• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جبري ستنولو دوام؛ یوازې له پنجاب ایالت څخه تر ۱۴۰زره ډېر افغانان اېستل شوي دي

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۱

د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د امنیت څانګې خبر ورکړی، چې تراوسه یې له دغه ایالت څخه ۱۴۰زره او ۴۶۸ افغان کډوال نیولي او په جبري توګه یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

یاد وزارت وايي، د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د بېرته ستنولو لړۍ لاهم روانه ده او په دغه لړۍ کې هغه افغان کډوال نیول کېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

ځایي چارواکي وايي، له نیول کېدو وروسته دغه افغانان د لنډمهاله ساتنې مرکزونو ته لېږدول کېږي؛ په دغه مرکزونو کې د هغوی نوم‌لیکنه د هویت معلومول او نورې اړینې چارې ترسره کېږي او وروسته افغانستان ته د ستنېدو لپاره لېږل کېږي.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ له ټول پاکستان نه تراوسه شاوخوا ۲۶ لکه او ۸۰زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د یاد وزارت ویاند وايي، په پاکستان کې له ویزې پرته د افغانانو اوسېدل ناقانونه دي او د قانون له مخې ورسره چلند کېږي.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ دامهال په پنجاب کې ۳۹ د ساتنې مرکزونه فعال دي، چې ۱۸۸ افغان وګړي په‌کې ساتل کېږي. د ځایي چارواکو په خبره؛ دغه کسانو ته په لنډمهاله توګه د اوسېدو ځای برابر شوی او د هغوی د نوم‌لیکنې او افغانستان ته د ستنېدو چارې روانې دي او کله چې قانوني چارې بشپړې شي، دغه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

ډېر لیدل شوي

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي
۱

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي

۲

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۳
ځانګړی

د خوست ۴۴ کورنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري د ځمکو په غصب تورن کړی

۴

د نور ولي محسود نوې ویډیو؛ د احتمالي جېمر له څرګندېدو سره پوښتنې راپورته شوي

۵

ایرانی چارواکی: ازبکستان د افغانستان بازار کې خپله ونډه پراخوي خو د ایران ونډه کمېږي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان ته د بېرته ستنېدو وېره؛ په پاکستان کې افغان نرښځې له سختو ستونزو سره مخ دي

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۵ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي افغان نرښځې اوس د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي. په پېښور کې مېشته افغان نرښځې مسکان وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې یې ژوند، ازادي او خوندیتوب له ګواښ سره مخ کېږي.

مسکان چې له شاوخوا ۲۴ کلونو راهیسېپه پېښور کې اوسېږي وایي، هغه د شاوخوا ۱۱ کلونو په عمر له افغانستان نه پاکستان ته تللې او له هغه وخت راهیسې هلته اوسېږي. مسکان وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نرښځو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او له همدې امله هغه نه‌شي کولای چې بېرته افغانستان ته ستنه شي.

د هغې په وینا؛ د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې نرښځو کولای شول خپلې محدودې ټولنیزې چارې او پروګرامونه ترسره کړي، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته د دوی وضعیت ډېر بدل شوی دی.

مسکان وايي: «موږ یو ځل افغانستان ته تللي وو؛ خو اوس د طالبانو په واکمنۍ کې بېرته ستنېدل راته ممکن نه‌دي. هلته خلک موږ له لرې پېژني. که په جبري توګه افغانستان ته ولېږل شو، د وژل کېدو او یاهم د زنداني کېدو وېره لرو».

هغه ادعا کوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځینې نرښځې له خپلو کورونو اېستل شوې او وژل شوې دي. د هغه په وینا؛ په ځینو پېښو کې د وژل شویو کسانو مړي هم خراب شوي او د کورونو ترڅنګ غورځول شوي دي.

مسکان وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر د دوی ستونزې لازیاتې کړې دي: «موږ نه په پاکستان کې ځان خوندي احساسوو او نه افغانستان ته بېرته تلای شو. نه پوهېږو چې چېرته ولاړ شو».

