• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

افغاني سره میاشت: د زړه سوري ناروغیو نوي جوړ شوي روغتون کې د ۲۸ ماشومانو جراحي عملیات وشول

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې په خپل نوي پرانېستل شوي قلبي روغتون کې یې د زړه سوري لرونکو ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات په بریا سره ترسره کړي دي.

د طالبانو افغاني سره میاشت ټولنې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغو ماشومانو درملنه د کورنیو او بهرنیو متخصصو ډاکترانو له لوري شوې ده. له دې ډلې څخه نن ۹ ماشومان له روغتون څخه رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

خبرپاڼه کې راغلي،‌ په دغه روغتون کې هره ورځ له څلورو تر شپږو پورې د زړه سوري لرونکو ماشومانو وړیا عملیات کېږي، چې ټول لګښت یې سره میاشت ورکوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روان کال د زمري په ۱۱مه په کابل کې د زړه سوري ناروغیو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون پرانېست. د یادې ټولنې په وینا، دغه روغتون د ۶،۵ مېلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی او هر کال به د نړۍوالو معیارونو له مخې د شاوخوا ۲ زره د زړه سوري ناروغانو وړیا درملنه وکړي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې تر دې وړاندې هم هرکال لسګونه د زړه سوري ناروغان د درملنې لپاره هند، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو ته استول.

د افغانستان روغتیایي سکټور کې د کمو روغتیایي امکاناتو او سامان‌الاتو مسئله هغه ننګونه ده، چې په کور دننه یې ناروغان بهرنیو هېوادونو تګ ته اړ کړي دي.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۳

راپور :پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کوي

۴
ځانګړی

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۵

د نارضایتۍ دوام؛ خواله رسنۍ پر طالبانو د نیوکو مرکز

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: ازبکستان د افغانستان بازار کې خپله ونډه پراخوي خو د ایران ونډه کمېږي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱
100%

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس وايي، چې ازبکستان د افغانستان په بازار کې خپله ونډه پراخه کړې، خو د ایران صادراتي ونډه ورځ تر بلې ډیریږي. هغه ویلي، چې ایران باید افغانستان یوازې د خپلو وروستیو تولیداتو د مصرفوونکي بازار په توګه ونه ګوري.

محمود سیادت له ایراني رسنیو سره په خبرو کې د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ هغه وروستي توافق ته اشاره کړې چې په مشهد کې نهايي شو او ویلي یې دي چې اقبال لاهوري افغانستان د اسیا زړه بللی و او دغه هېواد کولای شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د ارتباطي پل په توګه عمل وکړي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت هم په دې وروستیو کې د سړکونو او رېل پټلیو د مواصلاتي شبکو د پراختیا لپاره مثبت ګامونه پورته کړي دي. د نوموړي په وینا، ګاونډیو هېوادونو هم په کراچۍ او بندرعباس بندرونو کې د وروستیو ستونزو له امله په دې برخه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا او چمتووالی ښودلی دی.

سیادت د ترکمنستان له لارې د ترانزیټ په مسیر کې ستونزو ته په اشاره ویلي، چې ایران له ترکمنستان سره د کلونو تعامل پر مهال د پالیسۍ له بدلونونو سره مخ و چې په عملي توګه یې ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان ته د ایراني مالونو د ترانزیټ بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه وايي، له همدې امله د افغانستان له لارې د تاجکستان له شیرخان بندر سره د نښلولو له ظرفیت څخه استفاده یوه حیاتي اړتیا ده.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د اقتصادي چارو د مرستیال ملا عبدالغني برادر وروستی حکم چې د شیرخان بندر د زیربناوو د عاجل سمبالښت په اړه یې صادر کړی، یو مثبت اقدام دی.

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې د ایران له لارې ګرمو اوبو ته لاسرسی د دغه هېواد یوه طبیعي ستراتیژیکه ګټه ده چې ازبکستان، تاجکستان او افغانستان په څېر په وچې ایسار هېوادونه ورته جدي اړتیا لري.

سیادت وايي، ایران له افغانستان او تاجکستان سره په اقتصادي تعامل کې خپله تګلاره بدلوي او په وروستي توافق کې یوازې د مالونو پر ترانزیټ تمرکز نه دی شوی، بلکې د ګډ تولید موضوع هم مطرح شوې ده.

هغه ویلي، یوازې د وروستیو تولید شویو توکو د صادراتو دودیزه تګلاره نور د سیمې د سختې سیالۍ لپاره کافي نه ده.د نوموړي په وینا، د تولیدي لګښتونو د کمولو او د لوژستیکي ستونزو د مخنیوي لپاره پلان لري چې د تولید د ځنځیر یوه برخه او منځني توکي په افغانستان کې یا د ګډو پروژو له لارې تولید کړي.

د هغه په باور، دغه تګلاره به نه یوازې د ترانزیټ لګښتونه راکم کړي، بلکې د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ به اقتصادي اړیکې هم لا پیاوړې کړي.

هغه ویلي، د ایران سیمه‌ییز سیالان، په ځانګړي ډول ازبکستان، په چټکۍ او پراخو پانګونو هڅه کوي چې د افغانستان په اقتصادي بازار کې خپله ونډه زیاته کړي، په داسې حال کې چې د ایران صادراتي سهم په تدریجي ډول کمېږي.

د هغه په وینا، ایران باید افغانستان یوازې د خپلو وروستیو تولیداتو د مصرف کوونکي بازار په توګه ونه ګوري، ځکه په افغانستان کې د صنعتي واحدونو د زیاتېدو له امله سیالي ورځ تر بلې سختېږي. نوموړي ویلي چې یوازې په روان کال کې په افغانستان کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر صنعتي واحدونه زیات شوي دي.

سیادت ټینګار کړی چې د ایران تګلاره باید د دواړو لوریو پر ګټه ولاړه همکاري او د افغانستان، ایران او تاجکستان له ظرفیتونو څخه د درېیمو هېوادونو بازارونو ته د لاسرسي لپاره استفاده وي.

د نوموړي په وینا، د ایران رېل پټلۍ پروژه چې د هرات په ۶۰ کیلومترۍ کې د روزنک په تمځي کې درېدلې وه، اوس د طالبانو د حکومت په همکارۍ د هرات تر صنعتي ښارګوټي پورې د غځولو په حال کې ده.

هغه ویلي، د هرات او مزارشریف ترمنځ د رېل پټلۍ د نښلولو په اړه هم توافق شوی چې مالي لګښت به یې افغانستان او تخنیکي مشارکت به یې ایران پر غاړه ولري.

سیادت د میلک، دوغارون او ماهی‌رود پولو وضعیت بحراني بللی او ویلي یې دي چې یوازې په دوغارون پوله کې د موټرو د درېدو موده ۱۰ تر ۱۲ ورځو پورې رسېږي او شاوخوا ۳۰۰د تېلو بار موټرونه اوس هم هلته ولاړ دي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د تېلو د بار وړونکو موټرو دومره لویه مجموعه له امنیتي پلوه ډېره خطرناکه ده او که کومه پېښه رامنځته شي، نه جبرانېدونکې پایلې به ولري.

طالب چارواکی: د «مکې دفاعي تړون» د سیمې په امنیتي جوړښت کې اساسي بدلون دی

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر عبدالحی قانت وايي، د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د «مکې مشترک دفاعي توافق» د سیمې په امنیتي جوړښت کې یو اساسي بدلون رامنځته کوي چې باید په دقت وڅېړل شي. طالبانو په رسمي ډول لا ددغه تړون په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

قانت په یوه لیکنه کې ویلي، د نړیوال نظم د بدلون په لړ کې په منځني ختیځ او ځینو نورو سیمو کې د امریکا د ښکېلتیا د کمېدو موضوع له مهمو بدلونونو څخه ده. د هغه په باور، که دغه بهیر په راتلونکو لسو کلونو کې بشپړ شي، ښايي داسې نوی امنیتي نظم رامنځته شي چې امریکا له روسیې او چین سره د خپلې سیالۍ له امله په منځني ختیځ کې د پخوا په کچه امنیتي رول ونه شي لوبولای.

هغه ادعا کړې چې اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې وروسته هڅه کوله امریکا او ایران په مستقیمه جګړه کې ښکېل کړي، خو د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال دا هڅه بریالۍ نه شوه. د قانت په وینا، وروسته د بېلابېلو عواملو له امله د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د مستقیمې ښکېلتیا پرېکړه وکړه چې د نوموړي په باور، د امریکایانو یوه «تېروتې محاسبه» وه.

قانت منځني ختیځ کې ترکیه، سعودي عربستان، ایران او اسراییل د نړیوالو قدرتونو له کچې ښکته څلور سیمه‌ییز قدرتونه بللي او ویلي یې دي چې د سیمې سیاسي معادلې د دغو قدرتونو ترمنځ پر اړیکو او د قدرت پر توازن ولاړې دي.

د هغه په باور، که امریکا په نوي نړیوال نظم کې د منځني ختیځ له امنیتي جوړښت څخه خپل پخوانی رول له لاسه ورکړي، د سیمې د چارو مدیریت به تر ډېره سیمه‌ییزو قدرتونو ته پاتې شي.

نوموړي د دې وضعیت لپاره دوه احتمالي لارې مطرح کړې دي: «یا به یو سیمه‌ییز قدرت هڅه وکړي چې پر ټول منځني ختیځ برلاسی شي او یا به د سیمه‌ییزو قدرتونو ترمنځ داسې توافق رامنځته شي چې د قدرت توازن وساتي».

قانت لومړۍ سناریو په اوسني وضعیت کې ناشونې بللې او ویلي یې دي چې له همدې امله اسراییل هڅه کړې له سعودي عربستان سره خپلې ستونزې حل او دغه هېواد د «ابراهیم تړون» برخه کړي. د هغه په وینا، د تل ابیب سیمه‌ییزو سیاستونو او د فلسطین له مسالې سره د دغه رژیم چلند د دې سناریو د عملي کېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر وايي، ترکیې د ایران پر ځای له سعودي عربستان سره د نږدې کېدو لاره غوره کړې، ځکه د نوموړي په باور، انقره محاسبه کوي چې د ترکیې او سعودي ایتلاف کولای شي د سیمې امنیتي جوړښت د دوی په ګټه بدل کړي او د اسراییل او ایران د پراختیايي سیاستونو مخه ونیسي.

قانت اټکل کړی چې که ایران د سیمې له «نویو واقعیتونو» سره مناسب تعامل وکړي، ښايي خپل راتلونکی سیمه‌ییز سیاست د همدې ایتلاف په چوکاټ کې تنظیم کړي.

نوموړي د پاکستان رول هم په دې معادله کې مهم بللی او ویلي یې دي چې سعودي عربستان او ترکیه، سره له خپلو اقتصادي او امنیتي وړتیاوو، اټومي وسلې نه لري. د هغه په وینا، پاکستان کولای شي د سعودي او ترکیې په احتمالي ایتلاف کې د «هستوي ډیټرنس» یا اټومي مخنیوي رول ولوبوي او د اسراییل سیمه‌ییز سیاستونه وننګوي.

قانت د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ احتمالي همغږي د یوه «سني ایتلاف» په توګه یاده کړې او ویلي یې دي چې د سوریې، قطر، کویت او بحرین په څېر د منځني ختیځ ځینې نور هېوادونه هم په طبیعي ډول له دې محور سره نږدې کېدای شي.

د هغه په وینا، اسراییل هم هڅه کوي د دغه احتمالي ایتلاف پر وړاندې توازن رامنځته کړي او د متحده عربي اماراتو او نورو کوچنیو هېوادونو له لارې نوی بلاک جوړ کړي. قانت دغه هڅه په سیمه کې د پاکستان پر وړاندې د هند له رول سره هم تړلې بللې ده.

نوموړي د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د درې اړخیز دفاعي توافق له لاسلیک وروسته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي ترمنځ ټیلیفوني اړیکې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دواړو مشرانو د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي.

قانت په پای کې ویلي چې د لویو قدرتونو له احتمالي تشې څخه رامنځته شوی دغه سیمه‌ییز تحرک، چې سیمه‌ییز قدرتونه یې رهبري کوي، په ټوله کې د نوي نړیوال او سیمه‌ییز نظم له رامنځته کېدونکو واقعیتونو سره د سیمې د هېوادونو د تعامل څرګندونه کوي.

د خوست ۴۴ کورنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري د ځمکو په غصب تورن کړی

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د خوست ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري په خوست کې د ۴۴ کورنیو اړوند ۴۴ نومرې «غضب» کړې دي. په را رسېدلو سندونو کې ښکاري، چې د خوست ادارې د طالبانو د کورنیو چارو او ښارجوړونې وزیرانو او د محکمې حکمونه له پامه غورځولي.

د خوست ښار ۴۴ کورنۍ ادعا کوي چې د ښار په «۱۲۰۰ فامیلو» پروژه کې د دوی په نوم ۴۴ د استوګنې نومرې له قانوني پړاوونو تېرې شوې، د نومرو پیسې بانک ته تحویل شوې او د اړوندو ادارو په اسنادو او نقشو کې ثبت دي، خو تر اوسه یې د ځمکو د خط ‌اندازۍ او سپارلو پروسه نه ده بشپړه شوې.

د دغو کورنیو استازی حاجي علم ګل وايي، د دوی د نومرو اړوند چارې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له دفتر څخه نیولې، د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت او نورو اړوندو ادارو پورې تعقیب شوې دي. د نوموړي په وینا، د دغو ۴۴ نومرو د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د ځمکو قیمتونه هم بانک ته تحویل شوي دي.

دغو کورنیو افغانستان انټرنشنل ته یو شمېر اسناد وړاندې کړي چې د دوی په وینا، د خوست ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو اړوندو ادارو په نقشو او ثبت کتابونو کې د دوی ۴۴ نومرې مشخصې شوې دي.

100%

دوی وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وړاندې یې د دغو نومرو د ترلاسه کولو لپاره قانوني پړاوونه بشپړ کړي وو او نومونه او شمېرې یې د اړوندو ادارو په اسنادو کې ثبت شوې وې.

د ۴۴ کورنیو په وینا، له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو اړوندو وزارتونو او ادارو څو ځله د خوست سیمه‌ییزو چارواکو ته مکتوبونه استولي او غوښتنه یې کړې چې یادې نومرې خط ‌اندازي او خپلو قانوني مالکانو ته وسپارل شي، خو دوی ادعا کوي چې دغه مکتوبونه په خوست کې نه دي عملي شوي.

د محمد نبي عمري په اړه ادعاوې

دغه کسان وايي، هغه مهال چې محمد نبي عمري د خوست والي و، دوی له خپلو اسنادو او رسمي حکمونو سره نوموړي ته ورغلل، خو د دوی په وینا، عمري اسناد له ځان سره وساتل او ورته ویې ویل چې نور دې د دغو نومرو په اړه هڅې نه کوي.

دوی ادعا کوي چې وروسته د دغو ځمکو د خط‌ اندازۍ او وېش مخه هم نیول شوې او ویل کېږي چې ځینې نومرې د نورو کسانو په نومونو پلورل شوې دي. د دوی په وینا، د دغو نومرو مجموعي ارزښت شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو ته رسېږي.

خو دا ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او د یادو ادعاوو په اړه د محمد نبي عمري یا د هغه د اړوندې ادارې رسمي دریځ نه دی ترلاسه شوی.

د طالبانو د ادارو مکتوبونه

د ۴۴ کورنیو په شریکو شويو اسنادو کې د طالبانو د سترې محکمې د پکتیا زون د نظامي ریاست یو مکتوب هم شامل دی چې د خوست نظامي محکمې څانګې ته استول شوی دی.

100%

په دغه مکتوب کې ویل شوي چې یادې ۴۴ د ځمکې نومرې د خوست ولایت مقام د پخوانیو احکامو او د نومرو د ځمکو د وېش کمېسیون له لارې ۴۴ کسانو ته وېشل شوې او د خوست ښاروالۍ د ثبت په کتاب کې هم د همدغو کسانو په نومونو ثبت دي.

دغو کورنیو له افغانستان انټرنشنل سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په لاسلیک یو بل مکتوب هم شریک کړی، چې د دوی په وینا، شاوخوا درې کاله وړاندې د خوست سیمه‌ییزو ادارو ته استول شوی او د دغو کسانو د نومرو د ورسپارلو غوښتنه پکې شوې ده.

دوی وايي، سره له دې چې د طالبانو د مشر دفتر، د کورنیو چارو وزارت او ځینو نورو ادارو په دې اړه مکتوبونه او حکمونه صادر کړي، خو په خوست کې دغه حکمونه نه دي منل شوي.

د ګواښونو ادعا

د ۴۴ کورنیو استازي ادعا کوي چې محمد نبي عمري څو ځله دوی ګواښلي چې له خپلو نومرو تېر شي.

دوی وايي، «څو ځله مو هڅه کړې چې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ته خپله موضوع ورسوو، خو په دې برخه کې هم له خنډونو سره مخ شوي یو».

دغو کسانو همداراز ادعا کړې چې د محمد نبي عمري ورور اوس مهال د خوست ښاروال دی او د دوی د ستونزې په حل کې یې همکاري نه ده کړې.

100%

د دغو کورنیو په وینا، دوی د سراج‌الدین حقاني په نوم یو پرانیستی لیک هم لیکلی چې د محمد نبي عمري، د هغه د دفتر د رییس او په خوست کې د هغه د استازي جمیل مسلم په اړه یې شکایت پکې کړی او ادعا یې کړې چې د دوی ځمکې نیول شوې او پلورل شوې دي.

د ۴۴ کورنیو استازي وايي، سره له دې چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره قانوني اسناد او د بېلابېلو طالب چارواکو مکتوبونه لري، خو د دوی په وینا، تر اوسه یې د ځمکو د ترلاسه کولو ستونزه نه ده حل شوې.

دوی وايي، د طالبانو اړوندو ادارو ته یې په وار وار مراجعه کړې، خو اوس یې ټولې لارې تړل شوې دي او غواړي د رسنیو له لارې خپل غږ د طالبانو مشرانو ته ورسوي.

دغو کورنیو له طالبانو غوښتي چې د دوی د ځمکو اسناد وڅېړي، د اړوندو ادارو صادر شوي حکمونه عملي کړي او د ځمکې ۴۴ نومرې خپلو قانوني مالکانو ته وسپاري.

تر دې دمه محمد نبي عمري، جمیل مسلم او د خوست سیمه‌ییزو ادارو د دغو ادعاوو په اړه رسمي وضاحت نه دی ور کړی.

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۴۹ GMT+۱
100%

د افغان ملي اردو یوه پخواني افسر یاسر یرغل ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو چټک سقوط یوازې پوځي ماتې نه وه، بلکې د شاوخوا دوو لسیزو په اوږدو کې د پراخو اداري ستونزو، فساد او کمزوري بنسټونو پایله وه.

یاسر یرغل، چې د افغان ملي اردو او ځانګړو ځواکونو په لیکو کې یې دنده ترسره کړې، په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، هغه ستونزې چې بهرنیو پوځي سلاکارانو د ځواکونو د ارزونې پر مهال نه شوای لیدلای، د افغان پوځ د ادارې په دننه کې له کلونو راهیسې موجودې وې.

د نوموړي په وینا، د پوځ د افسرانو د روزنې او مسلکي کولو ترڅنګ د نظام په دننه کې د واسطې، سیاسي اړیکو، قومي تړاوونو او فساد پراخ نفوذ موجود و او ډېری وخت د وړتیا پر ځای اړیکو د افرادو د پرمختګ لاره ټاکله.

هغه ادعا کړې چې د دفاع وزارت د پوځي اکاډمۍ د شاوخوا درې سوه بستونو لپاره هر کال نږدې درې زره د ازموینې فورمې چاپولې، خو د دغو فورمو ډېره برخه مخکې له دې چې عامو خلکو ته ورسېږي، جنرالانو، سیاستوالو او نورو لوړپوړو کسانو ته وېشل کېده.

نوموړي همداراز ویلي چې په ۲۰۱۳ کال کې د خپلې دندې په لومړیو ورځو کې ترې غوښتل شوي وو چې هغه سرتېري حاضر وښيي چې په حقیقت کې په دنده کې موجود نه وو.

د نوموړي په خبره، «خیالي سرتېري» یوازې یوه اوازه نه وه، بلکې د پوځ په اداري سیستم کې یوه ورځنۍ ستونزه وه چې د هغو سرتېرو معاشونه د ځنځیري فساد له لارې نورو کسانو ته رسېدل.

هغه د پوځي اکمالاتو په برخه کې هم د فساد یوه بېلګه یاده کړې او ویلي یې دي چې د دوی له لوا سره تړلي قراردادي د کلونو لپاره د خوراکي توکو په قرارداد کې له چارواکو سره د یوې ځانګړې معاملې له لارې ګټه اخیسته.

د هغه په وینا، کله چې یې په دغو چارو کې له ګډون ډډه وکړه، له اکمالاتي چارو څخه لیرې کړل شو.

پخواني افسر ویلي، نوموړي په امریکا کې د رېنجر او هوايي ځواکونو روزنې هم بشپړې کړې، خو له بېرته راستنېدو وروسته یې ولیدل چې بهرني مسلکي اسناد په افغان پوځ کې د پرمختګ تضمین نه شي کېدای.

د نوموړي په وینا، په ځینو مواردو کې قومي، سیمه‌ییزې او سیاسي اړیکې تر پوځي وړتیا او مسلکي معیارونو مهمې بلل کېدې.

هغه د ۲۰۱۶ کال په کابل کې د دفاع وزارت پر ودانۍ د یوه ځانمرګي برید پېښه هم یاده کړې او ویلي یې دي چې د ټپیانو د ژغورنې پر مهال د یو امبولانس دروازه تړلې وه او چلوونکي یې د پرانیستلو کیلي نه لرله.

د نوموړي په خبره، درې میاشتې وروسته پر همدې دروازه بیا برید وشو، خو د لومړي برید له تجربې سره سره امنیتي تدابیر د پام وړ ډول نه وو بدل شوي.

هغه دا پېښه د ادارې د کمزورۍ یوه بېلګه بولي او وایي چې یوازې د افرادو پوځي روزنه، پرته له اداري حساب ورکونې او اصلاحاتو، د یوه اغېزمن پوځ د جوړېدو لپاره بسنه نه کوي.

یاسر یرغل همداراز ادعا کړې چې په ۲۰۲۰ کال کې د ځانګړو ځواکونو د یوه شرکت د قوماندان په توګه دنده ترسره کولو پر مهال پرې د یوه استخباراتي افسر له لوري ناسم راپور جوړ شوی و.

د هغه په وینا، نوموړي هغه مهال د دفاع وزیر په غوښتنه د ځانګړو دندو لپاره د وړ افسرانو د نوملړ پر جوړولو کار کاوه، خو د نوموړي د وزیر له دفتر سره د اړیکو له امله پرې د ناوړه چلند او ناقانونه ګمارنو ناسم راپور جوړ شو.

هغه ویلي چې ناټو ځواکونو وروسته له څو ساعته پوښتنو ترې بښنه وغوښته او ورته یې وویل چې ناسم معلومات ورکړل شوي دي.

نوموړي د ۲۰۲۰ کال د یوه پوځي ماموریت پر مهال د خپلو ځواکونو د اوو ورځو لپاره د وتلو د مرستې نه ترلاسه کول هم د افغان پوځ د اداري ستونزو یوه بله بېلګه بللې ده.

د نوموړي په وینا، افغان سرتېري د جګړې لپاره د زړورتیا له کمښت سره مخ نه وو. هغه ویلي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ شاوخوا ۶۶ زره تر ۶۹ زره افغان پوځیان او پولیس په جګړو کې وژل شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو ستونزه د سرتېرو زړورتیا نه، بلکې هغه اداره وه چې له دننه یې د فساد، واسطو او کمزورې حساب ورکونې له امله د پوځ بنسټونه کمزوري کړي وو.

د نوموړي په باور، افغان پوځ په ورته وخت کې له دوو لویو ستونزو سره مخ و؛ له یوې خوا داخلي فساد او اداري کمزورۍ او له بلې خوا د امریکا پر هوايي ځواک، لوژستیک او تخنیکي ملاتړ پراخه اتکا.

هغه ویلي، کله چې بهرنی ملاتړ پای ته ورسېد، هغه واحدونه چې له کلونو راهیسې یې د بهرنیو ځواکونو پر ملاتړ تکیه کړې وه، د خپلو عملیاتو د دوام لپاره کافي خپلواک ظرفیت نه درلود.

یاسر یرغل له امریکا او متحدانو غوښتي چې په راتلونکو امنیتي مرستو کې یوازې دا پوښتنه مطرح نه کړي چې «ایا موږ هغوی د جګړې لپاره روزلی شو؟»، بلکې دا هم وارزوي چې «ایا هغه اداره چې موږ یې جوړوو، د جګړې او دفاع لپاره د باور وړ ده؟»

د هغه په وینا، د افغانستان تجربه ښيي چې د یوه پوځ د پیاوړتیا لپاره یوازې د یونیفورم، وسلو او پوځي روزنې برابرول بسنه نه کوي، بلکې داسې ادارې ته اړتیا ده چې وړتیا، حساب ورکونه او د دولت او ماموریت پر وړاندې وفاداري پکې له شخصي اړیکو او سیاسي نفوذ څخه پورته وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي، بلکې د هغو اوږدمهاله اداري او بنسټیزو ستونزو له مخې وڅېړل شي چې د پوځ له جوړېدو سره هممهاله موجودې وې.

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د لاسوهنو پر ځای د متقابل درناوي او ورورولۍ پر بنسټ ولاړې وي او «دواړه هېوادونه باید د یو بل په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي».

خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان دولت ته ويلي، چې په افغانستان کې لاسوهنې نه پاکستان ته ګټه رسولې او نه هم افغانستان ته.

هغه ادعا وکړه، پاکستان د افغانستان په چارو کې د مداخلې له لارې طالبان واک ته ورسول او اوس خپله د همدې پالیسۍ له پایلو سره مخ دی او زیاته یې کړه: «پاکستان په افغانستان کې طالبان مسلط کړي دي دغه خلک د دوی (پاکستان) اتلان، اثاثې او بچيان وو».

د هغه په خبره: «پاکستان باید په هره بڼه په افغانستان کې له لاسوهنو او مستقیمو بریدونو ډډه وکړي، ځکه دا یوازې د طالبانو پر حکومت نه، بلکې د افغانستان پر دولت او ولس برید بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه او بې‌باوري زیاتوي».

خوشحال خان کاکړ د طالبانو د واکمنۍ په اړه وویل: «د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د پرمختګ پر ځای شاته تللی» او د ده په وینا: «د طالبانو حکومت داسې کوم اقدام نه‌دی کړی، چې د افغانستان او افغانانو په ګټه تمامه شوې وي».

هغه څرګنده کړه، د دوی دریځ دا دی چې د افغانستان ټولې ستونزې باید د خبرو، سیاست او د خلکو د رایو له لارې حل شي نه د زور او جګړې له لارې.

100%

کاکړ د طالبانو پر ضد د وسله‌والو جبهو په اړه وویل: «موږ د وسله‌والې مبارزې ملاتړ نه‌کوو او باور لرو چې هر ډول بدلون باید د سیاسي بهیر له لارې رامنځته شي».

خو هغه خبرداری ورکړ، «موږ طالب ته هم دا وایو که ته سر نه خلاصوې او ستا وحشي چلند وي نو خامخا به ستا خلاف څوک راپورته کېږي که جبهې نه‌وي سبا ستا پر ضد عام ولسونه راپورته کېږي که یې ټوپک په لاس کې نه‌وي هم، نو ډبرې به یې په لاس کې وي او بيا به ته او ستا دا رژيم پاتې نه‌شي، پکار ده چې سياست ته لاره ورکړئ او د ولس په خوښه باندې هر کار وشي که د افغانستان خلکو غوښتل چې طالب دې د افغانستان واکمن شي زموږ به هم بيا خوښ وي».

د هغه په وینا، که طالبان د خلکو ارادې، اړتیاوو او رایو ته درناوی ونه‌کړي، افغانستان یو ځل بیا د جګړو پر لور تللی شي او د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالیو پر ډګر بدلېدای شي.

خوشحال خان کاکړ زیاته کړه: «که طالبان سیاست او ولس ته ځای ورنه‌کړي، د خلکو نارضایتي به پراخه شي، ځکه خلک د لوږې، بې‌عدالتۍ او تاوتریخوالي په شرایطو کې د اوږدې مودې لپاره ژوند نه‌شي کولای».

نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه وویل، د دواړو لورو اوسنیو دریځونو ته په کتو، اړیکې د لا خرابېدو پر لور روانې دي او د خیبر پښتونخوا وضعیت به نور هم کړکېچن شي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل او د سوداګرۍ محدودول د دواړو اقتصادونو په زیان وبلل، خو ویې ویل: «تر ټولو ډېر زیان یې د خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا (بلوچستان) خلکو ته رسېدلی، ځکه د دوی کرنه، سوداګري او کاروبار ورسره اغېزمن شوي، د افغانستان خلک به یې هم اغېزمن کړی وي، خو هغوی نورې لارې لري د منځنۍ اسيا او نورو هېوادونو سره، خو د پښتون وطن د بدیلې اقتصادي لارې امکانات هم محدود دي».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ میلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان رسېدلی دی.