• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غور د ولایتي شورا د یوه پخواني استازي ورور ترور شوی

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د دغه ولایت د ولایتي شورا د پخواني غړي محمد هاشم فیضي ورور، شهباز خان فیضي وژلی.

دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې شهباز خان فیضي د سې شنبې په سهار، د زمري په ۲۰مه، د دولینه ولسوالۍ د «دهن لکه‌سنگ» سیمې په «خره‌سنگ» کلي کې د ناپېژاندو کسانو له خوا په نښه شو او ووژل شو.

سرچینې وایي شهباز خان فیضي له دې وړاندې سیمه ییز پولیس و او هغه او کورنۍ یې له طالبانو سره د مخالفت او دښمنۍ مخینه درلوده.

د سرچینو په وینا، هغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د غور مرکز فیروزکوه ته لاړ او د اقتصادي ستونزو له امله په دې وروستیو کې خپل کلي ته بیرته ستون شوی و.

شهباز خان فیضي د دغه کلي په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

سرچینو وویل چې دوه موټرسایکل سپاره نن سهار درسي ټولګي ته ننوتل او شهباز خان فیضي یې د ټولګي دننه په ډزو وواژه.

طالبانو تر اوسه د شهباز خان فیضي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۳

پایښت که زوال؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نور هم دوام وکړي؟

۴

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۵

د ولایتونو د سقوط لړۍ؛ په پنځو ورځو کې پر پنځو ولایتونو د طالبانو کنټرول

•
•
•

نور کیسې

له تکفیري ادبیاتو تېرېدل؛ د ایمان او کفر له پارادایم څخه د خطا او صواب پارادایم ته

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۱
•
محمد محق
100%

تکفیري ادبیات په یوه ځانګړي فکري چاپېریال کې معنا پیدا کوي او دا چاپېریال په مخ مډرن نړۍ پورې تړاو لري؛ هغه پېر چې د ټولنې ډېری وګړي نالوستي وو او د بېلابېلو فرقو او فکري بهیرونو یو شمېر نظرخاوندانو په متعصب او جزم‌پال فکر سره ځانونه پر حق او نور باطل ګڼل.

خو کله چې ټولنې د منځنیو پېړیو له حالاتو څخه ووتلې، سواد پراخ شو، د یوه غږ واکمني پای ته ورسېده او ګڼ علوم او افکار عام شول، نو هغه فکري چاپېریال هم ورو ورو له منځه ولاړ. له دې سره، متصلب او انحصارپال قضاوتونه مسخره او د فکري نابالغۍ نښه وګڼل شول. دې بدلون ته په اصطلاح «د فکري چوکاټ بدلون» یا پارادایم بدلون (Paradigm Shift) ویل کېږي.

نابالغې ټولنې په وچ‌فکرۍ، فکري سخت‌دریځۍ، تعصب او داسې سخت‌ګیرۍ کې ښکېلې وي چې د بالغو ټولنو له نظره ماشومانه او خامې ښکاري. د افغانستان په ګډون، یو شمېر ختیځې ټولنې لا هم تر ډېره د منځنیو پېړیو په فکري فضا کې ژوند کوي.

له همدې امله، د هغو مسایلو په اړه چې په طبیعي ډول د نظر اختلاف پکې موجود وي، له سختو احساساتي غبرګونونو او په عامه اصطلاح له جذباتي چلند سره مخ کېږي. د همدې ډول ذهنیت په چاپېریال کې داسې ادبیات رامنځته کېږي چې موږ یې «تکفیري ادبیات» بولو.

تکفیري ادبیات دې ته ویل کېږي چې د خپل او بل ترمنځ د نظر اختلاف د حق او باطل، هدایت او ګمراهۍ، ایمان او کفر، دیندارۍ او بې‌دینۍ او دې ته ورته دوه‌ګونو مفاهیمو پر بنسټ تعریف کړو.

دا ډول ادبیات مقابل لوری په رسمیت نه شي پېژندلای او د هغو تعبیرونو په کارولو سره چې جزم‌پال قضاوتونه پکې نغښتي وي، هڅه کوي هغه له ډګره وباسي او له صحنې یې حذف کړي.

کله چې یو انسان ځان مطلق حق او مقابل لوری مطلق باطل وګڼي، نو د هغه په رسمیت پېژندل او ورسره خبرې کول له باطل سره جوړجاړی او توافق ګڼي؛ داسې چلند چې د همدې ذهنیت له مخې د باطل له جبهې سره د یوځای کېدو په معنا تعبیرېږي.

په داسې فضا کې بیا هېڅ ګډ ټکی نه پاتې کېږي، ټول پلونه نړېږي او د خبرو اترو لار تړل کېږي. د حق او باطل په تقابل کې واکمن منطق دا وي چې حق باید پر باطل بریالی شي او هغه د زمانې له پاڼې ورک کړي. تکفیري ذهنیت د حذف ذهنیت دی؛ کله چې د لوبې د دوام توان ونه لري، نو هڅه کوي چې خپله لوبه له منځه یوسي.