هغه وايي، په پاکستان کې افغان نرښځې د کور یا کوټې په کرایه کولو کې هم له ستونزو سره مخ دي او ځینې یې اړې دي چې له خپلو پاکستاني ملګرو سره یوځای ژوند وکړي. مسکان ادعا کوي، چې تېره میاشت ناپېژاندو کسانو پرې ډزې کړې وې او ټپي شوې وه.
د هغې په وینا؛ په تېرو دوو میاشتو کې په پېښور کې د افغان نرښځو پر وړاندې د بریدونو څو پېښې هم ثبت شوې دي. مسکان وايي، افغانستان ته له بېرته ستنېدو وروسته د وژل کېدو یا زنداني کېدو وېرې له سخت رواني فشار سره مخ کړې ده.

په پېښور کې افغان نرښځې

په پېښور کې د نرښځو د ټولنې مشره فرزانه وايي، اوس‌مهال په دغه ښار کې تر ۶۵ ډېرې افغان نرښځې اوسېږي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو له بهیر څخه اغېزمنې شوې هم دي. د هغې په وینا؛ دغه کسان افغانستان ته له ستنېدو وېره لري، ځکه هلته د دوی لپاره د خوندي اوسېدو او ساتنې امکانات ډېر محدود دي.

فرزانه وايي، له ۲۰۱۵کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ۱۲۴ نرښځې وژل شوې دي. د هغې په وینا؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې په دغه ایالت کې د ۱۴ نرښځو د وژل کېدو پېښې ثبت شوې دي.

نوموړې زیاتوي، په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې هم شاوخوا پنځه افغان نرښځې وژل شوې دي چې ځینې یې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوې دي. د فرزانې په وینا؛ کله چې یوه افغان نرښځې په پاکستان کې ووژل شوه، د ټولنې غړو هڅه وکړه چې مړی یې افغانستان ته ولېږدوي او کورنۍ ته یې وسپاري؛ خو کورنۍ یې د مړي له منلو ډډه وکړه او په پای کې هغه په پېښور کې خاورو ته وسپارل شوه.

فرزانه وايي، د افغان نرښځو لپاره په پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې لږترلږه د پناه غوښتنې امکان شته؛ خو په افغانستان کې دوی ځان ته خوندي ځای نه‌شي موندلی. افغان نرښځې غوښتنه کوي، چې د دوی د بېرته ستنولو پرمهال دې د بشري حقونو او خوندیتوب موضوع هم په پام کې ونیول شي.

د نرښځو ټولنه غوښتنه کوي، چې افغانستان ته د هرې افغان نرښځې د بېرته ستنولو له پرېکړې مخکې دې د هغې د امنیت، قانوني وضعیت او شخصي شرایطو جلا ارزونه وشي؛ څو داسې ځای ته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند او ازادي له جدي ګواښ سره مخ وي.

د سویلي افریقا ولسمشر: افغان ښځې د طالبانو د جنسیتي توپیر پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کوي

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
100%

د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا د یکشنبې په ورځ د نجونو د زده‌کړو له فعالې ملالې یوسفزۍ او یوشمېر افغان ښځینه فعالانو سره لیدلي. د سویلي افریقا د حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ افغان مېرمنو له دغه هېواده غوښتي، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر نظام پر وړاندې د مبارزې ملاتړ وکړي.

د سویلي افریقا حکومت د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) ویلي، افغان ښځینه فعالانو او ملالې یوسفزۍ ټینګار کړی چې د عدالت د ټینګښت لپاره د نړۍوالو هڅو په مرکز کې باید د افغان ښځو غږ ته ځای ورکړل شي.

ملالې یوسفزۍ له یادې لیدنې وروسته پر اېکس پاڼه ولیکل، د ولسمشر رامافوسا له‌خوا له هغه افغان ښځو سره د «خواخوږۍ او تعامل» له امله منندویه ده چې هڅه کوي جنسیتي توپیر د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

یوسفزۍ ویلي، چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې ته نږدې کېږي؛ هغه دوره چې د ښځو د حقونو پر وړاندې له «بې‌رحمانه محدودیتونو» او د نجونو د زده‌کړو له بندیز سره مل ده. هغې زیاته کړې، د عدالت د ټینګښت او د دې لپاره چې «جنسیتي توپیر د نړۍ په هېڅ ځای کې ځای ونه لري» د سویلي افریقا همکاري حیاتي ده.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د سویلي افریقا استازي ویلي و، چې هېواد یې د جنسیتي توپیر پر وړاندې د مبارزینو ملاتړ کوي. نوموړي ویلي و، چې افریقا نه‌شي کولای د افغان نجونو د حقونو د سرغړونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي؛ هغه نجونې چې یوازې د خپل جنسیت له امله له بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوې دي.

