• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې اداره: په ۵ ولایتونو کې د ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې، یکشنبه د زمري پر ۱۸مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې سبا دوشنبه په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بارانونو اټکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه د ۱۰ تر ۳۰ میلی‌مترو پورې وي او په ځینو سیمو کې د تالندې برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال هم شته.

همداراز، د هېواد په مرکزي، سوېل‌ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د نسبتاً سختو بادونو د لګېدو وړاندوینه شوې ده.

د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو چټکتیا په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې ورسېږي.

دغه ادارې له خلکو غوښتي چې د هوا د خرابېدو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۳
ځانګړی

د خوست ۴۴ کورنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري د ځمکو په غصب تورن کړی

۴

د نور ولي محسود نوې ویډیو؛ د احتمالي جېمر له څرګندېدو سره پوښتنې راپورته شوي

۵

راپور :پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کوي

•
•
•

نور کیسې

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۱۷ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک
100%

د ۲۰۰۲ کال په جنوري کې د بلوچستان په چمن کې د طالبانو جګپوړی چارواکی خیرالله خیرخواه د حامد کرزي له ورور شاه ولي کرزي سره په اړیکه کې و، چې د طالبانو له سقوط وروسته د احتمالي سیاسي راتلونکي او د طالبانو د مشرانو د خوندیتوب په اړه ور سره خبرې وکړي.

د ۲۰۰۱ کال په وروستیو میاشتو کې، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه افغانستان ته داخلېدل، د طالبانو په لیکو کې د راتلونکي په اړه اندېښې وې. ځینو طالب مشرانو، چې د جګړې دوام یې ستونزمن باله، هڅه کوله له نوي جوړېدونکي نظام سره د اړیکې یوه لاره ومومي.

خو د خیرخواه د اړیکې له بریالي کېدو وړاندې هغه په چمن کې د طالبانو د یوه بل قوماندان له کوره پاکستاني ځواکونو ونیوه او له څه باندې دوې اونۍ توقیف وروسته په کوټه کې امریکايي ځواکونو ته وسپارل شو او د ۲۰۰۲ کال د مې په لومړۍ نېټه ګوانتانامو پوځي زندان ته ولېږدېد.

خیرالله خیرخواه د ۱۹۹۴ کال په جون میاشت کې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو تحریک له رامنځته کېدو څو ورځې وروسته له دې ډلې سره یو ځای شو او د دې ډلې د جنګي عملیاتو په ۱۴مه ورځ د سپین‌بولدک ولسوالۍ له نیول کېدو وروسته د یادې ولسوالۍ ولسوال وټاکل شو. د طالبانو په لومړۍ دوره کې د کابل تر نیولو مخکې هغه د دې ډلې د ویاند په توګه رول لوباوه.

خیرخواه له ویاندۍ وروسته له ۱۹۹۶ نه تر ۱۹۹۹ کال پورې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او بیا له وزارته تر ګوښه کېدو وروسته او د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ تر پایه د هرات والي و.

100%

ارام هرات، خو نارامه محتسبان

د ۱۹۹۹ کال وروستۍ میاشتې وې. د افغانستان په لوېدیځ کې پروت هرات ښار د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې و، خو د نورو لویو ښارونو په پرتله یې فضا لږه متفاوته بلل کېده.

ځینې بهرني خبریالان او څېړونکي چې د ۲۰۰۰ کال په شاوخوا کې یې له خیرخواه سره په هرات کې لیدلي وو، وایي چې هغه د طالبانو د نورو مشرانو په پرتله له بهرنیانو سره د خبرو اترو لپاره ډېر چمتو و. د کیتي کلارک له نظره، چې په ۲۰۰۰ کال کې یې له هغه سره مرکه کړې وه، هرات د کابل، کندهار او مزار شریف په پرتله یوڅه ارام او خلاص چاپېریال درلود. خبریالانو په ښار کې د فلم اخیستو اجازه درلوده، اقتصاد یوڅه فعال و او ځینو ښځو هم ورسره خبرې کولې. دا هغه څه وو، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په کلونو کې ډېر کم لیدل کېدل.

خو د خیرخواه د هرات تصویر یوازې دده تر دفتر او شاوخوا محدود و. د طالبانو امربالمعروف د اوس په څېر هغه مهال هم د اسلامي مقرراتو د پلي کولو لپاره سخت اقدامات کول. د ښځو د حضور، لباس او ټولنیز ژوند په برخه کې محدودیتونه لا هم موجود وو او د طالبانو د نظام بنسټیز اصول د شریعت د سخت تفسیر پر اساس ولاړ وو.

له همدې امله د خیرخواه تصویر له یوې خوا اصلاحاتو ته د متمایل طالب په توګه انځور شوی، خو له بلې خوا د طالبانو د سخت نظام او په هرات کې له وسله والو سره د اړیکو د شبکې یوه برخه هم ګڼل کېږي.

د ګوانتانامو د ګډ کاري ځواک په ارزونو کې هغه د طالبانو د مهمو مشرانو له ډلې بلل شوی و چې د ملا محمد عمر له نږدې کړۍ سره تړاو یې درلود. امریکايي اسناد ادعا کوي چې خیرخواه له اسامه بن لادن، د طالبانو له مشر ملا محمد عمر او د القاعدې له ځینو غړو، په ځانګړې توګه په هرات کې له ابومصعب الزرقاوي سره اړیکې لرلې. په دغو اسنادو کې ویل شوي چې هغه ښايي د افغانستان په لویدیځ کې د القاعدې له فعالیتونو او روزنیزو مرکزونو سره تړاو لرلی وي.

امریکايي ارزونو ادعا کړې چې خیرخواه د هرات د والي په توګه له خپل نفوذ څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق په برخه کې استفاده کړې وه او د طالبانو د فعالیتونو لپاره یې د مالي سرچینو په برابرولو کې رول درلود.

خو د خیرخواه ملاتړي او هغه کسان چې د هغه له سیاسي چلند سره بلد دي، دا ادعاوې ردوي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پر افغانستان د برید چمتووالی نیوه، خیرالله خیرخواه، چې لا هم د طالبانو جګپوړی چارواکی و، د طالبانو د یوه پلاوي له غړو سره ایران ته لاړ. د ګوانتانامو د ګډ کاري ځواک په ارزونو کې راغلي چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د ۳مې نېټې ناسته د تهران له خوا تنظیم شوې وه او ښايي د ایران د سپاه پاسداران قول اردو هم پکې رول درلود. په دې غونډه کې د افغانستان د راتلونکې جګړې په اړه خبرې شوې وې.

دغه اړیکې د طالبانو او ایران د پخوانیو ترینګلو اړیکو له شالید سره تړلې وې. یوازې څو کاله وړاندې، په ۱۹۹۸ کال کې، د طالبانو له خوا په مزار شریف کې د ایراني ډیپلوماتانو له وژل کېدو وروسته، تهران او طالبان نږدې د جګړې تر پولې رسېدلي وو، خو وروسته ملا محمد عمر هڅه وکړه چې اړیکې بېرته عادي کړي او خیرخواه د همدې لپاره د یوه وړ کس په توګه هرات ته لېږل شوی و.

100%

۱۲ کاله بند او د امریکا «ارزښتناک» بندي

د خیرالله خیرخواه د ژوند راتلونکي دوولس کاله د ګوانتانامو په پوځي زندان کې تېر شول. نوموړی د هغو لوړپوړو طالب مشرانو له ډلې و چې امریکا یې د افغانستان د جګړې له مهمو لوبغاړو ګڼله.

امریکايي چارواکو خیرخواه د «دښمن جنګیالي» په توګه ارزولی و.

د ۲۰۰۸ کال په ارزونه کې سپارښتنه شوې وه چې خیرخواه دې د امریکا د دفاع وزارت تر څار لاندې په بند کې پاتې شي. امریکايي چارواکو باور درلود چې هغه د طالبانو د جوړښت، مشرتابه او فعالیتونو په اړه پراخ معلومات لري.

د خیرخواه د بند پر مهال، د هغه د خوشې کېدو غوښتنې څو ځله مطرح شوې. د افغانستان د سولې عالي شورا، چې د حامد کرزي حکومت له طالبانو سره د پخلاینې لپاره جوړه کړې وه، د خیرخواه خوشې کېدل د سولې د خبرو لپاره یو مهم ګام باله.

په ۲۰۱۱ کال کې د سولې شورا هڅه وکړه چې امریکا له ګوانتانامو نه د خیرخواه په خوشې کولو قانع کړي. د شورا ځینو غړو ویل چې خیرخواه د طالبانو په منځ کې نفوذ لري، نرم دریځه دی او د سولې پروسې لپاره د اړیکو یوه کړکۍ پرانېستلی شي.

ملا ارسلا رحماني، چې د سولې شورا د سیاسي بندیانو د کمېټې مشر و، وویل، چې د خیرخواه امریکايي وکیل فرانک ګولډسمېت په دې وروستیو کې کرزي ته لیک استولی او پکې ویل شوي چې موکل یې غواړي د سولې په بهیر کې ونډه واخلي.وروسته پخواني ولسمشر کرزي هم ددې غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې که هغه د سولې په بهیر کې مرسته کول غواړي، دا فرصت باید ورکړل شي.

خو امریکايي چارواکي اندېښمن وو چې د ګوانتانامو لوړپوړي بندیان ښايي بېرته د طالبانو په فعالیتونو کې برخه واخلي.

100%

« پنځه طالبان»؛ له ګوانتانامو تر دوحې

د ۲۰۱۴ کال د مې په ۳۱مه، خیرالله خیرخواه له ګوانتانامو څخه خوشې شو. هغه له څلورو نورو طالب بندیانو سره یوځای قطر ته لاړاو وروسته دغه پنځه کسان د «۵ طالبان» په نامه مشهور شول. په دې ډله کې نورالله نوري، محمد فاضل مظلوم، عبدالحق وثیق او محمد نبي عمري هم شامل وو.

د دوی خوشې کېدل د امریکا د پوځ د یوه سرتېري بو برګډال د خوشې کېدو په بدل کې د بندیانو د تبادلې د تړون یوه برخه وه. برګډال په ۲۰۰۹ کال کې طالبانو نیولی و.

د امریکا استخباراتي ادارو او ځینو سیاسي څېرو له دې پرېکړې سره مخالفت وښود. ځینو امریکايي چارواکو ویل چې دغه کسان د طالبانو د پخواني نظام مهمې څېرې دي او له خوشې کېدو وروسته یې د بیا فعالېدو خطر موجود دی.

د امریکا د ولسي جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې وروسته وویل، چې د طالبانو پنځو غړو قطر ته له انتقال وروسته داسې فعالیتونه کړي چې د هغوی د پخوانیو اړیکو د بیا فعالېدو اندېښنې یې راپورته کړې دي. خو د قطر د هوکړې له مخې، دغه کسان تر څار لاندې ساتل کېدل. دوی نه شوای کولای له قطر څخه بهر سفر وکړي، د منع شویو فعالیتونو لپاره مالي سرچینې برابرې کړي او یا د امریکا ګټو ته ګواښ پېښ کړي.

خیرالله خیرخواه له ګوانتانامو څخه قطر ته انتقال شو، ژوند یې یو ځل بیا د جګړې له ډګره د سیاست او خبرو مېز ته واوښت.

په لومړیو کلونو کې هغه په سیاسي فعالیتونو کې ډېر څرګند حضور نه درلود، خو کله چې د افغانستان د جګړې د سیاسي حل لپاره د امریکا هڅې زیاتې شوې، د خیرخواه نوم بېرته د رسنیو سرټکو ته راغی.

هغه د امریکا له استازو، نړیوالو ډیپلوماتانو او د افغانستان د سولې عالي شورا له غړو سره په خبرو کې برخه واخېسته او هڅه یې کوله، چې ځان د خپلې ماضي په پرتله نرم دریځه وښيي.

خیرخواه په ۲۰۲۰ کال کې په یوه مرکه کې وویل چې د زور له لارې واک ترلاسه کول به د افغانستان ستونزې حل نه کړي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د ۱۹۹۰مو کلونو له افغانستان سره توپیر لري او طالبان باید د خلکو تغییر درک کړي.

هغه وویل: «موږ ډاډه یو چې خلک اوس د شل کاله پخوا په څېر نه دي».

دغو څرګندونو د طالبانو د هغو څېرو له ژبې سره توپیر درلود چې د جګړې او پوځي بري خبرې یې کولې. خیرخواه هڅه کوله داسې تصویر وړاندې کړي چې طالبانو د تېرې دورې له تجربو زده کړه کړې او غواړي له نوي افغانستان سره ځان برابر کړي.

خو د هغه سیاسي دریځونه بیا هم د طالبانو د اساسي نظریې له چوکاټ څخه بهر نه وو. هغه تل ټینګار کاوه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او یو اسلامي نظام جوړ شي.

100%

د طالبانو د اعتدال ازموینه

د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۷مه، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، خیرالله خیرخواه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وټاکه.

دغه ګومارنه د افغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره د پام وړ وه، ځکه یو وخت هغه په ګوانتانامو کې د لوړپوړي طالب بندي په توګه ساتل شوی و، خو نږدې دوه لسیزې وروسته د افغانستان د یوه مهم وزارت مشري ور سپارل کېده.

خیرخواه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل چې ښځې د اسلامي حجاب او شریعت له اصولو سره سم کار او زده کړې کولای شي. د اکتوبر په ۱۳مه، خیرخواه د قطر له دولتي خبري شبکې الجزیرې سره په مرکه کې وویل چې ښځینه خبریالانې او ښځینه کارکوونکې کولای شي خپلو دندو ته دوام ورکړي، خو باید حجاب واغوندي او د اسلامي اصولو مطابق کار وکړي. هغه د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو له ښځینه غړو سره ناستې پاستې تصویري کړې، خو د طالبانو عملي تګلارې له دغو څرګندونو او چارو سره په ټکر کې وې.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې، ښځې له ډېرو دولتي او خصوصي دندو لرې شوې او پر عامه حضور یې محدودیتونه زیات شول. د خیرخوا د وزارت په دوره کې پر رسنیو په لسګونو بندیزونه ولګېدل، یو شمېر رسنۍ وتړل شوې، خبریالان ونیول شول او پر کتابونو سانسور ولګېد.

د هغه ګومارنه د طالبانو د یوې برخې ددې پیغام یوه برخه وه چې غوښتل یې ځان د ۱۹۹۰مو کلونو د لومړۍ واکمنۍ له تجربې «بدل او معتدل» وښيي، خو د شنونکو له نظره، نه خیرخواه دا پیغام ثابت کړای شوای او نه د طالبانو نورو هغو مشرانو، چې د نسبي منځلارۍ نسبت ورته کیږي.

خیرالله خیرخواه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څلور کلنې دورې له پای وروسته، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د هبت‌الله اخوندزاده په امر له وزارته لرې شو او لومړنی وزیر و، چې د ولایت د ادارې واګې ور وسپارل شوې. هغه د طالبانو د لومړۍ دورې په پای کې هم د کورنیو چارو له وزارت نه هرات ته د والي په توګه استول شوی و، خو هرات هغه مهال د ملاعمر لپاره ځانګړی ارزښت درلود. دا ځل روښانه نه ده، چې د طالبانو مشر نوموړی له ګوانتانامو نه تر دوحې او کابل پورې له دومره اوږده مزل وروسته د کومو دلایلو له مخې د ولایت مقام ته تنزیل کړی دی.

نعناع؛ دا شین بوټی دروغتیا لپاره څه رازونه لري؟

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۱
100%

نعناع یو خوشبویه شین بوټی دی چې خلک یې له خوړو او چای سره د خوند لپاره کاروي. نعناع داسې ګټور مواد لري چې د هاضمې په ښه کولو، د خولې په تازه والي او بدن ته د زیان رسوونکو توکو په کمولو کې مرسته کوي.

نعناع له زرګونو کلونو راهیسې په خوړو، چای او دودیزه درملنه کې کارول کېږي او نن هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خوړو یوه مشهوره برخه ده. د دغه بوټي ځانګړی بوی او خوند تر ډېره د منتول له مرکب سره تړاو لري.

د نعناع له مهمو ګټو څخه یوه د هاضمې له سیستم سره تړاو لري. نعناع په دودیز ډول د معدې د نارامۍ، ګاز او بد هضمۍ لپاره کارول کېږي. څېړنې هم ښيي چې د نعناع غوړ ښايي د کولمو د عضلاتو په ارامولو کې مرسته وکړي او د کولمو د تحریکی ناروغۍ یا IBS ځینې نښې، لکه د نس درد او پړسوب کمې کړي.

د نعناع پاڼې انټي اکسیدنټ مرکبات هم لري. دغه مرکبات د بدن له اکسیدېټیف فشار سره د مبارزې په برخه کې رول لري او د حجرو په ساتنه کې مرسته کوي. د اکسیدېټیف فشار حالت کې په بدن کې د ازادو رادیکالونو تولید د بدن د انټي‌اکسیدنټونو له وړتیا څخه زیاتیږي. یا په اسانه ژبه په بدن کې داسې فعال مالیکولونه پیدا کېږي چې د حجرو پروټینونو، غوړو اوډي اېن اې ته زیان رسولی شي.

د نعناع بله مشهوره ځانګړتیا د خولې او تنفس تازه کول دي.

همدا لامل دی چې منتول د غاښ پاکوونکو، ژاولو او د خولې د پاکولو په ډېرو محصولاتو کې کارول کېږي. البته یوازې د نعناع خوړل د غاښونو د خرابېدو مخه نه نیسي او د غاښونو منظم پاکول لا هم اړین دي.

د نعناع ځینې نباتي مرکبات په لابراتواري او حیواني څېړنو کې د التهاب ضد ځانګړتیاوې هم ښودلې دي، خو دا لا نه شي ثابتولای چې نعناع په انسانانو کې د هر ډول التهاب یا جدي ناروغۍ درملنه کوي.

د وزن کمولو او د وینې د شکر د کنټرول په اړه هم د نعناع په تړاو ځینې څېړنې شوې دي چې نعناع د وزن کمولو یا شکرې ناروغۍ د درملنې وسیله هم بلل کېدای شي.

د ډېرو خلکو لپاره نعناع د خوړو په عادي اندازه خوندي ده، خو ځینې کسان ممکن له استعمال وروسته د معدې ناراحتي یا د سینې سوی ولري. په ځانګړي ډول د نعناع غوړ ډېر غلیظ وي او له تازه نعناع سره باید یو ډول ونه ګڼل شي؛ د غلیظو غوړیو بې احتیاطه استعمال زیان رسولی شي.

په ټوله کې، نعناع د سالم او متوازن خوراک یوه ساده او ګټوره برخه ده خو مهمه خبره دا ده چې د دې احتمالي روغتیايي ګټې باید له ثابتو طبي درملنو سره ګډې نه شي. تازه نعناع په خوړو یا چای کې کارولای شو، خو د جدي ناروغیو د درملنې لپاره باید د روغتیايي متخصص مشوره واخیستل شي.

شنونکي: مکې تړون ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پوځي ټکر احتمال کم کړي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
100%

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو له پراخېدو سره، شنونکي وايي د مکې نوی تړون ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مستقیم پوځي ټکر احتمال کم او د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د سعودي عربستان او ترکیې رول پیاوړی کړي.

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراخېدو په لړ کې دا پوښتنه مطرح شوې چې د مکې له نوي تړون وروسته به د پاکستان او طالبانو ترمنځ له وړاندې ترینګلې اړیکې کوم لوري ته ولاړې شي او ایا دغه تړون کولی شي د دواړو لورو د شخړو د حل لپاره نوی فرصت رامنځته کړي؟

افغانستان انټرنشنل پښتو د دې موضوع په اړه د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ له اجراییوي مشر او دفاعي شنونکي عبدالله خان سره خبرې کړې دي.
عبدالله خان وايي، سعودي عربستان او ترکیې له طالبانو سره په وروستیو کې اړیکې ښې کړې دي او د مکې تړون له مخې به د پاکستان پر وړاندې هر ډول برید د تړون پر نورو شریکانو هم د برید په توګه ګڼل کېږي. د نوموړي په باور، دغه وضعیت له طالبانو سره د پاکستان د مستقیم پوځي ټکر احتمال کموي.

هغه وايي، پاکستان ته اړتیا ده چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي، ځکه د ده په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلام‌اباد تګلارې د ترهګرۍ د کمېدو پر ځای د هغې د زیاتېدو او د دولت د واک د کمزوري کېدو لامل شوې دي.

عبدالله خان زیاتوي چې پاکستان کولی شي د ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین په څېر د دوستو هېوادونو له لارې طالبان وهڅوي چې د یوه مسوول حکومت په توګه عمل وکړي.
د هغه په وینا، د پاکستان له نظره له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو د ملاتړ پرېکول د اسلام‌اباد اساسي غوښتنه ده او که دا کار وشي، د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه کېدو پر لور تللی شي.

بلخوا، د افغان چارو شنونکی طاهر خان وايي، د مکې د تړون بشپړ جزیات لا نه دي خپاره شوي او تر دې دمه یوازې دا ټکی روښانه شوی چې پر یوه هېواد برید به د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

طاهر خان وايي، دا تړون په مستقیم ډول د افغانستان پر ضد نه دی او تر اوسه داسې نښې نه شته چې ګواکې د طالبانو په اړه به د پاکستان په پوځي تګلاره کې بدلون راشي.

هغه زیاتوي چې پاکستان به له سعودي عربستان او ترکیې څخه تمه ولري چې له طالبانو سره د امنیتي ستونزو په حل کې مرسته وکړي، ځکه دواړو هېوادونو مخکې هم د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې دي.

د طاهر خان په باور، د مکې تړون وروسته ښايي سعودي عربستان او ترکیه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب رول لا پیاوړی کړي.

نوموړی وايي، طالبان له وړاندې غواړي خپلې ستونزې له پاکستان سره د دوه‌اړخیزو خبرو له لارې حل کړي او پاکستان هم تر ډېره پر همدې نظر و، له همدې امله د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا څلور کاله خبرې اترې شوې دي.
طاهر خان ټینګار کوي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د موجودو ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره لا هم مستقیمې او دوه‌اړخیزې خبرې دي.

راپور: طالبان د افغانستان کانونه د وفادارو شبکو او بهرنیو منځګړو له لارې اداره کوي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۱
100%

د جیمز ټاون څېړنیز مرکز په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کانونو استخراج د دې ډلې د عوایدو پر مهمو سرچینو بدل شوی، خو د کانونو چارې د شفافو دولتي ادارو پر ځای د طالبانو د مشرانو، وفادارو شبکو او بهرنیو منځګړو له لارې په متمرکز ډول اداره کېږي.

د راپور له مخې، د افغانستان د کانونو احتمالي ارزښت له یو ټریلیون ډالرو اوړي او په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۴۰۰ ډېرې معدني زیرمې پېژندل شوې دي.

طالبانو تر اوسه لږ تر لږه ۲۰۵ د کانونو قراردادونه له څه باندې ۱۵۰ شرکتونو سره لاسلیک کړي او په ۲۰۲۳ کال کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د نویو قراردادونو اعلان هم کړی دی.

راپور وايي، طالبان د خپلې پخوانۍ وسله‌والې مبارزې پر مهال د کانونو له استخراج، د لارو له کنټرول او پر سوداګرو د فیسونو له اخیستو عواید ترلاسه کول او له ۲۰۲۱ کال وروسته دغه ډول کړنلارې د کانونو په دولتي سیستم کې هم ځای پر ځای شوې دي.

د راپور په وینا، د کانونو د قراردادونو او عوایدو په اړه د معلوماتو نشتوالی دا اندېښنې زیاتوي چې د افغانستان معدني شتمني د عامه ګټو پر ځای د طالبانو د مشرانو او نږدې شبکو په ګټه کارول کېږي. افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د کانونو د شفافیت له نړیوال نوښت څخه هم وځنډول شو.

راپور زیاتوي چې د کانونو وزارت د ۲۰۲۴ کال له لومړیو اوو میاشتو وروسته د کانونو د عوایدو په اړه خپل عامه راپورونه په پام وړ ډول کم کړي دي. د راپور له مخې، په ځینو سیمو کې د «منرال مافیا» په نوم شبکې له کان‌کیندونکو، لېږدوونکو، صادرونکو او سیمه‌ییزو سوداګرو مالیې او نورې پیسې راټولوي.

د ننګرهار په څېر ولایتونو کې، چې د کرومایټ، تالک او نورو معدني زیرمو له امله مهم بلل کېږي، د طالبانو د کانونو قراردادونه ډېر شوي دي.

راپور د کان‌کیندنې له امله د چاپېریال او خلکو پر ژوند هم اندېښنه ښودلې او وايي چې په شمالي افغانستان کې د ماشومانو د کانونو په کارونو کې د بوختېدو موارد ثبت شوي دي. همداراز په بدخشان او تخار کې د سرو زرو د کانونو پراختیا د ځايي خلکو د بې‌ځایه کېدو، د عوایدو د نابرابر وېش او د کانونو پر سر د شخړو لامل شوې ده.

د راپور له مخې، د جون په وروستیو کې بدخشان ته د طالبانو د شاوخوا زر ځانګړو ځواکونو استول هم د کانونو د لا ډېر کنټرول لپاره د دغه ډلې د هڅو یوه برخه وه.

راپور وايي، د افغانستان معدني شتمني کولی شي د هېواد د اوږدمهاله اقتصادي ودې لپاره مهمه سرچینه وي، خو که د شفافیت، حساب ورکونې او عامه ګټو پر ځای د شخصي عوایدو، سیاسي وفادارۍ او واک د ټینګولو لپاره وکارول شي، افغانستان به له لا ډېر اقتصادي او اداري کمزورۍ سره مخ شي.

د بدخشان د سرو زرو کانونه؛ د بې‌کارۍ پر وړاندې د کار زمینه او د چاپېریال پر وړاندې ګواښ

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱
100%

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په بدخشان کې د سرو زرو د کان‌کیندنې پراختیا زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، خو ورسره د سیمې د اوبو، کرنې او څړځایونو د ککړېدو او تخریب له امله د ځايي خلکو ژوند هم اغېزمن شوی دی.

د راپور له مخې، د بدخشان د شیوا په سیمه کې لسګونه کیندونکي شپه او ورځ د غرونو په لمنو کې د سرو زرو د موندلو لپاره کار کوي او د هېواد له بېلابېلو سیمو زرګونه کسان په دغه بهیر کې بوخت دي.

د شیوا سیمې ۷۴ کلن اوسېدونکی محمد امین وايي، د کان‌کیندنې له پیل مخکې د سیمې سیند ژور او اوبه یې پاکې وې، خو اوس د سیند اوبه د څښلو او ان د بدن مینځلو لپاره هم مناسبې نه دي.

نوموړي ویلي، د سیند پر غاړه واښه له منځه تللي او د دوړو او بادونو له امله کرنه هم نوره نه شي کېدای. هغه وايي، پخوا یې تر ۴۰ پورې وزې ساتلې، خو اوس یوازې د شاوخوا ۱۵ وزو د ساتلو توان لري.

امین زیاتوي چې خپله ځمکه یې د ۲۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې یوې کان‌کیندونکې کمپنۍ ته په اجاره ورکړې وه، خو تر اوسه یې یوازې نیمې پیسې ترلاسه کړي او شرکت د ځمکې د بېرته رغولو ژمنه هم نه ده پوره کړې.

د بدخشان د کانونو ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۵۰ تر ۷۰۰ کان‌کیندونکي شرکتونه ثبت شوي او زرګونه کسان په لاسي ډول د کانونو په کیندنه بوخت دي.

د راپور له مخې، د کان‌کیندنې پراختیا ګڼو بې‌کارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د کابل ۲۱ کلن محمد اغا خواجه‌خېل وايي، په شیوا کې د ټرکونو د بارولو له لارې میاشتنی ۱۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي او دا کار د کابل له بې‌کارۍ ورته ښه دی.

د ننګرهار اوسېدونکی شفیع‌الله احساس هم وايي، خپل کیندونکی ماشین یې بدخشان ته انتقال کړی، ځکه په خپل ولایت کې د سرو زرو د استخراج چارې نه وې پیل شوې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کان‌کیندنې د تنظیم هڅې یې زیاتې کړې دي. د وزارت په وینا، د هېواد د کانونو استخراج پخوا بې‌نظمه ترسره کېده، خو اوس هڅه کېږي چې دغه بهیر تر څارنې لاندې راوستل شي.

د بدخشان د کانونو چارواکي وايي، تېر کال په دغه ولایت کې حکومت ۱۱۲ کیلوګرامه سره زر راټول کړي دي. هغوی همداراز شاوخوا ۲۲۵ هغه کان‌کیندونکي ځایونه تړلي چې د سیمې چاپېریال او عامه تاسیساتو ته یې زیان اړولی و.

د چارواکو په وینا، په ځینو سیمو کې د کان‌کیندنې له امله پلونه، دوکانونه او ښوونځي د سېلابونو، خټو او خاورو لاندې شوي او پراخ زیانونه ورته اوښتي دي.

د راپور له مخې، د بدخشان ځینې غرنۍ سیمې لا هم د کان‌کیندنې له پراختیا خوندي پاتې دي. د سیمې یو مالدار فضل وايي، دا غرونه د خلکو د تفریح او څارویو د څرولو لپاره مهم دي او کان‌کیندنه یې د ځايي خلکو په ګټه نه ده.

نوموړی وايي، د سرو زرو له صنعت څخه تر ډېره زورواکي ګټه اخلي، نه د سیمې اوسېدونکي.