تکفیري ادبیات هم له همدې منطق پرته بل څه نه دي؛ داسې ادبیات چې د خبرو اترو دروازې تړي، انسان د مقابل لوري د لیدلوري له پوهېدو بې‌نیازه ګڼي او پر خپل فکري مخالف د برلاسۍ لپاره هره وسیله، ان دروغ، تور او افترا هم روا بولي.

په وروستیو کلونو کې موږ څو ځله لیدلي چې ځینو کسانو او ډلو پر خپلو فکري مخالفانو له هېڅ ډول تور او افتراء ډډه نه ده کړې او له کوم دلیل او سند پرته یې، په ارام وجدان، هغوی ته ډول ډول تورونه منسوب کړي دي، ځکه د دوی په ذهن کې دا تصور شته چې کله مقابل لوری باطل او ګمراه وي، نو بیا هېڅ حرمت او حق نه لري. په دې فکري مبارزه کې دروغ او تور هم د حق خدمت او د باطل د له منځه وړلو هڅه ګڼل کېږي.

خو د قضاوت دا ډول، نوې پدیده نه ده، بلکې د دیني فکر په تاریخ کې لرغونې ریښې لري. په منځنیو پېړیو کې دا تګلاره هم په اسلامي نړۍ، هم په مسیحي اروپا او ښايي په ځینو نورو ټولنو کې هم دود وه.

که چا په الهي، فقهي او ان کله ناکله په علمي مسایلو کې د رسمي او واکمن نظر یا د «سواد اعظم» له نظر سره مخالفت درلود، نو هغه به په زندقه، بدعت، الحاد، ګمراهۍ او دې ته ورته نومونو تورنېده.

په انګلیسي ژبه کې دې مفاهیمو ته تر ټولو نږدې کلمه (Heresy) ده، چې په عربي کې د «هرطقه» (یعنې له دیني عقیدې سره مخالفت) په بڼه معربه شوې ده.

په اروپا کې یهودي دیني عالمانو د ستر فیلسوف باروخ اسپینوزا په اړه همداسې حکم صادر کړ او هغه یې له یهودي ټولنې څخه په شړلو محکوم کړ. تر دې وړاندې کلیسا هم له ګالیله، کوپرنیک، جوردانو برونو او نورو سره ورته چلند کړی و.

د مسلمانانو په تاریخ کې هم دا کیسه څو ځله تکرار شوې ده؛ په لومړیو پېړیو کې د غیلان دمشقي، جعد بن درهم، جهم بن صفوان، ابوبکر رازي او ابن مقفع په څېر مفکرانو، او په وروستیو پېړیو کې د منصور حلاج، عین‌القضات همداني، شهاب‌الدین سهروردي او نورو په څېر عارفانو یوازې له دې امله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې نظرونه یې د واکمن فکري بهیر له نظرونو سره توپیر درلود.

په هغه پېر کې نږدې هرې فرقې او فکري ډلې د خپلو سیالانو پر وړاندې له همدې بریدګرې او حذف‌پالې ژبې څخه کار اخیست او مقابل لوری یې بدعتي یا زندیق باله. د «روافض»، «نواصب» او «خوارج» په څېر اصطلاحات او لسګونه ورته تعبیرونه ټول د حذف او تکفیر د همدې فکري چوکاټ زېږنده دي.

په اوسني پېر کې دغه پخوانۍ فرقه‌پالنه په نوې بڼه بیا راژوندۍ شوې او بېلابېلې ډلې یې د یو بل پر وړاندې درولې دي. د شیعه او سني، سلفي او حنفي، اخواني او تحریري، مودودي او دیوبندي او ګڼو نورو ډلو ترمنځ سخت تقابلونه په هماغه ذهنیت او فکري چوکاټ کې ریښې لري.

په داسې چاپېریال کې هره ډله ځان د حقیقت استازې او مقابل لوری د باطل استازی ګڼي؛ په پایله کې د تفاهم او خبرو اترو لار عملاً تړل کېږي. څه چې پاتې کېږي، هغه بې‌پایلې شخړې، بې‌پروا تورونه او سخت او سپکوونکي قضاوتونه دي چې د خبرو اترو له متمدنې مانا سره هېڅ تړاو نه لري.

د دې بهیر یوه خطرناکه پایله د افراطي او نه‌زغمونکو بهیرونو رامنځته کېدل دي چې په پای کې تاوتریخوالي او ځانمرګو بریدونو ته مخه کوي. په دې بهیر کې لومړی مقابل لوری، په دې تصور چې د باطل په جبهه کې ولاړ دی، له انساني حیثیته غورځول کېږي؛ وروسته د تاوتریخوالي د عامل په ذهن کې د حذف او له منځه وړلو وړ ګڼل کېږي او بیا دغه ذهنیت د عمل په ډګر کې په تاوتریخجن او خونړي چلند بدلېږي.

د ځانمرګو بریدونو او د ترهګرۍ د نورو بڼو پدیده، چې په وروستیو لسیزو کې یې په بېلابېلو اسلامي هېوادونو کې له حکومتي مامورانو نیولې تر مخالفو مفکرانو پورې خلک په نښه کړي، د حذف په همدې فکري چوکاټ کې ریښې لري.

دا وضعیت په حقیقت کې د تمدني پرمختګ پر وړاندې یو ساعتي بم دی چې هر کله مناسب شرایط ورته برابر شي، په چاودنې، تاوتریخوالي او وژنو پای ته رسېدلی شي. د وینو یوه مهمه برخه چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان، عراق، سوریه، یمن، لیبیا، سوډان او نورو هېوادونو کې تویې شوې، د فکر همدې حذف‌پال چوکاټ ته ورګرځي؛ که څه هم د نورو عواملو ونډه هم له پامه نه شي غورځېدای.

که غواړو زموږ ټولنې د تاوتریخوالي او کرکې له شومې کړۍ څخه ووځي او د بل منلو، زغم او مدارا فضا پرې واکمنه شي، نو یو تر ټولو بنسټیز ګام د همدې فکري چوکاټ بدلول دي. موږ بله لار نه لرو، پرته له دې چې تکفیري ادبیاتو ته، په هره بڼه چې وي، د تل لپاره د پای ټکی کېږدو او ځانونه د منځنیو پېړیو د پاتې شوي فرقه‌پال روح له اغېزو څخه ازاد کړو.

په دې برخه کې د فکري چوکاټ یا پارادایم بدلون په دې مانا دی چې له خپلو فکري مخالفانو سره د مخامخ کېدو پر مهال، د ایمان او کفر، بدعت او سنت، هدایت او ګمراهۍ یا حق او باطل په څېر د دوه‌ګونو مفاهیمو پر ځای، د خطا او صواب، سم او ناسم او صحیح او غلط په څېر اصطلاحات وکاروو.

د ایمان او کفر له فکري چوکاټ څخه د خطا او صواب چوکاټ ته تګ د خبرو اترو د دوام زمینه برابروي او د ټولنې بېلابېلو ډلو ته دا فرصت ورکوي چې یو بل ښه درک کړي او خپلمنځي واټنونه راکم کړي. د تکفیر د دروازې تړل له فتنو، وژنو او پراخ تاوتریخوالي څخه د خلاصون پر لور یو بنسټیز ګام دی.

د دې موضوع اهمیت یوازې پر دیني خپلمنځي اړیکو نه محدودېږي؛ یعنې نه یوازې دا چې هېڅ مذهب یا ډله باید د بل مذهب یا ډلې پر وړاندې د تکفیر له حربې کار وانخلي، بلکې دا اصل له دین څخه بهر اړیکو کې هم همدومره اهمیت لري.

د بېلګې په توګه، که څوک د مطالعې، فکر یا ځانګړو تجربو په پایله کې داسې باور ته ورسېږي چې له دین‌پالنې سره تړاو نه لري او د غیر دیني خدای‌باورۍ (Deism)، لاادریت یا شک‌پالنې (Agnosticism)، یا ان خدای‌ناباورۍ (Atheism) په ډګر کې راشي، زما په اند غوره ده چې د «کفر» پر ځای د «خطا» تعبیر وکاروو او داسې کس ته له «کافر» ویلو ډډه وکړو.

کفر په خپلې تر ټولو دقیقې معنا کې له حقیقت سره هغه مخالفت دی چې حقیقت انسان ته تر څرګندېدو وروسته ترسره کېږي. خو هغه څوک چې حقیقت لا ورته څرګند شوی نه وي او ذهن یې له جدي ابهامونو سره مخ وي، معذور ګڼل کېږي. دا ډول کس د څرګند حقیقت د انکار په حالت کې نه دی؛ له همدې امله د دې وړ نه دی چې کافر وبلل شي.

د دې ادعا د توضیح لپاره د اسلام عرفاني دود یو ژور تفسیر وړاندې کړی چې لږه پاملرنه ورته شوې ده. له عرفاني لیدلوري دا موضوع داسې تشریح کېدای شي چې د الله تعالی نومونه او صفتونه بې‌شمېره دي او پر هر انسان یوازې په یوه یا څو نومونو او صفتونو تجلي کوي، نه په ټولو.

د عرفان د خاوندانو ترمنځ مشهوره ده چې الله تعالی پر ځینو بندګانو د جباریت په صفت تجلي کوي او هغوی له خشیت او وېرې ډکوي، خو پر یوې بلې ډلې د رحمانیت په صفت تجلي کوي او هغوی د شور، لېوالتیا او مینې حالت ته رسوي. پر همدې بنسټ، د الله تعالی دوه نور نومونه چې په قران کریم کې هم راغلي، «ظاهر» او «باطن» دي.

د عارفانو له نظره «ظاهر» په دې معنا دی چې الله تعالی تر هر حقیقت ډېر څرګند دی او هېڅ شی د هغه په کچه ظهور او څرګندوالی نه لري. پر هغو کسانو چې الله تعالی په دې نوم تجلي کوي، هغوی د نړۍ په هره پدیده کې د هغه روښانه نښه ویني. یو عرب شاعر ویلي دي:

وفي كل شيءٍ له آيةٌ

تدلُّ على أنه واحدُ

یعنې: د نړۍ په هره پدیده کې داسې نښه شته چې د هغه پر یووالي دلالت کوي.

له ځینو عارفانو څخه دا وینا هم روایت شوې ده: «ما هېڅ شی ونه لید، مګر دا چې تر هغه وړاندې مې الله ولید». دا وینا حضرت علي ته هم منسوبه شوې ده.

په معاصره فلسفه کې مارتین هایډګر دې ته له نږدې حالت څخه د «هستۍ د څرګندېدنې» په تعبیر یادونه کړې ده. که څه هم دا مفهوم کټ مټ له دغه عرفاني لیدلوري سره یو شان نه دی، خو تر یوه بریده ورسره همغږی دی.

په مقابل کې یو شمېر مسلمانو عارفانو ویلي چې د ظهور شدت د رڼا د شدت په څېر دی؛ داسې رڼا چې که له یوې ټاکلې کچې واوړي، سترګې یې بیا د لیدلو توان نه لري. په داسې حالت کې ظهور په بطون بدلېږي؛ یعنې هغه څه چې تر هر څه ډېر څرګند و، په یوه پټ او نه‌موندل کېدونکي حقیقت بدلېږي، یا لږ تر لږه لیدونکي ته داسې ښکاري.

له دې لیدلوري، د ظهور او بطون ترمنځ روښانه پوله نشته؛ دواړه د یوه حقیقت دوه مخونه دي، لکه وجود او عدم، رڼا او تیاره، یا مرګ او ژوند چې د یو بل په تړاو همداسې دي.

کله چې الله تعالی پر یوه انسان د «باطن» په نوم تجلي وکړي، هغه د الله تعالی او د هغه د نښو له لیدلو بې‌وسه کېږي او په نړۍ کې چې هر څومره وګرځي، د هغه کومه نښه نه مومي. په حقیقت کې انسان دا نه ټاکي چې الله تعالی په کوم نوم پر ده تجلي وکړي، بلکې دا چاره د الوهیت د نړۍ د هغو قوانینو تابع ده چې زموږ له لید څخه پټ دي. د «باطن» نوم له تجلي سره مخ کېدل او د الله تعالی د نښو په موندلو کې پاتې راتلل، په معاصر الهیات کې د «خدای غیبت» بلل کېږي او اړوند بحثونه یې د «غیبت الهیات» تر سرلیک لاندې څېړل کېږي.

د مسلمانو عارفانو د لیدلوري پر بنسټ، هغه څوک چې له داسې تجلي سره مخ شوی وي، معذور دی. که خدای ورک کړي او په پایله کې خدای‌ناباورۍ یا لاادریت ته ورسېږي، جرم یا ګناه یې نه ده کړې، ځکه هغه له حقیقت سره د مخالفت اراده نه لري.

یوه له هغو جنجالي موضوعاتو څخه چې افراطیانو ته یې د تکفیر پلمه په لاس ورکړې، د وحي او د هغې د څرنګوالي په اړه بحثونه دي. د الهیاتي بحثونو او د مابعدالطبیعې په اړه د بېلابېلو لیدلورو له پامه غورځول په دې برخه کې د ډېرو ناسمو برداشتونو لامل شوي دي.

د یو شمېر مسلمانو مفکرانو هغه لیدلوري چې په دې برخه کې د ظاهرپالو له اعتراض سره مخ شوي، د هغه څه په رڼا کې درک کېدای شي چې «د وصال الهیات» یې بللی شو؛ یعنې داسې لیدلوری چې له مخې یې انسان له الله تعالی څخه جلا نه دی او د الله تعالی او نړۍ ترمنځ واټن نشته، بلکې هغه په هر ځای کې حضور لري.

د دې ډول الهیاتو پر بنسټ، هغه څه چې د پیغمبرانو، اولیاوو او قدیسانو پر ژبه جاري کېږي، په عین حال کې چې د هغوی خبرې دي، د الله تعالی خبرې هم دي. دا هماغه حقیقت دی چې د قران کریم په یوه ایت کې داسې بیان شوی:

«وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ رَمَى»

یعنې: «تا غشی ونه ویشت، هغه مهال چې تا غشی وویشت؛ بلکې الله وویشت».

دا حالت په ظاهره متناقض ښکاري؛ ځکه وایي: تا ویشتل ونه کړل، هغه مهال چې تا ویشتل وکړل، بلکې الله وویشتل. په همدې قیاس ویل کېدای شي: تا خبرې ونه کړې، هغه مهال چې تا خبرې وکړې؛ بلکې الله خبرې وکړې.

د یو شمېر مسلمانو عارفانو، په ځانګړې توګه د ابن عربي، له نظره د دې ظاهراً متناقض جوړښت له درک کولو پرته، د متعالي حقیقت پوهېدل امکان نه لري.

که څوک د اشراق فلسفې له بنسټونو او د اسلامي عرفان له دود سره اشنا نه وي او ټوله تکیه یې یوازې د نصوصو او ایتونو پر ظاهري مانا وي، نه به د دې نظریې په پوهېدو وتوانېږي او نه به د هغې په اړه سم قضاوت وکړای شي.

که وکولای شو د فکر په ډګر کې د ایمان او کفر فکري چوکاټ د خطا او صواب پر چوکاټ بدل کړو، نه یوازې به د خبرو اترو لار پرانیستل شي، بلکې زموږ په ټولنو کې به د تاوتریخوالي یوه تر ټولو مهمه سرچینه هم وچه شي.

تمدن په تکفیر نه جوړېږي؛ تمدن د خبرو اترو، نقد او د انسان د تېروتنې د امکان په منلو جوړېږي. تکفیر د افرادو او ټولنو د کم‌عقلۍ او فکري نابالغۍ له پړاو سره تړاو لري او هېڅ تمدن د تلپاتې نابالغۍ په حالت کې ژوندی نه شي پاتې کېدای.

موږ اړ یو چې یوه ورځ فکري او اندیز بلوغ ته ورسېږو. د دې موخې لپاره باید د حذف‌پال چلند پر ځای د منلو، زغم او مدارا پر بنسټ تګلاره غوره کړو. له همدې امله باید ځانونه د تل لپاره د تکفیر له لعنت څخه وژغورو.

ملابرادر د ترکمنستان له ملي مشر سره د ټاپي پروژې پرمختګ او اقتصادي مسایلو په اړه غږېدلی

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۴ GMT+۱
100%

په ترکمنستان کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر هرات ته د خپل سفر پرمهال د ترکمنستان له ملي مشر قربان‌قلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې د پرمختګونو او د دواړه هېوادونو د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

یاد سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لیدنه دوشنبه (د زمري ۱۹مه) د هرات ولایت په تورغونډۍ په سیمه کې شوې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ ملاعبدالغني برادر ویلي چې په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي او تمه ده چې پاتې کارونه یې په ټاکلي وخت بشپړ شي.

هغه له ترکمنستان نه غوښتي، دواړه هېوادونه دې د طبیعي ګازو د بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې د ټاکلو فورمول داسې بدل شي چې د اروپا په بازارونو کې د بیو د سختو بدلونونو اغېز پرې کم شي.

برادر همداراز د اوږدمهاله قرارداد، د اسانه شرایطو او د قرارداد د بیاکتنې لپاره د یوه انعطاف‌ منونکي میکانېزم رامنځته کولو غوښتنه هم کړې ده. د طالبانو د اقتصادي مرستیال په وینا؛ په هرات کې د ګازو د وېش او لګښت لپاره د شبکې جوړول، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون جوړول او په پروژه کې د لا ډېرو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول هغه موارد دي چې دواړه لوري باید پرې ګډ کار وکړي.

هغه همداراز له ترکمنستان نه غوښتي، چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د اق‌کریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن‌باشي بندر کې د افغان سوداګریزو او ترانزیټي مالونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د لاجوردو لارې د بیا فعالولو او د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د بیارغونې او پراختیا په برخو کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ قربان‌قلي بردي محمدوف په دې لیدنه کې ویلي، چې د ترکمنستان او افغانستان اړیکې د نېک نیت او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ پیاوړې شوې دي. د ترکمنستان ملي رهبر زیاته کړې، چې عشق‌اباد چمتو دی په هرات کې د ګازو د وېش شبکې جوړولو او د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل لپاره همکاري وکړي.

د هغه په وینا؛ یوشمېر بهرنیو شرکتونو هم په ټاپي پروژه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی. قربان‌قلي بردي محمدوف همداراز ویلي، چې ترکمنستان چمتو دی په ترکمن‌باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د لاجوردو لارې د بیا فعالولو لپاره به له افغانستان سره ګډ کار وکړي.

د ترکمنستان ملي رهبر ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د برېښنا او اوسپنې پټلۍ اړوند پیل شوې پروژې به په ټاکلي وخت او چټکۍ سره بشپړې کړي. د خبرپاڼې په پای کې ویل شوي، چې دواړه خواوو د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د څار او عملي کولو لپاره د لوړپوړو مسوولینو په مشرۍ د یوې ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده.

پنځه کاله نور په تیارو کې؛ افغانستان د طالبانو په سیاسي بن‌بست او د نړۍ په بې‌پروايۍ کې

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
100%

یونان کې افغان سفیر میرویس صمدي افغانستان انترنشنل ته په یوې لیکلې مقاله وایي، د طالبانو کړنو په تېرو پنځو کلونو کې ښودلې چې دغه ډله د یو ټولشموله سیاسي نظام د جوړولو اراده نه لري، د ښځو او وګړو بنسټیز حقوق نه مني او نه ده چمتو شوې چې د واک جوړښت د خلکو پر وړاندې ځواب‌ویونکی کړي.

خو له دې واقعیت سره یوځای، نورې نښې هم د راڅرګندېدو په حال کې دي. طالبان نن په افغانستان کې له ژور سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بن‌بست او په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه له زیاتېدونکي سیاسي انزوا سره مخ دي.

په هېواد کې د خلکو نارضایتي مخ پر زیاتېدو ده. مدني مقاومت دوام لري او د طالبانو د مخالفو پوځي جبهاتو فعالیتونه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیات شوي دي. دغه فعالیتونه په یوازې ځان د نظام د سمدستي بدلون معنا نه لري، خو ښيي چې هغه د وېرې او بشپړ سکوت فضا چې طالبانو د رامنځته کولو هڅه کړې وه، نور د پخوا په څېر دوام نه شي کولی.

د خلکو د نارضایتۍ زیاتېدل، داخلي اختلافات، اقتصادي ستونزې او د طالبانو ناتواني چې یو ټولشموله سیاسي نظام رامنځته کړي، کولای شي د دغه نظام د زوال او کمزورتیا بهیر لا چټک او پراخ کړي.

طالبان ښايي نن د هېواد پر پراخو سیمو کنټرول ولري، خو د خاورې کنټرول له سیاسي مشروعیت سره یو شان نه دی. له همدې امله، نړیوال هېوادونه باید له طالبانو سره د «تعامل» او «تسلیمېدو» تر منځ توپیر له منځه یونه سي. که داسې ونه شي، لا ډېر امتیاز ورکول نه یوازې طالبان بدلون ته نه هڅوي، بلکې ښايي هغوی د خپلو اوسنیو سیاستونو په دوام کې لا نور هم ټینګ کړي.

افغانستان یوه سیاسي بدیل ته اړتیا لري

په پای کې، د افغانستان د بحران حل یوازې پر بهرني فشار نه شي راټولېدای. افغانستان تر بل هر وخت ډېر یوه داسې ملي، پیاوړي، مشروع او ټولشموله سیاسي بدیل ته اړتیا لري.

دا بدیل باید د تېر نظام د ناکامیو او هغو څېرو تکرار نه وي چې په فساد، ناتوانۍ، انحصار او د جمهوریت په سقوط کې یې خپله ونډه لرله.

افغانستان داسې نوي نسل سیاسي مشرانو ته اړتیا لري چې له تېرو ناکامیو یې درس اخیستی وي؛ داسې مشران چې ملي ګټې د شخصي، قومي او ډله‌ییزو ګټو پر ځای لومړیتوب وګرځوي او وکولای شي د افغانستان د خلکو، سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې تر منځ اغېزمنه او متوازنه سیاسي اړیکه رامنځته کړي.

د افغانستان سیاسي بدیل باید د ټولنې له متن څخه راووځي او د هېواد د وګړو ریښتینی استازیتوب وکړي؛ نه دا چې د بهرنیو قدرتونو د معاملو محصول وي او نه د تېرو ستړو سیالیو دوام.

که نړۍ نه غواړي چې تاوتریخوالی د واک ته د رسېدو پر یوې بېلګې بدل شي، باید په روښانه ډول وښيي چې د جګړې او زور له لارې د واک ترلاسه کول د سیاسي مشروعیت جواز نه شي کېدای.

افغانستان تر بل هر وخت ډېر یوه ریښتیني سیاسي بهیر، یوه ملي بدیل، او داسې مشروع او ټولشموله نظام ته اړتیا لري چې د افغانستان د خلکو پر ارادې ولاړ وي.

پنځه کاله تیاره بس ده.

افغان ایواک: د افغان متحدینو د ساتنې لپاره په امریکا کې مهم قانوني ګامونه اخیستل شوي

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۱
100%

افغان ایواک وايي، د کابل له سقوط پنځه کاله وروسته، د افغان متحدینو د ساتنې لپاره تېره اوونۍ مهم پرمختګونه شوي. د افغانستان د لنډمهاله خونديتوب قانون د امریکا د مشرانو جرګې ملاتړ ترلاسه کړی او د افغان متحدینو اسنادو د خوندي کولو لپاره نوی دوه‌ګونديز قانون هم وړاندې شوی دی.

افغان ایواک په خپل اونیز راپور کې ویلي، د اګست په ۶مه د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون لپاره د استازو جرګې له طرحې سره د مشرانو جرګې موازي طرحه هم وړاندې شوه، چې له مخې یې په امریکا کې مېشت افغانانو ته د لنډمهاله خوندي وضعیت زمینه برابریږي. د اګست په ۷مه بیا څلورو سناتورانو مایک راونډز، امي کلبوچر، کریس کونز او تام ټیلیس د «افغان متحدینو د اسنادو او خدمتونو د میراث ساتنې قانون» په نوم نوی قانون وړاندې کړ.

افغان ایواک وايي، دواړه طرحې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ګډ ملاتړ لري او هدف یې دا دی چې د افغان متحدینو د ساتنې او د هغوی د خدمتونو د اسنادو لپاره داسې قانوني بنسټ رامنځته شي چې د یوه حکومت له تګلارې سره بدل نه شي.

د دې بنسټ په وینا، د «افغان متحدینو د اسنادو او خدمتونو د میراث ساتنې قانون» له مخې به د امریکا دفاع وزارت اړ وي چې د هغو له خطر سره مخ افغان متحدینو د خدمت اسناد او بایومتریک معلومات تایید او خوندي کړي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی. په طرحه کې د یوه خوندي برېښنايي سیستم جوړول هم شامل دي، څو افغان متحدین یا د هغوی استازي وکولای شي له هر ځایه، ان د افغانستان دننه، د خپلو خدمتونو د ثبت او خوندي کولو غوښتنه وکړي.

افغان ایواک وايي، دا طرحه په ځانګړې توګه د افغان ځانګړو ځواکونو، پیلوټانو، استخباراتي چارواکو، قاضیانو، څارنوالانو او دفاعي چارواکو لپاره مهمه ده چې د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر له ۲۲مې تر ۲۰۲۱ کال د سپټمبر لومړۍ پورې یې لږ تر لږه یو کال له امریکايي ځواکونو سره خدمت کړی وي.

د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون له مخې به افغانستان د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د لنډمهاله خوندي وضعیت لپاره وټاکل شي. افغان ایواک وايي، دا وضعیت په امریکا کې مېشت افغانان له افغانستان ته د شړلو څخه ساتي او هغوی ته د قانوني کار اجازه ترلاسه کولو زمینه برابروي.

د افغان ایواک په وینا، «لنډمهاله خوندي وضعیت د بېړني حالت ترمز دی»؛ دا دایمي استوګنې یا د ځانګړې کډوالۍ ویزې بدیل نه دی، خو د هغو افغانانو د شړلو مخه نیسي چې په امریکا کې د پاتې کېدو له خطر سره مخ دي.

افغان ایواک همداراز خبرداری ورکړی چې د افغانانو د امریکا ته د انتقال او ویزو د بیا پیل په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي معلومات باید له احتیاط سره وکتل شي. دغه بنسټ وايي، د افغانانو د ځانګړې کډوالۍ ویزو ورکړه لا نه ده بېرته پیل شوې، د ویزو مرکې لا هم د ټولو قضیو لپاره رد کېږي او د افغانانو پر داخلېدو د سفر بندیز هم پر ځای دی.

د دې بنسټ په وینا، د جولای په ۳۰مه د امریکا د یوې فدرالي محکمې پرېکړه یوازې هغو افغان کورنیو ته محدوده ده چې د امریکا د پناه‌حق لرونکو کسانو د کورنۍ د یوځای کېدو د پروګرام لاندې دي. افغان ایواک ټینګار کوي چې دغه پرېکړه د ځانګړې کډوالۍ ویزې، کډوالۍ یا لنډمهاله بشري سفر اجازه پروګرامونه نه دي پرانیستي.

افغان ایواک له هغو افغانانو چې د اسلام‌اباد په سفارت کې د ویزې مرکې لري، هم غوښتي چې د اوسني وضعیت له مخې خپلې مرکې وځنډوي یا بیا مهالویش کړي او د ناسم معلوماتو او درغلیو پر وړاندې له احتیاطه کار واخلي.

په ورته وخت کې، د امریکا د کانګرس ۳۵ غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر هګسیټ او د کورني امنیت وزیر وین مولن ته په یوه لیک کې د قطر په عین‌السلیه کمپ کې د شاوخوا ۱۱۰۰ ارزول شوو افغان متحدینو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی له ادارې غوښتي چې د دغو کسانو د انتقال بهیر بېرته پیل کړي، کانګرس ته معلومات ورکړي او د هغوی له رضایت پرته یې له کمپ څخه ونه لېږدوي.

افغان ایواک وايي، د کمپ د تړل کېدو نېټه د سپټمبر ۳۰مه ده او اندېښنه لري چې د انتقال د پروسې ځنډ به دغه کسان له لا زیات ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي.

دا بنسټ په داسې حال کې د افغان متحدینو د ساتنې لپاره د کانګرس د وروستیو هڅو یادونه کوي چې د کابل د سقوط پنځمه کلیزه رانږدې شوې او په ورته وخت کې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنول هم دوام لري.

افغان ایواک وايي، «پنځه کاله د یوې وینا لپاره نه، بلکې د حساب ورکولو لپاره کافي موده ده» او ټینګار کوي چې د امریکا له افغان متحدینو سره د شوې ژمنې د عملي کولو لپاره د کانګرس وروستي ګامونه د پای کرښه نه، بلکې د یوه اوږده بهیر د بیا پیل لومړنی مهم پرمختګ دی.

نجیب‌الله علي‌خېل: په افغانستان کې د جمهوریت سقوط باید د بیا فکر کولو فرصت وګرځول شي

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب‌الله علي‌خېل وايي، د جمهوریت د سقوط له پنځم کال باید د یو بل د ملامتولو پر ځای د تېرو تجربو د ارزونې او له تکراري تېروتنو څخه د زده‌کړې لپاره ګټه واخیستل شي.

علي‌خېل د اګست د ۱۵مې په مناسبت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د معاصر تاریخ دا مهمه پېښه بېلابېل اړخونه لري، خو د ده په باور، د جمهوریت د سقوط د لاملونو رښتینې ارزونه د راتلونکي لپاره مهم درسونه وړاندې کولی شي.

نوموړي ویلي چې د بن کنفرانس د جمهوریت د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړه، خو شل کاله وروسته د دوحې تړون د دغه نظام د سقوط لوری هوار کړ. د هغه په وینا، کله چې امریکا دې پایلې ته ورسېده چې په یوه اوږده او بې‌هدفه جګړه کې بریا ناشونې ده، خپله ستراتیژي یې بدله کړه.

علي‌خېل وايي: «د یو نظام تر ټولو مهم معیار د خپلې بقا او پایښت وړتیا ګڼل کېږي. جمهوریت ډېرې لاسته راوړنې درلودې، خو خپل پایښت یې تضمین نه کړای شو.»

هغه د جمهوریت د سقوط د لاملونو په اړه د اقتصادي مافیا، زورواکۍ، سیاسي اختلافونو، ټاکنیزو ناندریو او پر بهرنیو مرستو د زیاتې اتکا یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغو عواملو نظام کمزوری او په پای کې یې له پښو وغورځاوه.

د افغانستان پخوانی سفیر د جمهوري نظام د وروستیو کلونو امنیتي وضعیت ته په اشاره وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات «وحشتناکې کچې» ته رسېدلي وو او د یوه کال تلفات یې د بهرنیو ځواکونو د لسو کلونو له تلفاتو هم زیات وو.

علي‌خېل پوښتنه کوي چې په داسې بدلیدونکو شرایطو کې ایا د «جګړې ګټل» مناسبه ستراتیژي وه او ایا د سیاسي حل لپاره جدي او انعطاف‌منونکې هڅې شوې وې که نه.

هغه ټینګار کړی چې افغانان حق لري دا پوښتنې مطرح کړي، ځکه د هغه په وینا، افغانانو خپلې اولادې له لاسه ورکړي، جنازې یې پر اوږو وړي او د جګړو له امله یې بېلابېل کړاوونه زغملي دي.

علي‌خېل د جمهوریت پر بهرنۍ تګلارې هم نیوکه کړې او وايي چې ډیپلوماسي له هېوادونو سره د اړیکو جوړولو هنر دی، خو د هغه په باور، جمهوري نظام تر ډېره د سیمې مهم لوبغاړي له پامه غورځولي وو.

نوموړي ویلي: «د یوه جنګ‌ځپلي هېواد لپاره د مخالفینو ډېرول نه، بلکې د خپلو ملي ګټو لپاره له ډېرو هېوادونو سره د کار توان مهم دی.»

هغه ټینګار کوي چې که افغانان د تېرو ترخو تجربو، ناکامو مفکورو او ناسم ثابت شوو فرضیو د نقد جرئت پیدا نه کړي او هر لوری یوازې د خپلو کړنو لپاره توجیه ولټوي، نو راتلونکی به هم د تېر په څېر د تکراري تېروتنو قرباني شي.

علي‌خېل د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو جګړو ته په اشاره ویلي چې د جګړو، وینې تویولو، تفرقې او د واک د سیالیو په جریان کې د عادي خلکو ژوند، ارزښتونه او هیلې قرباني شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې جګړو یوازې ښارونه او کلي نه دي وران کړي، بلکې د خلکو پر ذهنیت، ټولنیزو اړیکو او سیاسي فرهنګ یې هم ژور اغېز کړی دی.

د هغه په باور، اوسنی افغانستان د یو بل د ماتولو پر ځای یو بل ته د غوږ نیولو اړتیا لري.

علي‌خېل وايي: «هغه ټولنه چې یوازې یو بل ملامتوي او غندي، خو خپل وجدان او تېروتنې نه ارزوي، له شخړو نه خلاصېږي او د دایمي ثبات او پرمختګ بنسټ نه شي جوړولای.»

هغه په پای کې د داسې سیاسي او ټولنیز فرهنګ د رامنځته کېدو غوښتنه کړې چې د ده په وینا، هر لوری پکې د خپل مخالف د له منځه وړلو او ځپلو پر ځای د هغه د منلو، اورېدلو او په «ګډ کور ـ افغانستان» کې له هغه سره د سوله‌ییز ژوند لاره خپله کړي.