یو هېوادوال سمیع سادات ته: له بهره پر طالبانو خلک مه وژنه هېواد ته راشه دلته مبارزه وکړه

له افغانستان څخه یوه هېوادوال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې د متحدې جبهې له مشر سمیع سادات څخه غوښتي چې په امریکا کې له ناستې د جګړې د رهبرۍ پر ځای دې افغانستان ته ستون شي او له دننه دې مبارزه وکړي. دغه هېوادوال زیاتوي چې هغه مهال به یې مونږ هم ملاتړ وکړو.
دغه هېوادوال ویلي، سمیع سادات باید خپل اولادونه هم افغانستان ته راولي او د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې دې له خپلو پلویانو سره یوځای حضور ولري.
نوموړي سمیع سادات ته په خطاب کې ویلي: «هېواد ته راشه، خپل بچي هم درسره راوله او دلته مبارزه وکړه، بیا به موږ هم ستا ملاتړ وکړو، خو دا چې ته په امریکا کې ناست یې او نور خلک د طالبانو له خوا وژل کېږي، دا مبارزه نه ده».
دغه هېوادوال د طالبانو د مخالفو جبهو له مشرانو غوښتي چې د جګړې د اعلان او رهبرۍ تر څنګ دې پخپله هم د جګړې په ډګر کې حضور ولري.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې له افغانستان څخه د یوه اوسېدونکي روایت دی، افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه دا نه تاییدوي.
