افغان ښځینه لوبغاړو د فوټبال، کرېکټ، بایسکل ځغلونې، تکواندو، اتلتیک او نورو نړۍوالو سیالیو کې رسمي حضور لاره او په نړۍواله کچه کې یې د افغانستان استازیتوب کاوه؛ خو د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر ورزشي فعالیتونو بندیز ولګېده او د ښځینه ملي لوبډلو کورني فعالیتونه په ټپه ودرېدل. په همدې موده کې ګڼ شمېر ښځینه لوبغاړې او روزونکې جلاوطنه شوې.
اوسمهال د افغانستان د ښځینهو فوټبال ملي لوبډله په جلاوطنۍ کې د نړۍوالو سیالیو لپاره د رسميت پېژندنې او دوامداره حضور په لټه کې ده. د افغانستان د ښځینهو کرېکټ لوبډله هم چې ډېری غړې یې له هېواده وتلې دي؛ په بهر کې خپلو تمرینونو او فعالیتونو ته دوام ورکوي.
خو د جمهوریت پرمهال افغان ښځینه لوبغاړو په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې لرلې او بېلابېل مډالونه یې ګټلي وو. د تکواندو لوبغاړې رویا زماني د ۲۰۰۲کال په بوسان اسیايي لوبو کې د برونزو مډال وګاټه او د اسیايي لوبو په تاریخ کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه مډال ګټونکې شوه.
ذکیه خدادادي هم د پاراتکواندو په نړۍوالو سیالیو کې د پام وړ بریاوې خپلې کړې او د افغانستان د ښځینه ورزشکارانو له مخکښو څېرو وه.
خو په۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر لوبو بشپړ بندیز ولګېد. طالبانو په دې وروستیو کې د ښځو د لوبو ترڅنګ د شطرنج او د ازاده مبارزو (MMA) سیالیو ته هم د پای ټکی کېښود. افغان لوبغاړو تر دې وړاندې په یادو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې.
د ازاده مبارزو په برخه کې احمد ولي هوتک د افغانستان له نامتو لوبغاړو دی، چې په سیمهییزو او نړۍوالو سیالیو کې یې ګڼې بریاوې خپلې کړې او د یادې لوبې په پراختیا کې یې مهم رول لوبولی دی.
بازمحمد مبارز هم د افغانستان د ازاده سیالیو له مخکښو څېرو و او په نړۍوالو سیالیو کې یې افغانستان ته ګڼې بریاوې په برخه کړې وې.
په شطرنج کې بیا افغان لوبغاړو په نړۍوالو سیالیو کې پنځه د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي او د یادې لوبې لوبغاړو هم د اسیایي او نړۍوالو سیالیو په کچه د افغانستان استازیتوب کړی او د دغه لوبې په وده کې یې ونډه لرله.
له دغه لاسته راوړنو سره، سره طالبانو په ۲۰۲۴کال کې ازاده مبارزې (MMA) او په ۲۰۲۵کال کې شطرنج هم منع کړ او په دې توګه د افغانستان د لوبو دوه نورې فعاله څانګې هم وځپل شوې.
په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو ملي لوبډلې
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د ښځینهو فوټبال او کرېکټ ملي لوبډلو کورني فعالیتونه په ټپه ودرېدل او د دغه لوبډلو ډېری لوبغاړې، روزونکې او اداري غړې له افغانستان نه جلاوطنه شوې. اوس د دواړه لوبډلو ډېری غړې په اسټرالیا، کاناډا، امریکا او یوشمېر اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي.
د افغانستان د ښځینهو فوټبال ملي لوبډلې له ۲۰۲۱کال راهیسې کومه رسمي نړۍواله لوبه نهده کړې؛ ځکه د فیفا د مقرراتو له مخې هره ملي لوبډله باید د خپل هېواد د رسمي فدراسیون له لوري په رسمیت وپېژندل شي.
له دې سره، سره د لوبډلې غړو او پخوانیو مسوولانو په وروستیو کلونو کې د فیفا لهخوا د رسميت پېژندنې لپاره کمپاینونه پیل کړي او له نړۍوال فدراسیون څخه یې غوښتي، چې په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره د رسمي سیالیو زمینه برابره کړي.
ورته مهال د افغانستان د ښځینهو کرېکټ ملي لوبډلې هم له افغانستان نه بهر خپل فعالیتونه له سره تنظیم کړي دي. د کرېکټ بورډ لهخوا په ۲۰۲۰کال کې له ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره قراردادونه شوي وو؛ خو د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته دغه لوبغاړې جلاوطنه شوې.
د دوی لومړنۍ ګډه سیالي د ۲۰۲۵کال په پیل کې په اسټرالیا کې د «Cricket Without Borders» لوبډلې پر وړاندې ترسره شوه؛ هغه لوبه که څه هم نړۍوال رسمي حیثیت یې نهلاره، خو د یادې لوبډلې د بیا راټولېدو لومړنی عملي ګام بلل کېده.
په وروستیو میاشتو کې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) هم د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو لپاره د ځانګړي مالي صندوق، روزنیزو پروګرامونو او نړۍوالو سیالیو د ګډون فرصتونو اعلان کړی دی. د یادې شورا په وینا؛ دغه پروګرام د افغان لوبغاړو د مسلکي فعالیت د دوام او ملاتړ لپاره طرحه شوی؛ خو تراوسه د افغانستان د ښځینهو کرېکټ ملي لوبډله د افغانستان د رسمي ملي لوبډلې په توګه نهده پېژندل شوې.
د افغانستان د ښځینهو د فوټبال ملي لوبډلې بنسټ اېښودونکې خالده پوپل افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځینه ورزشکارانو وضعیت په تېرو پنځو کلونو کې له ژورو بدلونونو سره مخ شوی دی.
اغلې پوپل وايي، پر ښځو د لوبو بندیز یوازې د لوبو د درېدو معنا نهلري؛ بلکې د ډېرو لوبغاړو لپاره د کار، عاید، ټولنیزو اړیکو او راتلونکو هیلو د لهمنځه تلو لامل شوی دی. د هغې په خبره؛ ځینې لوبغاړې اړې شوې چې افغانستان پرېږدي او هغه نجونې چې په افغانستان کې پاتې دي، له محدودیتونو او وېرې سره ژوند کوي.
د هغې په وینا؛ د تېرو پنځو کلونو تر ټولو لوی بدلون دا دی، چې د ښځو د فوټبال مبارزه له افغانستان نه نړۍوال ډګر ته لېږدول شوې ده.
خالده پوپل وايي، د افغانستان د ښځینهو فوټبال ملي لوبډله یوازې یوه ورزشي ډله نه؛ بلکې د مېلیونونه افغان ښځو استازیتوب کوي. د هغې په وینا، د لوبډلې پخوانۍ غړې اوس په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي؛ ځینې لاهم فوټبال کوي، ځینې روزنې ته مخه کړې او ځینې بیا خپل ژوند له سره جوړوي، خو د افغانستان استازیتوب او بېرته نړۍوالو ډګرونو ته د ستنېدو هیله یې لاهم لهمنځه نهده تللې.
د هغې په وینا؛ که څه هم د فیفا او نورو نړۍوالو بنسټونو لهخوا ځینې مثبت ګامونه اخیستل شوي، خو لاهم اړتیا ده چې د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره دوامداره ملاتړ برابر شي او هغوی ته د رسمي نړۍوالو سیالیو زمینه برابره شي. نوموړې وړاندې وايي، چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ښځې په لوړه کچه لوبې کوي؛ ورزش د هر انسان حق دی او د ښځو استعدادونه باید محدود نهشي.
سربېره پر دې په جلاوطنۍ کې د شطرنج د ځینو لوبغاړو په اړه هم د سیالیو د ګډون خبر ورکړل شوی. افغانستان انټرنشنل په یو تازه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د شطرنج پنځه افغان لوبغاړي د المپیاد سیالیو لپاره د یوې لوبډلې په نوملړ کې شامل شوي دي.
د معلوماتو له مخې؛ خیبر فرازي، حبیبالله امیني او وهابالدین میرزاد چې په افغانستان کې مېشت دي، د سلیمان احمد اشرفي او همایون محتاط ترڅنګ چې له هېواده بهر ژوند کوي؛ د یادې لوبډلې برخه دي. د دغه سیالیو په اړه نور معلومات نهدي خپاره شوي؛ خو ښایي چې دغه لوبغاړي هم په جلاوطنۍ کې د افغانستان په استازیتوب ولوبېږي.
پر شطرنج بندیز
افغانستان کې تېر پنځه کاله د لوبو محدودیتونه یوازې تر ښځینه ورزشونو محدود نهدي پاتې؛ بلکې پر نورو برخو یې هم اغېز کړی. شطرنج چې د افغانستان له پخوانیو ذهني او فکري لوبو ګڼل کېږي، هم په وروستیو کلونو کې له بندیز سره مخ شوی دی.
د طالبانو د بدني روزنې ادارې تېرکال د شطرنج فدراسیون فعالیتونه وځنډول. طالبانو ویلي، چې دغه لوبه یې د شرعي ملحوظاتو له مخې محدوده کړې او هغه یې «حرامه» بللې ده. طالبانو ویلي، چې شطرنج د قمار د دودېدو لامل کېدای شي او له همدې امله یې فعالیتونه درولي دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د افغانستان د شطرنج فدراسیون فعال و او د نارینهو او ښځینهو لپاره یې سیالۍ جوړولې. دغه لوبه په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ځوانانو ترمنځ د پراخېدو په حال کې وه او ګڼ شمېر لوبغاړو یې په کورنیو او نړۍوالو سیالیو کې ګډون کاوه.
د شطرنج فدراسیون تر دې وړاندې هم له ورته ستونزو سره مخ و. په ۱۴۰۳کال کې دغه فدراسیون د مشر د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ شو. د فدراسیون پخوانی مشر غلام علي ملکزاده له هېواده وتلی و او وروسته د طالبانو د ورزش ادارې لهخوا د فدراسیون لپاره سرپرست وټاکل شو؛ خو د ادارې دننه د اختلافاتو له امله دغه بهیر دوام ونه موند.
د شطرنج نړۍوال فدراسیون هم په افغانستان کې د یادې لوبې د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه وضعیت ښايي د افغان لوبغاړو د راتلونکو فرصتونو او د شطرنج د پراختیا پر بهیر اغېز وکړي.
شطرنج په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې مینهوال لري؛ خو د طالبانو د محدودیتونو له امله اوس د یادې لوبې لوبغاړي له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.
د شطرنج فدراسیون پخوانی مرستیال خالق ویس افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پر شطرنج بندیز د افغانستان ورزشي جوړښت ته زیان رسولی. ښاغلی ویس چې د افغانستان د شطرنج فدراسیون پخوانی لوبغاړی او اتل دی وايي، چې تر ۲۰۲۱کال وړاندې په افغانستان کې شطرنج د یوه منظم ملي جوړښت له لارې فعالیت کاوه. د هغه په وینا؛ فدراسیون د انتخاباتي بهیر له لارې اداره کېده، په ۲۸ ولایتونو کې یې فعالې څانګې لرلې او نږدې ۱۹۹لوبغاړي د بېلابېلو عمرونو په کټګورۍ کې په ملي لوبډلو کې شامل وو.
هغه وايي، هغه مهال فدراسیون په کابل کې د ملي او غوراوي سیالیو ترڅنګ د ولایتي کچې سیالۍ هم تنظیمولې. د هغه په وینا؛ د افغانستان د شطرنج له مهمو لاسته راوړنو څخه یو په ۲۰۱۸کال کې د ګرجستان په باتومي ښار کې د شطرنج د نړۍوال المپیاد د ډي ګروپ په سیالیو کې د افغانستان د لوبغاړو لهخوا د پنځو سرو زرو مډالونو ترلاسه کول وو.
د نوموړي په وینا، ښايي ځینې کسان په شخصي ډول شطرنج ته دوام ورکړي؛ خو دا د یوه رسمي سیستم ځای نهشي نیولی، ځکه د شطرنج د ودې لپاره فدراسیون، کلبونه، روزونکي، داوران، منظمې سیالۍ او له نړۍوالو ادارو سره اړیکې اړینې دي.
خالق ویس وايي، ښځې او نجونې هم د افغانستان د شطرنج برخه وې. د هغه په وینا؛ یوازې د نجونو په ملي لوبډلو کې ۷۵ لوبغاړې شاملې وې او فدراسیون هڅه کوله، چې هغوی د ملي او نړۍوالو سیالیو لپاره چمتو کړي. خو د ښځو پر لوبو محدودیتونو او د شطرنج بندیز د یادې برخې پر راتلونکي هم جدي اغېز کړی دی.
ویس وايي، ورزش یوازې د سیالیو او مډالونو موضوع نهده؛ بلکې د یوه هېواد ټولنیزه او کلتوري پانګه ده او د ټولنې د یوې برخې محرومول د افغانستان د ورزش راتلونکې زیانمنوي.
پر رزمي لوبو بندیز
طالبانو د ۱۴۰۳کال په وږي میاشت کې د یو حکم پر بنسټ په ازاده سیالیو هم بندیز ولګاوه. په یاد حکم کې ویل شوي و، هغه ورزشونه چې پهکې لوبغاړي یو بل ته په سر او مخ ضربې ورکوي، د «شرعي ملاحظاتو» له مخې منع دي.
د ورزشي سرچینو په وینا؛ دغه حکم د طالبانو د رهبرۍ لهخوا صادر شوی و. که څه هم په لومړیو کې داسې انګېرل کېده، چې دغه پرېکړه یوازې ازاده سیالیو (MMA) پورې تړاو لري؛ خو سرچینې وايي چې ښایي ټول رزمي ورزشونه لکه تکواندو، کاراټه، سوک وهنې، موی تای، ووشو او نورې څانګې هم پهکې شاملې شي.
په حکم کې ویل شوي، هغه ورزشونه چې د مقابل لوبغاړي د سترګو، پوزې، د سر ټپي کېدو او یا د مرګ لامل کېدای شي د اسلامي شریعت له مخې جواز نهلري. له دې پرېکړې وروسته د افغانستان د رزمي ورزشونو ګڼ لوبغاړي چې په کورنیو او نړۍوالو سیالیو کې یې مډالونه ترلاسه کړي، له ناروښانه برخلیک سره مخ شوي دي.
د تکواندو، کاراتې، سوک وهنې، موی تای، ووشو او ازاده مبارزو ورزشکاران اندېښمن دي چې د دوی د کلونو هڅې او لاسته راوړنې به له ګواښ سره مخ شي. د رزمي لوبو د بندیز په اړه لاهم د ځینو فدراسیونونو رسمي وضعیت روښانه نهدی؛ خو لوبغاړي وايي چې د دغه محدودیتونو له امله د افغانستان د رزمي لوبو راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.