په لندن کې د سویلي افریقا سفیر هم د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګېدلي تبعیضي بندیزونه جنسیتي توپیر او د بشریت پر وړاندې جرم بللی دی. هغه د خپل هېواد د توکمیز توپیر پر وړاندې د مبارزې تجربې ته په اشارې ویلي و، چې د دغه نظام پای ته رسول د کورني مقاومت او نړۍوالې همکارۍ له لارې شونی دی. جرمیا مامابولو ټینګار کړی و، چې دغه تجربه کولای شي د افغانستان د خلکو د مبارزې لپاره الهام‌بخښونکې اوسي.

افغان ښځینه فعالانو په وار، وار ویلي، چې د توکمیز توپیر پر وړاندې د سویلي افریقا تاریخي مبارزې تجربې دغه هېواد د تبعیض او سیستماتیکې نابرابرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په یو مهم لوبغاړي بدل کړی دی.

دوی باور لري، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو لپاره په نړۍوالو هڅو کې د سویلي افریقا همکاري ځانګړی سیاسي او سمبولیک اهمیت لرلای شي. طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د پراخو او سیستماتیکو محدودیتونو په لګولو سره ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار، په عامه ډګر کې له حضور او ټولنیزې ونډې بې‌برخې کړې دي.

یوشمېر نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو کارپوهانو د دغه سیاستونو پراخ او سیستماتیک ماهیت ته په اشارې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د «جنسیتي توپیر» بېلګه بللې ده.

د «جنسیتي توپیر» اصطلاح هغه منظم او تنظیم شوي تبعیض ته ویل کېږي، چې له مخې یې خلک یوازې د جنسیت پر بنسټ له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې کېږي.

د ښځو پر ورزش د طالبانو پنځه کلن بندیز؛ له لوبغالو تر محدودیتونو او جلاوطنۍ

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۱
100%

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې پر ښځو د نورو بندیزونو او محدودیتونو ترڅنګ د لوبو او ورزش په برخه کې هم پراخ محدودیتونه لګولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر ۲۰۲۱کال وړاندې افغان ښځینه او نارینه لوبغاړو په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې حضور لاره.

افغان ښځینه لوبغاړو د فوټبال، کرېکټ، بایسکل ځغلونې، تکواندو، اتلتیک او نورو نړۍوالو سیالیو کې رسمي حضور لاره او په نړۍواله کچه کې یې د افغانستان استازیتوب کاوه؛ خو د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر ورزشي فعالیتونو بندیز ولګېده او د ښځینه ملي لوبډلو کورني فعالیتونه په ټپه ودرېدل. په همدې موده کې ګڼ شمېر ښځینه لوبغاړې او روزونکې جلاوطنه شوې.

اوس‌مهال د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډله په جلاوطنۍ کې د نړۍوالو سیالیو لپاره د رسميت پېژندنې او دوامداره حضور په لټه کې ده. د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ لوبډله هم چې ډېری غړې یې له هېواده وتلې دي؛ په بهر کې خپلو تمرینونو او فعالیتونو ته دوام ورکوي.

خو د جمهوریت پرمهال افغان ښځینه لوبغاړو په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې لرلې او بېلابېل مډالونه یې ګټلي وو. د تکواندو لوبغاړې رویا زماني د ۲۰۰۲کال په بوسان اسیايي لوبو کې د برونزو مډال وګاټه او د اسیايي لوبو په تاریخ کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه مډال ګټونکې شوه.

ذکیه خدادادي هم د پاراتکواندو په نړۍوالو سیالیو کې د پام وړ بریاوې خپلې کړې او د افغانستان د ښځینه ورزشکارانو له مخکښو څېرو وه.

خو په۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر لوبو بشپړ بندیز ولګېد. طالبانو په دې وروستیو کې د ښځو د لوبو ترڅنګ د شطرنج او د ازاده مبارزو (MMA) سیالیو ته هم د پای ټکی کېښود. افغان لوبغاړو تر دې وړاندې په یادو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې.

د ازاده مبارزو په برخه کې احمد ولي هوتک د افغانستان له نامتو لوبغاړو دی، چې په سیمه‌ییزو او نړۍوالو سیالیو کې یې ګڼې بریاوې خپلې کړې او د یادې لوبې په پراختیا کې یې مهم رول لوبولی دی.

بازمحمد مبارز هم د افغانستان د ازاده سیالیو له مخکښو څېرو و او په نړۍوالو سیالیو کې یې افغانستان ته ګڼې بریاوې په برخه کړې وې.

په شطرنج کې بیا افغان لوبغاړو په نړۍوالو سیالیو کې پنځه د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي او د یادې لوبې لوبغاړو هم د اسیایي او نړۍوالو سیالیو په کچه د افغانستان استازیتوب کړی او د دغه لوبې په وده کې یې ونډه لرله.

له دغه لاسته راوړنو سره، سره طالبانو په ۲۰۲۴کال کې ازاده مبارزې (MMA) او په ۲۰۲۵کال کې شطرنج هم منع کړ او په دې توګه د افغانستان د لوبو دوه نورې فعاله څانګې هم وځپل شوې.

په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو ملي لوبډلې

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال او کرېکټ ملي لوبډلو کورني فعالیتونه په ټپه ودرېدل او د دغه لوبډلو ډېری لوبغاړې، روزونکې او اداري غړې له افغانستان نه جلاوطنه شوې. اوس د دواړه لوبډلو ډېری غړې په اسټرالیا، کاناډا، امریکا او یوشمېر اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي.

د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډلې له ۲۰۲۱کال راهیسې کومه رسمي نړۍواله لوبه نه‌ده کړې؛ ځکه د فیفا د مقرراتو له مخې هره ملي لوبډله باید د خپل هېواد د رسمي فدراسیون له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

له دې سره، سره د لوبډلې غړو او پخوانیو مسوولانو په وروستیو کلونو کې د فیفا له‌خوا د رسميت پېژندنې لپاره کمپاینونه پیل کړي او له نړۍوال فدراسیون څخه یې غوښتي، چې په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره د رسمي سیالیو زمینه برابره کړي.

ورته مهال د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډلې هم له افغانستان نه بهر خپل فعالیتونه له سره تنظیم کړي دي. د کرېکټ بورډ له‌خوا په ۲۰۲۰کال کې له ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره قراردادونه شوي وو؛ خو د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته دغه لوبغاړې جلاوطنه شوې.

د دوی لومړنۍ ګډه سیالي د ۲۰۲۵کال په پیل کې په اسټرالیا کې د «Cricket Without Borders» لوبډلې پر وړاندې ترسره شوه؛ هغه لوبه که څه هم نړۍوال رسمي حیثیت یې نه‌لاره، خو د یادې لوبډلې د بیا راټولېدو لومړنی عملي ګام بلل کېده.

په وروستیو میاشتو کې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) هم د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو لپاره د ځانګړي مالي صندوق، روزنیزو پروګرامونو او نړۍوالو سیالیو د ګډون فرصتونو اعلان کړی دی. د یادې شورا په وینا؛ دغه پروګرام د افغان لوبغاړو د مسلکي فعالیت د دوام او ملاتړ لپاره طرحه شوی؛ خو تراوسه د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډله د افغانستان د رسمي ملي لوبډلې په توګه نه‌ده پېژندل شوې.

100%

د افغانستان د ښځینه‌و د فوټبال ملي لوبډلې بنسټ اېښودونکې خالده پوپل افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځینه ورزشکارانو وضعیت په تېرو پنځو کلونو کې له ژورو بدلونونو سره مخ شوی دی.

اغلې پوپل وايي، پر ښځو د لوبو بندیز یوازې د لوبو د درېدو معنا نه‌لري؛ بلکې د ډېرو لوبغاړو لپاره د کار، عاید، ټولنیزو اړیکو او راتلونکو هیلو د له‌منځه تلو لامل شوی دی. د هغې په خبره؛ ځینې لوبغاړې اړې شوې چې افغانستان پرېږدي او هغه نجونې چې په افغانستان کې پاتې دي، له محدودیتونو او وېرې سره ژوند کوي.

د هغې په وینا؛ د تېرو پنځو کلونو تر ټولو لوی بدلون دا دی، چې د ښځو د فوټبال مبارزه له  افغانستان نه نړۍوال ډګر ته لېږدول شوې ده.

خالده پوپل وايي، د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډله یوازې یوه ورزشي ډله نه؛ بلکې د مېلیونونه افغان ښځو استازیتوب کوي. د هغې په وینا، د لوبډلې پخوانۍ غړې اوس په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي؛ ځینې لاهم فوټبال کوي، ځینې روزنې ته مخه کړې او ځینې بیا خپل ژوند له سره جوړوي، خو د افغانستان استازیتوب او بېرته نړۍوالو ډګرونو ته د ستنېدو هیله یې لاهم له‌منځه نه‌ده تللې.

د هغې په وینا؛ که څه هم د فیفا او نورو نړۍوالو بنسټونو له‌خوا ځینې مثبت ګامونه اخیستل شوي، خو لاهم اړتیا ده چې د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره دوامداره ملاتړ برابر شي او هغوی ته د رسمي نړۍوالو سیالیو زمینه برابره شي. نوموړې وړاندې وايي، چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ښځې په لوړه کچه لوبې کوي؛ ورزش د هر انسان حق دی او د ښځو استعدادونه باید محدود نه‌شي.

سربېره پر دې په جلاوطنۍ کې د شطرنج د ځینو لوبغاړو په اړه هم د سیالیو د ګډون خبر ورکړل شوی. افغانستان انټرنشنل په یو تازه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د شطرنج پنځه افغان ‌لوبغاړي د المپیاد سیالیو لپاره د یوې لوبډلې په نوملړ کې شامل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ خیبر فرازي، حبیب‌الله امیني او وهاب‌الدین میرزاد چې په افغانستان کې مېشت دي، د سلیمان احمد اشرفي او همایون محتاط ترڅنګ چې له هېواده بهر ژوند کوي؛ د یادې لوبډلې برخه دي. د دغه سیالیو په اړه نور معلومات نه‌دي خپاره شوي؛ خو ښایي چې دغه لوبغاړي هم په جلاوطنۍ کې د افغانستان په استازیتوب ولوبېږي.

پر شطرنج بندیز

افغانستان کې تېر پنځه کاله د لوبو محدودیتونه یوازې تر ښځینه ورزشونو محدود نه‌دي پاتې؛ بلکې پر نورو برخو یې هم اغېز کړی. شطرنج چې د افغانستان له پخوانیو ذهني او فکري لوبو ګڼل کېږي، هم په وروستیو کلونو کې له بندیز سره مخ شوی دی.

د طالبانو د بدني روزنې ادارې تېرکال د شطرنج فدراسیون فعالیتونه وځنډول. طالبانو ویلي، چې دغه لوبه یې د شرعي ملحوظاتو له مخې محدوده کړې او هغه یې «حرامه» بللې ده. طالبانو ویلي، چې شطرنج د قمار د دودېدو لامل کېدای شي او له همدې امله یې فعالیتونه درولي دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د افغانستان د شطرنج فدراسیون فعال و او د نارینه‌و او ښځینه‌و لپاره یې سیالۍ جوړولې. دغه لوبه په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ځوانانو ترمنځ د پراخېدو په حال کې وه او ګڼ شمېر لوبغاړو یې په کورنیو او نړۍوالو سیالیو کې ګډون کاوه.

د شطرنج فدراسیون تر دې وړاندې هم له ورته ستونزو سره مخ و. په ۱۴۰۳کال کې دغه فدراسیون د مشر د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ شو. د فدراسیون پخوانی مشر غلام علي ملک‌زاده له هېواده وتلی و او وروسته د طالبانو د ورزش ادارې له‌خوا د فدراسیون لپاره سرپرست وټاکل شو؛ خو د ادارې دننه د اختلافاتو له امله دغه بهیر دوام ونه موند.

د شطرنج نړۍوال فدراسیون هم په افغانستان کې د یادې لوبې د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه وضعیت ښايي د افغان لوبغاړو د راتلونکو فرصتونو او د شطرنج د پراختیا پر بهیر اغېز وکړي.

شطرنج په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې مینه‌وال لري؛ خو د طالبانو د محدودیتونو له امله اوس د یادې لوبې لوبغاړي له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

د شطرنج فدراسیون پخوانی مرستیال خالق ویس افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پر شطرنج بندیز د افغانستان ورزشي جوړښت ته زیان رسولی. ښاغلی ویس چې د افغانستان د شطرنج فدراسیون پخوانی لوبغاړی او اتل دی وايي، چې تر ۲۰۲۱کال وړاندې په افغانستان کې شطرنج د یوه منظم ملي جوړښت له لارې فعالیت کاوه. د هغه په وینا؛ فدراسیون د انتخاباتي بهیر له لارې اداره کېده، په ۲۸ ولایتونو کې یې فعالې څانګې لرلې او نږدې ۱۹۹لوبغاړي د بېلابېلو عمرونو په کټګورۍ کې په ملي لوبډلو کې شامل وو.

هغه وايي، هغه مهال فدراسیون په کابل کې د ملي او غوراوي سیالیو ترڅنګ د ولایتي کچې سیالۍ هم تنظیمولې. د هغه په وینا؛ د افغانستان د شطرنج له مهمو لاسته راوړنو څخه یو په ۲۰۱۸کال کې د ګرجستان په باتومي ښار کې د شطرنج د نړۍوال المپیاد د ډي ګروپ په سیالیو کې د افغانستان د لوبغاړو له‌خوا د پنځو سرو زرو مډالونو ترلاسه کول وو.

د نوموړي په وینا، ښايي ځینې کسان په شخصي ډول شطرنج ته دوام ورکړي؛ خو دا د یوه رسمي سیستم ځای نه‌شي نیولی، ځکه د شطرنج د ودې لپاره فدراسیون، کلبونه، روزونکي، داوران، منظمې سیالۍ او له نړۍوالو ادارو سره اړیکې اړینې دي.

خالق ویس وايي، ښځې او نجونې هم د افغانستان د شطرنج برخه وې. د هغه په وینا؛ یوازې د نجونو په ملي لوبډلو کې ۷۵ لوبغاړې شاملې وې او فدراسیون هڅه کوله، چې هغوی د ملي او نړۍوالو سیالیو لپاره چمتو کړي. خو د ښځو پر لوبو محدودیتونو او د شطرنج بندیز د یادې برخې پر راتلونکي هم جدي اغېز کړی دی.

ویس وايي، ورزش یوازې د سیالیو او مډالونو موضوع نه‌ده؛ بلکې د یوه هېواد ټولنیزه او کلتوري پانګه ده او د ټولنې د یوې برخې محرومول د افغانستان د ورزش راتلونکې زیانمنوي.

100%

پر رزمي لوبو بندیز

طالبانو د ۱۴۰۳کال په وږي میاشت کې د یو حکم پر بنسټ په ازاده سیالیو هم بندیز ولګاوه. په یاد حکم کې ویل شوي و، هغه ورزشونه چې په‌کې لوبغاړي یو بل ته په سر او مخ ضربې ورکوي، د «شرعي ملاحظاتو» له مخې منع دي.

د ورزشي سرچینو په وینا؛ دغه حکم د طالبانو د رهبرۍ له‌خوا صادر شوی و. که څه هم په لومړیو کې داسې انګېرل کېده، چې دغه پرېکړه یوازې ازاده سیالیو (MMA) پورې تړاو لري؛ خو سرچینې وايي چې ښایي ټول رزمي ورزشونه لکه تکواندو، کاراټه، سوک وهنې، موی تای، ووشو او نورې څانګې هم په‌کې شاملې شي.

په حکم کې ویل شوي، هغه ورزشونه چې د مقابل لوبغاړي د سترګو، پوزې، د سر ټپي کېدو او یا د مرګ لامل کېدای شي د اسلامي شریعت له مخې جواز نه‌لري. له دې پرېکړې وروسته د افغانستان د رزمي ورزشونو ګڼ لوبغاړي چې په کورنیو او نړۍوالو سیالیو کې یې مډالونه ترلاسه کړي، له ناروښانه برخلیک سره مخ شوي دي.
د تکواندو، کاراتې، سوک وهنې، موی تای، ووشو او ازاده مبارزو ورزشکاران اندېښمن دي چې د دوی د کلونو هڅې او لاسته راوړنې به له ګواښ سره مخ شي. د رزمي لوبو د بندیز په اړه لاهم د ځینو فدراسیونونو رسمي وضعیت روښانه نه‌دی؛ خو لوبغاړي وايي چې د دغه محدودیتونو له امله د افغانستان د رزمي لوبو راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

100%

صحرا کریمي: د نجونو زده‌کړه د افغانستان د ازادۍ د لارې مهمه دروازه ده

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۳۰ GMT+۱
100%

د افغان فلم ادارې پخوانۍ مشره صحرا کریمي وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو د حق بېرته ترلاسه کول باید د افغان ټولنې او نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه وي. هغې زیاته کړې، د نجونو زده‌کړه د افغانستان د ازادۍ د لارې مهمه دروازه ده.

کریمي په یوه لیکنه کې پوښتنه کړې چې ولې د نجونو او ښځو زده‌کړه د افغانستان لپاره مهمه ده او ولې باید د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لپاره مبارزه دوام ولري.

هغې ویلي، ځینې کسان باور لري چې یوازې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي او هېواد لا هم د ازادۍ، انساني کرامت او عادي ژوند د بېرته ترلاسه کولو لپاره اوږده لاره لري.

خو کریمي ټینګار کوي چې د دغو نظرونو له یوې برخې سره له موافقې سره سره، باید بیا بیا پر دې ټینګار وشي چې د افغانستان د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

د هغې په وینا، که د نجونو زده‌کړه د پراخې آزادۍ پر لور یوه تنګه لاره هم وي، افغان ټولنه او نړیواله ټولنه باید د هغې د پرانیستلو لپاره ګډ هوډ وکړي.

کریمي د افغانستان ټولنه «نرواکۍ، دودیزې او دین‌محورې» ټولنې په توګه توصیف کړې او ویلي یې دي چې په داسې چاپېریال کې د دودونو او دیني تعبیرونو ترمنځ د انسانانو اوږدمهاله سرګرداني د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي.

د هغې په باور، په دودیزه نرواکه ټولنه کې نارینه د پرېکړې او نظر ورکولو اصلي واکمن بلل کېږي، خو ښځه د نارینه‌محور فرهنګي، سیاسي او اقتصادي نظام تر اغېز لاندې د یوې بې‌واکۍ موجودې په توګه تعریفېږي.

هغې ویلي، ښځې په داسې ټولنه کې له ماشومتوبه د کور، کورنۍ او محدودو ټولنیزو نقشونو په چوکاټ کې روزل کېږي او په پایله کې دغه دودیز نقشونه له یوې نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي.

خو کریمي وايي، د نجونو زده‌کړه ښځو ته د ژوند د نورو امکاناتو د پېژندلو او د خپل برخلیک لپاره د انتخاب زمینه برابروي.

د هغې په وینا، زده‌کړه نجونو ته دا وړتیا ورکوي چې د ټولنې پر پخوانیو او محدودو باورونو پوښتنه وکړي او هغه حالتونه وننګوي چې د کلونو په تېرېدو په ټولنه کې عادي شوي دي.

کریمي ټینګار کوي چې د انتخاب حق ښځو ته د آزاد ژوند فرصت ورکوي او هره هغه پرېکړه چې ښځه یې په خپله وکړي، د بې‌وسۍ، ناهیلۍ او خپګان د کمېدو لپاره مهمه ده.

هغې زیاته کړې چې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل د «قرباني شوې ښځې» د پخواني فکر د بیا پیاوړتیا مخه نیسي.

د کریمي په باور، د ښځې ځواک یوازې په کورنیو او ټولنیزو نقشونو کې نه، بلکې په پوهه، زده‌کړه، فکر کولو او د خپل ژوند د انتخاب په وړتیا کې هم دی.

هغې ویلي: «پوهه، زده‌کړه، پوهېدنه او د فکر کولو او انتخاب امکان ښځې ته دا فرصت ورکوي چې د انسان په توګه په ازادۍ او روښانتیا کې باارزښته ژوند وکړي».

سرچینې: په تخار کې طالبان د مخالفینو د بریدونو له وېرې د شپې مهال ځینې پوستې پرېږدي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۱
100%

د افغانستان په شمال ختیځ او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو د مخالفینو د بریدونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د تخار په ځینو ولسوالیو کې طالب ځواکونه د شپې مهال خپلې ځینې پوستې پرېږدي.

د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونه د شپې مهال د خواجه بهاوالدین او ینګې کلا ولسوالیو په ځینو پوستو کې حضور نه لري او سهار بېرته خپلو پوستو ته ستنېږي.

د تخار اوسېدونکي هم وايي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه درې پوستې له کلیو بهر او د بریدونو له ګواښ سره مخ سیمو څخه د کلیو دننه لېږدولې دي.

د ینګې کلا ولسوالۍ سرچینو ویلي، طالبانو د سې‌شنبې په ورځ، د زمري پر ۱۳مه، خپلې دوه پوستې د «ایشان‌اباد» او «جلګې» په کلیو کې له بهرنیو سیمو څخه د کلیو دننه انتقال کړې دي.

د ینګې کلا ګاونډۍ خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه هم د ورته وضعیت راپور ورکړل شوی دی. د سرچینو په خبره، په دې سیمه کې د طالبانو یوه پوسته هم له خپلې پخوانۍ سیمې څخه لېږدول شوې او د یوه کلي دننه ځای پر ځای شوې ده.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول شمال ختیځ کې، د طالبانو پر ضد بریدونه زیات شوي او دې وضعیت په ځانګړې توګه په تخار کې د طالبانو د چارواکو اندېښنې راپارولې دي.

خواجه بهاوالدین او ینګې کلا د تخار له هغو سیمو څخه دي چې طالبان پکې د خپلو وسله‌والو مخالفینو له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د ځمکو لانجه او د طالبانو اندېښنې

په وروستیو میاشتو کې په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ځمکو د لانجې له امله د خلکو نارضایتي هم زیاته شوې ده.

سرچینې وايي، د طالبانو په ملاتړ په خواجه بهاوالدین کې د یو شمېر کډوالو ځای پر ځای کېدل او د څه باندې ۲۴۰۰ جریبه ځمکې د ملکیت لېږد، چې تر دې مخکې د سیمې د اوسېدونکو په واک کې وه، د تاوتریخوالي او نارضایتۍ د زیاتېدو اندېښنې راولاړې کړې دي.

د سرچینو په وینا، دغه وضعیت په خواجه بهاوالدین او شاوخوا سیمو کې د احتمالي وسله‌وال مخالفت د رامنځته کېدو په اړه د طالبانو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

په ورته مهال، د تخار لپاره د طالبانو د والي سمیع‌الله حزب‌الله او د دغه ډلې د امنیه قوماندان موسی کلیم ابونصر له لوري ورسج، فرخار او چال ولسوالیو ته پرله‌پسې سفرونه هم ښيي چې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د خپلو مخالفینو له ناڅاپي بریدونو اندېښمن دي.

د طالبانو د هغو اعلامیو له مخې چې په دوو اوونیو کې خپرې شوې، د تخار والي دوه ځله او د طالبانو امنیه قوماندان یو ځل ورسج ولسوالۍ ته تللي او د دې ولسوالۍ له مهمو سیمو یې لیدنه کړې ده.

سرچینې وايي، د طالبانو چارواکو د دغو سفرونو پر مهال د ورسج ولسوالۍ په ځینو برخو کې تازه ځواکونه هم ځای پر ځای کړي دي.