• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنځه کاله وروسته؛ د افغان ښځو او نجونو پنځه درېدلي خوبونه

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د طالبانو واک ته له بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، د میلیونونو افغان ښځو او نجونو ژوند د زده‌کړو، کار او عامه ژوند په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوی دی. پنځه ښځې خپلې کیسې بیانوي او وايي، هغه راتلونکی چې دوی یې تصور کړی و، په دې پنځو کلونو کې په یوه پړاو کې درېدلی دی.

له درمل جوړونې تر کورناستې

تهمینې احمدي، چې مستعار نوم یې کارول شوی، د کابل اوسېدونکې ده. هغې غوښتل درمل جوړونکې شي او له کلونو زده‌کړو وروسته د جمهوریت له سقوط لږ وړاندې د کابل له پوهنتون څخه د فارمسي له څانګې فارغه شوه.

د هغې لپاره فراغت د مسلکي ژوند پیل و؛ غوښتل یې په خپله برخه کې کار وکړي، تجربه ترلاسه کړي او په مسلک کې پرمختګ وکړي.

خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دا راتلونکی لا له پیل وړاندې ودرېد. تهمینه اوس په کور ناسته ده او هغه کلونه چې باید د کاري تجربې او مسلکي پرمختګ لپاره یې تېر کړي وای، د انتظار په کلونو بدل شوي دي.

هغه وايي، کله چې تېرو پنځو کلونو ته ګوري، خپلو نارینه همصنفیانو ته فکر کوي؛ ځینو یې په پوهنتون کې له هغې ټیټې نمرې اخیستې وې، خو اوس یې کار پیل کړی، تجربه یې ترلاسه کړې او په مسلک کې یې پرمختګ کړی دی.

هغه ښارونه چې ښځې پکې لږې لیدل کېږي

د ننګرهار اوسېدونکې دعا، چې مستعار نوم یې دی، د تېرو پنځو کلونو اغېز له بلې زاویې ویني. هغه تر خپلې له لاسه ورکړې دندې ډېر د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمنه ده.

دعا له یوه نړیوال بنسټ سره کار کاوه، د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ یې کاوه او په کاري چاپېریال کې یې تجربه او مهارت ترلاسه کاوه.

د جمهوریت پر مهال به یې ماشومان هر سهار داسې مور لیدله چې کار ته به تلله، عاید یې درلود او له کوره بهر یې مسوولیتونه ترسره کول.

خو اوس د دوی مخې ته انځور بدل شوی دی؛ نارینه ویني چې سهار له کوره وځي، په ادارو او ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون کوي، خو ښځې په ډېرو دغو ځایونو کې لږې لیدل کېږي.

دعا اندېښنه لري چې دا وضعیت به د هغې د اولادونو په ذهن کې پر یوه عادي ټولنیز اصل بدل شي؛ داسې ټولنه چې نارینه پکې کار کوي او ښځه په کور کې پاتې کېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د افغانستان ۷۸ سلنه ځوانې ښځې نه په زده‌کړو بوختې دي، نه کار کوي او نه هم په مسلکي او مهارتي پروګرامونو کې ګډون لري.

د تېر عمر تاوان به څوک راکړي؟

د مرسل سادات لپاره تر ټولو مهمه موضوع وخت دی؛ هغه کلونه چې تېر شوي او بېرته راګرځول یې ناشوني دي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۸ میلیونه له ۷ تر ۱۸ کلونو عمر لرونکې نجونې له ښوونځیو بهر دي. له دې ډلې شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د بندیز له امله له منځنیو زده‌کړو بې برخې دي.

د طالبانو محدودیتونه وروسته تر طبي زده‌کړو هم ورسېدل او د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې ښځې او نجونې په طبي زده‌کړیزو انسټیټیوټونو کې له زده‌کړو منع شوې دي.

مرسل هم له هغو نجونو ده چې له زده‌کړو پاتې شوې ده. هغه انځورګره ده او د تېرو پنځو کلونو په اړه یوه پوښتنه لري: «هغه پنځه کاله چې موږ له لاسه ورکړل، ایا بېرته زموږ ژوند ته راګرځېدای شي؟»

مرسل، سره له دې چې ښوونځی یې تړل شوی، زده‌کړې یې نه دي پرېښې. انلاین درسونه وايي، کتابونه لولي او هڅه کوي له نړۍ وروسته پاتې نه شي.

هغه وايي، کتاب او انلاین زده‌کړه د ښوونځي ځای نه شي نیولای، خو نه غواړي هغه نړۍ چې هره ورځ پرمختګ کوي، له هغې مخکې ولاړه شي.

قلم ته پناه

اسرا ذکي، چې دا هم مستعار نوم دی، د محدودیتونو په منځ کې د دوام لپاره بله لاره موندلې ده. هغه د «دوشیزه» فرهنګي او ټولنیزې میاشتنۍ مجلې مسووله مدیره ده؛ هغه رسنۍ چې د افغانستان د ښځو او نجونو غږ، په ځانګړې توګه د زده‌کړو له حقه د بې‌برخې نجونو ستونزې، منعکسوي.

په هغو کلونو کې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي، «دوشیزه» د اسرا لپاره د لیکلو، زده‌کړې او روایت کولو یوه فضا ده.

هغه هڅه کوي د هغو نجونو تجربې راوسپړي چې لا هم زده‌کړې کوي، لیکي او د خپل راتلونکي لپاره هڅه کوي.

د اسرا په باور، کېدای شي د ټولګیو دروازې تړل شوې وي، خو د نجونو روایتونه باید د دغو دروازو تر شا بند پاتې نه شي.

له میدان څخه پټه شوې د کرکټ هیله

د دې روایت وروستۍ ښځه بصیره صدیقي، چې نوم یې مستعار دی، د کرکټ له لوبې سره مینه لري. هغه او یو شمېر هم‌لوبغاړې یې لا هم په پټه تمرین کوي.

بصیره او د هغې هم‌لوبغاړې نه د لوبې لپاره مناسب میدان لري، نه کافي امکانات او نه داسې امنیت چې په ډاډه زړه تمرین وکړي؛ خو کرکټ یې نه دی پرېښی.

په داسې حال کې چې نارینه ورزشکاران کولای شي میدان ته ولاړ شي، تمرین وکړي، سیالۍ وکړي او د افغانستان استازیتوب وکړي، بصیره او د هغې ملګرې د خپلې دغې هیلې د ژوندي ساتلو لپاره اړ دي چې له خلکو پټې تمرین وکړي.

بصیره په یوه لیک کې د مناسب میدان، امکاناتو او امنیت د نشتوالي یادونه کړې او غوښتنه یې کړې چې په افغانستان کې پاتې شوې ښځینه کرکټ‌لوبغاړې هېرې نه شي.

د هغې هیله ساده ده: یوه ورځ وکولای شي له وېرې پرته میدان ته لاړه شي، تمرین وکړي او په سیالۍ کې ګډون وکړي.

پنځه کاله؛ پنځه درېدلي راتلونکي

د دغو پنځو ښځو لپاره تېرو پنځو کلونو یوه معنا نه ده لرلې.

د تهمینې لپاره دا د فراغت او هغه مسلک ترمنځ واټن دی چې هېڅکله یې پیل نه کړای شو؛ د دعا لپاره د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه اندېښنه ده؛ د مرسل لپاره د ښوونځي هغه کلونه دي چې بېرته نه راګرځي؛ د اسرا لپاره د نجونو د غږ د اورېدو لپاره مبارزه ده او د بصیرې لپاره د لوبې میدان له یوه عادي ځای څخه په پټې هیلې بدل شوی دی.

دا پنځه روایتونه د یوه درېدلي ژوند پنځه بېلابېلې بڼې ښيي؛ یوه ښځه چې خپل مسلک یې پیل نه کړای شو، یوه مور چې د خپلو اولادونو له راتلونکي وېره لري، یوه نجلۍ چې د ښوونځي کلونه یې له لاسه ورکړي، یوه ښځه چې د نجونو د غږ د رسولو هڅه کوي او یوه ورزشکاره چې بیا میدان ته د ستنېدو خوب ویني.

پنځه کاله تېر شوي؛ خو د دغو ښځو لپاره یوازې وخت نه دی تېر شوی، بلکې د دوی د راتلونکي یوه برخه هم له همدې وخت سره تېره شوې ده.

او ښايي د مرسل سادات پوښتنه د ډېرو افغان ښځو او نجونو ګډه پوښتنه وي: «هغه پنځه کاله چې موږ له لاسه ورکړل، ایا بېرته به زموږ ژوند ته ورزیات شي؟»

ډېر لیدل شوي

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي
۱

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي

۲

نعناع؛ دا شین بوټی دروغتیا لپاره څه رازونه لري؟

۳

د نور ولي محسود نوې ویډیو؛ د احتمالي جېمر له څرګندېدو سره پوښتنې راپورته شوي

۴

شنونکي: مکې تړون ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پوځي ټکر احتمال کم کړي

۵

راپور: بلوچستان د جولای په میاشت کې د پاکستان تر ټولو خونړی ایالت و

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزی: اوس د پښېمانۍ او پخلاینې وخت دی افغانان باید له څلورو لسیزو جګړې تېر شي

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱
100%

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، اوس د پښېمانۍ، پخلاینې او ګډ ژوند وخت دی او افغانان باید د تېرو څلورو لسیزو کړاوونه، مرګونه او جګړې شاته پرېږدي او د هېواد د ابادۍ لپاره ګډ کار وکړي.

کرزي له ایټالیايي ورځپاڼې «کوریره دلا سرا» سره په مرکه کې ویلي چې هڅه کوي د افغانستان اوسنی وضعیت د «جمهوریت» یا د طالبانو د «امارت» له زاویې ونه ګوري، بلکې د ټولو افغانانو د ګډ راتلونکي په اړه فکر وکړي.

هغه ویلي: «زما غوښتنه د هېواد د خیر او ابادۍ لپاره ګډ ژوند دی. افغانان د دې حق لري».

کرزي ویلي، حتا په ۲۰۱۰ کال کې، کله چې یې د خپل هغه ورور جنازه کوله چې طالبانو وژلی و، بیا یې هم طالبان «وروڼه» بلل.

د نوموړي په وینا، طالبان هم د افغانستان برخه دي او د طالبانو پلویان او مخالفان ټول د یوه هېواد وګړي دي. هغه ټینګار کړی چې دواړه لوري باید، ژر یا وروسته، په سوله کې د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي او متقابل درک او درناوی کولی شي افغانستان مخته یوسي.

د نجونو زده‌کړه تر ټولو بېړنۍ موخه

کرزي د نجونو زده‌کړه د خپل ځان او میلیونونو افغانانو لپاره تر ټولو بېړنۍ موخه بللې ده.

هغه ویلي، نجونې باید له لومړني ښوونځي څخه تر پوهنتونه د زده‌کړې حق ولري او ښځې هم باید وکولای شي په ټولنه کې کار وکړي.

د هغه په وینا، د نجونو زده‌کړه سیاسي موضوع نه ده او ښوونځي باید، که انتخابات وي او که نه، پرانیستي وي.

کرزي پوښتنه کړې: «د نړۍ په کوم هېواد کې د ښځو زده‌کړه د رایې اچونې پایله ده؟»

هغه د طالبانو د دې دریځ په اړه چې د نجونو د زده‌کړې بندیز د دوی د هویت برخه ګرځېدلی، ویلي چې دا د ټولو طالبانو نظر نه دی او له افغانستان له هویت سره هم په ټکر کې دی.

کرزي د افغانستان د تاریخ د ښځینه فرهنګي او علمي څېرو په یادولو سره ویلي چې افغان ښځو له پخوا راهیسې په علم، ادب او ټولنیز ژوند کې ونډه لرلې ده.

هغه ویلي، د طالبانو ځینې چارواکي چې له پخوا یې پېژني، معقول کسان دي او د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د ده په څېر فکر کوي.

کرزي: له افغانستانه د وتلو اړتیا مې نه لیدله

کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په ۱۴۰۰ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره له افغانستانه ونه وت، ویلي چې انسان باید د سختیو پر مهال خپل کور پرې نه ږدي.

هغه ویلي، د خپل شخصي وضعیت له پام پرته، په افغانستان کې له پاتې کېدو خوښ دی او کولی شي د وضعیت د ښه کېدو لپاره کار وکړي.

د «کوریره دلا سرا» د راپور له مخې، کرزی له ۲۰۲۱ کال راهیسې په کابل کې د کورني محدودیت لاندې ژوند کوي او له کوره د وتلو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، د کرزي د استوګنې ځای ته د لږ شمېر افغانانو د ورتګ اجازه شته او بهرني ډیپلوماتان او سیاستوال هم ورسره مخامخ لیدنه نه شي کولی.

کرزي: د جمهوري نظام ماتې زما ماتې هم ده

کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ځان مات شوی ګڼي، ویلي: «البته زما جمهوریت مات شو، زه مات شوم؛ خو افغانستان لا هم ولاړ دی او بریالی به شي.»

هغه ټینګار کړی چې د ده شخصي ستونزې اهمیت نه لري او د ټولو افغانانو ترمنځ خبرې او یوه لوستې ټولنه کولی شي افغانستان د پرمختګ پر لور بوځي.

د طالبانو د بریا په اړه د امریکا او پاکستان رول

کرزي د طالبانو د بیا واکمنېدو په اړه ویلي چې امریکايي ځواکونو ډېرې تېروتنې وکړې او د افغانانو پر وړاندې یې چلند له حده ډېر سخت و.

هغه د کورونو او کلیو بې توپیره بمبارۍ او پر افغان ځواکونو د ناسمې ډزو یادونه کړې او دا اقدامات یې د منلو وړ نه دي بللي.

کرزي پاکستان هم د جمهوري نظام د کمزوري کېدو او د امریکايي ځواکونو د ماتې له عواملو څخه بللی دی.

د هغه په وینا، پاکستان له شا د امریکايي ځواکونو او جمهوري نظام د ماتولو لپاره کار کاوه، خو امریکا له اسلام‌اباد سره مستقیمه مقابله ونه کړه.

هغه ویلي، امریکايي چارواکو ورته ویل چې د اکمالاتي لارو د اړتیا له امله له پاکستان سره مستقیمه مقابله نه شي کولی.

کرزي: له هبت‌الله سره مې خبرې نه دي کړي

کرزي ویلي چې تر اوسه یې د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره خبرې نه دي کړي، خو د طالبانو له ځینو چارواکو سره لیدنې لري.

هغه ویلي، ځینې دغه چارواکي له هغه وخت راهیسې پېژني چې د شوروي پر وړاندې په مقاومت کې یو ځای وو.

کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان «وروڼه» بولي، ایا یو ورور باید بل ورور زنداني کړي، ویلي: «نه، خو په هغوی کې داسې کسان شته چې له ما سره موافق دي.»

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو لپاره یې وړاندیز دا دی چې افغانستان د ټولنیزو او سیاسي حقونو لرونکي راتلونکي پر لور بوځي، څو د خلکو ژوند ښه او د تاوتریخوالي د بېرته راګرځېدو مخه ونیول شي.

کرزي ویلي، درې لوڼې یې هم ورسره په کابل کې ژوند کوي او هر ښه پلار باید خپلو اولادونو، که هلکان وي او که نجونې، د غوره زده‌کړو زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار کړی چې همدا غوښتنه د خپلو لوڼو ترڅنګ د افغانستان د ټولو نجونو لپاره هم لري.

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۱
100%

حزب اسلامي ګوند د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره له هغه نوي طرحې ملاتړ کړی چې د ملي شورا د رامنځته کولو او د ټاکنو د ترسره کولو وړاندیز کوي.

د «ملي یووالي تړون» په سرلیک دغه طرحه د ټاکنو او د اساسي قانون د مسودې له لارې د واک لیږد وړاندیز کوي، او خبرداری ورکوي چې د سوله ایز حل ردول به د «ملي پاڅون» سره مخ شي.

دوی د ټاکنو له لارې د واک لېږد او د اساسي قانون سمون وړاندیز کوي.

په دې طرحه کې د واک پر انحصار، د غوره شویو بنسټونو او اساسي قانون پر نشتوالي، د ښځو پر بې‌برخې کولو، د ښوونځیو پر تړل پاتې کېدو او اقتصادي او ټولنیزو ستونزو باندې په نیوکې سره د افغانستان اوسنی وضعیت انځور شوی او د سیاسي تفاهم له لارې د کړکېچ پر هواري ټینګار شوی دی.

د حزب اسلامي سرچینو ویلي چې دا طرحه د یو شمېر وګړو لخوا وړاندې شوې او ګلبدین حکمتیار یې ملاتړ کړی دی.

په دې طرحه کې وړاندیز شوی چې د خلکو د باور وړ استازو څخه جوړه شوې یوه ملي شورا باید رامنځته شي او د نوي اساسي قانون د سمون مسوولیت پر غاړه واخلي. د دې شورا د جوړولو لپاره هم د تناسبي استازولۍ په سیسټم سره د ازادو او روڼو ټاکنو د ترسره کولو وړاندیز شوی دی.

دغه طرحه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د جوړېدو او د اساسي قانون د سمون او د نوي حکومت د جوړولو لپاره د داسې یوې انتقالي دورې غوښتنه کوي چې تر ټولو زیاته موده یې یو کال وي.

د طالبانو د هوکړې په صورت کې، اوسنۍ اداره د نوي حکومت تر جوړېدو پورې به خپل کار ته دوام ورکوي، خو د لورو لخوا یوه توافقي شورا به د حکومت پر کړنو څارنه کوي.

د طرحې په بله برخه کې راغلي چې که طالبان سوله‌ییزه حل‌لاره ونه مني او د واک انحصار او اوسني وضعیت ته دوام ورکړي، مخالف جریانونه به د وضعیت د بدلولو لپاره په ګډه اقدام وکړي.

په دې برخه کې د مدني نافرمانۍ، د مالیاتو له ورکولو څخه ډډه کول او د جګړې د دوام په صورت کې د وسله‌والې مبارزې خبره شوې ده.

په دې طرحه کې ټینګار شوی چې سوله او خبرې اترې لومړیتوب لري او پوځي غوراوی به یوازې هغه وخت مطرح وي چې د کړکېچ د هواري نورې لارې تړل شوې وي.

په دې برخه کې، د «ملي پاڅون» په اړه پرېکړه هم د طالبانو د دریځ روښانه کېدو او د مخالفو جریانونو ترمنځ توافق پورې مشروطه شوې ده.

په طرحه کې دا هم راغلي چې دا وړاندیز به د سیمې له هېوادونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو قدرتونو سره شریک کړل شي ترڅو ترې ملاتړ وکړي او د افغانستان په اړه په خپلو تګلارو کې بیا کتنه وکړي.

دا سند پنځه پاڼې لري او په پنځو اصلي مادو کې، د ملي شورا له جوړېدو او ټاکنو نیولې تر انتقالي دورې او د سوله‌ییزې حل‌لارې د رد په صورت کې د «ملي پاڅون» تر غوراوي پورې تشریح کوي.

د جمهوریت له پرځېدو پنځه کاله وروسته؛ په نړۍ کې د افغانستان د سفارتونو او کونسلګریو برخلیک

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱
100%

د جمهوریت له پرځېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان د ۶۵ سفارتونو، قونسلګریو او نړیوالو استازولیو له ډلې ۳۷ د طالبانو تر مستقیم کنټرول لاندې دي، شپږ له ټاکل شویو ډیپلوماتانو پرته له طالبانو سره تعامل کوي،۱۴ خپلواک فعالیت کوي او اته تړل شوې دي.

د جمهوریت له سقوط پنځه کاله وروسته، په نړۍ کې د افغانستان ډیپلوماتیکه شبکه له منځه تللې ده. لسګونه نمایندګۍ طالبانو ته سپارل شوې، یو شمېر تړل شوې، ځینې له طالبانو سره تعامل کوي او څو سفارتونه لا هم د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو تر کنټرول لاندې دي.

افغانستان انټرنشنل په بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان د ۶۵ سیاسي، قونسلګریو او دایمي استازولیو وضعیت څېړلی دی.

د دې څېړنې له مخې، ۳۷ استازولۍ د طالبانو تر مستقیم نظارت لاندې فعالیت کوي او په هغو کې د دې ډلې له خوا معرفي شوي یا د طالبانو له خوا تایید شوي ډیپلوماتان حضور لري. شپږ نورې استازولۍ د طالبانو له خوا د ټاکل شویو ډیپلوماتانو له حضور پرته د دې ډلې له بهرنیو چارو وزارت سره تعامل کوي. او همدارنګه ۱۴ استازولۍ لا هم د طالبانو اثر او کنټرول پرته فعالیت کوي او اته استازولۍ تړل شوې دي.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه کابل ته ننوتل او په افغانستان کې یې د دولتي جوړښتون کنټرول ترلاسه کړ، خو له افغانستان څخه بهر یې نږدې په هېڅ یوه سیاسي او قونسلي نمایندګۍ کې کنټرول نه درلود.

د پخواني حکومت ډیپلوماتانو په ګڼو دغو استازولیو کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت څخه د امرونو اخیستل ونه منل. دغه وضعیت تر یوه کال زیات دوام وکړ. خو په ایران کې یو له لومړنیو بدلونونو څخه رامنځته شو.

د ۱۴۰۱ کال د کب په ۷مه په تهران کې د افغانستان سفارت، چې تر هغه وخته د جمهوریت د ډیپلوماتانو په واک کې و، د طالبانو له خوا ورپیژندل شویو ډیپلوماتانو ته وسپارل شو.

فضل محمد حقاني د دغه سفارت د شارژدافیر په توګه خپل کار پیل کړ خو ایران، له دې اقدام سره سره، د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژاند.

هغه مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند ناصر کنعاني وویل، د سفارت د مدیریت بدلون «د افغانستان داخلي موضوع» ده.

افغانستان د تهران پر سفارت سربېره، په مشهد او زاهدان کې دوه قونسلګرۍ هم لري.

د زاهدان قونسلګري تر دې مخکې د طالبانو تر ادارې لاندې وه، خو د مشهد قونسلګري د څه مودې لپاره د جمهوریت له خوا د ټاکل شوي ډیپلومات په واک کې پاتې شوه.

طالبانو د همدې کال د زمري په ۸مه فیض الرحمن عطایي د مشهد د قونسل په توګه وټاکه.

چین د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۱۰مه د طالبانو پخوانی مرستیال ویاند بلال کریمي په بیجینګ کې د دې ډلې د ټاکل شوي استازي په توګه ومانه. هغه وروسته د همدې کال د سلواغې په ۱۰مه خپل باورلیک د چین ولسمشر شي جینپینګ ته وړاندې کړ.

چین لومړنی هېواد و چې په دې کچه یې د طالبانو له خوا ټاکل شوی سفیر ومانه، خو طالبان یې په رسمیت ونه پېژندل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین د سلواغې په ۱۱مه د کابل د واکمنې ادارې له خوا د معرفي شوي سفیر منل او ولسمشر ته د هغه د باورلیک سپارل «عادي ډیپلوماتیک ترتیب» وباله.

چین وویل، دغه هېواد باور لري چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه منزوي نه شي.

متحده عربي اماراتو هم د ۱۴۰۳ کال د وږي په لومړۍ نېټه بدرالدین حقاني د طالبانو له خوا ور پیژندل شوی ډیپلومات د طالبانو د سفیر په توګه ومانه.

متحده عربي امارات له هغو دریو هېوادونو څخه و چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و، خو دا ځل یې، سره له دې چې د طالبانو ډیپلومات یې ومانه، پرېکړه یې وکړه چې دغه ډله په رسمیت ونه پېژني.

هغه مهال رویټرز د یوه اماراتي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې ابوظبي غواړي د پراختیايي پروژو، بیارغونې او بشري مرستو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبي د سفارت سربېره، په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګري هم د طالبانو تر ادارې لاندې ده. عبدالرحمن فدا د دې نمایندګۍ د سرقونسل په توګه مسولیت لري.

د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته احمد خالد په ازبکستان کې د پخواني حکومت له خوا ټاکل شوی سفیر په تاشکند کې پاتې شو. وروسته طالبانو مغفورالله شهاب د شهاب الدین دلاور زوی د افغانستان د سفارت د موقت سرپرست په توګه وټاکه.

طالبانو د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۸مه عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د خپل سفیر په توګه وټاکه. بحر تر دې مخکې په کندهار او کابل کې د طالبانو په قضايي جوړښت کې کار کړی و.

بحر خپل باورلیک د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ته وسپاره.

ازبکستان له هغه وروسته نوموړی د افغانستان سفیر بولي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اړوند «دنیا» خبري اژانس هم له هغه څخه «په ازبکستان کې د افغانستان سفیر» په توګه یادونه کړې ده.

بختیار سعیدوف د هغه د باورلیک د منلو پر مهال وویل، دواړه هېوادونه ګډ تاریخ او ګډې ګټې لري او د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاریو په تېرو درېیو کلونو کې وده کړې ده.

د ازبکستان په تاشکند کې د افغانستان د سفارت سربېره، په ترمذ کې د افغانستان قونسلګري هم د طالبانو تر ادارې لاندې ده. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت حاجي محمد موسی امیري د دې نمایندګۍ د قونسل په توګه معرفي کړی دی.

په دې سره د جمهوري نظام له سقوط درې کاله وروسته، طالبانو توانېدلي وو چې د افغانستان د ډیپلوماتیکې شبکې د یوې لویې برخې کنټرول ترلاسه کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۹مه وویل، د نړۍ په سطحه د افغانستان ۳۹ سفارتونه، قونسلګرۍ او نمایندګۍ د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونو سره سم کار کوي.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت د جمهوریت له سقوط وروسته تر درېیو کلونو زیات د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو تر واک لاندې پاتې شو، خو په استانبول کې د افغانستان قونسلګري تر دې ډېر مخکې د طالبانو له خوا معرفي شوي ډیپلومات ته وسپارل شوه.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د کب په ۹مه ګلمت خان ځدران په استانبول کې د خپل قونسل په توګه وټاکه.

خو هغه مهال په انقره کې د افغانستان سفارت لا هم د امیرمحمد رامین چې د جمهوریت د حکومت له خوا د ټاکل شوي سفیر تر څارنې لاندې فعالیت کاوه.

دا وضعیت د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۱۰مه نوي پړاو ته داخل شو. ترکیې محمدزبیر ودان د طالبانو له خوا معرفي شوی ډیپلومات، ومانه او هغه ته یې اجازه ورکړه چې د سفارت د لومړي سکرتر او په اقتصادي برخه کې کار وکړي.

خو په انقره کې لوی بدلون د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې رامنځته شو. د سلواغې په ۱۸مه د پخواني حکومت ډیپلوماتیک ټیم سفارت د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ته وسپاره.

اسوشیټډ پرېس د یوه ترکي چارواکي له قوله لیکلي و، چې د سفیر او یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو ماموریت پای ته رسېدلی دی. د سفارت پخواني ټیم وویل، دغه پرېکړه د طالبانو له خوا پر ډیپلوماتانو او ترکي چارواکو د دوامدار فشار وروسته شوې ده.

یوه ترکي چارواکي اسوشیټډ پرېس ته وویل، انقره د افغانستان د خلکو د ستونزو د کمولو لپاره له کابل د واکمنې ادارې سره د خبرو او تعامل سیاست تعقیبوي خو طالبان په رسمیت نه پېژني.

امیرخان متقي د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۴مه صنیع الله فرهمند په ترکیه کې د طالبانو د «فوقالعاده سفیر او باصلاحیته استازي» په توګه معرفي کړ. متقي د انقرې په سفارت کې د هغه د معرفي کولو په مراسمو کې وویل، د طالبانو او ترکیې اړیکې له دې بدلون سره «نږدې عادي» شوې دي.

طالبانو سید مفتي محمد اکبر عظیمي هم په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مسول په توګه معرفي کړی دی. په ورته مهال طالبانو د جمهوریت د پاتې شوو استازولیو پر وړاندې د فشار لپاره بله لاره هم خپله کړه.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۹مه وویل، د افغانستان د لږ تر لږه ۱۴ هغو استازولیو له خوا صادر شوي قونسلګري اسناد نه مني چې له دې ډلې سره همغږي نه لري.

په دې پرېکړه کې پاسپورټونه، ویزې او یو شمېر قونسلګري اسناد شامل وو او ډېری یادې نمایندګۍ په اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا کې وې.

طالبانو د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۱۵مه وویل، په مونشن، هالنډ، هسپانیا، بلغاریا او چک جمهوریت کې د افغانستان د سفارتونو له خوا صادر شوي اسناد مني، ځکه دغه هېوادونه توانېدلي چې د طالبانو له خوا د افرادو له استولو پرته تعامل رامنځته کړي.

په دې توګه، د «جمهوریت سفارت» او «طالبانو سفارت» ترمنځ کرښه ورو ورو لا پېچلې شوه.

یوه ساتازولي کېدای شي د جمهوریت د دورې د ډیپلومات له خوا اداره شي، کوربه هېواد طالبان په رسمیت ونه پېژني، خو د دغې نمایندګۍ اسناد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په تایید صادر شي.

د افغانستان د پخوانیو ډیپلوماتانو یوه سرچینه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په بلجیم، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان نمایندګۍ لا هم په خپلواکه توګه او له طالبانو سره له همکارۍ پرته فعالیت کوي.

لندن هم په همدې نوملړ کې و، خو د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې وتړل شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو نمایندګیو کې صادر شوي اسناد د دوی له خوا تایید شوي نه دي.

په ټورنټو او ونکوور کې د افغانستان دوه قونسلګرۍ هم په همدې وضعیت کې دي.

د دغو ډېری نمایندګۍ، په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت پرته، د «افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماتیکو او قونسلګریزو نمایندګیو د همغږۍ شورا» په چوکاټ کې له یو بل سره همکاري کوي. په تاجکستان کې د افغانستان وضعیت د افغانستان د بهرنیو نمایندګیو د خپرېدو له کم ساري بېلګو څخه دی.

په دوشنبه کې د افغانستان سفارت لا هم د جمهوریت د وخت ټاکل شوي ظاهر اغبر په واک کې دی.

طالبانو د ۱۴۰۴ کال په لړم میاشت کې له تاجکستاني چارواکو سره په خبرو کې هم د دغه سفارت د کنټرول غوښتنه کړې وه. خو په خاروغ کې د افغانستان قونسلګري له ۱۴۰۲ کال راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

په پایله کې، افغانستان په یوه هېواد کې دوه نمایندګۍ لري؛ یوه یې د جمهوریت له پاتې جوړښت سره کار کوي او بله یې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره.

په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر سفارتونه او قونسلګرۍ طالبانو ته ورسپارلو وړاندې شوې دي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په نیویارک او لاس انجلس کې د افغانستان قونسلګریو د ۱۴۰۱ کال د وري په ۳مه خپل فعالیتونه ودرول. د مالي سرچینو کمښت او د یوه داسې حکومت نشتوالی چې په رسمیت پېژندل شوی وي او د دغو نمایندګیو مالي لګښتونه او اداري چارې مدیریت کړي، د هغوی له اصلي ستونزو څخه بلل شوي وو.

په لندن کې د افغانستان سفارت هم له درېیو کلونو فعالیت وروسته، د جمهوریت له حکومت پرته، د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۶مه وتړل شو.

په ناروې کې د افغانستان سفارت د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۲مه خپل فعالیتونه ودرول. خو شپږ میاشتې وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وویل چې د سفارت قونسلګري خدمات به د ۱۴۰۴ کال د وري له ۴مې بېرته پیل شي.

ناروې وروسته د کونسلي چارو لپاره د طالبانو له خوا منل شوی یو ډیپلومات هم ومانه.

په توکیو کې د افغانستان سفارت هم، چې د جمهوریت له خوا د ټاکل شوي سفیر شیدا محمد ابدالي له خوا اداره کېده، د ۱۴۰۴ کال د سلواغې له ۱۲مې خپل ټول فعالیتونه ودرول.

جاپان وویل، د ویانا د کنوانسیون له مخې به د سفارت له ودانۍ، شتمنیو او ارشیف څخه ساتنه وکړي.

په کانبرا کې د افغانستان سفارت د روان کال تر اوړي پورې د جمهوریت د ډیپلوماتانو تر ادارې لاندې پاتې شو، خو فعالیت یې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ له ۹مې وروسته ودرول شو.

د استرالیا حکومت په څرګنده ویلي چې د طالبانو له خوا ټاکل شوی ډیپلومات، افتخاري قونسل یا استازی نه مني او د سفارت له ودانۍ او ارشیف څخه به ساتنه وکړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په سریلانکا کې د افغانستان سفارت په خپله خوښه تړل شوی او په اوکراین کې هم د جګړې له پیل وروسته د دغه هېواد سفارت په نیمه تعطیل حالت کې دی.

جرمني د لوېدیځو هېوادونو د سیاست د تدریجي بدلون له لومړنیو بېلګو څخه دی.

د جمهوریت له سقوط وروسته د څو کلونو لپاره په برلین کې د افغانستان سفارت او د دغه هېواد قونسلګرۍ د جمهوریت د دورې د ډیپلوماتانو له خوا اداره کېدې. په مونشن کې قونسلګري له هغو نمایندګیو څخه وه چې د قونسلي خدماتو لپاره یې له طالبانو سره همغږي کړې وه. خو په ۱۴۰۴ کال کې د جرمني حکومت د طالبانو له خوا ټاکل شوي دوه ډیپلوماتان ومنل. د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۱۰مه په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ ټولو کارکوونکو د دغو دوو ډیپلوماتانو د منلو په اعتراض کې استعفا وکړه. هغوی وویل، دوی اندېښمن دي چې طالبان به په جرمني کې د مېشتو افغانانو شخصي معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

طالبانو وروسته غوښتنه وکړه چې په دغه هېواد کې د دوی د ډیپلوماتانو شمېر شپږو کسانو ته لوړ شي. د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې برلین د طالبانو د شپږو نورو ډیپلوماتانو د منلو لپاره هم هوکړې ته رسېدلی دی.

د جرمني حکومت دغه اړیکې په تخنیکي کچه بللې او طالبان یې په رسمیت نه دي پېژندلي.

همدارنګه په هند کې د افغانستان د سفارت برخلیک هم په دې پنځو کلونو کې څو ځله بدل شوی دی. د جمهوریت د دورې ډیپلوماتانو د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ کې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه ودرول. له دې وروسته د هند او طالبانو اړیکې په تدریجي ډول پراخې شوې.

د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۱۸مه هند وویل چې په کابل کې به خپله تخنیکي نمایندګي بېرته د سفارت تر کچې لوړه کړي او طالبان به هم خپل ډیپلوماتان هند ته واستوي. هند هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۲۳مه نوراحمد نور په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر په توګه خپل کار پیل کړ.

په هند کې، د افغانستان انټرنشنل د یوې سرچینې په وینا، په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګري اوس د طالبانو تر ادارې لاندې ده او اکرام‌الدین کامل د سرقونسل د سرپرست په توګه فعالیت کوي.

د دې قونسلګرۍ رسمي وېب‌پاڼه هم اوس دا نمایندګي د «افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ» په نوم معرفي کوي.

په حیدراباد کې د افغانستان قونسلګري هم د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي کې د طالبانو استازي ته وسپارل شوه.

مسکو د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۲مه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند. مسکو دغه پرېکړه له افغانستان سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره زمینه وبلله او پر ګډه د ترهګرۍ، داعش خراسان او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې پر مبارزې یې ټینګار وکړ.

ولادیمیر پوتین تر دې مخکې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د روسیې «متحد» بللي وو.

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان له ملي رهبر غوښتي چې د ټاپي پروژې د ګازو بیې پر سر هوکړه وشي او د بیې ټاکلو فورمول تعدیل شي. دواړو لورو د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو لپاره د تخنیکي کمېټې پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا د معلوماتو له مخې ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د ترکمنستان له ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

ملا برادر ویلي، په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي او تمه ده چې پاتې کارونه یې په ټاکلي وخت بشپړ شي.

هغه له ترکمن لوري وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ګازو د بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول داسې تعدیل شي چې د اروپايي بازارونو د بیو د شدیدو بدلونونو له اغېزو مخنیوی وشي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له ترکمن لوري غوښتي چې د ګاز قرارداد دې د اوږدې مودې لپاره وي، شرایط یې اسانه او د بیاکتنې لپاره دې پکې انعطاف منونکی مېکانېزم شامل شي.

ملا برادر په هرات کې د ګازو د وېش او مصرف لپاره د شبکې جوړولو په برخه کې د ترکمن لوري د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

هغه د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون د جوړېدو او په دې پروژه کې د لا ډېرو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د ګډو هڅو غوښتنه کړې.

ملا برادر ویلي، ټاپي د افغانستان او ترکمنستان ستراتیژیکه ملګرتیا لا پیاوړې کړې او اړتیا ده چې د سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره دواړه لوري د نفتو د ترانزیټ په موخه د ایکریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن باشي بندر کې د افغان ترانزیټي مالونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د لاجوردو مسیر د بیا فعالولو لپاره ګډ کار وکړي.

هغه د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ شبکې د بیارغونې او پراختیا او په افغانستان کې د برېښنا او ترانسپورټ د لویو اقتصادي پروژو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

بلخوا د ترکمنستان ملي مشر قربان قلي بردي محمدوف ویلي، ترکمنستان چمتو دی چې هرات ته د ټاپي نللیکې د پایپ غځولو ترڅنګ، په هرات کې د ګازو د وېش شبکې د جوړولو او د ټاپ پروژې د عملي چارو د پیل لپاره هم کار وکړي.

بردي محمدوف زیاته کړې چې په ټاپ پروژه کې یو شمېر بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی لري.

هغه زیاته کړې عشق اباد چمتو دی چې په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ترکمنستان ملي رهبر د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره د لاجوردو مسیر د فعالولو پر ګډو هڅو هم ټینګار کړی.

نوموړي لوري برادر ته ډاډ ورکړ ی چې په افغانستان کې د برېښنا او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د پیل شویو پروژو چارې به په ټاکلو نېټو او چټکتیا سره بشپړې کړي.

پایښت که زوال؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نور هم دوام وکړي؟

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱
100%

دطالبانو د واکمنۍ پنځه کاله وروسته، وسله‌وال مخالفان لا هم د ځواک د توازن بدلولو توان نه لري؛ خو څېړونکي وايي، د مشروعیت بحران، اقتصادي ستونزې، ټولنیزه ناخوښي او داخلي اختلافات د دې ډلې مهمې کمزورۍ دي، خو لا یې د سقوط نښې نه لیدل کیږي.

واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، د دې ډلې وسله وال مخالفان لا هم نه دي توانېدلي چې د ځواک توازن بدل کړي. طالبان په ټول افغانستان کې دولتي ادارې او د هېواد اصلي اقتصادي سرچینې په خپل واک کې لري.

مخالفان نه کومه سیمه تر خپلې ولکې لاندې لري او نه هم له اغېزمن بهرني ملاتړ څخه برخمن دي چې وکولای شي، لکه د جګړو په کلونو کې د طالبانو په اړه د پاکستان ملاتړ، یوې چریکي ډلې ته د پراختیا او دوام زمینه برابره کړي.

موږ د طالبانو د واکمنۍ د راتلونکي په اړه د ازادۍ جبهې له مشر یاسین ضیا، څو څېړونکو او پخوانیو افغان چارواکو سره خبرې کړې دي.

د څېړونکو نظر دا دی چې طالبان له جدي ستونزو سره مخ دي، خو دا ستونزې لا هم په دې معنا نه دي چې د طالبانو سقوط نږدې دی.

یاسین ضیا افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو راتلونکی باید یوازې د جګړې د ډګرونو له وضعیت څخه ونه ارزول شي. د هغه په اند، د دې ډلې تر ټولو مهمه کمزوري سیاسي ده: «زموږ د هیلې تر ټولو مهم عامل د طالبانو سیاسي ماتې ده، چې له نېکه مرغه موږ دې هدف ته رسېدلي یو.»

د هغه په وینا، طالبان سره له دې چې واک او پراخ امکانات په لاس کې لري، نه دي توانېدلي چې ملي مشروعیت، د خلکو رضایت او یا نړیوال منل کېدل ترلاسه کړي. خو د مخالفانو ستونزه همدلته ده.

تر اوسه د طالبانو سیاسي ماتې د دې ډلې په واکمنۍ کې د قدرت په بحران نه ده بدله شوې.

په استرالیا کې دوه افغان څیړونکي عباس فراسو او نعمت بیژن د دې کمزورۍ د پایلو په ارزونه کې ډېر محتاط دي.

د دوی له نظره، د مشروعیت نشتوالی په خپله د یوه نظام د نږدې سقوط نښه نه ده. طالبان لا هم د قدرت د اعمالو اصلي وسایل په واک کې لري او مخالفان هم نه دي توانېدلي چې وسله وال مقاومت هغې کچې ته ورسوي چې د سیمې پر کنټرول د دې ډلې ولکه وننګوي.

خو دواړه خبرداری ورکوي چې که اقتصادي، سیاسي او ټولنیز بحرانونه دوام وکړي، طالبان نه شي کولای خپل ثبات قطعي وبولي.

د مقاومت ډلو چریکي بریدونه اوس مهال تر ډېره سمبولیک او سیاسي اړخ لري. د دغو بریدونو پیغام دا دی چې طالبان ماتېدونکي نه دي.

خو دا بریدونه هغه مهال د طالبانو لپاره پر جدي ګواښ بدلېږي چې د مقاومت ډلې وکولای شي د دې ډلې پر سیمه ییز کنټرول محدودیت ولګوي، له غرنیو لمنو ووځي او په کلیو کې اډې پیدا کړي.

له دې سره یو ځای، دوی یوه باوري شاتنۍ جبهې ته اړتیا لري چې پیسې، وسلې، د جنګیالیو د درملنې زمینه او د خپلو مشرانو لپاره خوندي پناه ځای برابر کړي.

یاسین ضیا وايي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د سیاسي بدلون نږدې ټولې لارې تړلې دي. ټاکنې نشته، اساسي قانون څنګ ته شوی او ښځې د عامه ژوند له یوې لویې برخې حذف شوې دي.

هغه وویل: «هر کله چې یوه واکمني د اصلاح ټولې لارې وتړي، په عملي توګه د ځان پر وړاندې د مخالفت ټولنیزه زمینه پراخوي.»

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ځینو سیمو کې ناخوښي لا څرګنده شوې ده. په بدخشان کې اعتراضونو د سیمه ییزو خلکو او طالبانو ترمنځ د سرچینو او د دغو سیمو د ادارې پر سر د تاوتریخوالي یوه برخه څرګنده کړې ده.

وروسته له هغې چې د طالبانو د مخالفانو یوې ډلې، چې «سپاهی میهن» نومېږي، د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ خپل بیرغ پورته کړ.

په سوېلي افغانستان کې هم طالبان په ځینو مواردو کې اړ شوي چې د بزګرانو د اقتصادي فشارونو پر وړاندې نرمښت وښيي طالبانو په ځینو سوېلي سیمو کې په غیررسمي ډول د کوکنارو کرکیلې ته اجازه ورکړې ده. دا ډول امتیازونه چندان د حیرانتیا وړ نه دي. سوېل د طالبانو دودیزه اډه ده او د بېوزلو بزګرانو ترمنځ د ناخوښۍ پراختیا د دې ډلې لپاره درنه بیه لرلای شي.

عباس فراسو د طالبانو د دوام یو له مهمو عواملو څخه د یوه پیاوړي او منظم اپوزیسیون نشتوالی بولي. هغه وايي، د طالبانو مخالفان تیت پرک دي، ګډه قومانده او ګډ سیاسي پروګرام نه لري او له اغېزمن بهرني ملاتړ څخه هم برخمن نه دي.

فراسو وویل: «د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره، په راتلونکو دوو تر پنځو کلونو کې تر ټولو محتمل سناریو د طالبانو د امارت ټینګښت دی.»

دا وړاندوینه په دې معنا نه ده چې د طالبانو ستونزې حل شوې دي. د هغه له نظره، دا ډلې تر ډېره ځکه دوام کړی چې مخالفان یې لا نه دي توانېدلي د طالبانو له کمزوریو څخه استفاده وکړي.

د بدخشان په زیباک کې وروستۍ نښتې د ازادۍ جبهې لپاره ځانګړی اهمیت لري. یاسین ضیا وايي، دا جګړې د دې جبهې د ډېرو نورو عملیاتو په پرتله له کوچنیو چریکي بریدونو څخه اوښتې او له طالبانو سره په مستقیمې مقابلې بدلې شوې دي.

هغه وویل: «دا تحول په یوازې ځان د ځواک د توازن د بدلون په معنا نه دی، خو ښيي چې د طالبانو پر وړاندې ولسي مبارزه له محدودو چریکي عملیاتو څخه د جګړې د ډګر پېچلو بڼو ته بدله شوې ده.» ضیا په عین حال کې مني چې په تېرو پنځو کلونو کې د ازادۍ جبهې ډېری عملیات کوچني او محدود وو. هغه وویل: «موږ باید واقعیت له تبلیغاتو سره بدل نه کړو. یو مسوول حرکت باید د خپلو نننیو وړتیاوو او خپل وروستي هدف ترمنځ توپیر وکړي.»

هغه همداراز وویل: «موږ پوهېږو چې د کوچنیو بریدونو بېحده تکرار په یوازې ځان هېڅ حکومت نه شي نسکورولای.»

په تېرو کلونو کې د ازادۍ جبهې د بریدونو درې موخې لرلې: په ډګر کې د حضور ساتل، د طالبانو د ماتې نه منلو تصور له منځه وړل او په افغانستان کې د منظمې شبکې جوړول.

ضیا وايي، راتلونکی پړاو ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري. د سیاسي تنظیم پراخول، له ټولنې سره اړیکې، د قوماندې یووالی، په ډېرو سیمو کې حضور او د یوه معتبر سیاسي بدیل وړاندې کول هغه اړتیاوې دي چې نوموړي پرې ټینګار کوي.

علي احمد جلالي، د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر، هم په بدخشان کې وروستي تحولات د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د خلکو د غبرګون د زیاتېدو نښه بولي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، هر «استبدادي نظام» بالاخره د خلکو له غبرګون سره مخ کېږي، خو د مخالفانو اوسني تیت پرک بریدونه لا هم د طالبانو لپاره جدي ګواښ نه دي.

جلالي وویل، په لرې پرتو سیمو کې محدود عملیات د ځواک د توازن د بدلولو لپاره کافي نه دي. د هغه له نظره، د مخالفانو بریا سیاسي یووالي، ګډې ستراتیژۍ او ملي رهبرۍ ته اړتیا لري.

هغه خبرداری ورکړ چې که اعتراضونه او نښتې تیت پرکې پاتې شي، طالبان کولای شي د خپلو پوځي او امنیتي امکاناتو په کارولو سره یې مهار کړي.

اقتصاد د طالبانو د واکمنۍ له نورو زیانمنو برخو څخه دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

طالبان د لوږې، بېکارۍ او د ژوند د اقتصادي بحران د مقابلې لپاره کافي سرچینې نه لري او د افغانستان د پخوانیو حکومتونو په څېر د بهرنیو مرستو دوام ته اړتیا لري.

د طالبانو یو شمېر مخالفانو، په ځانګړي ډول امرالله صالح، په تېرو کلونو کې هیله لرله چې د بهرنیو مرستو کمېدل یا بندېدل به پر دې ډلې فشار زیات کړي. خو د تېرو پنځو کلونو تجربې ښودلې چې پراخ فقر په لازمي ډول سیاسي پاڅون ته نه اړوي.

یاسین ضیا د فقر له امله رامنځته شوې ناخوښي، د سیاسي ځپنې او د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو ترڅنګ، د مقاومت د ټولنیزې زمینې یوه برخه بولي.

خو نعمت بیژن د خلکو د عمومي ناخوښۍ او پر حکومت د سمدستي ګواښ ترمنځ توپیر کوي.

هغه وایي: «فقر یا نړیوال انزوا په یوازې ځان ښايي د حکومت د سمدستي سقوط لامل نه شي.»

د بیژن له نظره، ستونزه هغه مهال د طالبانو لپاره جدي کېږي چې اقتصادي فشار د واکمنۍ دننه جوړښت ته سرایت وکړي.

د عوایدو کمېدل، د سرچینو پر سر سیالي، د قوماندانانو ناخوښي او د طالبانو د ادارې د توان کمېدل چې خپلو وفادارو شبکو ته ګټې برابرې کړي، کولای شي د طالبانو داخلي ثبات زیانمن کړي.

بیژن وویل، که «خلک احساس کړي چې د خپل ژوند، زده کړو، کار او د خپلو اولادونو د راتلونکي د ښه کېدو هېڅ هیله نشته»، ناخوښي کولای شي خطرناکه بڼه غوره کړي.

عباس فراسو هم وايي، طالبان په ځینو برخو کې، لکه د مالیاتو او داخلي عوایدو په راټولولو کې، ډېر بریالي شوي دي. خو هغه دا موضوع د دې نښه نه بولي چې طالبان په یوه عادي حکومت بدل شوي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو اقتصادي جوړښت تر ډېره پر ګمرکونو، مالیاتو او د کانونو پر استخراج ولاړ دی او اصلي هدف یې د سیاسي او امنیتي دستګاه ساتل دي، نه د هوساینې دولت جوړول.

هغه د طالبانو اقتصاد «لوټمار اقتصاد» بولي او وايي: «طالب ډلې د دغو سرچینو د ترلاسه کولو پر سر په سخته سیالۍ کې دي.»

په کابل کې د کندهار د رهبرۍ د مېشتو چارواکو او د حقاني شبکې او د طالبانو د ځینو سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ اختلافات څو ځله راپور شوي دي. خو دا اختلافات تر اوسه داسې درز او بیلتون ته نه دي رسېدلي چې د واکمنۍ یووالی له ګواښ سره مخ کړي.

عباس فراسو وايي، د طالبانو د رهبرۍ واکمني، د کورنیو مخالفانو ځپل، د سقوط له وېرې ګډ احساس، د ګډو دښمنانو شتون او د قدرت پر انحصار ایډیالوژیک باور تر اوسه د دغو درزونو د پراخېدو مخه نیولې ده.

نعمت بیژن هم داخلي اختلافات جدي بولي، خو وايي خطر هغه مهال زیاتېږي چې څو بحرانونه په یوه وخت کې رامنځته شي.

د رهبرۍ د ځایناستۍ بحران، د داخلي اختلافاتو زیاتېدل، د قوماندانانو جلا کېدل او د عوایدو ناڅاپي کمېدل هغه عوامل دي چې د نوموړي په نظر کولای شي د طالبانو یووالی له ننګونې سره مخ کړي.

بیژن وویل: «که په افغانستان او سیمه کې اوسني شرایط دوام وکړي، تر ټولو محتمل سناریو د تدریجي زړېدو ترڅنګ د اوسني وضعیت دوام دی.»

دا زړېدل ښايي کلونه دوام وکړي، پرته له دې چې سمدستي د نظام پر سقوط واوړي.

د طالبانو د مخالفانو له جدي ستونزو څخه یوه د اغېزمن بهرني ملاتړ نشتوالی دی. طالبانو د پخواني حکومت پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان له پراخ ملاتړ څخه برخمن وو.

مجاهدینو هم د شوروي اتحاد او د ببرک کارمل او نجیب الله د حکومتونو پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو ملاتړ درلود.

اوسنۍ مقاومتي ډلې داسې ملاتړ نه لري. حتا د سیمې ځینې هېوادونه چې له طالبانو سره اختلاف لري، د افغانستان د یوې نوې جګړې ملاتړ ته چندان لېوالتیا نه ښيي.

ایران هم پر یو شمېر د طالبانو مخالفانو فشار راوړی چې له دې ډلې سره له وسله والې مقابلې ډډه وکړي.

یاسین ضیا وايي، مقاومت نه شي کولای خپل راتلونکی د بهرنیو هېوادونو له پرېکړو سره وتړي.

هغه وویل: «هغه حکومت چې د بهر له خوا جوړ شي، په هماغه اندازه چې ژر جوړېږي، د هماغو ملاتړو د سیاست له بدلون سره هم په چټکۍ سره ړنګېدای شي. د پخواني جمهوریت تجربه او د دوحې تړون د دې په اړه زموږ ټولو لپاره ډېر جدي درسونه لري.»

ضیا وايي، د مبارزې اصلي بنسټ باید په افغانستان کې دننه جوړ شي او پر پخوانیو امنیتي ځواکونو، ځوانانو، ښځو، مدني ټولنې، سیاسي مخورو او داخلي شبکو تکیه وکړي.

د افغانستان پر وړاندې د سترو قدرتونو د پاملرنې کمېدل هم د طالبانو په ګټه تمام شوي دي.

فراسو وايي، د اوکراین جګړې، د منځني ختیځ بحرانونو او د امریکا او چین سیالۍ د دې لامل شوې چې افغانستان نور د تېرو ۲۰ کلونو په څېر د سترو قدرتونو په بهرني سیاست کې ځای ونه لري.

د داعش خراسان ګواښ هم د طالبانو دریځ پیاوړی کړی دی. د داعش د پراختیا په اړه اندېښنې ایران، روسیه او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره امنیتي همکارۍ ته ډېر هڅولي دي.

د طالبانو د کمزوریو په اړه د مخالفانو او شنونکو ترمنځ چندان اختلاف نشته. د مشروعیت بحران، ټولنیزه ناخوښي، اقتصادي فشار او داخلي اختلافات واقعي دي. خو تېرو پنځو کلونو ښودلې چې د دغو کمزوریو شتون په یوازې ځان د حکومت د بدلون لپاره کافي نه دی.

خو تمیم عاصي، د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال، وايي چې دا بحرانونه او د طالبانو د نظام ځانګړتیاوې کولای شي «د یوه نظام، لکه د طالبانو، وړتیا د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ټکانونو پر وړاندې د مقابلې لپاره راکمه کړي او د داخلي پاڅونونو او بهرنیو لاسوهنو لپاره لاره هواره کړي.»