معنوي په خپله اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي، چې دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا هر هغه څه چې یو ځانټاکلی واکمن یې پر خلکو لازموي، په حتمي توګه د الله حکم ګڼل کېدای شي که نه.
هغه ویلي، چې له شرعي پلوه د یوه دیني حکم د اصل او د یوه واکمن د دې واک ترمنځ چې هغه حکم پر خلکو د اداري سزا له لارې وتپي، بنسټیز توپیر شته.
د معنوي په وینا، که څه هم په اسلامي فقه کې د ږیرې د پرېښودلو او په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو د وجوب په اړه بېلابېل نظرونه شته، خو له دې څخه په خپله خوښه دا پایله نهشي اخیستل کېدای چې حتا یو مشروع حکومت هم حق لري د خلکو معاشونه کم یا بند کړي، د هغوی دندیزې رتبې راټیټې کړي او یا یې له دندو ګوښه کړي؛ نو هغه حکومت خو لا څه چې د نوموړي په وینا، مشروعیت یې د خلکو او نړیوالې ټولنې له خوا نه دی منل شوی.
معنوي زیاته کړې، چې شریعت باید د انسان د سمون او اصلاح وسیله وي، نه د خلکو د سپکاوي، وېرولو او د ټولنې د هر اړخیز کنټرول لپاره یوه وسیله.
هغه ویلي، چې د یوه واکمن برداشت یا فرمان، که هر څومره هم د دین په نوم صادر شوی وي، نهشي کولای د شرعي قطعي نص، معتبرې اجماع او د شریعت د منل شویو بنسټونو ځای ونیسي.
معنوي له حقوقي پلوه هم د خلکو د ظاهري بڼې او د عبادت د ترسره کولو طریقې د دندې او معاش لپاره د معیار ګرځولو په اړه نیوکه کړې او دا یې د انسان په فردي ازادۍ او دیني وجدان کې درنه لاسوهنه بللې ده.
هغه ټینګار کړی، چې حتا یو مشروع حکومت هم د خپلو وګړو د ایمان او وجدان څښتن نهدی او د هغه په باور، د یوه ځانټاکلي واکمن نظام په اړه دا موضوع لا ډېره جدي ده.
د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر خبرداری ورکړی، که هره ورځ د «شریعت» په نوم نوي بندیزونه پر خلکو ولګول شي، په پای کې به نه یوازې د وګړو بنسټیزې ازادۍ زیانمنې شي، بلکې د شریعت د نوم اعتبار او درناوی به هم زیان وویني.
هغه زیاته کړې، چې د دې بهیر دوام به د طالبانو د واک د پیاوړتیا پر ځای د خلکو او طالبانو ترمنځ واټن زیات کړي، پر عامه باور به اغېز وکړي، ټولنیزه نارضایتي به لوړه کړي او دین به د سیاسي شخړو پر یوې وسیلې بدل کړي.
معنوي په پای کې ټینګار کړی: «شریعت په عدالت ژوندی پاتې کېږي، نه په زور او اجبار» او زیاته کړې یې ده، چې هغه واکمني چې پر زور ولاړه وي، د نورو فرمانونو په صادرولو مشروعیت نه شي ترلاسه کولای، بلکې له خلکو سره به یې واټن لا زیات شي.
د طالبانو مشر په یوه نوې لارښوونه کې ویلي، هغه کارکوونکي چې د دې ډلې پر معیارونو برابر نه دي، د معاش له کمېدو، رتبې ټیټېدو او له دندې ګوښه کېدو سره مخ کېدای شي. په دې کې هغه کارکوونکي هم شامل دي چې ږیره یې له یوې قبضې کمه وي یا خولۍ او پګړۍ نه پر سر کوي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي بر عکس د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال قدرتالله جمال د ازبکستان سمرقند، ترمذ او بخارا ښارونه د اسلامي تمدن مرکزونه بللي دي. هغه په کابل کې د ازبکستان له سفیر اویبک عثمانوف سره په لیدنه کې دا څرګندونې کړې دي.
تر دې مخکې خالد حنفي ویلي وو، چې ازبکستان اوسمهال یوازې تش په نوم اسلامي هېواد دی او هلته د اسلام هېڅ څرک نه لیدل کېږي. د ازبکستان حکومت د طالبانو د دغه چارواکي دا څرګندونې غیرمسوولانه بللې وې او کابل کې یې په رسمي توګه د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت او ریاست الوزرا له دفتر څخه غوښتنه کړې وه، چې دا ډول څرګندونې د ګاونډیتوب اړیکو ته زیان رسوي.
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې د ایران له لارې ګرمو اوبو ته لاسرسی د دغه هېواد یوه طبیعي ستراتیژیکه ګټه ده چې ازبکستان، تاجکستان او افغانستان په څېر په وچې ایسار هېوادونه ورته جدي اړتیا لري.
سیادت وايي، ایران له افغانستان او تاجکستان سره په اقتصادي تعامل کې خپله تګلاره بدلوي او په وروستي توافق کې یوازې د مالونو پر ترانزیټ تمرکز نه دی شوی، بلکې د ګډ تولید موضوع هم مطرح شوې ده.
هغه ویلي، یوازې د وروستیو تولید شویو توکو د صادراتو دودیزه تګلاره نور د سیمې د سختې سیالۍ لپاره کافي نه ده.د نوموړي په وینا، د تولیدي لګښتونو د کمولو او د لوژستیکي ستونزو د مخنیوي لپاره پلان لري چې د تولید د ځنځیر یوه برخه او منځني توکي په افغانستان کې یا د ګډو پروژو له لارې تولید کړي.
د هغه په باور، دغه تګلاره به نه یوازې د ترانزیټ لګښتونه راکم کړي، بلکې د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ به اقتصادي اړیکې هم لا پیاوړې کړي.
هغه ویلي، د ایران سیمهییز سیالان، په ځانګړي ډول ازبکستان، په چټکۍ او پراخو پانګونو هڅه کوي چې د افغانستان په اقتصادي بازار کې خپله ونډه زیاته کړي، په داسې حال کې چې د ایران صادراتي سهم په تدریجي ډول کمېږي.
د هغه په وینا، ایران باید افغانستان یوازې د خپلو وروستیو تولیداتو د مصرف کوونکي بازار په توګه ونه ګوري، ځکه په افغانستان کې د صنعتي واحدونو د زیاتېدو له امله سیالي ورځ تر بلې سختېږي. نوموړي ویلي چې یوازې په روان کال کې په افغانستان کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر صنعتي واحدونه زیات شوي دي.
سیادت ټینګار کړی چې د ایران تګلاره باید د دواړو لوریو پر ګټه ولاړه همکاري او د افغانستان، ایران او تاجکستان له ظرفیتونو څخه د درېیمو هېوادونو بازارونو ته د لاسرسي لپاره استفاده وي.
هغه ویلي، د هرات او مزارشریف ترمنځ د رېل پټلۍ د نښلولو په اړه هم توافق شوی چې مالي لګښت به یې افغانستان او تخنیکي مشارکت به یې ایران پر غاړه ولري.
سیادت د میلک، دوغارون او ماهیرود پولو وضعیت بحراني بللی او ویلي یې دي چې یوازې په دوغارون پوله کې د موټرو د درېدو موده ۱۰ تر ۱۲ ورځو پورې رسېږي او شاوخوا ۳۰۰د تېلو بار موټرونه اوس هم هلته ولاړ دي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د تېلو د بار وړونکو موټرو دومره لویه مجموعه له امنیتي پلوه ډېره خطرناکه ده او که کومه پېښه رامنځته شي، نه جبرانېدونکې پایلې به ولري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر عبدالحی قانت وايي، د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د «مکې مشترک دفاعي توافق» د سیمې په امنیتي جوړښت کې یو اساسي بدلون رامنځته کوي چې باید په دقت وڅېړل شي.
طالبانو په رسمي ډول لا ددغه تړون په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
قانت په یوه لیکنه کې ویلي، د نړیوال نظم د بدلون په لړ کې په منځني ختیځ او ځینو نورو سیمو کې د امریکا د ښکېلتیا د کمېدو موضوع له مهمو بدلونونو څخه ده. د هغه په باور، که دغه بهیر په راتلونکو لسو کلونو کې بشپړ شي، ښايي داسې نوی امنیتي نظم رامنځته شي چې امریکا له روسیې او چین سره د خپلې سیالۍ له امله په منځني ختیځ کې د پخوا په کچه امنیتي رول ونه شي لوبولای.
هغه ادعا کړې چې اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې وروسته هڅه کوله امریکا او ایران په مستقیمه جګړه کې ښکېل کړي، خو د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال دا هڅه بریالۍ نه شوه. د قانت په وینا، وروسته د بېلابېلو عواملو له امله د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د مستقیمې ښکېلتیا پرېکړه وکړه چې د نوموړي په باور، د امریکایانو یوه «تېروتې محاسبه» وه.
قانت منځني ختیځ کې ترکیه، سعودي عربستان، ایران او اسراییل د نړیوالو قدرتونو له کچې ښکته څلور سیمهییز قدرتونه بللي او ویلي یې دي چې د سیمې سیاسي معادلې د دغو قدرتونو ترمنځ پر اړیکو او د قدرت پر توازن ولاړې دي.
د هغه په باور، که امریکا په نوي نړیوال نظم کې د منځني ختیځ له امنیتي جوړښت څخه خپل پخوانی رول له لاسه ورکړي، د سیمې د چارو مدیریت به تر ډېره سیمهییزو قدرتونو ته پاتې شي.
نوموړي د دې وضعیت لپاره دوه احتمالي لارې مطرح کړې دي: «یا به یو سیمهییز قدرت هڅه وکړي چې پر ټول منځني ختیځ برلاسی شي او یا به د سیمهییزو قدرتونو ترمنځ داسې توافق رامنځته شي چې د قدرت توازن وساتي».
قانت لومړۍ سناریو په اوسني وضعیت کې ناشونې بللې او ویلي یې دي چې له همدې امله اسراییل هڅه کړې له سعودي عربستان سره خپلې ستونزې حل او دغه هېواد د «ابراهیم تړون» برخه کړي. د هغه په وینا، د تل ابیب سیمهییزو سیاستونو او د فلسطین له مسالې سره د دغه رژیم چلند د دې سناریو د عملي کېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.
د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر وايي، ترکیې د ایران پر ځای له سعودي عربستان سره د نږدې کېدو لاره غوره کړې، ځکه د نوموړي په باور، انقره محاسبه کوي چې د ترکیې او سعودي ایتلاف کولای شي د سیمې امنیتي جوړښت د دوی په ګټه بدل کړي او د اسراییل او ایران د پراختیايي سیاستونو مخه ونیسي.
قانت اټکل کړی چې که ایران د سیمې له «نویو واقعیتونو» سره مناسب تعامل وکړي، ښايي خپل راتلونکی سیمهییز سیاست د همدې ایتلاف په چوکاټ کې تنظیم کړي.
نوموړي د پاکستان رول هم په دې معادله کې مهم بللی او ویلي یې دي چې سعودي عربستان او ترکیه، سره له خپلو اقتصادي او امنیتي وړتیاوو، اټومي وسلې نه لري. د هغه په وینا، پاکستان کولای شي د سعودي او ترکیې په احتمالي ایتلاف کې د «هستوي ډیټرنس» یا اټومي مخنیوي رول ولوبوي او د اسراییل سیمهییز سیاستونه وننګوي.
قانت د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ احتمالي همغږي د یوه «سني ایتلاف» په توګه یاده کړې او ویلي یې دي چې د سوریې، قطر، کویت او بحرین په څېر د منځني ختیځ ځینې نور هېوادونه هم په طبیعي ډول له دې محور سره نږدې کېدای شي.
د هغه په وینا، اسراییل هم هڅه کوي د دغه احتمالي ایتلاف پر وړاندې توازن رامنځته کړي او د متحده عربي اماراتو او نورو کوچنیو هېوادونو له لارې نوی بلاک جوړ کړي. قانت دغه هڅه په سیمه کې د پاکستان پر وړاندې د هند له رول سره هم تړلې بللې ده.
نوموړي د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د درې اړخیز دفاعي توافق له لاسلیک وروسته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي ترمنځ ټیلیفوني اړیکې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دواړو مشرانو د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي.