د افغان کډوالو په وینا، په کراچۍ ښار کې مېشت له نیمایي څخه زیات افغان کډوال، ځینې یې په خپله خوښه، ځینې یې د نیول او اېستل کېدو د وېرې له امله له دغه ښاره تللي دي. خو هغه کډوال چې لا هم په کراچۍ کې پاتې دي، په داسې وضعیت کې دي چې له وېرې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او بهر نهشي وتلای.
یو ۲۸ کلن کډوال سید خان [مستعار نوم] چې د ټولې کورنۍ د لویو او وړو غړو شمېر نږدې ۴۰ کسانو ته رسېږي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، هغه کورونه چې دوی پخوا پهکې اوسېدل پرېښي یې دي، ځکه د شپې به یې پر کورونو چاپې وهل کېدې او اوس یې خپلې کډې نورو ځایونو ته انتقال کړې دي.
هغه زیاته کړه، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې پرې سخت حالت راغلی او «اوس تر ډېره هغه کورنۍ نیول کېږي چې څوک یې پولیسو او رېنجرز ځواکونو ته په اړه معلومات ورکړي».
هغه ادعا وکړه، چې پولیس او رېنجرز ځواکونو ته د افغان کډوالو په اړه معلومات خپله «افغانان ورکوي».
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانان ولې د نورو افغان کډوالو په اړه له پولیس او رېنجرز ځواکونو سره معلومات شریکوي، وویل: «هغو د خپل ځان د ژغورلو لپاره داسې کار کوي. دوی له پولیسو او رېنجرز سره خبره کړې وي چې زه به نور افغانان در وښیم، خو ما به بیا نه نیسئ».
هغه وویل، نیکه یې په ۱۹۷۷م کال کې د افغانستان له مزارشریف څخه کراچۍ ته کډه شوی او همدلته مېشت شوی وو. د هغه په وینا، مشران یې بیا د دښمنیو له امله بېرته افغانستان ته نهدي ستانه شوي او زیاتوي: «زموږ د مشرانو په پلرنۍ سیمه کې دښمني ده او هغه دښمني تر اوسه هم راته پاتې ده».
دغه ځوان کډوال زیاته کړه، چې نیا او نیکه یې هم په کراچۍ کې مړه شوي او همدلته خاورو ته سپارل شوي دي. د هغه په وینا، پلار یې په پټه هټۍ چلوي، دی خپله له کوټې او پېښور سره سوداګري کوي، ورور یې په یوې کارخانه کې کار کوي او اکاګان یې هم ورځنۍ مزدوري کوي.
هغه وویل، یوه اکا یې په خپل سر یو کور اخیستی او اوس په هماغه کور کې بند پاتې دی. نوموړي زیاته کړه، چې د خپلې دغې شتمنۍ په اړه هم اندېښمن دی، غواړي هغه وپلوري او په بل ځای کې کور واخلي، خو د وېرې له امله خپل کور هم نه شي پلورلی.
سید خان وویل، که دوی ونیول شي او بېرته افغانستان ته واړول شي، بیا به هم کراچۍ ته راستانه شي، ځکه: «هر څه چې کېږي، خپلې پلرنۍ سیمې ته نه شو تللای، دښمني مو ده».
هغه څرګنده کړه، بله ستونزه یې دا ده، چې ده او مشر ورور یې له افغان کورنیو سره په کراچۍ کې کوژدې کړې وې، خو هغه کورنۍ بېرته افغانستان ته لېږدول شوې دي.
نوموړي وویل: «موږ اوس دې ته په تمه یو چې حالات به یو څه ښه شي، موږ به دلته پاتې شو او هغه کورنۍ چې کوژدې مو پهکې کړې دي، هغه به هم بېرته راوغواړو له هغې وروسته به بيا ودونه کوو».
یو بل کډوال، فردوس [مستعار نوم] وویل، دوه میاشتې وړاندې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره بېرته بلخ ته ستون شوی وو، خو هلته یې کار او روزګار نه و موندلی او ماشومان یې هم خوشاله نه وو؛ له همدې امله بېرته کراچۍ ته راغلی دی.
فردوس وویل: «له ما سره ویزه شته، خو د ماشومانو او کوروالې لپاره مې پیسې ورکړې او په پوله راواوښتو».
هغه وویل، له ۲۷ کلونو راهیسې په کراچۍ کې د کډوالۍ ژوند کوي او په یوې کارخونه کې کار کوي. د هغه په وینا، اوس له ځان سره د یو کال ویزه لري او زیاته یې کړه: «چې ویزه ختمه شي، بیا به هغه وخت ګورو، حالات به ښه شوي وي».
خو هغه په ډاګه کړه: «زما سره ویزه شته، خو له ماشومانو سره نشته. اوس زه د شپې له خپل کوره بهر په بل کور کې ویده کېږم او د شپې خپل کور له بهره قلف کوم، څو داسې وانګېرل شي چې په دې کور کې څوک نهاوسي».
د دغه کډوال په خبره، په هغه کارخونه کې چې ده کار کاوه، له ده سره شاوخوا ۵۰ نورو افغانانو هم کار کاوه، خو دوه میاشتې کېږي چې د کارخونې مالک ټولو ته د کار له ورکولو ډډه کړې ده. د هغه په وینا، مالک ته ویل شوي وو، چې نور دې افغانانو ته په کارخونه کې کار نه ورکوي.
په کراچۍ کې اوس مېشت افغان کډوال چې په کرايي کورونو کې اوسېږي وايي، د کورونو مالکانو ته یې هم ویل شوي چې افغان کډوالو ته دې کورونه په کرايه نه ورکوي.
ځايي کسانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، څو ورځې وړاندې پولیسو دوه داسې کسان په دې تور نیولي وو چې افغان کډوالو ته یې کورونه په کرايه ورکړي وو.
دوی وايي، اوس ځايي خلک هم وېرېږي او افغان کډوالو ته څوک د اوسېدو لپاره کورونه په کرايه نه ورکوي.
دا یوازې د پاکستان په کراچۍ کې د افغانانو وضعیت نهدی، بلکې د خیبرپښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې له افغان کډوالو سره ورته چلند کېږي او ډېریو یې ځانونه په خپلو کورونو کې په یوه ډول حبس کړي دي.
د پاکستان حکومت یوه میاشت مخکې په ټول پاکستان کې اړوندو ادارو ته جدي امر کړی، چې ناقانونه افغانان سمدستي ونیسي او افغانستان ته یې واړوي، خو په دغه هېواد کې مېشت افغانان د پاکستان له حکومته غواړي، چې د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي، څو په دغه هېواد کې په قانوني توګه څو شپې او ورځې تېرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له شاوخوا یوه کال راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی.