• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: په تخار کې طالبان د مخالفینو د بریدونو له وېرې د شپې مهال ځینې پوستې پرېږدي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۱۲ GMT+۱

د افغانستان په شمال ختیځ او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو د مخالفینو د بریدونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د تخار په ځینو ولسوالیو کې طالب ځواکونه د شپې مهال خپلې ځینې پوستې پرېږدي.

د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونه د شپې مهال د خواجه بهاوالدین او ینګې کلا ولسوالیو په ځینو پوستو کې حضور نه لري او سهار بېرته خپلو پوستو ته ستنېږي.

د تخار اوسېدونکي هم وايي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه درې پوستې له کلیو بهر او د بریدونو له ګواښ سره مخ سیمو څخه د کلیو دننه لېږدولې دي.

د ینګې کلا ولسوالۍ سرچینو ویلي، طالبانو د سې‌شنبې په ورځ، د زمري پر ۱۳مه، خپلې دوه پوستې د «ایشان‌اباد» او «جلګې» په کلیو کې له بهرنیو سیمو څخه د کلیو دننه انتقال کړې دي.

د ینګې کلا ګاونډۍ خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه هم د ورته وضعیت راپور ورکړل شوی دی. د سرچینو په خبره، په دې سیمه کې د طالبانو یوه پوسته هم له خپلې پخوانۍ سیمې څخه لېږدول شوې او د یوه کلي دننه ځای پر ځای شوې ده.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول شمال ختیځ کې، د طالبانو پر ضد بریدونه زیات شوي او دې وضعیت په ځانګړې توګه په تخار کې د طالبانو د چارواکو اندېښنې راپارولې دي.

خواجه بهاوالدین او ینګې کلا د تخار له هغو سیمو څخه دي چې طالبان پکې د خپلو وسله‌والو مخالفینو له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د ځمکو لانجه او د طالبانو اندېښنې

په وروستیو میاشتو کې په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ځمکو د لانجې له امله د خلکو نارضایتي هم زیاته شوې ده.

سرچینې وايي، د طالبانو په ملاتړ په خواجه بهاوالدین کې د یو شمېر کډوالو ځای پر ځای کېدل او د څه باندې ۲۴۰۰ جریبه ځمکې د ملکیت لېږد، چې تر دې مخکې د سیمې د اوسېدونکو په واک کې وه، د تاوتریخوالي او نارضایتۍ د زیاتېدو اندېښنې راولاړې کړې دي.

د سرچینو په وینا، دغه وضعیت په خواجه بهاوالدین او شاوخوا سیمو کې د احتمالي وسله‌وال مخالفت د رامنځته کېدو په اړه د طالبانو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

په ورته مهال، د تخار لپاره د طالبانو د والي سمیع‌الله حزب‌الله او د دغه ډلې د امنیه قوماندان موسی کلیم ابونصر له لوري ورسج، فرخار او چال ولسوالیو ته پرله‌پسې سفرونه هم ښيي چې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د خپلو مخالفینو له ناڅاپي بریدونو اندېښمن دي.

د طالبانو د هغو اعلامیو له مخې چې په دوو اوونیو کې خپرې شوې، د تخار والي دوه ځله او د طالبانو امنیه قوماندان یو ځل ورسج ولسوالۍ ته تللي او د دې ولسوالۍ له مهمو سیمو یې لیدنه کړې ده.

سرچینې وايي، د طالبانو چارواکو د دغو سفرونو پر مهال د ورسج ولسوالۍ په ځینو برخو کې تازه ځواکونه هم ځای پر ځای کړي دي.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي

۳

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۴
ځانګړی

د خوست ۴۴ کورنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري د ځمکو په غصب تورن کړی

۵

د نور ولي محسود نوې ویډیو؛ د احتمالي جېمر له څرګندېدو سره پوښتنې راپورته شوي

•
•
•

نور کیسې

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: هېڅ حکومت د وېرې او محرومیت پر بنسټ د تل لپاره حکومت نشي کولای

