاوې لرلې چې ۱۱ بریاوې یې په ناک اوټ ترلاسه شوي دي؛ هغه شمېرې چې د هغه د بریاوو کابو ۷۹ سلنه جوړوي. هغه دغه راز دوه بریاوې په سبمېشن او یوه بریا د لوبڅارانو په پرېکړه درلوده او د بولویچیک پر وړاندې په بریا سره یې د سبمیشن په تخنیک کې خپله درېیمه بریا هم ثبت کړه.