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱
100%

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د جمهوري نظام د سقوط د ۵ کال په مناسبت ویلي، دا ۵ کاله یوازې د یوه سیاسي نظام سقوط نه‌، بلکې د انتخاب، زده‌کړو، کار، بیان ازادۍ، مشارکت او د خپل برخلیک د ټاکلو له حقونو د میلیونونو انسانانو محرومیت دی او په وینا یې هېڅ حکومت په دا ډول دوام نه‌کوي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د افغانستان د جمهوري نظام له رانسکورېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو دا پنځه کلنه واکمني د ازادیو له‌منځه وړلو، سازمان‌ شویو ځپنو، د بشري حقونو له پراخ نقض، له خپلو لومړنیو انساني حقونو څخه د ښځو له بې‌برخې کولو او د بې‌وزلۍ، تعصب او ناهیلۍ له پراختیا سره مل وو.

په اعلامیه کې راغلي: «دا پنځه کاله، یوازې د یوه سیاسي نظام د سقوط روایت نه‌دی، بلکې د هغو ملیونونو انسانانو د رنځ او کړاو روایت دی، چې د انتخاب له حق، زده‌کړو، کار، بیان ازادۍ او د خپل برخلیک په ټاکلو کې له ګډون څخه بې‌برخې شوي دي».

دغه شبکه زیاتوي، طالبانو په دې کلونو کې هڅه کړې، چې د ځپنې، وېرولو او د ازادي غوښتونکو غږونو په چوپ کولو سره، د افغانستان د خلکو اراده ماتې کړي. د دوی په وینا، طالبانو ښځې له عامه ډګر څخه حذف کړي، مدني فعالان او خبریالان یې تر فشار لاندې راوستي، مذهبي او قومي لږکي یې له تعصب او تاوتریخوالي سره مخ کړي او د مخالفت هر غږ ته یې په نیولو، شکنجه کولو او ځپنې سره ځواب ورکړی دی.

اعلامیه کاږي: «خو تاریخ ښودلې ده، چې هېڅ حکومت نه‌شي کولای د تل لپاره د وېرې او محرومیت پر بنسټ حکومت وکړي. هغه څه چې نن د افغانستان په ګوټ ګوټ کې لیدل کېږي، د عامه ناخوښیو زیاتوالی او د استبداد پر وړاندې د مقاومت د بېلابېلو بڼو رامنځته کېدل څرګندوي».

د ښځو دغه شبکه پر دې باور ده، چې د ازادۍ لپاره د افغانستان د خلکو مبارزه، یوه مشروع او د ملت له ارادې راپورته شوې مبارزه ده او ورسره جوخت یې ټینګار کړی، چې د افغانستان راتلونکې باید د بشري حقونو د روښانه اصولو، د ښځو او نارینه‌وو د بشپړ مساوات، د ټولو هېوادوالو د برابر مشارکت، قومي، مذهبي او ژبني تنوع ته د درناوي، د قانون د حاکمیت او ولسواکۍ پر بنسټ ودان شي.

دغې شبکې همداراز ټينګار کړی: «هیڅ سیاسي تحول، د دې اصولو له تضمین پرته، نه شي کولای د افغانستان د خلکو ارمانونو ته ځواب ووایي».

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو له سازمان او د بشري حقونو له ټولو مدافع بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو د رنځونو او کړاوونو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي، د طالبانو د ځپنې تګلارې عادي ونه ګڼي او ځواب ویونکي حکومت ته د رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو له مشروع غوښتنو ملاتړ وکړي.

دغې شبکې همداراز ټينګار کړی، چې د یوه ازاد، عادلانه، ولسواک او پر بشري حقونو ولاړ افغانستان د جوړولو لپاره او همداراز د ملت د مشروع غوښتنو تر بشپړ تحقق پورې به هڅې دوام ومومي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند افغان طالبان د «منځنیو پېړیو وحشیان» بللي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱
100%

د پاکستان د ولسمشر ویاند له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاق په اړه د طالبانو د ادعاوو په ردولو سره افغان طالبان «د منځنیو پېړیو وحشیان» وبلل. سره له دې چې ډيپلوماټيک عُرف کې دغه ډول څرګندونې ناسمې ګڼل کېږي، خو افغان طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه‌دی ښودلی.

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاق په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړې او دغه ډله یې د وسلو د پلورلو د تور بازار پر کنټرول، د مخدره توکو پر سوداګرۍ او ترهګرو ډلو ته پر پناه ورکولو تورنه کړه. هغه وویل، چې د طالبانو «د منځنیو پېړیو» او «استبدادي» حاکمیت راتلونکې نه‌لري.

مرتضی سولنګي د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلی، چې طالبان په داسې حال کې پاکستان د وسلو پر قاچاق تورنوي، چې دا ډله په سیمه کې د وسلو د قاچاق په برخه کې له اصلي لوبغاړو څخه ده.

اسلام‌اباد دا تور له افغانستان څخه د وسله‌والو ډلو د موجودیت له مسئلې د نړیوالې ټولنې د پام اړولو هڅه ګڼلې او له طالبانو یې یو ځل بیا غوښتي، چې پر پاکستان د بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي.

تر دې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو د ویاند وحیدالله محمدي له قوله راپور ورکړی وو، چې د ختیځ زون استخباراتي ځواکونو ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې کشف کړې دي. محمدي ادعا کړې وه، چې دا وسلې له پاکستان څخه قاچاق شوې وې او غوښتل کېدل چې د «تخريبي فعالیتونو» لپاره وکارول شي.

په نیول شویو وسلو کې پیکاوې، کلاشینکوفونه، ام ۱۶، تومانچې، هاوان، اګایس، درازکوف او زرګونه مرمۍ او پوځي تجهیزات ښودل شوي وو.

سولنګي په خورا تنده او بې‌ساري لحن کې طالبان «د منځنیو پېړیو وحشیان» وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د طالبانو ماهیت پېژني او «د هغوی استبداد راتلونکې نه‌لري».

100%
د پاکستان د ولسمشر د ویاند اېکس‌پوسټ

د ډيپلوماټیکو چارو شنونکي په ډيپلوماټيک عُرف کې دغه ډول څرګندونې ناسمې ګڼي، خو افغان طالبانو لا تراوسه د پاکستان د ولسمشر د ویاند د دغو توندو او له سپکاوي ډکو څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د امریکا د جګړې وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی وو، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي موټرو، وسلو او پرمختللي نظامي وسایلو په ګډون ګڼ نظامي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول او د طالبانو لاس ته ورسېدل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا په افغانستان کې د پاتې شویو نظامي تجهیزاتو ارزښت ۸۵ میلیارده ډالره اعلان کړی دی.

له دې سره سم، د افغانستان انټرنشنل یوه څېړنیز راپور ښودلې وه، چې په افغانستان کې د لویدیځوالو د پاتې شویو وسلو یوه برخه د پاکستاني طالبانو په ګډون د وسله‌والو ډلو لاس ته ورغلې او د پاکستان د پوځ پر ضد په جګړه کې کارول شوې ده.

طالبانو بهرنیو وسله‌والو ته د افغانستان د پخواني پوځ وسلو ته لاسرسی رد کړی او څرګنده کړې یې ده، چې یادې پاتې وسلې خوندي دي.

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۱۷ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک
100%

د ۲۰۰۲ کال په جنوري کې د بلوچستان په چمن کې د طالبانو جګپوړی چارواکی خیرالله خیرخواه د حامد کرزي له ورور شاه ولي کرزي سره په اړیکه کې و، چې د طالبانو له سقوط وروسته د احتمالي سیاسي راتلونکي او د طالبانو د مشرانو د خوندیتوب په اړه ور سره خبرې وکړي.

د ۲۰۰۱ کال په وروستیو میاشتو کې، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه افغانستان ته داخلېدل، د طالبانو په لیکو کې د راتلونکي په اړه اندېښې وې. ځینو طالب مشرانو، چې د جګړې دوام یې ستونزمن باله، هڅه کوله له نوي جوړېدونکي نظام سره د اړیکې یوه لاره ومومي.

خو د خیرخواه د اړیکې له بریالي کېدو وړاندې هغه په چمن کې د طالبانو د یوه بل قوماندان له کوره پاکستاني ځواکونو ونیوه او له څه باندې دوې اونۍ توقیف وروسته په کوټه کې امریکايي ځواکونو ته وسپارل شو او د ۲۰۰۲ کال د مې په لومړۍ نېټه ګوانتانامو پوځي زندان ته ولېږدېد.

خیرالله خیرخواه د ۱۹۹۴ کال په جون میاشت کې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو تحریک له رامنځته کېدو څو ورځې وروسته له دې ډلې سره یو ځای شو او د دې ډلې د جنګي عملیاتو په ۱۴مه ورځ د سپین‌بولدک ولسوالۍ له نیول کېدو وروسته د یادې ولسوالۍ ولسوال وټاکل شو. د طالبانو په لومړۍ دوره کې د کابل تر نیولو مخکې هغه د دې ډلې د ویاند په توګه رول لوباوه.

خیرخواه له ویاندۍ وروسته له ۱۹۹۶ نه تر ۱۹۹۹ کال پورې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او بیا له وزارته تر ګوښه کېدو وروسته او د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ تر پایه د هرات والي و.

100%

ارام هرات، خو نارامه محتسبان

د ۱۹۹۹ کال وروستۍ میاشتې وې. د افغانستان په لوېدیځ کې پروت هرات ښار د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې و، خو د نورو لویو ښارونو په پرتله یې فضا لږه متفاوته بلل کېده.

ځینې بهرني خبریالان او څېړونکي چې د ۲۰۰۰ کال په شاوخوا کې یې له خیرخواه سره په هرات کې لیدلي وو، وایي چې هغه د طالبانو د نورو مشرانو په پرتله له بهرنیانو سره د خبرو اترو لپاره ډېر چمتو و. د کیتي کلارک له نظره، چې په ۲۰۰۰ کال کې یې له هغه سره مرکه کړې وه، هرات د کابل، کندهار او مزار شریف په پرتله یوڅه ارام او خلاص چاپېریال درلود. خبریالانو په ښار کې د فلم اخیستو اجازه درلوده، اقتصاد یوڅه فعال و او ځینو ښځو هم ورسره خبرې کولې. دا هغه څه وو، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په کلونو کې ډېر کم لیدل کېدل.

خو د خیرخواه د هرات تصویر یوازې دده تر دفتر او شاوخوا محدود و. د طالبانو امربالمعروف د اوس په څېر هغه مهال هم د اسلامي مقرراتو د پلي کولو لپاره سخت اقدامات کول. د ښځو د حضور، لباس او ټولنیز ژوند په برخه کې محدودیتونه لا هم موجود وو او د طالبانو د نظام بنسټیز اصول د شریعت د سخت تفسیر پر اساس ولاړ وو.

له همدې امله د خیرخواه تصویر له یوې خوا اصلاحاتو ته د متمایل طالب په توګه انځور شوی، خو له بلې خوا د طالبانو د سخت نظام او په هرات کې له وسله والو سره د اړیکو د شبکې یوه برخه هم ګڼل کېږي.

د ګوانتانامو د ګډ کاري ځواک په ارزونو کې هغه د طالبانو د مهمو مشرانو له ډلې بلل شوی و چې د ملا محمد عمر له نږدې کړۍ سره تړاو یې درلود. امریکايي اسناد ادعا کوي چې خیرخواه له اسامه بن لادن، د طالبانو له مشر ملا محمد عمر او د القاعدې له ځینو غړو، په ځانګړې توګه په هرات کې له ابومصعب الزرقاوي سره اړیکې لرلې. په دغو اسنادو کې ویل شوي چې هغه ښايي د افغانستان په لویدیځ کې د القاعدې له فعالیتونو او روزنیزو مرکزونو سره تړاو لرلی وي.

امریکايي ارزونو ادعا کړې چې خیرخواه د هرات د والي په توګه له خپل نفوذ څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق په برخه کې استفاده کړې وه او د طالبانو د فعالیتونو لپاره یې د مالي سرچینو په برابرولو کې رول درلود.

خو د خیرخواه ملاتړي او هغه کسان چې د هغه له سیاسي چلند سره بلد دي، دا ادعاوې ردوي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پر افغانستان د برید چمتووالی نیوه، خیرالله خیرخواه، چې لا هم د طالبانو جګپوړی چارواکی و، د طالبانو د یوه پلاوي له غړو سره ایران ته لاړ. د ګوانتانامو د ګډ کاري ځواک په ارزونو کې راغلي چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د ۳مې نېټې ناسته د تهران له خوا تنظیم شوې وه او ښايي د ایران د سپاه پاسداران قول اردو هم پکې رول درلود. په دې غونډه کې د افغانستان د راتلونکې جګړې په اړه خبرې شوې وې.

دغه اړیکې د طالبانو او ایران د پخوانیو ترینګلو اړیکو له شالید سره تړلې وې. یوازې څو کاله وړاندې، په ۱۹۹۸ کال کې، د طالبانو له خوا په مزار شریف کې د ایراني ډیپلوماتانو له وژل کېدو وروسته، تهران او طالبان نږدې د جګړې تر پولې رسېدلي وو، خو وروسته ملا محمد عمر هڅه وکړه چې اړیکې بېرته عادي کړي او خیرخواه د همدې لپاره د یوه وړ کس په توګه هرات ته لېږل شوی و.

100%

۱۲ کاله بند او د امریکا «ارزښتناک» بندي

د خیرالله خیرخواه د ژوند راتلونکي دوولس کاله د ګوانتانامو په پوځي زندان کې تېر شول. نوموړی د هغو لوړپوړو طالب مشرانو له ډلې و چې امریکا یې د افغانستان د جګړې له مهمو لوبغاړو ګڼله.

امریکايي چارواکو خیرخواه د «دښمن جنګیالي» په توګه ارزولی و.

د ۲۰۰۸ کال په ارزونه کې سپارښتنه شوې وه چې خیرخواه دې د امریکا د دفاع وزارت تر څار لاندې په بند کې پاتې شي. امریکايي چارواکو باور درلود چې هغه د طالبانو د جوړښت، مشرتابه او فعالیتونو په اړه پراخ معلومات لري.

د خیرخواه د بند پر مهال، د هغه د خوشې کېدو غوښتنې څو ځله مطرح شوې. د افغانستان د سولې عالي شورا، چې د حامد کرزي حکومت له طالبانو سره د پخلاینې لپاره جوړه کړې وه، د خیرخواه خوشې کېدل د سولې د خبرو لپاره یو مهم ګام باله.

په ۲۰۱۱ کال کې د سولې شورا هڅه وکړه چې امریکا له ګوانتانامو نه د خیرخواه په خوشې کولو قانع کړي. د شورا ځینو غړو ویل چې خیرخواه د طالبانو په منځ کې نفوذ لري، نرم دریځه دی او د سولې پروسې لپاره د اړیکو یوه کړکۍ پرانېستلی شي.

ملا ارسلا رحماني، چې د سولې شورا د سیاسي بندیانو د کمېټې مشر و، وویل، چې د خیرخواه امریکايي وکیل فرانک ګولډسمېت په دې وروستیو کې کرزي ته لیک استولی او پکې ویل شوي چې موکل یې غواړي د سولې په بهیر کې ونډه واخلي.وروسته پخواني ولسمشر کرزي هم ددې غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې که هغه د سولې په بهیر کې مرسته کول غواړي، دا فرصت باید ورکړل شي.

خو امریکايي چارواکي اندېښمن وو چې د ګوانتانامو لوړپوړي بندیان ښايي بېرته د طالبانو په فعالیتونو کې برخه واخلي.

100%

« پنځه طالبان»؛ له ګوانتانامو تر دوحې

د ۲۰۱۴ کال د مې په ۳۱مه، خیرالله خیرخواه له ګوانتانامو څخه خوشې شو. هغه له څلورو نورو طالب بندیانو سره یوځای قطر ته لاړاو وروسته دغه پنځه کسان د «۵ طالبان» په نامه مشهور شول. په دې ډله کې نورالله نوري، محمد فاضل مظلوم، عبدالحق وثیق او محمد نبي عمري هم شامل وو.

د دوی خوشې کېدل د امریکا د پوځ د یوه سرتېري بو برګډال د خوشې کېدو په بدل کې د بندیانو د تبادلې د تړون یوه برخه وه. برګډال په ۲۰۰۹ کال کې طالبانو نیولی و.

د امریکا استخباراتي ادارو او ځینو سیاسي څېرو له دې پرېکړې سره مخالفت وښود. ځینو امریکايي چارواکو ویل چې دغه کسان د طالبانو د پخواني نظام مهمې څېرې دي او له خوشې کېدو وروسته یې د بیا فعالېدو خطر موجود دی.

د امریکا د ولسي جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې وروسته وویل، چې د طالبانو پنځو غړو قطر ته له انتقال وروسته داسې فعالیتونه کړي چې د هغوی د پخوانیو اړیکو د بیا فعالېدو اندېښنې یې راپورته کړې دي. خو د قطر د هوکړې له مخې، دغه کسان تر څار لاندې ساتل کېدل. دوی نه شوای کولای له قطر څخه بهر سفر وکړي، د منع شویو فعالیتونو لپاره مالي سرچینې برابرې کړي او یا د امریکا ګټو ته ګواښ پېښ کړي.

خیرالله خیرخواه له ګوانتانامو څخه قطر ته انتقال شو، ژوند یې یو ځل بیا د جګړې له ډګره د سیاست او خبرو مېز ته واوښت.

په لومړیو کلونو کې هغه په سیاسي فعالیتونو کې ډېر څرګند حضور نه درلود، خو کله چې د افغانستان د جګړې د سیاسي حل لپاره د امریکا هڅې زیاتې شوې، د خیرخواه نوم بېرته د رسنیو سرټکو ته راغی.

هغه د امریکا له استازو، نړیوالو ډیپلوماتانو او د افغانستان د سولې عالي شورا له غړو سره په خبرو کې برخه واخېسته او هڅه یې کوله، چې ځان د خپلې ماضي په پرتله نرم دریځه وښيي.

خیرخواه په ۲۰۲۰ کال کې په یوه مرکه کې وویل چې د زور له لارې واک ترلاسه کول به د افغانستان ستونزې حل نه کړي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د ۱۹۹۰مو کلونو له افغانستان سره توپیر لري او طالبان باید د خلکو تغییر درک کړي.

هغه وویل: «موږ ډاډه یو چې خلک اوس د شل کاله پخوا په څېر نه دي».

دغو څرګندونو د طالبانو د هغو څېرو له ژبې سره توپیر درلود چې د جګړې او پوځي بري خبرې یې کولې. خیرخواه هڅه کوله داسې تصویر وړاندې کړي چې طالبانو د تېرې دورې له تجربو زده کړه کړې او غواړي له نوي افغانستان سره ځان برابر کړي.

خو د هغه سیاسي دریځونه بیا هم د طالبانو د اساسي نظریې له چوکاټ څخه بهر نه وو. هغه تل ټینګار کاوه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او یو اسلامي نظام جوړ شي.

100%

د طالبانو د اعتدال ازموینه

د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۷مه، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، خیرالله خیرخواه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وټاکه.

دغه ګومارنه د افغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره د پام وړ وه، ځکه یو وخت هغه په ګوانتانامو کې د لوړپوړي طالب بندي په توګه ساتل شوی و، خو نږدې دوه لسیزې وروسته د افغانستان د یوه مهم وزارت مشري ور سپارل کېده.

خیرخواه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل چې ښځې د اسلامي حجاب او شریعت له اصولو سره سم کار او زده کړې کولای شي. د اکتوبر په ۱۳مه، خیرخواه د قطر له دولتي خبري شبکې الجزیرې سره په مرکه کې وویل چې ښځینه خبریالانې او ښځینه کارکوونکې کولای شي خپلو دندو ته دوام ورکړي، خو باید حجاب واغوندي او د اسلامي اصولو مطابق کار وکړي. هغه د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو له ښځینه غړو سره ناستې پاستې تصویري کړې، خو د طالبانو عملي تګلارې له دغو څرګندونو او چارو سره په ټکر کې وې.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې، ښځې له ډېرو دولتي او خصوصي دندو لرې شوې او پر عامه حضور یې محدودیتونه زیات شول. د خیرخوا د وزارت په دوره کې پر رسنیو په لسګونو بندیزونه ولګېدل، یو شمېر رسنۍ وتړل شوې، خبریالان ونیول شول او پر کتابونو سانسور ولګېد.

د هغه ګومارنه د طالبانو د یوې برخې ددې پیغام یوه برخه وه چې غوښتل یې ځان د ۱۹۹۰مو کلونو د لومړۍ واکمنۍ له تجربې «بدل او معتدل» وښيي، خو د شنونکو له نظره، نه خیرخواه دا پیغام ثابت کړای شوای او نه د طالبانو نورو هغو مشرانو، چې د نسبي منځلارۍ نسبت ورته کیږي.

خیرالله خیرخواه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څلور کلنې دورې له پای وروسته، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د هبت‌الله اخوندزاده په امر له وزارته لرې شو او لومړنی وزیر و، چې د ولایت د ادارې واګې ور وسپارل شوې. هغه د طالبانو د لومړۍ دورې په پای کې هم د کورنیو چارو له وزارت نه هرات ته د والي په توګه استول شوی و، خو هرات هغه مهال د ملاعمر لپاره ځانګړی ارزښت درلود. دا ځل روښانه نه ده، چې د طالبانو مشر نوموړی له ګوانتانامو نه تر دوحې او کابل پورې له دومره اوږده مزل وروسته د کومو دلایلو له مخې د ولایت مقام ته تنزیل کړی دی.

نعناع؛ دا شین بوټی دروغتیا لپاره څه رازونه لري؟

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۱
100%

نعناع یو خوشبویه شین بوټی دی چې خلک یې له خوړو او چای سره د خوند لپاره کاروي. نعناع داسې ګټور مواد لري چې د هاضمې په ښه کولو، د خولې په تازه والي او بدن ته د زیان رسوونکو توکو په کمولو کې مرسته کوي.

نعناع له زرګونو کلونو راهیسې په خوړو، چای او دودیزه درملنه کې کارول کېږي او نن هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خوړو یوه مشهوره برخه ده. د دغه بوټي ځانګړی بوی او خوند تر ډېره د منتول له مرکب سره تړاو لري.

د نعناع له مهمو ګټو څخه یوه د هاضمې له سیستم سره تړاو لري. نعناع په دودیز ډول د معدې د نارامۍ، ګاز او بد هضمۍ لپاره کارول کېږي. څېړنې هم ښيي چې د نعناع غوړ ښايي د کولمو د عضلاتو په ارامولو کې مرسته وکړي او د کولمو د تحریکی ناروغۍ یا IBS ځینې نښې، لکه د نس درد او پړسوب کمې کړي.

د نعناع پاڼې انټي اکسیدنټ مرکبات هم لري. دغه مرکبات د بدن له اکسیدېټیف فشار سره د مبارزې په برخه کې رول لري او د حجرو په ساتنه کې مرسته کوي. د اکسیدېټیف فشار حالت کې په بدن کې د ازادو رادیکالونو تولید د بدن د انټي‌اکسیدنټونو له وړتیا څخه زیاتیږي. یا په اسانه ژبه په بدن کې داسې فعال مالیکولونه پیدا کېږي چې د حجرو پروټینونو، غوړو اوډي اېن اې ته زیان رسولی شي.

د نعناع بله مشهوره ځانګړتیا د خولې او تنفس تازه کول دي.

همدا لامل دی چې منتول د غاښ پاکوونکو، ژاولو او د خولې د پاکولو په ډېرو محصولاتو کې کارول کېږي. البته یوازې د نعناع خوړل د غاښونو د خرابېدو مخه نه نیسي او د غاښونو منظم پاکول لا هم اړین دي.

د نعناع ځینې نباتي مرکبات په لابراتواري او حیواني څېړنو کې د التهاب ضد ځانګړتیاوې هم ښودلې دي، خو دا لا نه شي ثابتولای چې نعناع په انسانانو کې د هر ډول التهاب یا جدي ناروغۍ درملنه کوي.

د وزن کمولو او د وینې د شکر د کنټرول په اړه هم د نعناع په تړاو ځینې څېړنې شوې دي چې نعناع د وزن کمولو یا شکرې ناروغۍ د درملنې وسیله هم بلل کېدای شي.

د ډېرو خلکو لپاره نعناع د خوړو په عادي اندازه خوندي ده، خو ځینې کسان ممکن له استعمال وروسته د معدې ناراحتي یا د سینې سوی ولري. په ځانګړي ډول د نعناع غوړ ډېر غلیظ وي او له تازه نعناع سره باید یو ډول ونه ګڼل شي؛ د غلیظو غوړیو بې احتیاطه استعمال زیان رسولی شي.

په ټوله کې، نعناع د سالم او متوازن خوراک یوه ساده او ګټوره برخه ده خو مهمه خبره دا ده چې د دې احتمالي روغتیايي ګټې باید له ثابتو طبي درملنو سره ګډې نه شي. تازه نعناع په خوړو یا چای کې کارولای شو، خو د جدي ناروغیو د درملنې لپاره باید د روغتیايي متخصص مشوره واخیستل شي.

شنونکي: مکې تړون ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پوځي ټکر احتمال کم کړي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
100%

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو له پراخېدو سره، شنونکي وايي د مکې نوی تړون ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مستقیم پوځي ټکر احتمال کم او د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د سعودي عربستان او ترکیې رول پیاوړی کړي.

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراخېدو په لړ کې دا پوښتنه مطرح شوې چې د مکې له نوي تړون وروسته به د پاکستان او طالبانو ترمنځ له وړاندې ترینګلې اړیکې کوم لوري ته ولاړې شي او ایا دغه تړون کولی شي د دواړو لورو د شخړو د حل لپاره نوی فرصت رامنځته کړي؟

افغانستان انټرنشنل پښتو د دې موضوع په اړه د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ له اجراییوي مشر او دفاعي شنونکي عبدالله خان سره خبرې کړې دي.
عبدالله خان وايي، سعودي عربستان او ترکیې له طالبانو سره په وروستیو کې اړیکې ښې کړې دي او د مکې تړون له مخې به د پاکستان پر وړاندې هر ډول برید د تړون پر نورو شریکانو هم د برید په توګه ګڼل کېږي. د نوموړي په باور، دغه وضعیت له طالبانو سره د پاکستان د مستقیم پوځي ټکر احتمال کموي.

هغه وايي، پاکستان ته اړتیا ده چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي، ځکه د ده په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلام‌اباد تګلارې د ترهګرۍ د کمېدو پر ځای د هغې د زیاتېدو او د دولت د واک د کمزوري کېدو لامل شوې دي.

عبدالله خان زیاتوي چې پاکستان کولی شي د ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین په څېر د دوستو هېوادونو له لارې طالبان وهڅوي چې د یوه مسوول حکومت په توګه عمل وکړي.
د هغه په وینا، د پاکستان له نظره له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو د ملاتړ پرېکول د اسلام‌اباد اساسي غوښتنه ده او که دا کار وشي، د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه کېدو پر لور تللی شي.

بلخوا، د افغان چارو شنونکی طاهر خان وايي، د مکې د تړون بشپړ جزیات لا نه دي خپاره شوي او تر دې دمه یوازې دا ټکی روښانه شوی چې پر یوه هېواد برید به د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

طاهر خان وايي، دا تړون په مستقیم ډول د افغانستان پر ضد نه دی او تر اوسه داسې نښې نه شته چې ګواکې د طالبانو په اړه به د پاکستان په پوځي تګلاره کې بدلون راشي.

هغه زیاتوي چې پاکستان به له سعودي عربستان او ترکیې څخه تمه ولري چې له طالبانو سره د امنیتي ستونزو په حل کې مرسته وکړي، ځکه دواړو هېوادونو مخکې هم د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې دي.

د طاهر خان په باور، د مکې تړون وروسته ښايي سعودي عربستان او ترکیه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب رول لا پیاوړی کړي.

نوموړی وايي، طالبان له وړاندې غواړي خپلې ستونزې له پاکستان سره د دوه‌اړخیزو خبرو له لارې حل کړي او پاکستان هم تر ډېره پر همدې نظر و، له همدې امله د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا څلور کاله خبرې اترې شوې دي.
طاهر خان ټینګار کوي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د موجودو ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره لا هم مستقیمې او دوه‌اړخیزې خبرې دي.